08.09.2016 (18.06.1395)

وزیرمحمد اکبرخان ملي اتل دی، که احمدشاه مسعود؟

محمدانور آڅړ

په افغانستان کې داسې حالت راغلی دی

چې، د ښو او بدو توپیر نه کیږي د (رهزن او شمشېر زن) ترمنځ تمیز نه شته او که یو شمېر افغانان د ښو او بدو توپیر کولی هم شي، د خپلو چوکیو د ساتلو لپاره سترګې نه غړوي، پټې سترګې ګرځي، لکه چې وایي(شتر را دیدې بګو نه.)

پرون د وزیرمحمداکبرخان روغتون ته تللی وم، ناڅاپه له داسې څه سره مخ شوم چې په لیدو یې حیران پاتې شوم او پوه شوم چې په حقیقت په افغانستان کې حکومت نه شته، یوازې، د یوې وړې ډلګۍ زور دی چې په لوی کابل باندې حکومت کوي، نو ځکه خو د انصاف او عدالت نوم څوک نه شي اخیستلی.

په نوموړي روغتون کې، زما د حیرانتیا او خواشنۍ سبب هغه، د مسعود انځور ؤ چې، د روغتو د ودانۍ په دریم پوړ کې یې د ستر او رښتني ملي اتل، وزیرمحمداکبرخان له انځور څخه څو متره لوړ لګولی دی، د انځور له رنګ څخه داسې ښکاري چې ډېره موده پخوا ځوړند شوی دی او ډېرو چارواکو به لیدلی وي، خو هېڅ چا یې په اړه پوښتنه نه ده کړي، له دې څخه جوتیږي چې، له ولسمشر، وزیرانو، جنرالانو څخه نیولي  تر ټیټ رتبه مامورینو او سرتېرو پورې هېڅ ډول احساس په چا کې نه شته، چې د خپلو ریښتینو اتلانو اتلولۍ خوندي کړي.       

غازي محمداکبرخان داسې اتل دی چې په سیمه کې خو څه، چې په نړۍ کې یې ساری نه لیدل کیږي، د انګریزانو هغه لویه امپراتوري چې لمر نه په کې ډوبیده، وزیرمحمداکبرخان د انګریز، افغان لومړۍ جګړه(۱۸۴۱،ز) د ډېرې ښې قوماندانۍ او ادارې له برکته، په نړۍ کې د لویې شرموونکي ماتې سره مخ کړه او انګریزانو ته یې یو تور تاریخي داغ جوړ کړ. دغه ستر شخصیت چې لا د شلو کالو نه ؤ او نوی ځوان ؤ، لومړی یې، د جلااباد یاغي والي، نواب محمد زمانخان وځپلو او اسیر یې کړل.

ــ وزیر محمداکبر خان، په کندهار کې د شاه شجاع لښکر مات کړ او انگریز جنرال کیمبل یې لومړۍ ټپي او بیا یې ژوندی ونیو، چې وروسته  د مرګ له وېرې مسلمان او نوم یې شېرمحمد ورباندې کېښود. 

ــ عازي محمداکبرخان، د شلو کلو ځوان ؤ چې پيښاور ته نیږدې، د جمرود په جگړې کې، د سیکانو د لښکر، پیاوړی مشر، هري سینګ یې په لاس او ګریوان جګړه کې په خپل لاس وواژه. (۱۸۳۷،ز)

ــ وزیرمحمداکبرخان، په کال ۱۸۴۱،ز کې چې ۲۴، کلن ځوان ؤ، د بخارا پاچاه له بنده خوشی شو او د نوامبر به ۲۵، نیټه یې د کابل پاڅون قومانده په لاس کې واخیستله، مکناټن یې وواژه، د انګریزانو(۱۷۰۰۰) وسله وال پوځ، بې له یوه ډاکټر(برایډن) څخه، نور ټول له منځ یوړ او ټولې وسلې او مهمات یې غنیمت کړل، څلوښېت تنه د انګریزانو ښځې او ماشومان، چې د مکناټن ښځه هم په کې وه او څو تنه انګریزان ، له دې لپاره، چې په جګړه کې ونه وژل شي او په ضمن کې د خپل پلار، دوست محمدخان او نورو سره یې تبادله کړي، د ځان سره وساتل.(۱۸۴۲،ز)

او په پای کې دا چې وزیرمحمداکبرخان د ډېرو ښو اخلاقو څښتن ؤ، چې پخپله انګریزانو د ده د ښو اخلاقو او سترشخصیت په اړه اعترافات کړي دي.(د ډېرو مالوماتو لپاره د بریدمن ایري خاطرې، د کابل پاڅون، کتاب او نور ولولئ)

وزیرمحمداکبرخان، چې زموږ د خلکو او تاریخ ستر ویاړ دی، په لنډه توګه د دغه لوی اتل د کارنامو یادونه وشوه، د ده په اتلولیو باندې کتابونه ډک دي او یوازې موږ د(مُشت نمونه خراور) په توګه لږ څه ولیکل.

د احمدشاه مسعود کارنامې:

اوس به د احمدشاه مسعود، په کارنامو باندې خبرې وکړو چې په مسند ډول لیکل شوي دي: موږ د نوموړي له نورو شخصي کړنو او ژوند سره کار نه لرو یوازې د ده په جګړه ییزو او سیاسي کړنو باندې رڼا اچوو.

مسعود او(I.S.I)

احمدشاه مسعود، یوازې د یوه هیواد له جاسوسي سازمان سره اړیکي نه درلودل، بلکه د افغانستان له ډېرو دښمنو هیوادونو، لکه، پاکستان، انګلستان، فرانسه، شوروي اتحاد، امریکا، ایران، تاجکستان او نورو غربي او عربي استخباراتو سره همکاري درلودله، مسعود د وزیر اکبرخان برعکس، د انګریزانو او د انګریز پاتې شوني، پاکستان جاسوسي ادارو ته، د داود خان حکومت پر ضد، په داوطلبه توګه ورتسلیم شو او هلته د افغانستان د مسلمان او قانوني حکومت (چې نه د کفر مسایل وو او نه د جهاد) پر خلاف وروزل شو.

مسعود او Mi-6:

مسعود د افغانستان او د وزیراکبرخان، دښمن انګریز ته هم د زړه له اخلاصه د خپلو خلکو او افغانستان پر خلاف ناوړه کړنې سرته رسولي دي، مسعود د انګریزانو د استخباراتو(ایم، آی، ۶) له خوا حمایه او استخدام شوی ؤ، امریکایی لیکوال سټیوکول د(پیریانوجګړې) نومي کتاب کې لیکلي: «... د برتانیا څارګرې(جاسوسي) ادارې، چې په اسلام اباد کې د برتانیا د سفارت له یوې کړکۍ، نه لرونکي کوټې څخه یې فعالیت کاوه، د جګړې له پیله له مسعود سره اړیکي لرل، نوموړي ته یې پېسې، یو لږ شمېر وسلې او د استخباراتو ځیني وسایل ورکول ... .» (سټیو کول؛ د پیریانو جګړې ،۱۷۵مخ)

سټیو کول زیاتوي: مسعود د برتانویانو نازولی ؤ، نو له همدې کبله په (سي، ای، اې) ښه نه لګیده [خو بیا هم] سي، آی، اې مسعود ته په مستقیمه توګه اجوره (مزدوري) او اکمالات وراستول( مسعود ته، د سي، ای، اې) یو اړخیزه مرسته لومړی په (۱۹۸۴،ز) کې وړکړ شوي وه) ... .(سټیو کول؛ د پیریانو جګړې ۲۱۸،مخ)

د انګریزانو جاسوسي ادارې مسعود ته د یوه داسې متحد په سترګه کتل لکه، مسعود چې د انګریزانو د د تره زوی او پخپله له انګلیستان څخه راغلی وي، کله چې د کابل دسقوط په لومړۍ شپه د حکمتیار او مسعود ځواکونو لخوا ښار ونیول شو او په سبا یې  د مسعود او دوستم د ځواکونو له خوا د ګلبدین (حکمتیار) ځواکونه له کابل څخه  په زور وایستل شول، نو په پېښور کې(احمدشاه مسعود ورور) یحیی مسعود د خپل اداره کوونکي (د انګریزانو د جاسویۍ سازمان مسؤل کس)  سره وکتل، برتانوي افسر په غرور ورته وویل: «... موږ په حقه وو، حکمتیار ناکام او مسعود بریالی شو.»(سټیو کول؛ د پیریانو جګړې ۳۴۳مخ)

مسعود اوK. G. B:

تورن جنرال الکساندر اناتولیویچ لیاخوفسکي چې په افغانستان کې د شوروي په پوځ کې  په وروستيو پړاوونو کې دندې ترسره کړي دي د مسعود سره د استخباراتي اړیکو په اړه وایي: ... د مسعود ډلې پر خلاف لومړي عملیات په کال (۱۹۸۰،ز) په اپریل کې تر سره شول ... او یاغیانو ته یې د سر ډېر غټ زیان ورسولو او همدې کار مسعود دې ته اړ کړ چې د شوروي لږ شمېر پوځي ټولګیو له قوماندانۍ سره یو پټ خوښاوی لیک لاس لیک کړي. نوموړي په دغه خوښاوي لیک کې ژمنه کړي وه چې دشوروي او حکومتي پوځونو پرخلاف به له دښمنۍ نه ډک عملیات نه تر سره کوي. د دې کار په بدل کې له هغه سره لوظ شوی ؤ، چې پر پنجشېر به هوایي بمبارۍ نه کیږي، د هغه کاروانونو ته به درې ته د ننوتلو او له هغې نه د وتلو اجازه ورکول کیږي او دغه راز د افغانستان اسلامي ګوند له سیالو ډلو ټپلو سره د احمدشاه د ډلو د وسله والو نښتو پروخت به د هوایي بمیاریو او توپچي ګوزارونو له لارې له نوموړي نه ننګه او ملاتړ کیږي.  (تورن جنرال الکساندر اناتولیویچ لیاخوفسکي؛دافغان میړانه او غمیزه ص ۴۵۴)

د (کې، جې، بې) جاسوسي ادارې د دې لپاره چې د مسعود عقایدو ته په بشپړه توګه تغیر ورکړي او یو سم بې دینه کمونسټ ترې جوړ کړي یو تن جاسوس (ډګرمن اناتولي) یې پنجشېر ته ورولېږلو په دې اړه جنرال لیاخوفسکي وایي: شوروي پوځي څارګره اداره هم لاس تر زنه نه وه ناسته او په دې پړاو کې د مسعود سره د خپلې همکارۍ په ټینګولو او لا پیاوړتیا باندي بوخته وه.

لیاخوفسکي زیاتوي: د ساري په توګه (ډګرمن اناتولي) خورا اوږ وخت د احمدشاه په استوګنځي کې تېر ګړ او په دې ترڅ کې یې له هغه سره اړونده کار پر مخ بیوه، دغه راز یې نوموړی دشوروي ژوند له بڼې او د مارکسیزم د بنسټ ایښودونکو له لیکنو سره هم بلداوه، ... . (تورن جنرال الکساندر اناتولیویچ لیاخوفسکي؛دافغان میړانه او غمیزه ص ۴۵۴)

لیاخوفسکي زیاتوي: د ساري په توګه (ډګرمن اناتولي) خورا اوږ وخت د احمدشاه په استوګنځي کې تېر ګړ او په دې ترڅ کې یې له هغه سره اړونده کار پر مخ بیوه، دغه راز یې نوموړی دشوروي ژوند له بڼې او د مارکسیزم د بنسټ ایښودونکو له لیکنو سره هم بلداوه، ... . (تورن جنرال الکساندر اناتولیویچ لیاخوفسکي؛دافغان میړانه او غمیزه ص ۴۵۴)

دوکتور (اناتولي سودوپلاتوف) د شوروي اتحاد داستخباراتي موسسې (K. G. B ) مامور او اوس په مسکو کې د تاریخ پروفیسور له بروس ریچارډسن سره په یوې مرکې کې  د ( اګست په ۱۴/۱۹۹۵م) کې ویلي ؤ: مسعود زموږ لپاره د افغانستان د شا لوري ته دروازه وه.  (سمسور افغان؛ دویمه سقاوي ص ۱۶۸)

د مسعود د هغو خدمتونو په باب چې نوموړی څه ډول د روسانو په خدمت کي ؤ، د روسیې د پوځي استخباراتو د یوه مشر مامور (ایګورباریسوویچ) د روسۍ یوې ورځپاڼې سره په (۱۹۹۴م) کال کې په یوه مرکه کې د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې داسې ویلي دي: ... ستاسې مقصد دا دی چې ګني احمدشاه مسعود د شوروي پوځي استخباراتو جاسوس ؤ؟

ځواب: نه، خو که ټیک خبره رانه غواړې نو هغه زیاته موده په موږ پورې تړلی او زموږ د نفوذ عامل و، نږدې یو کال زموږ مامورینو له ده سره لیده کاته کول، بیلابیلې موضوعګانې یې ورسره څېړلې او ګډې پریکړې مو سره کولې او هغه به زیات وخت هغه څه کول چې موږ ورته ویل.  (د د اؤد جنبش سریزه؛ سرې لښکرې په افغانستان کې)

مسعود د شورویانو سره د یوې معاملې کولو پریکړه وکړه د (۱۹۸۳،ز) کال کې په پسرلي کې یې د یوه بې ساري اوربند اعلان وکړ، تر اوربند لاندې شورویانو [منلي وه] چې که مسعود افغان پوځ ته اجازه ورکړي چې د درې د سهلي برخې په پای کې اډه جوړه کړي، ... دا اوربند له درو کالو پټو خبرو وروسته منځ ته راغلی ؤ.                      

له پنجشېر درې څخه په بهر کې افغانان د دې خبرې په اوریدلو، چې مسعود د شورویانو سره د جګړې پر محال په خبرو بوخت ؤ، شوک[اریان] شول دا خبرې مخکې هغه وخت پېل شوې کله چې په مخکینیو کرښو کې یې له شوروي قوماندانانو سره د لیکونو تبادله شوي وه، په دې لیکونو کې د مسعود او د غلیم سیالانو تر منځ  داسې بحث شوی ؤ لکه د همکارانو تر منځ، ورپسې هغوی بیا مخ په مخ خبرې وکړې، د خبرو په وروستیو دوه ناستو کې مسعود پخپله شرایط کېښودل، له ماسکو څخه په یوه لیک کې د کې، جې، بې(K. G. B) پخوانی مشر او وروسته د برژنف ځای ناستی د کمونست ګوند عمومي منشي(یوري اندروپوف) لخوا هغه تړون په رسمي توګه لاسلیک شوی ؤ.

 

 

په افغانستان کې د ننه او بهر کې ډېرو کسانو دې اوربند ته د (بې غېرته تسلیمي)په سترکه کتل ... . (د پیریانو جګړې ص ۱۶۸)

دا ډول په کال (۱۹۸۸،ز) د اکتوبر په میاشت کې په افغانستان کې د شورويانو د پلان او توطیې پر بنسټ چې د احمدشاه مسعود په وسیله د افغانستان د څو شمالي ولایتونو د بېلولو (تجزیې) خاینانه طرحه یې جوړه کړي وه یو داسې سند ورولېږل شو  چې په هغه کې دشوروي اتحاد د دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د (کې- جې- بې) استازي لاسلیکونه  شوي وو  او په کابل کې د شوروي سفارت لخوا هم ټاپه شوی ؤ په سند کې له مسعود څخه هغه پوښتنې او یو ډول وړاندیزونه ورته شوي وو چې د ده د ټول عمر د هڅو اصلي اهداف یې تشکیلول، هغه پوښتنې او هڅونې په دې ډول دي:

۱ــ د ګډ(واحد) افغانستان کې په اډانه کې د بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو او دغه راز د پروان او کاپیسا ولایتونو د ځینو برخو په ګډون د تاجکو د استوګنې د سیمو پر بنسټ د تاجکو د کورواکۍ (خودمختاره تاجکستان) د جوړولو او د دغې سیمې ځانی(خودي) ادارې د بڼو په اړه.

۲ــ په دې برخه کې یې د ځانګړو څوکیو او په ملي شورا او کابینه کې د تاجکو استازیتوب یاد کړي دي.

۳ــ په دریمه برخه کې یې د جمعیت ګوند خپلواکي او په رسمیت پژندل ښودل شوي دي.

۴ــ د افغانستان په وسله وال پوځ کې د جمعیت ګوند د ډلو پر بنسټ د کورواک تاجکستان د منظمو ځواکونو جوړل ... .

۵ــ د کورواکه تاجکستان په اډانه کې د سولې ټینګول ... .

۶ــ د شمال ختیزو ولایتونو د اقتصادي ودې په اړه ... .

۷ــ د اقتصادي، طبي او نورو مرستو د تر لاسه کولو او دغه راز د سرحدي سوداګرۍ د ودې لپاره د شوروي اتحاد د تاجکستان جمهوریت او کورواکه تاجکستان تر منځ د مخامخ سوداګریزو اقتصادي او فرهنګي اړیکو ټینګول.

په دې اړه لیکوال لیاخوفسکي وایي چې: ... مسعود د شوروي پوځي قوماندانۍ له دغو نوښتونو څخه خوښي څرګنده ګړه او چمتو دی چې دې ډول اړیکو ته په راتلونکي کې دوم ورکړي، نوموړی لیکوال زیاتوي: کله به چې له مسعود سره د دا ډول خبرو اترو په بهیر کې لږ څه پرمختګ تر لاسه شو، نو ، افغان حکومتي ځواکونو به د هغه پر خلاف، یو ناڅاپه لمسوونکي ډزې او عملیات پیل کړل. (د افغان غمیزه او میړانه ص ۴۷۱)

جنرال لیاخوفسکي وایي: چې، موږ هیله مند یو هغه معقولې لیدنې او نظریې چې احمدشاه مسعود له شوروي اتحاد د همکارۍ په باب بیا بیا څرګندولې په راتلونکي کې هم د روسیې له دولت سره د اړیکو په ډګر کې د هغه په عملي ګامونو واوړي، ... . (هماغه سند ص ۴۷۵)

په افغانستان کې د (۴۰) لښکر قوماندان (ب ـ ګروموف) وایي:    د څلوېښتم نمبر لښکر د استخباراتي مرکز هڅو په پای کې ټاکلي نتیجې ورکړې ، په (۱۹۸۲م) کال کې موږ خپل لوی مقصد ته ورسیدو، له احمدشاه سره مو داسې ټینګې اړیکې پیدا کړې چې آن له افعانستان څخه د شوروي پوځونو د وتلو تر وخته په خپل حال پاتې شوې ... د مسعود سره د لاس لیک شوي تړون له مخې مسعود خپلو وسله والو بانډونو ته امر وکړ چې د حکومتي عسکرو خلاف دې له جګړې نه لاس واخلي او خپل ټول ځوک دې د مخالفې ډلې اسلامي حزب د بانډونو خلاف جګړې ته اړم کړي. (ب، ګروموف؛ سرې لښکرې په افغانستان کې ص۲۶۷)

مسعود او C. I. A):

دامریکا په لانګلي ایالت کې د C. I. A) ) په اداره کې د مسعود په نوم یوه ځانګړي څانګه تشکیل شوي وه ترڅو وکولی شي له مسعود څخه په جاسوسي او ترورستي چارو کې ښه ګټه واخیستلی شي. (دپیریانو جګړې ص ۷۱۱)

جنرال ګیري شرون په کابل کې له احمدشاه مسعود سره د اسامه بن لادېن د نیولو په اړه لیدنه کړي وه او له دغې لیدنې څخه ښه خوشال ؤ، خو کله چې مسعود ووژل شو نو د سي، آی، اې جنرال ډېر خواشینی شو، ځکه چې د جنرال نوي او مهمه دنده په افغانستان کې پېلیدله نوموړی جنرال وایي: ... له مسعود سره دغه ناسته ډېره اړینه وه، چې له مخې یې له شمالي ټلوالې او مسعود سره د راتلونکو همکاریو دروازه پرانستل شوه او مسعود په راتلونکي کې له ما او د سي، آی، اې له هر نماینده سره په کابل کې د لیدنې لپاره هوکړه وکړه، چې د راتلونکي لپاره مهم ګام ؤ چې له امله یې زما (ژامې ماتوونکې) ګروپ ( د سي، آی، اې له لسو ګروپونو څخه لُمړنی ګروپ ؤ چې په پنجشېر کې ځای پرځاې شو)  د دغې غونډې له برکته  د (۲۰۰۱م) کال د سپټمبر په شپږمه نیټه په پنجشېر کې د شمالي ټلوالې له تود او دوستانه هرکلي سره مخامخ شو. (جنرال،کیري شیرون؛ سي، آی، اې په پنجشېرکې ص ۶۹)

د سي، ای، اې یو مامور جنرال ګیري شرون یا ( ګاري شروین( په جاسوسي ترمینولوژۍ شروین اجوره یي(مزدور) (۱) اجنټان استخدام او اداره کول. چې احمدشاه مسعود د همدغه جنرال او یو شمېر نورو امریکايي څارګرو له خوا استخدام شوی ؤ، (سي، ای، اې) له کال (۱۹۸۰م) څخه راپدې خوا د احمدشاه مسعود سره د پېسو او نورو جګړه ییزو او استخباراتي وسایلو مرستې کولې. (دپیریانو جګړې ص۲)

مسعود ته د (سي، ای، اې) لخوا میاشتنی دوامداره تنخوا ورکول کیدله خو کله به چې مسعود د (سي، ای، اې) له خوښې سره سم کار ونه کړ نو میاشتنی تنخوا به یې پرې کمه یا هم ودروله، وایي چې په (۱۹۹۰م) د جنوري په (۳۱) نیټه د مسعود ورور ضیاء مسعود ته (سي، ای، اې) پنځه لاکه ډالر ورکړي وو چې د دغو پېسو په بدل کې په ژمي کې د سالنګ لاره وټري. (دپیریانو جګړې ص۹)

خو د مسعود ځواکونه له ځایه هم ونه خوځیدل نو د (سي، ای، اې) مامور (هاري) د مسعود میاشتنی اجوره له دوه سوه زرو ډالرو څخه پنځوسو زرو ته راټیټه کړه او مسعود ته یې له دې امله چې له (سي، ای، اې) څخه یې په ټګۍ پېسې وهلي وې ده ته به یې د (کوچني حرامي) خطاب کولو. (دپیریانوجګړې ص۳۰۵)

وروسته د سي، ای، اې مسؤل (هاري) چې د مسعود میاشتنی اجوره له پنځوسو زرو ډالرو څخه تر سلو زرو ډالرو پورې ته پورته کړي ... . (هماغه سند ص ۳۱۷)

(سي، ای، اې) په دې عقیده وو چې د مسعود کسانو ته له وطن او خلکو څخه پېسې زیات اهمیت لري.(دپیریانوجګړې ،۷مخ)

په پای کې جنرال ګیري شرون د احمدشاه مسعود مړیستون ته ورځي او د هغه له خدمتونو څخه مننه کوي، نوموړی جنرال وایي: ... د مریستون سیمې ته زموږ سره یو ځای لږترلږه شل افغانان چې په سیمه کې وو راغلل ... دا چې ټولو ځیرځیر راکتل یو نا اشنا او عجیبه غوندې شيبه وه خو ماورسره مقاومت وکړ او پرځای مې په هغه یادونو او شېبو باندې فکر متمرکز کړ چې له مسعود سره  مې تېرې کړي وې... ما د صلیب نښه جوړه کړه(دعیسویانو دُعا) او د څو دقیقو لپاره مې چوپتیا غوره کړه... . (سي، آی، ای په پنجشېرکې ،۱۱۹مخ)

مسعود او ایراني څارګر:

په کابل کې موږ د خلکو له خوا خبریدلو چې د مسعود سره د ایران د استخباراتو کارکوونکي عملاً په پنجشېر کې موجود دي او له ایران څخه پیسې هم ورته راځي، خو ګیري شرون بیا وایي چې د ایران د انقلابي قول اردو ګارد (IRGC) دوه څارونکي د شمالي ټلوالې سره په لمُړۍ کرښه باندې په دنده ګُومارل شوي وو او فهیم له دې امله اندښمن ؤ چې باید ایرانیان د امریکایانو له شتون څخه خبر نه شی، لږترلږه د ماموریت په دغه پړاؤ کې خو باید خبر نه شي. (سي، آی، ای په پنجشېرکې ،۱۱۵مخ)

مسعود او تاجکستان:

دا شان د شمالي ټلوالې لپاره د تاجکستان هیواد له افغانستان څخه ډېر اهمیت  درلود دوی په دې عقیده وو چې تاجکستان زموږ (پدري هیواد) دی او د تاجکستان حکومت هم په عمل کې ورته ثابته کړی وه چې دا هېواد د دوی اصلي ټاټوبی دی نو ځکه یې د کولاب هوایي ډګر د مسعود په خدمت کې ورکړی ؤ.

اوس به ښاغلي لوستونکي قضاوت وکړي، چې رښتنې اتل څوک دی، مسعود که وزیرمحمداکبرخان، د مسعود انځور دې لوړ ولګول شي که د وزیرمحمداکبرخان؟؟.

وزیرمحمداکبرخان د یرغلګرو، سکانو او انګریزانو پر وړاندې جګړیدلې او اتلولي ګټلي ده. خو مسعود د خپلو خلکو پر وژلو او د خپل هیواد په ورانولو، د خارجې استخباراتو سره په همکاریو او د طالبانو څخه له ماتې په خوړلو باندې اتل شول دی، نوموړی د پردیو یرغلګرو لپاره اتل دی لکه په اړه یې چې، روسی جنرال لیاخوفسکي داسې وایي: «لکه مخکې مې چې وویل رښتیا خبره دا ده چې موږ پخپله تر یوه ځایه له مسعود نه (ملي آتل) جوړ کړ.» !! (د افغان میړانه او غمیزه ،۴۷۴مخ)

د مسعود د شهادت په اړه بل ځانګړي بحث ته اړتیا شته چې په راتلونکي کې به په پراخه توګه پرې وغږو.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder