13.12.2016 (23.09.1395)
ولسمشر غني په ۲۰۰۹ کال کې امریکا ته د ملي یووالي حکومت جوړولو وړاندیز کړی و

د ویکي لیکس له لوري خپاره شوي اسناد، چې کابل نیوز ټلوېزیوني شبکې ترلاسه کړي، ښیي چې ولسمشر غني مخکې تر دې چې د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي، د امریکا د هغه وخت سفیر ایکنبیري ته وړاندیز کړی و چې د حامد کرزي او عبدالله عبدالله په ګډون دې د ملي یووالي حکومت رامنځته شي او په دې سره به شمالي ټلواله هم غلې شي.

ظاهراً په ۲۰۱۴ کال کې د ملي یووالي حکومت رامنځته کېدل د ټاکنو د جنجالي کېدو پایله ګڼل کېږي، خو د ویکی لیکس تازه رسواینې ښيي، چې محمد اشرف غني د ۲۰۰۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې امریکایانو ته د ورته یوه حکومت د جوړولو وړاندیز کړی و.

د ویکي لیکس له لوري خپاره شوي ډیپلوماټیک کېبلونه یا محرم اسناد څرګندوي، چې په ۲۰۰۹ کال کې دویم پړاو ته د ولسمشریزو ټاکنو له تلو وړاندې د سپټمبر پر ۱۹ مه نېټه محمد اشرف غني په کابل کې د امریکا سفیر ایکن بیري ته وویل چې د ده په باور عبدالله عبدالله د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې ګډون نه کوي، نو له همدې امله اشرف غني د امریکا سفارت ته یوه څلور ماده يي طرحه وړاندې کړه، چې یو وړاندیز پکې د حامد کرزي او عبدالله عبدالله په ګډون د ایتلافي حکومت جوړول و.

د اشرف غني په وړاندیز کې راغلي وو:((د امریکا متحده ایالات دې د حامد کرزي او عبدالله عبدالله په ګډون یو ایتلافي حکومت جوړ کړي، دا به یوازې د اشخاصو ترمنځ معامله وي خو د حکومت په بڼه کې به ساختاري او اجرایوي بدلون نه راځي. په دغه حکومت کې به شمالي ټلواله د مهمو دولتي پوستونو په ترلاسه کولو سره په قدرت کې لویه ونډه ولري. عبدالله عبدالله د شمالي ټلوالې رښتینی استازیتوب نه شي کولای. زموږ دلیل به دا وي چې عبدالله د شمالي ټلوالې استازی دی، خو کله چې ضرورت شي عبدالله به پر کرزي وپلورو.))

خو ویکي لیکس ته د امریکا د سفارت رسېدلي ډیپلوماتیک کیبلونه څرګندوي چې د ولسمشریزو ټاکنو د ټولو نوماندانو پر خلاف، حامد کرزی د حکومت د بڼې پر بدلون له امریکایانو سره خبرو ته تیار نه و.

دغه اسناد ښیي چې د امریکا سفیر د ټاکنو د برخلیک په پرتله تر ډېره د سوفا یا د ځواکونو د حالت تړون د برخلیک په تړاو اندېښنه درلوده او اشرف غني هم ایکنبیري ته ویلی وو، چې کرزی په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور په تړاو د ستراتیژیکو پرېکړو پرځای تر ډېره تکتیکي پرېکړې کوي، نو له همدې امله اړتیا ده چې د افغانستان د راتلونکي د تضمین او د امریکایانو د حضور د تامین لپاره په دویم انتخاب کې انتقالي اداره رامنځته شي.

په سند کې زیاته شوې:(( پر عقلاني او باوري اعتقاداتو ولاړ، یو پراخ بنسټه انتقالي حکومت رامنځته کړئ، څو د دغه انتقالي حکومت په درې کلنه موده کې معتبرو او مشروع ټاکنو ته لاره هواره شي. د انتقالي حکومت مشران دې په ولسمشریزو ټاکنو کې د کاندید کېدو حق نه لري او یا دا چې د ملي یووالي حکومت جوړ کړئ او دغه حکومت دې زموږ د پنځو پلانونو پر اساس په خپل لومړي کاري کال کې پراخ اصلاحات رامنځته کړي، خو ددغه راز یوه حکومت جوړولو لپاره باید د بن دویم کنفرانس راوغوښتل شي.))

محمد اشرف غني که څه هم چې د ایتلافي او لنډمهاله حکومتونو د جوړولو په ګډون خپل څلور واړه وړاندیزونه د افغانستان لپاره خطر ناک بللي وو، خو د اسنادو له مخې، د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر په میاشت کې یې د امریکا سفیر جنرال ایکن بیري ته په ډاګه ویلي وو، چې  په دې دې یقین ولرئ چې ژر یا وروسته به په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت جوړیږي.

ویل کېږي به ۲۰۰۹ کال کې د اجرایه پوست لپاره د ډاکتر عبدالله، اشرف غني او زلمي خلیلزاد له منځه د یوه تن د ګومارنې امکان و.
راپور: روهي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder