01.11.2016 (11.08.1395)
ولي د کلونو كلونو را په ديخوا خپل اوپردی یوازی پښتون ټبر ټکوي ؟

عزیز احمد عزیزي

سره له دي چي داموضوع د جدي پاملرني ، ژور تحقيق او دقیقي څيړني ارزښت او وړتیا لري ،

خو بیا هم لکه څرنګه چې لازمه ده ، زموږ د تاریخ دمحقیقینو دپام وړ نده ګرځيدلي او په دي اړه یې

دحاضر نسل سوالوته د وخت له شرایطو سره سم دقناعت وړ ځواب ندی ویلي .

زما په اند ښه به داوي چې د پښتنو روڼ اندي ژر تر ژره د دي موضوع علت او معلول ، سبب اومسبب ،

سهوه او خطاء ، نیمګړتیا اوناخوالي ، چاره او دحل لاره په ګوته ، بربن‌‌‌‌‌‌ډ او په یوه رساله کي را غُونډ کړي ،

 ترڅو پښتانه هغوته ځير( متوجه ) او دعبرت د درس په توگه له هغو نه داسي كار واخلي ، چي نور دتير په شان

وهل او ټکول ونه خوري .

څرنګه زموږ پلارنی هیواد د تاریخ په اوږدو کي په مختلفو نومونو یادشوي ، خو دخورا مهم جغرافیوي موقیعت

په درلودلو سره ، همدارنګه د مختلفو اقوامو او جهانګیرانو له خوا له هخامنشانو راشروع بیاترامریکایانوپوري

تهدید شوي ، اشغال شوي ، سوځلی او کله کله خو ټوټه شوي هم ده . دلته زه فقط د مثال په توګه له یو څو

هغه تاریخي پيښو ( يرغلو ) څخه یادونه کوم چې زموږ په خلکو کي ‌‌‌‌‌‌ډير شهرت لري او هغه دادي :  

د مقدوني الکساندر ( سكندر ) يرغل .

سره لدي چې د سکندر د هجوم اویرغل هدف د جهان تسخیرول وه ، خو بیاهم دا باید له یاده ونه باسو

چې په هغه وخت کي یونان څه دفلسفې او فرهنګ او څه د اقتصاد او نظامي قدرت له مخې دجهان په سطح

همتا او حریف نه درلود ( دا په داسي حالت كي چي د مصر ، آريايانو او بين النهرين او چين تمدنونه لا ‌‌‌‌‌‌ډير پخوا

تر یونانه رامنځ ته شوي ول ) او هغه ول چې په هر هغه هیواد چې به یې هجوم ور ووړ او تسخیر به یې کړ، 

نوبه یې یوناني تمدن او فرهنګ خپراوه او د یونان په ستایل ( رقم او طريقه ) به يي تعميراتي چاري مخته بو ولي 

او دتسخيرشوو هيواد والو سره به یې خورا ښه بر خورد کاوه .

د سكندر له هجومه تقريباً زركاله بعد د اعرابو يرغل زموږ په منطقه شروع کیږې اودوي هم د اسلام دخپریدو په

نامه تر ‌‌‌‌‌‌ډيره هغه کړني تر سر کولي ، ترڅو داعرابو د قومي او ثقافتي برتري تضمین رامنځ ته کړي .

دوي اسلام د زور له لاري خپراوه او په دي لاره کي یې نه دعجمو دقتل پروا کوله اونه هم دهغو د تمدن اوفرهنګ 

د ویجاړلو .

دمغول چنگيز او دهغه د اولادي ( تيمور ، بابر .... ) يرغل . 

مغول چنګیز هم د جهان دتسخیر په نامه خپلي وحشي لښکري سنبال او یرغل ته یې سوق کړي ، خو فرق

یې له یونانیانو سره داوه چې مغول چنګیز نه تمدن پيژانده او نه یې هم سواد . هر ځاي چې به یې تسخیر کړ

دهغه ځاي اوسیدونکي به یې تر وسه وژل او کورونه او ښارونه به یې اول ور سوځول او بیا به یې له تهدابه

ورانول . خلاصه دا وحشي مغول د بشریت لپاره یو ستر مصیبت وه په تیره بیا زموږ دمنطقي لپاره چې بسته

تمدن یې له خاورو سره خمیر کړ .

روسی تزاران هم کله چې ددی منطقې په ستراتیژيک اهمیت پوه شول نو به یې غاښونه د تسخیر په موخه ورته چیچل.

اوس نو که د دا ګردو پرتنیو اشغال ګرانو د هجوم موخې چې اصلي محور یې استعمار او زبیشاک ( استثمار ) جوړوي ، 

را وڅيړو نو داسي یو مشخص عمدي یرغل ، چې هغه دي صرف د پښتنو دټبر دټکولو په مقصد تر سره شوي وي ‌‌‌‌‌‌،

ډير کم تر سترګو کیږې .

زما په اند ، په مشخصه توګه د پښتون د ټبر وهل ټکول او د دوي ټوټه کول هغه وخت را منځ ته شول چې جهان

دوه قطبي شو او ورو ورو کولونیالیزم ( استعمار ) خپل ځاي نیو کولونیالیزم * ( نوي استعمار) ته خالي کوي .

کوم دوه قطبونه ؟

انګلیستان او شوروي اتحاد . 

لمړی انګلیستان : سره له دي چي انګریزانو به په افتخار  سره ویل چې سلطنت یې دومره پراخ دی چې لمر 

نه پکشي ‌‌‌‌‌‌ډوبیږي ، خو هغه وخت چې له افغانانو په تیره بیا پښتون ټبر سره مخامخ شول او د دوي شهامت

او مقاومت يې په خپلو سترگو وليد چي هريويي دمرگ تر سرحده دي ته حاضرده چي له خپل ټاټوبي ، ملک

او دین څخه دفاع وکړي ، نویې خپل زاړه استعماري تکتیک او ستراتیژي ته چې پخوابه د زور له لاري پلی کیده ،

 تغیر ورکړاو پر ځاي یې داسې یوه سنجول سوي ، د زماني او مکاني شرایطو سره سمه ستراتیژي 

رامنځ ته کړه چې د هغي پر پلي کولو سره بیله دي چې ځاني تلفات متقبل شې خپلو موخوته ، چې هغه د پخوا

په شان استعمار او زبیښاک ( استثماردي ) دي په غیر مستقیم شکل ورسیږي .

د دوي د دي نوي ستراتیژي مرکزي زڼي ( هستي ) دي لاندي خصمانه کړنو جوړاوه .

- د نظر وړ ( مطلوبي ) منطقي او د هغي د اوسیدونکو ټولنیزه ( سوسيالوژيكه ) ، قومي ( ايتنيكي ) ، 

تركيبي ( ټولنیزملي بافت ) ، دودونه (فرهنگ ) ، ديني او مذهبي عقيدوي جوړښت - مطالعه ، څيړنه او تحقیق .

- دمطلوبي منطقي د اقتصادي جوړښت ، زیربناوو ، ذخایرو او معدنونو مطالعه او څيړنه .

- دپورتنيو مطالعاتو ، څيړنو او تحقیق په نتیجه کي د مطلوبي منطقې د اوسیدونکو ضعیفي نقطي را سپړل

کشفول او په ګوته کول او دهغو پر بنا خپلو تکتیکی او ستراتیژيکو اهدافو ته ځان رسول اوخپل مقاصد ترسره کول .

هغه ول چې انګریزان د پورتنیو مطالعاتو ، څيړنو او تحقیق په سرته رسولو سره دي نتیجی ته ورسیدل

چې د پښتنو په موجودیت کي چې په منطقه کي یې مطلق اکثریت تشکیلاوه خپلو استعماري اهدافو ته نشې

رسیدلاي نو یې ددي ستر قوم ټوټه ټوټه کول په داسي یوه شکل تر مطالعي لاندي ونیول چې په ټوټه کیدوسره یې

یوه ټوټه هم دا توان ونه لري چې دخپل مطلق اکثریت ادعا په منطقه كي رامنځ ته کړي .

اوس نو که دي ټوټه کیدوته ځير شو یوه ټوټه یې چې د دوي پرلاس جوړشوي مصنوعي هيواد ( پاكستان ) کي اوسيږي د 

پښتون د قوم په سطح اکثریت خو د دي هيواد ( پاكستان ) په سطح يو كوچنی اقلیت ده او بله ټوټه یې چي دبرپښتنوپه 

څير پر خپل پلارني ملک کي اوسیېږي د ټول وطن په سطح یې داسې یوه حالت ته رسولي چې سره لدي چي

اکثریت دي ، خو دا ادعایې چې مطلق اکثریت دي د اقلیتو په لمسولو سره ور خنثي کړله او د داسي یوه حالت 

رامنځ ته کول یې په تاریخ کي داول وار لپاره دسقاو دزوي په رامنځ ته کولو سره عملي کړ.

انګریزانو او شورویانو د افغانستان د قومي بافت په کشفولو سره د لر پښتنو خوږ ګوتي او ضعیفي نقطي 

پيداکړي او داده اوس یې ټينګ تر نیولي او دضرورت په وخت کي یې کیکاږي او دنه تسلیمیدو په وخت کي

کله دنظار شورا ، کله هزارګان او کله هم ترک تباران ورته رامخته کوي او د وطن پر تجزیه کولو یې ‌‌‌‌‌‌ډاروي 

او تهدیدوي .

انګریزانو تنها داقلیتو پر لمسولو بسنه او اکتفا وه نه کړه او دخپلو ستراتیژيکو او تحقیقی څيړنو په ترڅ کي یې 

وموندل چې پښتانه ‌‌‌‌‌‌ډير سخت او هغه هم تش د خوښباوري او خپل میراثي صداقت پر بنا د مرګ تر سرحده

خپلو دودونو او مذهبي عقایدو ته وفادار دي ، نو یې دالاره هم پښتنو ته د یوه غله په شان ونیوله ، تر څو یې

لا نورهم د خرافاتو ‌‌‌‌‌‌خسا ‌‌‌‌‌‌ډنډ ته ور ټيله کړي . دوي دا کار د جعل شویو روحانیونو او روزل شویو ملایانو له خوا 

هغه هم په ‌‌‌‌‌‌ډيرشیطاني حکمت اومهارت سره تر سره کړاو هغه داسي چې دګیلانیانو ، مجددیانو ..... او ذاکرخیلانو

په توظيفولو سره یې پښتانه دمُریدي په نامه ، په داسې یو دغڼي جال او شبکه کي را ايسار كړل چې بشریت

یې په دي سطح دیوه قوم د فلج کیدو په پرتله ساري نه لري - 95 په سلو كي بیسواده ، هغه هم په شلمه ميلادي 

او ١٤ مه هجري پيړۍ کي چې نور بشریت وکولاي شول خپل ځان د مځکي له جازبي څخه راوباسې ، داتوم 

هسته ټوټه ټوټه کړي او په سپوږمۍ کي چکر وه وهي .

شوروي اتحاد :

دشوروي اتحاد خصمانه فعالیت د ستالین په دوران کي هغه وخت شروع کیږي چې د ستالینیسم دتحمیل

په نتیجه کي د منځنۍ اسیا مسلمان خلګ مهاجرت ته مجبوریږې او د دي مهاجرت په نتیجه کي په حدود

د یوه ملیون خلګ افغانستان ته را اوړي او دلته بیله کومي پلټنې ، څيړني (ثبت نام ) او قید اوشرط څخه 

اقامت غوره کوي .

له بده مرغه څرنګه چې دوخت په تیریدو سره ثابته شوه په دي مها جرینو کي ‌‌‌‌‌‌ډیر داسي کسان ول چې

د شوروي اتحاد د استخباراتو له خوا موظف شوي ول ، ترڅو دهغه مهاجرینو په تعقیب کي وه اوسې کوم چې

کولاي یې شول د منځنی اسیا مجاهدین چې دوې بسمچان بلل نورهم تحریک او مالي مرسته ورته راټوله کړي .

لکه څرنګه چې پسته معلومه شوه د شوروي استخباراتو د وخت په تیریدو سره د دي مهاجرو استخباراتي 

کړیو او اجنتانو په واسطه او کمک سره وکړاي شول ، کرار کرار یومنظمه افغانستان شموله استخباراتي 

شبکه رامنځ ته کړي . 

پس له یرغل نه د شوروي استخباراتو( KGB ) له دي شبكي څخه په پراخه پيمانه استفاده وکړه ، داشبکه

یې لا پراخه ، مسلح او په ایدیالوژي یې سنبال کړه او ځني خویې لا د دولتی قدرت په لوړو څوکیو کي 

ځاي پر ځاي کړل ، چي ژوندي مثالونه یې د جمعیت ګوند چې د نظار دشورا په څيره کي تمثیلیدی ،

د دوستم ملیشه ، د کارمل ‌‌‌‌‌‌ډله ټپله ، د کشتمند ‌‌‌‌‌‌ډله چې مزاري محقق او خلیلي جوړوله او داسی نور .

شوروي اتحاد هم دانګریزانو په شان دي نتیجې ته رسیدلی وه چې د پښتنو په یو موټي موجودیت کي

نشې کولای خپلو موخو ته ورسیږي او هغه ول چې په اقلیتویې حساب کاوه او هغه یې د پښتنو په مقابل کي

مسلح کول او لمسول . شورویانو به اقلیتو ته ویل چې ستاسي د محکومیت او بد بختي ستر عامل د پښتون

قوم ده او له هغو څخه دخلاصون لاره فقط ستاسي استقلال ده چې د افغانستان په ویش سره یعنی په

( شمال او جنوب ) تجزيه كولو سره تر سره كيدلاي شي . 

شورویانو د خپلي هغه جعلي ایدیالوژۍ چې ادعایې کوله دمارکسیسم پر بنایې د خواریکښو طبقو ( بزگران 

او كارگران ) له استثماره دخلاصون په موخه رامنځ ته کړي ، وکړاي شول زموږ دروڼ اندو یوه لویه برخه

اغواکړي او د خپلو شومو اهدافو په خاطرګټه تري پورته کړي او هغه هم دیوه داسي نه پخلا کیدونکي

ترکیب له مخي ، چې نه یې دکوشیرولو قابلیت درلود او نه هم دپتره کولو . په بل عبارت ؛ 

شورویانو برسیره پر دي چې زموږ په کورکي به یې کورکې جوړول یعني اقلیتونه به یې د پښتنو په ضد

د حقوقو داعادي په نامه را پارول ، لمسول او کرار کرار به یې دقومي کن‌‌‌‌‌‌ډکو او ملیشو په نامه د ثور دانقلاب

دساتني او دفاع  په بهانه مسلح کول ، د افغانستان دخلق دموکراتیک ګوند یې هم نه پریښود څو یوموټی 

او مستقل اوسي او هغه ول چې اول یې په دوو برخو وویشو اوبیایې په هره برخه کي دخپلمنځي اختلاف په موخه 

لاپسی ټوټه ټوټه کړ او هري ټوټي ته به یې د خپل ځان دحمایت او صداقت ټټر ‌‌‌‌‌‌داسي ‌‌‌‌‌‌ډباوه چې تابه ویل

د نورو ټوټو په پرتله یې اصلي او نژدي دوست دي . د دوي عدم صداقت له ګوند او پښتنو سره هغه وخت لانور 

بربنډ شو چي معلومه شوه د جمعيت له گوند سره یې هم تار غزولي او خورا پخوانۍ ټينګي اړیکي لري .

زموږ همسایه هیوادونه هم نه غواړي چې پښتانه یو موټي شې او وکولاي شي د دوي په بغل کي یو قوي

مملکت را منځ ته کړي چې ایران یې خورا ښه بیلګه ده . 

///////

ایران چې خپل هویت یې د تاریخ دتزویر او جعل پر بناء منځ ته راوړی او بي ځایه ادعا کوي چې د 

آریایانو اصلي خلف اومیراث خواره دي یا په بل عبارت آریأ یې نژاد تشکیلوي ، زردشت یې د یکتا پرستي 

عقیدتي محور ، مولانایې عرفان او کوروش او تخت جمشید یې افتخارات جوړوي ، هم نه غواړي چي پښتانه 

یو موټی شي او هغه ده چې زموږ له تاجکو وروڼو سره د ګ‌‌‌‌‌‌ډي ژبي او شیعه ګانو سره د ګ‌‌‌‌‌‌ډ مذهب پر 

بنا ته به وا ( گويا ) خواخوږي لري او له دي لاري هغوي دپښتنو په مقابل کي لمسوي ، چې تیر څه باندي

شل کاله یې خورا ښه مثال او بیلګه ده . 

ازبکستان او ترکیه هم د ایران په شان له ترکتبارو څخه د خپلو ستراتیژيکو موخو پر بنا حمایت کوي .

زما ښه په یاد ده چې ترکیی په سرکي او ترکمنستان او ازبکستان ورسره ، د افغانستان دترک تبارو

په واسطه چې په سرکي یې دوستم قرار درلود  هغه ترک تباره کورنۍ چې د افغانستان د قالینو دصنعت

زیربنا یې تشکیلوله په لوړه پيمانه دي هیوادو ته انتقال کړي او ترکیی خولا داسي نور امکانات هم خپلو

ترک تبارو ته مهیا کړل تر څو دوي وکولاي شې له افغانستانه د غلاسوو پيسو ، او تاریخي غلاسوو آثارو

په واسط په ترکیه کي سرمایه ګذاري وکړي او هلته بي له کومه پرابلمه ژوند او اقامه اختیارکي .

دوستم دهمدي ترک تباره هیوادو او د نظار دشورا په موافقه او همکاري وکړاي شول آن دکارمل د دورانه

رانیولي بیا تر کرزي پوري او همدا اوس چې اشرف غني په واک کي دي شمالي سیمي له پښتنو ( ٤ مليونه ) څخه

خالي کړي ، کورونه یې ورچور ، رمي یې تارومار او ملکیتونه یې غصب کړي .

د دي ادعا خورا ښه بیلګه او مثال یې هغه تر یو ملیون لا زیات پښتانه شمال میشته ناقلین او مها جرین دي 

چې اوس یې په کندهار ، زابل .........او کابل کي دکوچیانو په شان موقتي اقامه غوره کړي او په خیمو 

او خټينو کورکيو کي ژوند کوي .

او س نو که دا ټول ، پورتني رنګارنګ خصومتونه چې د پښتون د ټبر په پته ( آدرس ) رامنځ ته سوي 

دیوه محقق ؟ ( كنجكاو) په توګه را وسپړو ، نو د جمع حاصل به یې هغه ناورین ( فاجعه ) شي ، 

چې انګریزانو پس له دوهم نړۍ واله جنګ نه ، د پاکستان په جوړیدو سره رامنځ ته کو او پښتانه یې سره دوه 

ټوټي کړل .

////////

پاکستان سره له دي چې پښتانه پکشې اقلیت قوم دي تر بل هرچا د پښتون دقوم له یو موټي کیدوڅخه

‌‌‌‌‌‌ویره لري او د دوي یو موټی کیدل ، د پاکستان ټوټه کیدل خو څه کوي چې نابودیدل یې بولي او هغه ده

چې په خپل ټول قوت او طلسم سره کوښښ کوي تر څو دا قوم په پښو ونه دریږی .

پاکستان د خپل بادار انګلیس په توصیه د دي وطن د تاسیس له اولي ورځي نه بیا تر داننه همدا کوشش کړي

 تر څو پښتون په رنګارنګ وسیلو او بهانو وځپي او د خواشني ځاي خو لا داده چې پښتون پر پښتانه ځپي

ورور یې پر ورور ورته وژني او وطن یې پر دوي ور ورانوي .

 پاكستان دا خصمانه كارونه اكثراً د سعودي عربستان چې ځان داسلام میراث خور اوباني بولي ، تر سره کوي

او هغه هم د اسلام نه د ناوړي استفادي له لاري ، هغه اسلام چې پښتون په صداقت سره ایمان په راوړي او 

د خپل پيغمبر محمد (ص ) په خاطر هر عرب ته درناوي کوي او هر قول یې دپيغمبر قول بولي .

له بده مرغه پاکستان له دي تریک نه په ناوړه استفادي سره پښتانه په وار وار سره اغوا کړي او له دوي نه یې 

څه د کشمیر په آزادولو کي ، څه د فلسطين او همدارنګه د افغانستان په " آزادولو " كي استفاده كړي او د دوي

او د دوي د اولادو په سرنویشت یې لوبي کړي .

پاکستان دتاسیس له ورځي بیا تر ننه کوشش کړی تر څو پښتانه د مُدرنه مکاتبو له تګ څخه محروم کړي 

او دمکتب پر ځاي د دوي اولادونه هغه دیني مدرسو ته چې دسعودي عربستان له خوا دپښتنو د مسخ کولو لپاره

په پاکستان کی رامنځ ته شوي رهنمایې او شامل کړي . 

پاکستان  دتاسیس له ورځي بیا تر ننه کوشش کړی ، تر څو پښتانه له مدنیته ، هغه هم داعرابو په سلا 

لري وساتي ترڅو د ضرورت په وخت کي وکړاي شي له دوي نه د" قربانۍ " په څير استفاده وكړي .

له بده مرغه پاکستان اکثرا دا خصمانه کارونه د بر پښتنو په لاس تر سره کوي او هغه هم د مذهبی احزابو

له لاري . 

پاکستان له دین نه په ناوړي استفادي سره چې د سعودیانو حمایت هم له ځانه سره لري د لرپښتانه هم د اسلامی

احزابو له لاري د استفادي وړ ګرځولي او بر سیره پر دي چي خپل ورور یې پر وژلی ، خپل وطن یې هم پر 

وران کړی او دا لړۍ د حکمتیار اسلامي ګوند ، طالبانو او حقانیانو په مرسته دا اوس هم دوام لري .

پاکستان داسي نیرنګونو لوبولي چې شیطان د هغو له لوبولو څخه په شک کي وه چې آيا وبه کړاي شي

هغه مغرور او متعصبه پښتون چې پر خپل مذهب سر ورکوي دي ته حاضر کړي چي د یوه شیعه ( بوتو ) په پښوکي

د کونګري په شان ورغړي ؟ بلي په حق چې پاکستان وکړاي شول سني پښتانه د هغو دخرڅ شویو مذهبي رهبرانو 

په مرسته دبینظير شیعه (پی مخي ) پښوته په ګون‌‌‌‌‌‌ډو کړي او خپل وطن پي وران کړي .

تاسي دي ټکي ته متوجه شئ چې سعودي عربستان هم څرنګه چې په داسي ائيتلاف کي یې ګټه وه ، ځان 

خپ اوچپ نیسي او هیڅ کله د شیعه او سني موضوع نه مطرح کوي ، په داسي حال کي چې د شیعه

ایران په مقابل کي په وار وار حاضر شوی له اسرائيلو سره معاملي ته حاضر شې او څو واره یې له امریکایانواو اسرائيلو

خواهش کړی تر څو په ایرا ن حمله وکړي او هغه هم د دوي له حسابه . یعني داچي حاضر شوي د دي جنګ ټول 

مصارف په خپله غاړه واخلي .

څرنګه چې هم د انګریزانو او هم دارنګه د روسانو تکتیک چې پر اقلیتویې حساب کړی وه ، له شرمه ‌‌‌‌‌‌ډک شکست

سره مخامخ شو او د داسې یوه غلط خصمانه تکتیک په نتیجه کي یې خپلي امپراتورۍ له لاسه ورکړي ، نو یې همدا

 مشوره امریکایانو ته هم د یوه "دوست " په شان ورکړه او امریکایانو هم بيله دي چي دهغه عواقبو ته متوجه سي 

اوله تير تاريخ نه يي دعبرت درس اخستی وي د دوي په شان پر اقلیتو حساب وکړ چې داده اوس یې نتیجه

په سترګو وینو .

یو شی باید همیشه په یاد ولرو او هغه داچې دیوه مملکت په اکثریت کي هم خایني څيري پيداکیږي او د افغانستان

اکثریت چې پښتانه دي له دي څخه استثنا کیدلاي نشي اوله وطن ته دخاینو څيرو څخه بي برخي نه ده ، داکه په

لر کي ده او یا په بر کي ، خو یو شی چي هغه دوطن تجزیه ده هیڅ کله "ولو داکثریت دخاینو څيرو له خوانه " ، د دونیا

په هیڅ یوه هیواد کي نه ده مطرح شوي او مثال یې هم نه لیدل کیږي ، خو برعکس دا همیشه اقلیتونه دي چې د 

پردو د لاس و سیله ګرځيدلي او د تجزیې سوالونه مطرح کوي چې خورا ښه او موثق مثالونه یې د افغانستان

اقلیتونه دي چې هر یوه یې په خپل وار سره دارقم سوالونه په یوه او بله بڼه مطرح کړي .

اوس نو دي پورتنیو تریخو واقعیتو ته په ځير سره لازمه ده چي پښتانه په دي رابطه فکر او سوچ وکړي ، تر څو

وکولاي شي پورتنیو واقعیتو ته په کتو سره خپلې تیري کړني او تیر وتني له سره را وسپړي ، دقیق یې بررسې

 او علماً یې وڅيړي ، ترڅو د دي توان رامنځته کړي چې هغه جبران کړي .

زه په دي هکله دټولو هغه روڼ اندو پښتنو چې په خپل ځپل شوي پښتون ټبر یې زړه سوځي ، هیله کوم ترڅو 

را میدان ته شي او د دي تنګي او نازکي موقع څخه ( چي نور نو د نابودۍ کندي ته لویږو ) په استفادي

سره د چاري لاره پيدا او خپل قوم ته یې ورپه ګوته کړي . بیا به ناوخته وي ؟

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

 

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder