10.08.2018 (19.05.1397)
ولسمشر حزبونه پاو کې ووهل

حفیظ الله تسل

ولسمشر غني له هغو څو تنو سره هم لیدلي چې د فساد او اختلاس تورنه پرې تر نورو ډېر دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د څو ورځو په اوږدو کې د افغانستان د روان وضعیت او د راتلونکي اوربند لپاره له یو شمېر شخصیتونو سره په ارګ کې لیدنې کړې وې او ترې مشورې یې اخیستې وې.
ما ته د هغوی مخینه سترګوته شوه، د ولسمشر سیاسي چالاکي او له دوی سره مناسبه چمبازي یې راته په زړه پورې ښکاره شوه. نومې لاندې کرښې وکښلې.
د ایشچي په قضیه کې د داستان له هیرو یا اتل جنرال دوستم چې څه باندې یو کال یې په ترکیه کې له هېواده د شړل شوي مجرم په توګه تېر کړ او هلته یې ژوند څنګه تېرېده هغه جلا خبره ده.
ایشچي د فاریاب پخوانی والي او د ولسمشر غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ګوندي ملګری و، د اختلافاتو د زیاتېدو له امله، یې د ککرۍ پر ځای هغه ... وخوړه یعنې د همدغه دوستم له خوا د جنسي زورنې له امله عدلي طب ته د معایناتو لپاره معرفي شو، لنډه دا چې قضیه رښتوني وخته، جنرال دوستم باندې د ایشچي له خوا تورونه، طب او نړیوالو هم تایید کړل. هغه دوستم چې په داسې کړنو وار مخکې هم تورن شوی و.
دا هماغه د دشت لیلې د سلګونه افغانانو قاتل دی چې د خپل جنبش ګوند د ملیشيي حرکتونو په لړ کې یې د خپل ملګري او ګواښوونکي قیصاري د خوشې کیدو لپاره د ښځو په چادریو کې نارینه د لاریون لپاره راویستلو ته وڅول، دوکاندارانو به که د دوی په اشاره په لاریون کې له ګډون څخه انکار وکړ، چور به شول.
دا په سړکونو او لارو کې چې کومې درغلۍ په خپلو سترګو وینئ، چې د کندهار او کابل په لویه لار مو د تګ پر وخت زړه مړۍ مړۍ شي، چې د عینو مېنې دا شکلا ننداره کوئ او د پیسو په سرچینو یې ګوته په غاښ کوئ، چې دا اوس د ملېشيي ګوندونو ګوتڅنډنې او فشارونه ګورئ، چې دا نوي ائتلافونه او جبهې مبهې درته سرخوږی جوړوي، د لنډغرو دا بې قانونه وسلې، کورنه او زرهي موټر چې مو موډ در خرابوي په لوی سر کې دا د فساد پراخه لمن او د هېواد بربادي چې ګوری، د دې اکثریت عامل قرقولدار شیک سړی (پخوانی ولسمشر حامد کرزی) دی.
د یوې وړې امپراتورۍ ناکام پاچا، د مقاومت د وخت د یوې جاسوسې ډلې ابتدایه معلم او د حکومت د یوه انډي زبېښونکی، د چوکۍ ساتلو مبارز او سر لاری عطا محمد نور چې له جنرال دوستم او محقق سره یې په کراتو د حکومت د مالیې پر سر جګړې کړي، هم له ولسمشر سره د لیدلو ویاړ تر لاسه کړی دی.
دی هغه سړی دی چې د ځوانۍ زیاته برخه یې په قمارخانه کې تېره کړې او د پلار د قالین فروشئ پروا یې نه ده ساتلې، له خپل ماما چې میرازي تتله باندې مشهور و، د بچه بازی په کاروبار کې دخالت کوه.
د کرزي له وخته چې والي شوی، د سترو شرکتونو چې اکثریت یې د (نور) په نامه دي او داسې ډېر نور پټ غیر قانوني مافیاوي او نور عایدات لري، د اشرف غني تر وخته په خپل شرارت د والي په توګه پاتې شوی و چې وروسته غني ترې سیاسي ټس پورته او له دندې ګوښه کړ. هغه وخت یې د دې لپاره د ولایت د نه پرېښودلو او د خلکو د راویستلو خبری شروع کړې چې کیدای شي د خپلو جنایتونو په اړه ترې پوښتنه ونه شي. دا چې لږ نرمښت یې ولیده، په دې بهانه چی په حکومت کې به غټ پوستونه ورکړل شي، رضایت وښود، باقي یی توت هم له لاسه نه کیده.
د استاد سیاف به څه نه وایم، ځکه چې ټولو ته یې غصب، زورواکي، د ټلوالې غلامي، د جهادي مشرانو تر منځ د شر او فساد د ریښو غځونې او د ممتاز یا ملا عزت چې د حکمتیار د زرداد د سپی حثیت لري، ساتل او لکۍ تاوول لکه لمر روښان دی.
دغه دیني علم کړی، فروپیسور دی، له ده ګناه کول دا مانا لري لکه سپینه غوا چې تورې شودې وکړي، مه یې کوئ، دا شته مرض به پری عذاب نه، د خدای رحمت وي. نعوذبالله
چا ویل چې محقق په ایران او برچي کې د صیغو لپاره نجونې ساتلي؟ چا ویل چې محقق په ایران کی د افغان ځوانانو په تېره د هزاره ورڼو زیاته برخه په جنګونو کې د برخې لپاره تشویق کړې؟
مړه ایران خو یوه روپۍ هم محقق ته نه ده ورکړې او نه یې ورکوي، خو که زړه مې بړاس وکړي، ورته ښېرا کوم چې د هغه واده د شپې د ناوې د وژلو زور دې ورپسې شي؛ چې د ده د کور په مخ کې د واده له مراسمو او نکاح وروسته د هلک کور ته په ورا کې روانه وه.
دا سیاسي ګوندونه، احزاب او ډلې ټولې چې اوس د فریده کوچۍ په اصطلاح حکومتیار هم پکی دخیل دی له یوه سره مافیاوي او ملېشه يي ډلې دي، دوی ته ګوندونه نه ویل کېږي او نه دوی په افغانستان کې د ګوندونو د قانون په اړه نیم ان لس سلنه شرایط هم پوره کړي.
(یونس قانوني، امان الله ګذر، حاجي دین محمد، انور الحق احدي، د پاکستان جاسوس ګیلاني، کریم خلیلی، صبغت الله مجددي او دا نور) چې ولسمشر ورسره لیدلي، په لویه کچه فساد ګر دي. د هغه موټروان په اصطلاح چې که دوی په یو دم ختم شي، یو دم به د افغانستان د ابادۍ ټانګه په ځغلیدو شي.
چې خبره اوږده نه شي، ولسمشر د دوی مشورې ته هیڅ اړتیا نه لري، هېڅ یې به په درد دوا نه شي، خو دا ولسمشر چې د هېواد په لېونۍ مینه کې ځان غرق بولي، د همدې لپاره په دې وروستیو کې له دغو ډلو او اشخاصو سره ولیدل، چې دوی د اوربند، سولې، وطن دوستۍ، ملي ګټو، ټاکنو او نورو په وړاندې ستر سرطاني رګونه دي.
ولسمشر له دوی هر یو څخه د یادو مضوعاتو په اړه پوښتنه کړې؛ خو په دوی کې داسې ککرۍ نه وینم چې د فساد د مخنیوي، د سولې د راوستلو، له نړیوالو سره د اړیکو، د ډیورنډ د مسلې د حل، د اقتصادي ستونزو او نورو لالجونو د پای ته رسېدو په اړه ان نیمه طرحه هم ولري، دوی چې یو لاس شوي، هغه متل یې اورېدلی، (له یوه لاسه ډک نه خیژي) نو ګوندې اشرف غني ورته تسلیم شي، کوم چې دوی یې په یوه کونج کې ایسار کړي دي.
یعنې حزبیان یې وغولول او په دې سره یې د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ پر وړاندې یو بل ګام واخیست، نر غوندې یې تر شا ولاړ یو.
کنه د ډول اواز به سبا واورئ

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Samstag, 11. August 2018 20:21)

    تسل صاحب نیکی هیلی مو ومنی !
    ستاسی د لیکنی یو اړخ چه د امریکاییی ښکاری سپو د ایتلاف په اړه مو لیکلی ورسره نه یواځی موافق یم تر دی زیاتی هم ورپکی ښتون لری . مګر ستاسی بل اړخ یعنی د متفکر غنی په اړه مو څه لیکلی او له هغه مو یو رښتونی وطنپرست او فعال کس ځلوالی په داسی حال کی چه ددغو ټولو په مخالف اړخ کی قرار لری همدا یی بس دی چه د خپلو خلکو رایو ی یی د تشناب کاغذ په شان تشنابو کی وغورځولی او خپله پوره غلامی یی د بادار هیواد په سفارت کی هیوادوالو او نړیوالو ته د لمر په شان په ډاګه کړه
    ستاسی له یو غلام اړخ غندنه او د بل غلام اړخ ستاینه او نمانځنه داسی مثال لری لکه څوک چه د ناولتیاوو په بازار کی د یوی ناولتیا غندنه او تر هغوی بدتری ناولتیا ستاینه او مننه کوی ..
    په داسی حال کی چه دا حالت د دوی د ټولو یو بادار یعنی امریکا رامنځته کړی چه ټول سپی ذلیل او وفادار وساتی او د دوی د پاره د مظلوم اولس په استثمارولو او غلامولو کی فعال او ګړندی پاتی شی . مننه

  • محمد (Sonntag, 12. August 2018 08:46)

    الحاجا استاد بیانزی صاحب، دا نیم رښتیا هم غنیمت وبوله چي تسل صاحب د حقیقت نیمه څهره بربنډه کړې ده یو بل د خدای ۵۰٪ بنده به پیدا سي چي د حقیقت پاته نیمایي هم تکمیل کړي چي څنګه ښاغلئ مفکر ثاني د خفیه یهودي سازمان د ښځينه غړي سره سیاسي واده وکړ او بیا د خسرګنۍ د نړیوال استخباراتي نفوذ په مټ د ګران هیواد ولس مشر سو. میرمن چي یې په ارګ کي خپل دفتر سمبهال کړ د کابل تلویزوني رسنیو په ننګرهار کي دداسي شخص په هکله راپور خپور کړ چي پر خپله لور یې دوامداره جنسي تیری کاوه څو دوه ماشومان یې په راوړي وه. په هغه راپورتاژ کي په ځایي مسجد کي قومي مشران راټول وه چي پوښتنه ځني وسول چي تاسو په دې هکله معلومات لرله. هغوئ ټولو په بیشرمانه توګه ځواب ورکړ چي هو. بیا خبریال ترې وپوښتل چي نو ولي تاسو کوم اقدام نه کاوه. هغوئ په لا زیاته سپینسترګي ځواب ورکړ چي موږ ویل حکومت سته. حکومت به خپل کار کوي. دا ټوله لوبه چي د ننګرهار ولایت د غیور پښتون ولس په عزت وسول فقط ددې لپاره چي د ښځو لپاره د امن د کورونو په نوم د فحشاء اډې رامینځ ته کولو جواز پیدا کړي. زموږ څخه د مواصلاتو ۱۰٪ محصول د موصلاتي شبکو په نوم ټولیږي خو هیڅ نه یو خبر چي څومره پیسې ټولي سوې. د هغه څومره فیصدي پر جنګي مصارفو، څومره فیصدي د بیارغوني په مصارفو او څومره ددولتي چارواکو په شاه خرچیو مصرفیږي. دا چي د ښاغلي ولس مشر په امر کومانډو یا سپیشل فورس غیر قانوني چاپې اچوي او د عدلي چوکاټ څخه بهر هره ورځ وژني کوي، بمبارونه کیږي دا هر څه به هم یو څوک ووایي. او بل ویلو ته اړتیا نسته د هیواد په داخل کي او د هیواد څخه بهر خلګ پرې خبر دي. محترم ولس مشر صاحب ته داغه شرم بس نه دئ چي یوه ورځ ولس ته پښتو کوي او بل ورځ خپله وعده پخپله فسخه کوي. تر کومه پوري چي د زورواکانو پر ضد دده د پیل کړي مبارزې خبره ده نو هغه بزګر را په زړه سو چي اوجوشي یې رانیولي وې. هغه یې خوړلې چي د کلي ملاصاحب پر راغلئ. ملا صاحب چي د غریب بزګر په لاس کي الهي نعمت ولیدئ نو زړه یې پر بد سو ورږغ یې کړل چي ډیري اوجوشي مه خوره که نه بیعقل کیږي. بزګر چي د ملا صاحب خبره هم نه ورماتول او اوجوشو ته یې هوا هم کیدل نو ټوله اوجوشي یې یو ځای وغورزولې او متیازي یې پر وکړلې. په کار لګیا سو. بیا چي کله ښه ستړئ سو او اوجوشو خوړلو ته یې زړه مستي وکړل نو بیرته هغه اوجوشو ته راغلئ ودریدئ. یوه څه ها خواته پرته اوجوشه یې راواخیستل او په زړه کي یې وویل چي پر دې باندي خو د متیازو څاڅکئ نه و سوئ او خولې ته یې واچول. بیا یې بله راواخیستله خولې ته یې واچول چي پر دې هم د متیازو څاڅکئ نه وو سوئ. آخر یې ټوله هغه اوجوشي وخوړلې چي ده متیازي باندي کړي وې. دا لیکنه او د بیانزي صاحب تبصره یې نخښه چي آخر به دا ټولو توپکسالارانو او مجرمینو ته ننواتي کوي او بیرته به یې پخلا کوي. دا بیا بیله خبره ده چي که چیري امریکایانو د بلي دورې اولسمشري لپاره خلیلزارد یا بل څوک ټاکلئ وو نو بیا دی بیرته امریکاته به ځي او خپل متقاعد ژوند به تیروي، تر هغو چي د افغانستان اوبه هر څومره خړیږي دی به یې خړوي.

  • razmohammed mohmend (Dienstag, 14. August 2018 02:21)

    TO;BAYANZAI SAHIB&MOHD;
    CAN YOU SHOW US;WHO IS THE BEST
    FOR AFGHANISTAN TO BECOME PRESIDENT;1afghanistan is islamic country,who can be
    build this country,who can
    build our economic.
    by madares we can not become doctors.are you belive talibs
    have freedom?talibs are agent of punjab.you want toafghanistan become 5th state of pakistan.bayanzi sahib if you be in the place of ashrafghani.you can not do like him.afghanistan is free.
    ashrafghani is number one afghan standard with world.
    he is academic and have wide
    idiology for afghanistan.
    i want long happy healthylife
    for honor ashrafghani.
    proud to be an american citizen.always be great USA

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind