22.11.2016 (02.09.1395)
ولسمشر غني هیلري کلنټن ته نږدې لابي ګروپ ته هره میاشت ۵۰ زره ډالر ورکړي

د هیلري کلنټن د انتخاباتي کمپاین مشر پورې مربوط ګروپ ته پیسې ورکول شاید په دې هیله شوي وي، چې نوموړې به د امریکا ولسمشره کېږي

په دې برخه کې د افغان حکومت استازیتوب اجمل غني د ولسمشر غني د کورنۍ غړی کوي، هغه بهرنی تابعیت لري او په حکومت کې هېڅ ډول رسمي دنده نه لري

 د امریکا له قضايي ادارې سره د لابي د ثبت په اسنادو کې، چې د یادې ادارې پر وېب پاڼه خپاره شوي دي، اجمل غني د «محمد اشرف غني د ایتلافي حکومت» په نمایندګۍ د «رابرټي وایټس» په منځګړيتوب له پډسټا ګروپ سره توافقنامه لاسلیک کړې ده، چې له مخې به یې پډسټا ګروپ د «محمد اشرف غني ایتلافي حکومت» د حمایې لپاره کار کوي.

په توافقنامې کې راغلي، چې رابرټي وایټس به پډسټا ګروپ ته د میاشتې ۵۰ زره امریکايي ډالر ورکوي. پډیسټا ګروپ د امریکا د لابیګرۍ یو شخصي شرکت دی، چې مشري یې د ټوني پډسټا پر غاړه ده. ټوني پډسټا د جان پډسټا ورور دی او جان پډسټا د بل کلنټن د حکومت په وخت کې د هغه د دفتر رئیس و، وروسته له هغې یې په دې نږدې وخت کې د هیلري کلنټن د کمپاین مشري هم کوله. نوموړي د سپینې ماڼۍ د هدایت په اساس د افغانستان د نوي ولسمشر د تحلیف مراسمو ته له امریکا څخه د راغلې ډلې مشري کوله.

یاده توافقنامه، چې د ۲۰۱۵ کال د جون ۲۴مې نېټې پورې اعتبار لري او شاید بیا تمدید شوې هم وي، ښیي چې د افغان حکومت استازیتوب اجمل غني د ولسمشر محمد اشرف غني د کورنۍ غړی کوي، اجمل غني بهرنی تابعیت لري او په حکومت کې هېڅ ډول رسمي دنده نه لري. په داسې حال کې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت او یا د افغان اړوندو حکومتي ادارو د دخالت په اړه په یادو اسنادو کې څه نه تر سترګو کېږي.

شاید دغه توافقنامه په دې هیله له پډسټا ګروپ سره لاسلیک شوې وي، چې هیلري کلنټن به د امریکا ولسمشره کېږي.

په داسې حال کې، چې ولسمشر غني له فساد سره د مبارزې ادعا کوي، خو د یادې موضوع په هکله هېڅ ډول وضاحت نه دی ورکړل شوی.

یاده دې وي، چې د «محمد اشرف غني د ایتلافي حکومت» د حمایې لپاره د حکومت په استازیتوب د مرجع ادرس داسې ورکړل شوی:

8105 Ainsworth Avenue Springfield

VA 22152

په داسې حال کې، چې دغه ادرس د افغانستان له سفارت څخه کم تر کمه ۲۴ کیلومټره فاصله لري، په امریکا کې د افغانستان د سفارت ادرس:

2233 Wisconsin Ave, NW
Suite #216
Washington, DC 20007

د جان پډسټا په اړه:

جان پډسټا له ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د بل کلنټن د دفتر رئیس پاتې شوی.

نوموړی د Center for American Progress (CAP) ادارې مشر هم دی.

د جان پډسټا ورور یو لوی لابییسټ (لابي کوونکی) دی، هغه د پډسټا ګروپ په نوم د لابیګرۍ یو شرکت لري.

د پډسټا ګروپ په اړه:

ټوني پډسټا په ۲۰۰۷ کال کې پډسټا ګروپ له ډان مټوون څخه بېل او وروسته یې ده نوم له پډسټا مټوون څخه په پډسټا ګروپ باندې بدل کړ.

داسې ویل کېږي، چې په ۲۰۱۱ کال کې له لابیګرۍ څخه د یادې ادارې عواید ۲۷ میلیونو ډالرو ته رسېدل.

 

اسناد دلته لیدلئ شئ

Http://www.fara.gov/docs/5926-Exhibit-AB-20150227-57.pdf

له ویسا ورځپاڼې څخه په مننه !

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder