12.11.2018 (21.08.1397)

وزارت مالیه کې څه روان دي
لیکواله:  خدیجه ساحل

هغه ارګان یا هغه وزارت چې د یو هېواد یا یوې ټولنې د ملا تیر حیثیت لری. یعنې که فکر وکړئ د یو ملک هر اقتصادی، بودیجوی، ګمرکی، اجتماعی، ښوونیز، بنسټیز،  ...هر ډول او حتی د یو ملک روابط له همسایه او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د ضمانت اصلی او اساسی عنصر بلل کېږي.

راځئ چې پر خپله موضوع خبرې پیل کړو، زما لیکنه نه کوم ژبني، تعصبی، نژادی او کوم سمتي دریځ نه لری نه مې له چا سره بد کړی نه می له چا سره تعصب، نژاد بازی، سمت بازی کړی ده او نه یی کوم او نه چا راسره کړې، دا لیکنه ځکه کوم چې د یو شخصی شرکت رییسه او په بل کې معاوینه یم او د خپل زړه بړاس پرې وباسم، الحمدالله د رسول الله ص امتی یم او د یو امتی په شکل به هر کله خپله دنده په ایمانی، وجدانی او اسلامی شکل سره سر ته رسوم، هیله می یواځی او یواځی د وطن سوکالی او آرامی ده.

وزارت مالیه هغه وزارت یا ارګان چې له کلونو کلونو راهیسې د یو مشخص سمت یا د یو مشخص ګروه او یا په بله معنی د یوې مافیا له لوری کنترول کېږی، ددې وزارت د تیرو او برحاله وزیرانو معیینانو په اړه فکر وکړئ څوک وو؟ دا هغه کړۍ ده چی په علم او خپل لیاقت سره نه دی وزیران شوی بلکه د یوې مافیا یا د یو څو مشخصو شرطونو په مقابل کې وزیران شوی دی. مثلا عبدالله رقیبي له مستوفیت نه معیینت ته دا داسې مثال لري لکه دوه کلن ماشوم چې موټر ټېله کوې.

راشئ چې یو واضح او ښکاره مثال درته درکړم د وزارت مالیې له یوه ارګان یعنې یو معینیت چې د جلال اباد د هډې په نوم یادېږی د هرې چهارشنبې په ورځ به جلال اباد او لغمان ته موټر ترې ډکېدل او اوس هم ډکېږي یعنې د ددې ادارې ټول کارمندان له یو یا دوه مشخصو ولایاتو څخه وو او لا هم دی.

پخواني د عوایدو عمومی رییس هغه کس وو چې له خپل سمت(مشرق) څخه به یې نفر پوست ته اپلای نه وو کړئ نوموړی به مقرر کړی وو، دده له لاسه دوه خارجی پروژې دمعیینیت نه لاړې او اوس فقط یوه د بانک جهانی پروژه ورته پاتی ده.

په دې معیینت کې داسی یو رییس هم وو چې سربېره پر بد اخلاقی چې په دفتر کې به یی کوله دومره خاین او غل سړي وو چې وزیر ته یی دومره غټ ګل مبارکې ته ور وړی وو چې وزیر له خپل دفتر نه و شړلو، جالبه داده چې رییس ته یو ډېر نېږدې کس په یوه قضیه کې څه مقدار ډالر رشوت اخیستی وو او نوموړي په همدې وخت کې له ریاست نه لېری شوی وو خو خبر نه وو...نو لنډه دا چې دې کس څو میاشتی دوسیې پسې ګرځولې تر څو یا هغه قضیه خلاصه کړي یا هم هغه پوره دالر سهمیه بیرته ورکړي ځکه چې  له بل لوري د قضیې څښتن خپلې پیسې غوښتلې اوهغه کس پوره ډالر نه لرل.

د عوایدو او ګمرکونو په معیینت کې ۹۸٪ پښتانه دي او پاتی برخه دا نور... په دی ۹۸٪ کی بیا ۸۰٪ خلک له ننګرهار او لغمان څخه دی  د ټولو نومونه می په یاد دی چی چا چا مقرر کړی دی خو دلته یی د نومونو ذکر ښه نه بولم ځکه ټولو ته معلومه ده ورشئ وګوری چی څو فیصده تاجک، هزاره، او اوزبیک دی هلته؟. د منابع بشری په لویو پوستونو باندې ټول مومند او شینواری) قیس مومند منابع بشری رییس چې اوس تازه یی استعفاه وکړله)دی چې مشرقی واله ته یی سخت ښه معاشونه ټاکلی دی ظالم.

لنډ مثال ورشئ د  TIN  ریاست ته یا ریاست سیستم عوایدو ته له رییس نه نیولی تر اجیره ټول د ننګرهار او لغمان دی، خو یو TIN څومره په سختی اخیستل کېږی؟.

د انکشافی پروژو په راس کی خو حتمی دوی دی او دا نور کارمندان کوم چې پروژیی معاشونه اخلی ۸۰٪ مشرقی دی که یی نه منئ! وګورئ دې نوی وزیر ولی استخدام بند کړ؟ دا ځکه چې ۷۰۰ نفر د مشاورینو په نامه اضافی خلک په ډیرو لوړو لوړو معاشونو مقرر شوی او اوس نوموړی وزیر غواړی چې د NTA سیستم ۶۰٪ ختم کړی ځکه خو دوی نشی لېری کولای بهانه یی سیستم کړ.

زه په دې نیوکه نکړم چې ولې ټول د یو سمت څخه مقرر شوی دی بلکه زما نیوکه داده چې ولې بیا دومره کار هم ملت ته نه کېږی تاسو وګورئ په مالیه دهنده ګان کوچک، مالیه دهنده ګان متوسط ، مالیه دهنده ګان بزرګ، ریاست سیستم عواید( ریاست تشخیصیه TIN)،  مستوفیتونو او ګمرګونو کې څه روان دی؟ الله مو کار مه ورته بندوه.

دعوایدو او ګمرکونو معیینت د بانک جهانی پروژی مسوول څوک دی؟ مخکې څوک  وو؟  دا بیچاره بیا دومره غل او غریب دي چې کله خپلو رییسانو ته له هوټل ته ډوډۍ را غواړي په هغه کی هم پسې وهي او معاش له ۳۰۰۰ دالر لوړ دی.

تاسو ټولو ته معلومه ده چې سږ کال د دولت عایدات ډیر لوړ وو دا کار یواځی او یواځی د عوایدو او ګمرکونو د پخوانی معیین نجیب وردګ او د عوایدو د عمومی رییس عبدالحبیب برکت وو الله دې د دواړو پېړۍ ابادې لری ډېر پاک خلک دی. او په دې نوی معیین چې له مستوفیت نه معیینت ته ورسېد دا داسې عادی خبر نه ده مستوفیت ډیر وړ ریاست دی. خو تاسو د نوموړي د کورنۍ/خپلوانو تاریخچه په دولت کې وګورئ، په بانک ملی کې یی هم یو خپل شته، لنډه دا چې وبه یی وینئ چې راتلونکی کال ته به زموږ ګمرک او عواید په کومه کچه وی او دده استخدام ته هم فکر وکړئ چې څه تغییرات راولي او بیا به تاسو د دوی بهانې وګورئ.

یوه بله کارنامه د نوموړي معیین صیب د ننګرهار د ګمرک رییس د ولې لېرې کړ؟ په داسې حال چې له شپږو میاشتو کم وخت یې کیږی چې رییس دی ایا کوم دلیل د درلود. بلکل نه! ځکه د ننګرهار ګمرک د غلا خاص ځای دی او دا رییس پاک، اخلاصمند، صادق ...او خدمتګار سړی وو تر اوسه کور نه لری او په کرایی کور کې اوسېږی.

زه په دې باور لرم کوم غله، خاینین، د ملت وینه زبېښونکي چې منفق، تبدیل، او لېری کړل شوی دي په  دا لنډ وخت کې به بیرته راشی او له پخوا نه به په ښه معاش ښه پوست به ورکړل شی او د ملت حق د ملت وینه به یو ځل بیا تر پښو لاندې شی او د یوې مافیا ښامار به بیرته تر ملت تاوو شی.  

لکه څنګه چې همداسې وشول د صبور ویسا په نوم هلک چې له مالیه دهنده ګان کوچک نه د فساد په خاطر تبدیل شوی وو نن بیرته امریت بررسی مالیه دهنده ګان بزرګ ته راغلو. محترم عبدالتمیم چی له بررسی نه د فساد په خاطر لېرې شوی وو نن بیرته بررسی ته راغلو، آمر د بررسی د ننګرهار ولی د کابل جنوبی حوزې ته را نتقال شو....نور هم شته تنها دا نه دی.

داسې آوازې هم شته چی نوموړی معیین د ننګرهار ګمرک، پکتیا، فراه، غزنی او آمریت ریاست مالیه دهنده ګان بزرګ، آمریت مالیه دهنده ګان کوچک، امریت حوزه های جنوب کابل کې مشخص ټیمونه لري چی دا ټیمونه مستقیما د رییس او رییس عمومی په ځای معیین ته راپور ورکوی (هغه متل دی وایی وزه چې کله بام ته وخيژی نو لېوه ته ښکنځل کړی) نو اوس هم دا واړه واړه امرین او مدیران د بامونو سر ته ختلی.

خو که چیرته د مشخصو ټیمونو موجودیت او معیین صیب ته مستقیما راپور ورکول حقیقت وی نو ریښتیا هم چې دا سړی(عبدالله رقیبي) د وطن او افغانانو رقیب دی.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • اپاچا خان (Freitag, 16. November 2018 13:55)

    موضوع ډيره مهمه او د پام وړ دي، خو تسلسل د موضوع کي ډيري نيمګړتياوي موجودي دي. لوستونکو ته به ګرانه وي چي د موضوع حساسيت ته ځير شي او پوره مفهوم تري افاده کړي. د ماليه وزارت په ګډون په ټولو دولتي ادارو کي دا ستونزه موجوده دي او حکومت خلکو ته دي خدمت په ځاي په سرخوږي تبديل سوي. اداري فساد، مافيايي کړيو شتون او د مسلکي کدرونو نه شتون حکومتي ټولي اداري په ټپه درولي. دا منم چي د ماليه وزارت کي ستونزي شته، او د يوي سيمي خلک په کي راټول سوي، خو دا بايد هير نکړو چي په کورنيو چارو وزارت، امنيت ملي او بهرنيو چارو وزارت کي هم دا ستونزه په ډيره لوړه کچه موجوده دي، يعني ۹۵ فيصده چارواکي يي په يوه قوم پوري تړلي دي.
    لنډه دا چي دولت د دي کار د مخنيوي لپاره نه اراده لري او نه هم پلان. تر څو يو مسلکي موهله شخص د دي وزارت چاري په لاس کي وانخلي نو نتيجه به ټول وويني.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind