یادونه : په ټول افغانستان وېبپاڼه کي لیکني د لیکوال نظر څرګندوي، د وېبپاڼي د ادارې موافقه شرط نه ده.

31.07.2018 (09.05.1397)
ولسوالۍ فتحه شوی د ولایتونو واردی
الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم
طبیعی خبره ده چه اشغلګر د مرمیو سره  له ډالرو او میډیا ډیر کار اخستی د طالبانو د رښتونو څرګندونو مخه نیسی له سپینه تور او له توره سپین جوړوی او لویدلی مورال پری پورته کوی مګر د دی سره سره بیا هم هیوادوالو او نړیوالو ته بی باوره شوی تر دی چه اشغلګر او غلامان  د جنګ رشتونو حالاتو معلومولو د پاره د امارت له محدودو رسنیو او  ویاندانو له څرګندونو استفاده کوی
   د نن ټکی اسیا د خپلواکی پاڼی په حواله، د شیطانی میډیا دا خبر چه ترمپ د کابل غلامی اداری ته قومانده ورکړی :[ چه خپلی قواوی به له ولسوالیو لویو ښارو ( ولایاتو ) ته انتقالوی په دی واسطه به د مجاهدینو له درنو څپیړو څه ناڅه ژغورل شوی وی ]
د دی خبر په اوریدلو [ چه لویو ښارو ته به یی قواوی انتقال، مرګ ژوبله به یی کمه، د حکومت دوره او ډالرو بهیر به یی لږ څه اوږد شی ] می د علومی هغه خبری را په یاد شوی چه  ولسی جرګی ته یی د هغو د امنیت د تسکین دپاره وویل  [ تشویش مه کوۍ د کابل نیولو ته ډیر واټن پروت دی لمړی به لیری پراته کلی بانډی، بیا به ولسوالۍ، له هغه وروسته به ولایتونه او بیا به د کابل او ارګ دروازی ټکول کیږی ] دا یی د کابل غلامانو ته د تیښتی او خپلو سرمایو خوندی کولو سیګنال وو، چه هر یو د خپلو شرایطو له مخی د تیښتی فیصله وکړی علومی تر ټولو دمخه دا فیصله هماغه وخت وکړه هالیند ته یی په خپله ځان سفیر وټاکلو، د کابل او ارګ له دروازو ټکولو دمخه یی له هیواده پښی سپکی او راټوله شوی سرمایه خوندی کړه
 هغه وخت چه علومی دا خبره کوله  طالبانو پر کلیو او بانډو سپین بیرغونه رپولی وو مګر نن صبا د مجاهدینو طوفانی بریاوو ټول هیواد په مخه کړی اتیا سلنه ولسوالی یی فتح کړی  ولایاتو او د کابل تر دروازو رسیدلی زه نه پوهیږم چه د کابل غلامان د نشه توکو روږدشوو په شان د ډالرو د راټولو د پاره تر اخره ولی دقیقه شماری کوی ( که په ډالرو مړه شول مړه نه دی؟ ) حرص تر هر څه  ډيره کرغیړنه ناروغی ده د ډالرو د پاره د هر څه پلورلو ته تیار دی
 د صلیبی جنګ سپه سالار ( بوش ) چه څلورم  صلیبی جنګ پيلولو د خپل زور او قواوو ته په کتلو یی سره یی ډیری لاپی شاپی کولی هغه ټولی لاپی شاپی یی سرچپه یا سر کی ماتی شوی مثلا:
 ټوله نړی یی د حق او باطل په دوه وو قطبو وویشله چه [ زما سره که نه زما دشمنان یاست ] چه له ډاره یی ډیر ډارن او بی غیرته مسلمانان هم ورسره ملګری شول حتی د ترکیی اخوانی اردګان هم ورسره د مجاهدینو په ضد خپله فعاله ونډه واخستله
 [ طالبان به په اونیو او یا میاشتو کی ختموو ] په داسی حال کی چه کلونه یی تیر او لسیزی یی شروع شوی د طالبانو مهاریدل او ختمید ل خو پریږده طالبانو دوی مهار او د شوروی اتحاد د برخه لیک سره یی مخ کړل.
 [
طالبانو سره خبری کول طالبانو ته رسمیت ورکول دی ]  مګر اوس د طالبانو سره د خبرو کولو د پاره د سیند رااخستو په شان د سیند هر خس او خاشاک ته لاس اچوی طالبان یی د خبرو اهل نه ګڼی
کله چه د صلیبی جنګ سپه سالار د ۴۸ نورو لیوانو په اشر زمونږ په مظلوم او فقیر هیواد د وحشیانه یرغل کولو د بی بی سی د شیطانی رسنۍ  یو ویاند د طالبانو د ډارولو د پاره مشر ملا صاحب  ته  د تلیفون په لیکه وویل چه [ د امریکایی یرغل د پاره څه اماده ګی لرۍ؟ ] مشر ملا صاحب په ډیره سړه سینه او پخه حوصله ورته وویل [ امریکا ډیر ډالر، ډیری وسلی، جنګی مهمات او د وحشی الوتکی لری بمباری به کوی چه زمونږ په وژلو ستړی او زمکی ته له الوتکو راښکته شی بیا به ورته وښیوو چه څوک نر او څوک ښځه یا څوک میړنی او څوک ګیدړان دی، مشر ملا صاحب  ته د حق او باطل جنګ د ګټلو او بایللو پته وه
امریکایانو د ۴۸ لیوانو په اشر د اسلامی امارت حکومت په ډیر وحشت ونړاوو او د سکولرانو، کمونستانو او اخوانیانو ناوړه او فاسده اداره یی زمونږ په مظلوم ولس د برچی په وچ زور وتپله، ډیر وخت لا نه وو تیر شوی چه د استشهادی کنډک د بریدونو سره مخ شول، هر وخت، هر چیری او هره قوه چه یی هدف وو په بریالیتوب رسیدګی کوله امریکا او ناتوخپلو مالیه ورکونکو ته ناځوابه شول چه زمونږ د مالیی په ډالرو سربیره زمونږ بچیان مو ولی قربانی کړل چه امریکا د ۴۸ نورو پرمختللو هیوادو سره په ګډه د یو ګروپ مجاهدینو په مقابل کی د شرمیدلو ماتو سره مخ ده؟ خپلو مالیه ورکونکو ته یی په دی جمله اعتراف وکړو چه مونږ د هر څه د پاره هر څه لرل او لرو مګر استشهادی بریدونه مو نه وو پیشبینی کړی لکه روسانو چه به ویل مونږ هر څه لرو مګر د تکبیر د وسلی ضد وسله نه لرو
د دغه تشی د ډکولو یا استشهادی بریدونو د دفاع د پاره اوباما د خپلو عسکرو شمیر له لکونو واړولو، جنګی مهمات ، وسلی او وسیلی یی هم  څو ځله زیاتی کړی مګر د ګټی په ځای یی ورته تاوان وکړو تر دی چه په ۲۰۱۴ کال کی یی خپله ناکامی د خپلو عسکرو د وتلو په مهال ویش علنی او رسمی اعلان کړه ویی ویل چه د افغانستان مسله د جنګ حل نه لری مګر هغه مهال ویش یی د څو میاشتو په ځای دوه کلو ته په دی وغځولو چه دوی خپلو موخو ته رسیدلی جنګ ته اړه نشته. د اوباما د عسکرو وتلو تصمیم ماهرانه مګر د مهال ویش غځول د دوی ناکامی لا تیزه او په ډاګه شوه مورال تر اوو زمکو لاندی او د مجاهدینو مورال یی تر اسمانو هم پورته کړو او د هیواد زیاته برخه یی د خپلواکی د ملی او اسلامی سپین بیرغ  لاندی راوستله.
ډونالډ ټرمپ د اوباما د دغه لویی خطا (د مهال ویش اوږدوالی) د ډکولو د پاره بله لویه سهوه تکرار کړه او هغه دا چه د تیښتی یا روغی جوړی د پالیسی په ځای یی جنګی ستراتیژی ته ترجیح ورکړه  د نیکلسن په شان جنرالانو ( چه جنګ کی یی شخصی ګټی نغښتی وی ) خطا ویستلو زمونږ د بی دفاع اولس د وژلو د پاره یی د عسکرو شمیر او د شپی عملیات زیات او ړندی بمباری یی څو ځله او د بوش وارو لاپی او شاپی یی هم ورسره زیاتی کړی چه طالبان به په زور مذاکراتو ته اړ باسی. مګر طالبانو په ډیره سړه سینه او د الله ج په نصرت له خپلو حقه حقوقو او خپلواکی تر لاسه کولو د پاره خپلو جهادی هلو ځلو ته د پخوا په شان ادامه ورکړه تر پخوا یی لا ډیری سیمی خپلی، ډیری بریاوی یی په برخه، ډیری ولسوالۍ  حتی ولایتونه یی فتح کړل کومه پیش بینی چه علومی کړی وه
له پوره  یوه کال وحشت او بمباریو وروسته ټرمپ قانع شو چه جنرالانو تیرویستلی جنګی ستراتیژی د لا ډیرو ماتو سره مخ او شړیدلی اداره یی د شړیدو او لویدو په حال کی ده د منځه وړلو د پاره یی طالبانو ته هم اړه نشته د وحشت زیاتوالی یی خپله دوی ته تاوان اړوی نو اول یی د کابل غلامانو ته د روغی جوړی قومانده ورکړه چه د طالبانو سره بی قیده و شرطه  د روغی جوړی زمینه سازی وکړی ګټه یی ورته ونه کړه افغانانو  د شاه شجاع، کرزی او کارمل په شان د نورو په ټانکو سپاره راوړل شوی غلامان له افغانی هویته بی برخی کړی د محاکمو انتظار ورته لری نو د هغوی سره د روغی جوړی خبری امکان نه لری.  له روغی جوړی کولو یی ورسره انکار وکړو د امریکایانو سره یی چه د جګړی مقابل اړخ دی د مذاکراتو دروازی پرانیستی پریښودلی. نو امریکایانو جبرا د طالبانو سره د نیغ په نیغه خبرو کولو اعلان وکړو
            دا چه طالبانو د کابل د غلامی اداری اکثریت ولسوالی پوره او څه اتیا سلنه فتحه کړی او پاتی قواوی یی هم په ولسوالیو کی د محاصری حالت او د مرګ په انتظار شپی ورځی تیروی د مجاهدینو د پرله پسی کوبنده بریدونو او مرګ ژوبلی لاندی دی، وژل کیږی، نیول کیږی، تسلیمیږی او لا خپلو کورو ته تښتی او ډیر یی لا خیالی یعنی شتون نه لری د کابل غلامان او باداران له ولسوالیو ناهیلی شوی ( د ولایتو د سقوط د مخنیوی، د عسکرو د مرګ ژوبلی د کمولو، د عسکرو د اصلی شمیر د نه په ډاګه کیدلو) د پاره له هغو نیمګړو ولسوالیو یی  هم خپل عسکر د ولایاتو مراکزو ته نقلوی [ تاکتیکی شاتګ کوی ]
 
ټول ولسوالان به د هغه ولایت په یوه ودانۍ کی د خپلو ولسوالیو په نمایندګی او د ولسوالیو د تصویرونو څخه په استفاده دندی ترسره کوی او غلامه اداره به د  خیالی هیواد په لس سلنه برخه حکومت کوی یعنی که د اشغګرود خوښی روغی جوړی ته ونه رسیږی هماغه د روسانو له وتلو وروسته د خپل منځی جنګو تاریخ به بیا رانوی او غنی به د ربانی په شان د جمهوری ریاست کتابت په بکس کی هر چیری ګرځوی هیواد کی به غیر له داخلی جنګو نور څه نه وی ملګرو ملتو کی به یی د روان فرهادی په شان نماینده او په ټولو هیوادو کی به یی سفارتونه برحال او امریکا به ورته معاشونه ورکوی
 دلته د یوی بلی خبری یادول لازمی ګڼم او هغه دا چه کودتا ګانی د هیوادو په پایتختو او انقلابونه له کلیو او بانډو شروع کیږی یا په بل عبارت اشغال او کودتاګانی د ملی او بین المللی مافیه وو په واسطه  مګر رشتونی انقلابونه د هغو هیوادو د اکثریت او مظلومو اولسو له خوا تر سره کیږی. اشغال او کودتا ګانی بقا نه لری خلک یی په ضد ملی او جهادی پاڅون کوی مالی او ځانی قربانی ورکوی چا چه دغه قربانی ورکړی نن خپلواکه او چاچه نه ده ورکړی نن هم بلواکه دی، خپلواکی تر ټولو لوی نعمت او د هر انسان فطری حق دی چه ټولو انسانان به د یو الله ج بندګی او غلامی کوی او د یوه بل غلامی به نه کوی او نه به یو بل استثماروی زمونږ هیواد اشغال او اشغال تر کودتا هم ذلیله بلواکی ده
  اشغال او بلواکی تر هغی ادامه لری چه د بادارانو او غلامانو په جنګی ماشینو کی مرمی، دالر او انرجی شتون لری مګر رشتونی انقلابونه د خلکو په زړونو کی ځای لری، اسلامی بدلون دایمی مثبت بدلون رامنځته کوی هدف یی د الهی نظام پیاده کول دی چه د عامه عدالت، امنیت، دایمی او عامه سولی او هوساینی تضمین کوی الهی نظام کی یو شخص د الهی لارښودنو په رڼا کی له جرم کولو ځان ساتی که سهوا د جرم مرتکب شی له پولیسانو غیره  محکمه کی  به خپل جرم اعتراف او د خپل جرم سزا خپله ځانته اورولی شی په الهی نظام کی د عسکری استخدام، روزنی، تمویل او تجهیز اړه نشته او نه د وسلو د جوړولو او کارولو اړه ده کیدی شی یواځی پولیسو ته اړه وی کولی شی هغه عسکری بودیجه د ژوند په نورو مهمو چارو کی د ښه پرمختګ د پاره خرڅ کړی
 ګیدړان چه انګورو ته نه رسیږی د خپل حیثیت د ساتنی د پاره وایی (  انګور تروه دی ) د کابل غلامان او باداران هم چه له ولسوالیو ناهیلی او د ولایاتو د ساتنی ویره ورسره ده  که یی په وسه وی یوه ثانیه او یو قدم به هم له ولسوالیو نه وی په شا شوی، مګر اکثره ولسوالۍ سقوط او لا د سقوط په حال کی دی محاصره او د پوره تهدید لاندی دی. نو لوی ګیدړ ( ټرمپ ) غلامانو ته قومانده ورکوی چه له  ولسوالیو ولایاتو ته شاتګ وکړی او ټول زور په ولایاتو کی متمرکز کړی چه سقوط ونه کړی د ولایتو سقوط د کابل سقوط دی بیا مونږ د پښی کیښودلو ځای نه لرو. د همدی امله یی د روغی جوړی خبری هم د طالبانو سره تیزی کړی دی.    و من الله التوفیق

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • صابر دیدار (Mittwoch, 01. August 2018 06:44)

    وایې یو سړی مریض ؤ ښځه یې بدلمنه وه ماخستن ناوخته یې یار راغی ښځي تور پړی واخیست او یار یې له کلا نه راوخیږاؤ انګور یې سره وخوړل او.......
    سهار چې د مریض پوښتي ته خپل خپلوان راتلل مریض ورته په ژړا د خپلي ښځي قیصه کوله
    ښځه کوټې ته راننوته د خپل خاوند خبري یې واوریدې
    ژر یې خبر ورغبرګه کړه
    سړیه،ښه خوب دي لیدلی تور پړی د عمر درازي ده انګور د جنت میوه ده خدای به دي جوړ کړي
    لیکوال صاحب خدای به دي جوړ کړي د ولایتو د نیولو دې ښه خوب ليدلی
    ولایتونه مو هم ونیول کندوز او فراه یې ښې بیلګي دي
    پردي زامن د حورو او غلمانو په شوق ور مرش کړۍ له یوې ورځي ولایت نیولو ورسته يې د ترخو ملیؤ په شان تویي کړي
    له خدایه وویریږي دا پردي زامن مه پرې وژنۍ
    هغه وخت چې امریکانان له افغانستانه وتل طالبانو ویل چې د کوم ولایت خاریجیان وځي هغه ولایت به په هغه ورځ مکمل د طالبانو په لاس کې وي
    څلور کاله تیر شول د پنجاب او اکوړیانو له کلک ملاتړ او سره سره هیڅ ولایت د دوۍ لاس ته نده لویدلی
    عام ولس یې ټارګیټ ګرځولی د کورو له منځه حملي کوي جې زیان یې یواځي عام خلک ویني
    خیال فلاو دي جوړ کړی سړیه.

  • پاچا خان (Freitag, 03. August 2018 12:05)

    ليکوال له خپل نوم سره د استاد ټکي هم ذکر کړي،. د ماپه اند د تور پنجاب په شيطاني مدرسه کی دا لقب ورته حميد ګل او نصر الله بابر ورکړي. دا سړي د افغانيت او بشريت ضد افکارو خاوند دي . له داسي جاهل او شوده سره بحث ضايع د وخت دي.

  • محمد (Sonntag, 05. August 2018 07:50)

    استاد صاحب بیانزی د هیواد څخه ډیر لیري په لندن کي ناست افغانستان د نن ټګي اسیا د ویب پاڼي د عینکو څخه ویني. دته د ولسوالیو د فتوحاتو خواږه خبرونه رسیږي خو دی دواقعاتو ریښتني صحنې په ذهن کي نه سي رانځورولای. هلته دولتي عسکر او د طالبانو د تحریک داوطلب جنګیالي په اور او وینو کي لامبي زموږ ماشومان په ځانګو کي وژل کیږي. بشپړ بشپړ کلي د انسانانو سره هوار سول. دلته دی په بغل باندي ږغونه پسي کوي. اصل حقیقت خو دادئ چي دولتي ځواکونو په کلیو او بانډو کي عام ولسونه ټول خالي صلاح کړي دي او هغوئ یې د خپلو سیمو د امنیت د ساتلو څخه منعه کړي دي. دا کار دولت د ټوپکیانو تر اثر لاندي اردو، پولیسو او اربکیانو ته ورسپارلئ دئ چي ظلم وکړي او د خلګو څخه غیر قانوني جیجه ټوله کړي او په کابل کي یې وزارتونو ته ورکړي. کله چي طالبان د خپلو مشرانو په امر ير کلیو او بانډو باندي راسي نو په ډیر زیات تعداد کي وي. دولت د کابله څخه هر کلئ او کوڅه آناً نه سي اکمالولای. عام ولس د کمزورتیا او بیزاري له کبله مرستي ته نه سي ورته راتللای. کله چي دولتي عسکر په تیښته سي نو بیا هفته او میاشت بعد د افغان ولس د بیت المال په پیسو تیل او مهمات د امریکا څخه خریداري کړي او هلته ورسي. طالبان خو وختي لا تللي وي په کوم بل ځای کي یې په اراربکیانو اردو او پولیسو بد حال جوړ کړئ وي. دولتي قواوي د ولس یو څو ځوانان ورشهیدان کړي او کورونه یې ورونړوي. بیا بیرته کابل ته راستانه سي چي ددې کارنامو په بدل کي ترفیع ورکړل سي. دا نظامیان چي د خپل ولس د وینو بهولو په صله کي جنرالان سوي وي بیا نو یوه ورځ سی سي، قزافي، صدام بشار الاسد او نوري بلاوي ځني جوړیږي. نور باید افغانان د خپلو کلیو او بانډو امنیت پخپله ټینګ کړي قلم د مخ په جیب کي او ټوپک په اوږه سره یو سي لمړی په خپلو کلیو کي امنیت ټینګ کړي او بیا ولسي لښکري برابر کړي او ارګ د بشریت د قصابانو د قبضې څخه خلاص کړي. موږ باید د خپل وجدان سره اراده یوه کړو او د پارټیزاني سیاست سره خدای په امانی وکړو. عمومي اصلاح لپاره یو واحد قوی حرکت زموږ د نجات یوازینۍ لاره ده. په دې لاره کي که دوه سره چینجی مخي ته راولیدئ او که صحرایي خړه لنډۍ باید زموږ د ولسي لښکرو تر پښو لاندي چختاڼ سي.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind