13.12.2016 ( 23.09.1395)
ولسمشر غني د مریض پاکستان او مریضو چارواکو ډاکټر

لیکوال :- حکمت الله رښتین

په افغانستان کې د ولسمشر غني واک ته رسیدلو سره ، پاکستان په افغانستان کې د نویو لوبو د پیل خوبونه ولیدل . پاکستانیانو فکر کاوه چې د افغانستان نوې ولسمشر له بهرنیانو څخه د امنیتي او د ولسمشر کرزي څخه د سیاسی مسولیتونو د لیږد ، او د جنجالمنو ټاکنو د پایلې د نه اعلان کیدلو درشل کې سخت راګیر دې.

پاکستانیانو فکر کاوه چې افغانستان د کرزي لخوا د غربیانو سره د تبلیغاتي دښمنی د اعلان کیدلو سره د انزوا په لور مخ په ځوړ روان دې ، هغوی پدې باور وو ، د امریکا او افغانستان اړیکې جنجالي شوې ، امریکایان به افغانستان  یو ځل بیا په میدان پریږدي. پاکستانیان پدې باور وو چې ولسمشر غني به په آرامه د واک تر ګدۍ ونه رسیږي ، پاکستانیانو د خیر په غونډۍ په افغانستان کې د سیاسي اختلافاتو سره سره د افغانستان او غرب د لرې والي څارنه کوله.

ولسمشر غني واک ته ورسید ، د سیال سره یې د زهرو د جام څښلو ته غاړه کیښوده ، د حکومت د جوړښت سیاسي هوکړه لیک یې لاسلیک کړ، د ولسمشر غني هغه طرفداران هم په هغه پسې د انتقاد ژبه وکاروله کوم چا چې یا رایه ورکړې وه او یا یې د ولسمشر غني لپاره ټاکنیز کمپاین کړې وو. ځینې رسنۍ ، پخواني حکومتي چارواکي او نږدې پلویانو یې د ښاغلي غني په ټولنیزشخصیت وژلو کې ، بې دریغه همکاري پیل کړه.

د عامه افکارو د جذب لپاره د حکومت مخالف خوځښتونه رامنځ ته شول ، ولسمشر غني هیڅ غبرګون نه ښود ، په کلکه یې د عامه افکارو ، داخلي چارواکو ، ګاونډیو او نړیوالو هیوادونو څارنه کوله ، د انتقاد ژبه آن تر ارګه د ولسمشر تر میزه ورسیده.

ولسمشر غني د احمد شاه ابدالي او نورو افغان مشرانو افکار مطالعه کول ، ترڅو د هغوی او خپلې مفکورې څخه د بحران د حل لپاره کار واخلي.

پاکستان به تل دا انتقاد کاوه ، چې د ښاغلي کرزي د حکومت څخه را پدیخوا افغانان د سولې او دوستۍ لاس نه ورکوي ، غني پاکستان په همدغه ټکي کې راګیر کړې ، پاکستان ته یې د پراخې همکارې لاس ور اوږد کړ ، آن په استخباراتي چارو کې د دواړو هیوادونو او پاکستان ته په نظامي برخه کې د افغان محصلینو په لیږلو او عملي اقدام خبره پای ته ورسیده.

د افغانستان دننه د پاکستان او افغانستان زیات نږدې کیدل ، نه یوازې د افغان حکومت سیاسي مخالیفینو ته د انتقاد موقع په لاس ورکړه ، بلکه ډيرۍ افغانان له حکومته ناراضه شول ، آن پخواني ولسمشر کرزي د خپل ټولنیز شخصیت د ژوندي کولو لپاره د ډيورنډ او ګندمک په اړه دروغجن کنفرانسونه برابر کړل ، په ولسمشر غني یې سختې نیوکې وکړې.

ولسمشر پاکستان ته د همکارۍ د لاس په غزولو غوښتل ، نړیوالو او امریکا ته وښیي چې پاکستان د افغانستان د جنګ د دوام مسولیت لري، هغه ځکه چې غني لا له وخته پوهیده ، چې پاکستان هیڅکله د آرام افغانستان غووښتونکې ندې ، همدا لامل شو چې پاکستان ، په خپل پاکستاني دام کې ګیر کړي.

ډيرۍ افغانان هم له حکومت څخه ناراضه وو ، اوسني حکومت ته د ولسمشر کرزي له حکومت څخه نه یوازې چې ډيرې ستونزې په میراث پاتې شوې ، بلکه ډير ستونزمن او په کار نه پوهیدونکي شخصیتونه هم واک ته رسیدلي وو. د ولسمشر غني واک ته رسیدل ، دغو چارواکو ته د خطر زنګ وو ، دغه ستونزمن او په کار نه پوهیدونکي چارواکو قوي تبلیغاتي ټيمونه درلودل ، د افغان ملت سره کومک شوې پیسې ، چې د دوی جیب ته تللې وې  ،  د خپل قدرت د ساتلو او په واک کې پاتې کیدلو لپاره یې د ولسمشر غني په وړاندې وکارولې.

خو ولسمشر غني مرور حکمتیار صیب سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ ، چې د نوموړي هوکړه لیک په لاسلیک سره یې د افغانستان سیاسي هندسه هم بدله کړه ، په پاکستان یې سخته تبه راوسته ، افغانستان یې له نړیوالې انزوا د بریا پر لور وربرابر کړ ، د افغانستان محصوره جغرافیه یې له ۱۱ لارو د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره نښلولې او یایې د نښلولو چارې روانې دي. د افغانستان سیاسي هویت یو ځل بیا راژوندی شو، ولسمشر غني د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره نه یوازې د هغو بدنامو څیرو د بریالیتوب مخه ونیوله بلکه ډیرۍ نوې څیرې یې د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره وروزلې ، افغانستان یې د څو کسانو او څو هیوادونو په لاسونو کې د لوبولو لپاره د تل لپاره وژغوره.

سمده چې جنګ شدت اخیستې ، د جنګ شدت پدې معنی ده چې افغانستان د پرمختګ په لور تر بل هروخته تیز روان دې ، د افغانستان دښمنان غواړي د ولسمشر او حکومت مشران د جنګ په شدت او په چارو د نه کنترول په درلودلو،  افغان ولس او نړیوالو ته ملامت وښیي. خو اوس د افغانو سیاسي شعور تر بل هر وخته لوړ شوې ، اوس افغان ولس د روانو حالاتو لپاره د ښه درک درلودونکې دې.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder