06.04.2021 (17.01.1400)
ولسمشر له خپلی کابینې وزیرانو سره څنګه چلن کوي

په تېرو څو میاشتو کې مې د پخواني ملي یووالي حکومت د کابینې له یوولسو غړو سره خبرې وکړې، له ولسمشر محد اشرف غني سره د کار د تجربې په اړه مې ترې پوښتلي او دا پوښتنه مې ترې کړې چې د اوسنۍ کابینې غړي له څه ډول شخصیت سره مخامخ دي.

له هغوی ځینو غوښتي چې نوم یې په دې رپوټ کې وانه خیستل شي. د ولسمشرۍ ویاندانو په ګډون مې له ځینو چارواکو هم نظر وغوښت، خو ځواب مې ترلاسه نه کړ.

د ۱۳۹۳ کال د کب په ۲۹مه سهار ۹ بجې د ملي یووالي حکومت د کابینې یو غړی چې لا وزیر شوی نه و، د کابل د لمبا په یوه حوض کې پر لمبلو بوخت و چې ملګري یې ورته وویل: "تېره شپه پرېکړه شوې چې ته د نوماند وزیر په توګه معرفې شې."

هغه څو ورځې وروسته ارګ کې ښاغلي غني ته مخامخ ناست و او د نوموړي پوښتنې یې ځوابولې. ولسمشر غني د دې ۴۵ دقیقه يي مرکې پای کې وویل:

"له نن شپې له وکیلانو د رایو د ترلاسه کولو په ډاډمنتیا پیل وکړه او د باور رایې اخیستلو ته چمتووالی ونیسه."

د ملي یووالي حکومت په ۱۳۹۳ کال د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ له ټاکنیزې لانجې وروسته جوړ شو او دواړو د کابینې د غړو په ټاکلو کې ونډه درلوده.

دا وزیر هم د ملي یووالي حکومت د ۲۵ وزیرانو له ډلې و چې د ونډې د سیستم له مخې یې کابینې ته لار کړې وه.

د هغه په وینا: "په لومړیو کې له وزیرانو سره د ښاغلي غني چلن داسې و چې "هاني مون" ته یې ورته بللی شو. خو کرار کرار مخالفتونه پیل شول او خبره داسې ځای ته ورسېده چې ښاغلي غني د ځینو وزیرانو د لرې کولو لپاره چې په طبعه یې برابر نه وو، دوسیې جوړولې."

څه موده وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ګوښه کړ.

اوس د هغو وزارتونو شمېر چې د سرپرستانو لخوا اداره کېږي اوو ته رسېدلی دی؛ هغه موضوع چې په وار وار د ولسي جرګې د غړو له نیوکو سره مخامخ شوې ده.

ولسي جرګې څه موده وړاندې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ښاغلي غني حکومت باید ژر نوي وزیران د باور رایې ترلاسولو ته ور وپېژني.

دمګړۍ اووه وزارتونه او د افغانستان بانک ریاست د سرپرستانو په وسیله اداره کېږي چې د ولسي جرګې په وینا د اساسي قانون خلاف چاره ده.

اوسنۍ کابینه هم د ملي یووالي حکومت د کابینې په څېر د ټاکنیزو لانجو پایله کې جوړه او د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله ترمنځ وېشلې او دا ځل هم پکې د تېرې دورې په څېر د سرپرستو وزیرانو شمېر کم نه دی.

د ولسي جرګې او د ښاغلي غني د حکومت ترمنځ له لانجو ور هاخوا، د اوسنۍ کابینې غړي له څه ډول ولسمشر سره کار کوي؟ د هغه مدیریتي او له وزیرانو سره چلندي مشخصات څه ډول دي؟

د ملي یووالي حکومت نوې رامنځ ته شوې کابینه کې، په ځانګړې توګه ښاغلي غني لپاره یوه اصلي موضوع له ګڼو ننګونو د وتلو او د وضعیت د ښه والي لپاره د وزیرانو طرحې وې.

د ملي یووالي حکومت د کابینې له یوولسو غړو، وزیرانو او سرپرستانو سره مې د مرکو یوه اصلي پوښتنه دا وه، چې له طرحو سره د ولسمشر چلن څرنګه و؟

له هغوی یوه یې چې کلونه له ښاغلي غني سره همکار پاتې شوی، وویل: "د هغه ستره ستونزه دا ده چې پخپله تر طرحې ورته د طرحې وړاندې کوونکی مهم دی. له پیغام ورته پیغام راوړونکی مهم دی. که د طرحې راوړونکی به د ښاغلي عبدالله د ونډې اړوند وزیر و، خپله ټوله هڅه یې کوله چې طرحه یې نیمګړې وښیي او رد یې کړي."

خو د سید انور سادات له نظره چې کلونه کلونه د محمد اشرف غني حکومت کې وزیر او والي و - "معقوله طرحه" به کابینه کې د رایو په اکثریت تصویبېدله. ځینې طرحې د تخنیکي دلایلو له مخې ردېدې. د ولسمشر ملاحضات منطقي او لارښوونې یې ګټورې وې.

خو یو بل وزیر- چې د ښاغلي عبدالله له ونډې د کابینې غړی و- وايي: "ښاغلي غني د طرحو او برنامو ملاتړ نه کاوه. بیا بیا یې ردولې. داسې موارد هم وو چې یوه مهمه طرحه دوه کاله د ښاغلي غني لاسلیک ته منتظره پاتې وه، ځکه نه یې غوښتل چې فلانی کس دې هغه کار ترسره کړي او لاسته راوړنه دې ورته وګڼل شي. کابینه کې ښکارېدل چې نه غواړي طرحه عملي شي او ځنډ رامنځ ته کوي. ښايي خپله یې فکر کاوه چې نور نه پوهېږي، خو ټولو ته جوته وه. خو کومه طرحه چې به یې پام کې وه، ان که له نیوکو به ډکه هم وه، منله یې او ویل به یې خېر دی ستونزې شته او..."

یوه بل وزیر وویل: "که طرحه به یې خوښه نه شوه، وزیر یې باد باد کاوه/توندې نیوکې یې پرې کولې. یوه ورځ یو وزیر طرحه وړاندې کړه چې اوږده وه. د ښاغلي غني ډېر لوستل نه خوښېږي. پر وزیر یې ډېرې نیوکې وکړې. چلن یې داسې و چې احتمالاً وزیر د خپلې طرحې له وړاندې کولو پښېمان و."

خو د شهیدانو او معلولینو چارو کې د حکومت پخوانی وزیر لال الدین اریوبي چې د اشرف غني له نږدې کسانو دی وايي ښاغلي غني ته د طرحې تطبیقي او عملي اړخ ډېر مهم دی.

د ښاغلي اریوبي په وینا، اشرف غني د طرحو په پایلو بحث کوي او که کومه طرحه سمون ته اړتیا ولري، نو خپل نظر وړاندې کوي.

خو د ښاغلي اریوبي برعکس د کابینې یو بل مهم غړي بیا وویل: "ښاغلی غنی د وزیرانو له طرحې په بشپړ ډول ګټه نه اخلي. د باسوادۍ کوم حس چې لري هغه ته په کتو داسې احساسوي که له طرحو بشپړه ګټه واخلي، نو ده ته سپکاوی کېږي."

"اشرف غني غواړي د عالِم په څېر یې درناوی وشي او د پاچا په څېر چلن وکړي"

بله پوښتنه چې د کابینې د یوولسو غړو مخ ته مې کېښوده، دا وه چې د کابینې غونډو کې د ولسمشر په لیدلورو او نظریاتو په کومه اندازه نیوکې ممکنې وې؟

عبدالرزاق وحیدي په ملي یووالي حکومت کې د مخابراتو وزیر و. هغه د وزیرانو د ځانګړې محکمې په دریو غونډو کې د ۳۷ نیم وخته (پارت ټایم) کارمنانو د ګومارنې له لارې د میلیونونو افغانیو د اختلاس له توره سپین او بې ګناه وبلل شو.

ښاغلی وحیدي وايي: "ځینو وزیرانو د ښاغلي غني تندي ته کتل او د هغه د تندي د وضعیت له مخې یې خبرې کولې. د ښاغلي غني د نظر خلاف چلن له توند غبرګون سره مخامخېده. کله ناکله مو د نظر وړاندې کولو پر مهال خبرې د ولسمشر له خوا په تونده درول کېدې او ویل به یې نور بس دی. 'زبر وزیران' مو هم لرل. کابینه کې مو داسې وزیران هم لرل چې د نظر وړاندې کولو لپاره یې ډېر وخت درلود. د کابینې غونډه کې نیوکې نه اورېدل کېدې. په حقیقت کې ښاغلي غني غوښتل چې د یوه عالم په څېر دې یې درناوی وشي، خو چلن یې د پاچا په څېر و. ټینګار یې پر دې و چې لیدلوری یې تر نورو جلا دی."

د یوه وزیر په وینا: "د کابینې ناستو کې به فضا دومره ترخه وه چې هېچا نیوکه نه کوله. ښاغلي غني درباندې کوله، د همدې لپاره د کابینې نورو غړو (منتقد وزیر) ته عذر کاوه چې د غونډو فضا ترخه نه کړي.

په ناستو کې د ډاکتر عبدالله حضور دا ښه والی درلود چې د تعادل نقطه وه. د رایې خاوند هم و."

یو بل وزیر هم وویل: "هېڅوک پر ښاغلي غني نیوکه نه کوي؛ د نقد همدا نشتوالی د دې لامل ګرځېدلی چې هغه ځان عالم وانګېري. ډېری وزیران تل د ولسمشر په مخ کې د هغه صفتونه کوي."

ښاغلي عبدالله ته یو نږدې وزیر وايي: "ښاغلی غني ابسولوټست (مطلق نګر) دی. ان کله چې به یې د نظر خلاف مسئله مطرحېده او ویل کېدل به چې قانون داسې وايي، په غوسه به یې ویل: زه څوک یم؟ یعنې زه چې څه وایم قانون هغه دی."

د ولسمشر فرهنګي سلاکار او د ولسمشرۍ یو پخوانی ویاند شاه حسین مرتضوي له هغو پېژندل شویو څېرو یو دی چې تل یې د ښاغلي غني د کړنو دفاع یې کړې ده.

هغه له اوږدې مودې راهیسې د کابینې ناستو کې حضور درلود. د ښاغلي مرتضوي په اند ستونزه د وزیرانو ده، نه د محمد اشرف غني.

هغه وايي: "ولسمشر اجازه نه ورکوي چې غونډه له ټاکلې موضوع ووځي. ځینو ناستو کې شپاړس، اوولس وزیرانو نظر ورکړی. ولسمشر یې یوازې ډلبندي کوي. کله ناکله یو وزیر داسې نظر وړاندې کوي چې د ناستې له موضوع سره هېڅ تړاو نه لري. په داسې صورت کې ولسمشر غني یادونه کوي."

ښاغلی مرتضوي وايي: " د کابینې د جلسو نظم کې د ښاغلي کرزي د دورې پرتله د ځمکې او اسمان په اندازه بدلون راغلی. د بېلګې په ډول د حامد کرزي وخت کې د کابینې په یوه غونډه کې د تولسي هندي سریال په اړه بحث شوی دی. کولی شئ له ښاغلي رهین په دې تړاو وپوښتئ. د کابینې په یوه ناسته کې د ښاغلي کرزي د کابینې یو غړی د تولسي سریال کیسه کوي او هر کس څو دقیقې په دې تړاو نظر ورکوي. خو د ښاغلي غني لومړی کار، د ناستو د نظم رعایت دی. پر خپل وخت پیلېږي او پر ټاکلي وخت پای ته رسېږي."

د ښاغلي مرتضوي په وینا ځینو مواردو کې یوه موضوع د رایو په یووالي تصویب شوې وي، خو تر هغه وروسته د یوه وزیر ذهن ته یو څه ورلوېږي او هغه مطرحوي، چې ښاغلي غني یې ځواب کې ویلي وړاندې به دې ویلي و، اوس پرېکړه شوې ده. یا ځینې وزیران چې په لومړۍ او دوېیمه ناسته کې نه وي او پر ځای یې مرستیالان راغلي وي او د دغو ناستو موضوعات یې له وزیر سره نه وي شریک کړي - درېیمه ناسته کې وزیر داسې موضوع مطرحوي چې تېرو ناستو کې پرې کار شوی وي، په دې صورت کې ولسمشر وايي چې د وزارت استازی مو و؛ دا چې مرستیال درسره ستونزه لري او موضوع یې درسره نه ده شریکه کړې، خپله ستونزه مو ده."

ښاغلی مرتضوي په دې نظر دی چې په ځینو مواردو کې وزیر خپل مرستیال سره مالومات نه شریکوي او په ځنیو مواردو کې برعکس (مرستیال خپل وزیر سره). ټیمي کار نشته. هغه ستونزه چې ښاغلي غني تر یوه ځایه حل کړې ده.

د ملي یووالي حکومت وېش ته په کتو، په ډېر احتمال ښاغلي غني ځینې جدي ناچارۍ درلودې.

د ښاغلي مرتضوي په وینا: "تېرو ۵ کلونو کې ۱۱۰ وزیران بدل شوي دي. په ادارو کې د ثبات نشتوالی یوه ستونزه ده. داسې وزیران مو هم درلودل چې څلوېښت ورځې وزیر (سرپرست وزیر) و. ځینې درې میاشتې او یو شمېر تر دې هم لنډه موده وزیران وو. څو چې وزیر راته او کار یې پیلاوه، ګوښه کېده او پر ځای به یې بل کس راته، هر څه له سره.

کله چې د وزیرانو (معرفي کېدل) د افرادو ونډه وي، حکومت (هغوی سره د هوکړې له کبله) ناچار دی چې د هغوی ټاکنه ومني. خو دا کس واقعاً وړتیا لري؟ نه یې لري. بالاخره یې پارلمان یا حکومت په اړه پرېکړه کوي. په همدې لړ کې ۱۱۰ وزیران چې د ښاغلي غني یو شمېر وزیران هم پکې وو، ګوښه کړل شوي دي. یوازې د ښاغلي عبدالله نه وو."

یو وزیر وايي: " د ښاغلي غني حکومت د ملي یووالي حکومت له پیل راهیسې تر ننه د یوه "ملي بس" په څېر دی چې له لومړي تمځي یې حرکت کړی او اوسني تمځي ته رسېدلی دی او دې لار کې په کرار کرار خلک له دغه ملي بس کېوتي دي؛ ځینې په نیمه لار او نور بیا بېلابېلو تمځیو کې، خو یو شمېر له لومړي سره تر اوسه په ښو څوکیو او ځایونو ناست دي." دا د ښاغلي غني هماغه "کوچنۍ کړۍ" ده، چې د کابینې یو غړی یې د ښاغلي غني (هرې خبرې ته) "هو ویونکي" بولي.

د افغانستان د پراختیا څېړنو مرکز مشر او د کابل پوهنتون استاد فردین هاشمي په دې باور دی چې د کابینې غړو سره د ولسمشر غني چلن کې څو عناصر ښکېل دي:

"زما په اند، کله چې د کابینې غړو سره د ښاغلي غني پر چلن غږېږو، درې عنصر پکې شته؛ یو ټیمې نظر دی چې ښاغلی غني یې لري، بل هم قامي رېښه کېدلی شي، لکه بل هر کس چې افغانستان کې ژوند لري دا هم د غني د سیاسي چلن یوه برخه جوړوي او بل عنصر چې زما په اند مهم دی هغه د ښاغلي غني هغه نظریه ده چې د افغانستان د پراختیا لپاره یې لري او له نورو پوهانو سره تر یو څه بریده متفاوته ده. "

نوموړی زیاتوي: "ځکه ویلی شو چې دې چلن کې یو ډول تناقص شته او کله کله یې د کابینې غړو سره چلن کې ښيي، په ورته مهال هغه اخیستون یا برداشت چې ښاغلي غني د کابینې له غړو درلود، زما په اند ډېرو برخو کې داسې بحث و چې د افغانستان د پراختیا برخه کې ښايي وزیرانو د ښاغلي غني غوښتنې پوره کولی نه شوې. "

د ښاغلي هاشمي په خبره: "له درې اړخونو باید دې چلن ته پام وشي، یو هغه چلن چې د ښاغلي غني سیاسي ډله یې د ښاغلي عبدالله په هکله لري، بل قامي عناصر چې طبعا هر افغان یې د خپل ژوند شرایطو ته په پام لري او له قامي عنصر په چلن او سیاسي تفکر کې اغېزمن دی او ښاغلی غني هم له دې چارې مستثنا نه دی او په دا مهال هغه نظر چې ښاغلی غني یې د یوه لوستي او اکاډمیک شخصیت په توګه د افغانستان د پراختیا برخه کې لري او فکر کوم ځینې وزیرانو یې هغه لویې اړتیاوې او غوښتنې چې ښاغلي غني مطرحولې او د افغانستان دې شرایطو کې دوی نه شوې پوره کولی. زما په اند دې عناصرو کابینه کې د ښاغلي غني چلن جوړ کړی او مهم دي. "

سیاسي کارپوه او د پوهنتون استاد شجاع حسین محسني په باور دا کیسې واقعیت لري او دا ډول چلن دوه لاملونه درلودای شي: "یو دا چې ښاغلی غني واکپال شخصیت لري، ترڅنګ یې داسې کس دی چې که فشار پرې راشي، امتیاز په اسانه ورکوي، خو که فشار نه وي، شدیداً فردمحوره عمل کوي. دویم عامل دا دی، چې د هغه په باور خپله کابینه کې یې ښاغلي عبدالله او جهادي او قومي مشرانو ته باج او خپل ځینې قانوني واکونه ورکړي دي. د همدې لپاره په دا ډول چلن سره له خپلو باج اخیستونکو سیالانو نسبي غچ اخلي."

زما بله پوښتنه دا وه چې له وزیرانو سره د ښاغلي غني اخلاقي چلن څرنګه دی؟ ځکه دا کولی شي د ولسمشر او وزیر ترمنځ پر اړیکه، هغه هم د ملي یووالي حکومت په څېر له ځانګړتیا برخمنه اداره کې، مستقیم اغېز درلودی شي.

په ملي یووالي حکومت کې د مخابراتو وزیر عبدالرزاق وحیدي وايي: "یوه ورځ مې د ملي تدارکاتو ناسته کې یوه ښه طرحه وړاندې کړه. بحث پرې وشو او د کابینې د غړو له هرکلي سره مخامخ شوه. ښاغلي غني یو ناڅاپه عجب کار وکړ؛ جیب ته یې لاس کړ او یوه پاڼه یې راوایسته او ویې ویل وزیره! پام دې وي چې د اداري فساد اسناد دې زما جیب کې دي. دا جمله یې په غوسه ناک او ګواښوونکي حالت کې وویله. په داسې حال کې چې ما د ګواښل کېدو پر ځای د هڅول کېدو تمه درلوده. ما هم مورال ونه بایله او ورته کړل مې چې اسناد مو جیب کې کېږدئ او قضايي بنسټونو ته یې وسپارئ، نننۍ ناسته د دې موضوع په تړاو نه ده."

ښاغلی وحیدي وايي پر دې سربېره چې د مخابراتو وزارت پر مهال د میلیونونو افغانیو د اختلاس له توره سپین ووت، ترڅنګ یې د مالیې وزارت د مرستیالۍ پر مهال له دندې د ناوړه ګټې اخیستو په تور کې هم بې ګناه وپېژندل شو.

د ښاغلي غني د کابینې له یوولسو غړو سره د خبرو پر مهال له هغوی ډېر راته "د یوه وزیر له شان د لرې چلن" کیسې وکړې. له دوی یوه وویل: "یوه جلسه کې د یوه خصوصي سکتور د برخې ځینو شکایت کوونکو حضور درلود. ښاغلي غني د هغوي خبرو ته په غور غوږ کېښود، کله چې یې خبرې پای ته روسېدې، اړوند وزیر ته د خبرو نوبت ورسېد. تر دې وړاندې چې وزیر څه ووايي ښاغلي غني پرې په لوړ اواز غږ وکړ: "وزیر صیب! پام دې وي چې دروغ ونه وايې، کنه له غونډې ایستل کېږې."

د پورتنۍ کیسې د راوي په وینا له ولسي جرګې د ډېرو رایو په ترلاسولو وزیر شوی و، ښاغلي غني هڅه کوله پر هغو وزیرانو د کابینې ناستو کې د نیوکو فرصت تر لاسه او ګوښه یې کړي چې ترې "خوښ نه و." له کوم وزیر چې خوشال نه و، امر به یې کاوه چې "د دغه وزیر په تړاو چې هرڅوره اسناد لرئ، راته رایې وړئ."

دغه وزیر وايي: "شاهد وم چې یوه وزیر ته یې په ویډیويي ناسته کې ښکنځل وکړې. وزیر هم استعفا وکړه."

د هغه په وینا: "د ښاغلي غني چلن ځپونکی و. ان که تاسې د کورونا وېروس په اړه پر څه پوهېږئ، کولی شئ ووایئ چې ولسمشر تر (تاسې) ډېر پوهېږي؛ هرګوره که تاسې متخصص ډاکتر او د روغتیا وزیر هم اوسئ."

یوه بله کیسه چې د کابینې له دغو یوولسو پخوانیو غړو یوه راته وکړه، څه داسې وه: "په یوه ناسته کې چې سفیرانو او د یوناما مشر پکې حضور درلود او د مېلمنو غوږنو ته د ژباړې غوږۍ هم پرتې وې، ښاغلی غني د یوې موضوع پر سر پر یوه مرستیال وزیر غوسه شو او ویې ویل: "ته همدا اوس ګوښه او نور معین نه یې."

"هغه معین د ناستې له پیله تر پایه په درناوي کیناست او جلسه یې پرېنښوده. ناسته کې شاوخوا څلویښت کسان وو. موده وروسته یې پر ځای بل کس معرفي شو."

څرنګه چې د کابینې غړي وايي له خپلو وزیرانو سره د افغانستان د ولسمشر ځینې چلن عجیب ښکارېده.

د ساري په ډول له دوی یو تن وايي: "یو ځل پر یو وزیر (د وزیر نوم یې واخیست) باندې غوسه شوی و چې ولې یې د خپل وزارت پلان نه دی راوړی. حال دا چې هغه وزیر یوه اونۍ وړاندې خپله طرحه د ولسمشرۍ دفتر ته سپارلې وه او ښاغلی غني خبر نه و. وزیر ځواب ورکړی و چې ما یوه اونۍ وړاندې طرحه راوړې ده. ښاغلی غني چې ټکان یې خوړلی و، ویلي و: تا ..."

د کابینې همدا غړی زیاتوي: "پر یوه جنرال غوسه شوی او هغه ته یې ویلي و: که درغلم ... هغه جنرال تر اوسه بېکاره دی."

هغه وايي: "داسې هم شوي چې کله یې د نورو پر وړاندې له یو وزیر بښنه غوښتې وي، خو وروسته یې په یو ډول نه یو ډول حساب ورسره کړی. د ځان غوښتنې حس هم لري. یو ځل د ای اېس ای (د پاکستان د پوځي استخباراتو) رییس ښاغلي غني ته ویلي وو چې کاش موږ هم تاسې په څېر مشر درلودای. ښاغلي غني دا خبره څو ځله نورو ته کړې وه چې تاسې زما په قدر نه پوهېږئ، د ای ایس ای رییس زما په اړه داسې ویلي دي."

یو وزیر چې کلونه یې ښاغلي غني سره کار کړی، وايي: "یو ورځ سپېدار ماڼۍ کې د ښاغلي عبدالله په مشرۍ ناسته وه او ارګ کې بله ناسته د ښاغلي غني په مشرۍ کېده. په یوه وزارت کې د وزیر او معین ترمنځ په دې موضوع خبره کېده چې کوم یو یې کومه ناسته کې ګډون وکړي. له دوی یو هم دې ته لېوال نه و چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولاړ شي او ویل یې چې سپېدار ته زه ځم. بالاخره وزیر مرستیال ته ویلي و چې پنځه زره افغانۍ درکوم، ته د غني ناستې ته ورشه."

د یو وزارت سرپرست وویل: "د کابینې په یوه ناسته کې اړتیا وه چې د ځینو موضوعاتو په تړاو ډېر وغږېږم او همدا راز مې له هغو وزیرانو پوښتنې کولې چې خپل پروګرامونه یې تشریحول. یو څه وخت وروسته راته یو باسابقه وزیر وویل، پام دې وي ډېرې خبرې کوې، ولسمشر دې سپکوي. تر هغه وروسته ډېر محتاط شوم."

ه تېره کابینه کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لال الدین اریوبي بیا له دوی سره په توپیر وايي: "ښاغلی غني په ناستو کې ډېر صمیمي چلن کوي. خو که فساد شوی وي، جدیت ښيي. د ولسمشر ټول برخوردونه کار پورې تړلي دي. د ښاغلي غني توند غبرګون، کاري چلن دی، نه شخصي. هغه وزیرانو ته درناوی کوي. کله کله به فکر وکړئ چې هغه ولسمشر نه بلکې یو ملګری دی."

د ښاغلي غني د فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي په اند له وزیرانو سره د هغه توند چلن، د وزیرانو د نامناسبې او کمزورې کړنې له کبله وي. "ځینې وزیران خلکو سره د ولسمشر غني ژمنې همدا راز د هغه لارښوونې نه تعقیبوي. ځکه د تعقیب او څارلو فرهنګ نشته. ولسمشر (یو نیم وخت د یوه وزیر د چلن په غبرګون) کې په تونده ویلي که دا کار ونشي، ته به نور په وزارت کې نه یې. ان د وزیرانو په حضور کې د ټوکې په ډول ویلي چې زموږ کابینه د هغه موټر په څېر ده چې په خټو کې بند پاتې وي. یو څه یې باید زه وباسم، او یو څه باید تاسې (وزیران) ټیله ورکړئ. ولسمشر ځینو وزیرانو ته ویلي چې زه مو سکرتر نه یم چې ټول کارونه شخصآ تعقیب کړم."

ښاغلی مرتضوي زیاتوي: "هند یا قزاقستان له افغانستان سره د غنمو مرسته کړې وه. څو وزیران تللي او غنم یې رد کړي وو. په داسې حال کې چې د غنمو کیفیت ښه و. حتمآ د دې لپاره توطیه وه، چې که هغه وړیا غنم وانخلي او غنم وپېرل شي نو دوی ته به پکې یو څه ګټه په لاس ورشي. ولسمشر د اقتصاد په عالي شورا کې له هغوی وپوښتل چې د غنمو مرسته مو ولې رد کړه؟ د مرستندوی هېواد (چارواکي) خپه شوي دي. له هغو یوه وزیر ځواب ورکړی و چې غنم بې کیفیته وو، تورې دانې پکې او فلاني شیان پکې وو. ځکه مو رد کړل. ښاغلي غني وویل غنم دې لابراتوار ته وړي و؟ هغه وویل: نه صیب. ولسمشر ورته ځواب کې وویل نو د کوم سند له مخې وایې چې هغه غنم بې کیفیته وو؟ وزیر ورته ویلي و: "رییس صیب غنم مې د لاس په ورغوي کې ومښل او پوه شوم چې بې کیفیته دي. ښاغلي غني هم ورته ویلي و چې په دې شرایطو کې د لاس ورغوي کې د غنمو د مښلو له لارې د هغو د کیفیت مالومول معیار ګرځېدای شي؟ د ښاغلي مرتضوي له نظره د ځینو وزیرانو دا ډول کړنې، د ولسمشر له توند غبرګون سره مخامخېږي خو "هېڅکله یې کوم وزیر ته سپکاوی نه دی کړی."

څه چې واضیح دي هغه دا دي چې په ونډو د تېرې کابینې وېشل کېده د هغې د ځینو ستونزو سرچینه وه؛ هغه څه چې په اوسنۍ کابینه کې لیدل کېږي..

راپور. بی بی سی

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind