29.09.2016 (08.07.1395)

وردګ پوهنتون ورځ تربلې پراختیا مومي

محمد عارف رسولي

سریزه

په دې مقاله کې غواړم چې د وردګ پوهنتون د پرمختیاوو، د دې دولتي علمي نهاد په هکله زموږ د خلکو د لرلید، ارمانونو، ژمنو، مرستو، بسپنو او د پوهنتون د اوسني حالت په هکله درنو لوستونکو ته یو څه مالومات وړاندې کړم. موخه دا نه ده چې هسې د خپلې سیمې او خلکو ښه ووایم، د افغانستان تر نورو خلکو یې لوړ وبولم.

 بلکه هدف دادی چې که ممکنه وي، د ناهیلیو په ځای چې اوس ورسره مخ یو، په خپلو خلکو کې نوې هیلي راوټوکوو. ځکه ناهیلي ښه نه ده او ملتونه له پښو غورځوي. همدارنګه، یو بل هدف دادی چې که ممکنه وي په هیواد کې د رغنده ارمانونو د رامنځته کیدو او ورته د ګډ کار په هکله د رغنده سیالۍ لاره اواره کړو.  

د وردګ پوهنتون اوسنی حالت

په هیواد کې شخړې، جنګونه، تعصبونه، کرکې او نفرتونه، د ستونزو او ناخوالو خبرونه له موږ څخه هره لحظه سکون او ارامتیا اخلي. خو د ژوند د بقا او د مثبتو بدلونونو په هیله اړتیا ده چې که په هیواد کې که کوم ښه پرمختګ وینو باید له خپلو خلکو سره یې شریک کړو ترڅو مو د خلکو په شنډو مسکا راشی، هیله من شي، یو بل ته لاس ورکړي او پرمخ لاړ شي. زه یقین لرم چې د هیواد په هر ګوټ کې په بیا رغونه او پرمختګ د هر رښتیني افغان زړه  خوشالیږي.

د وردگ پوهنتون د تدریسي دوه پوړیز تعمیر ډبره پرون د میدان وردګو د محترم والي انجنیر ځونډي ګل زماني صاحب لخوا په داسې حال کې کیښودل شوه چې، د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پالیسۍ محترم رئیس، د ولایتی ادارې ځینو اړوندو سکتوري رئیسانو، د ولایتي شورا غړو، قومي مشرانو، د پوهنتون  استادانو، محصلینو او زیات شمیر مدني فعالانو ورسره ګډون درلود. وردګ پوهنتون زموږ د ولایت د ټوپ په دښته کې د ملي پولیسو د سترې ملي اکادیمۍ کامپلکس، د کثیرالرشتوي انستیتیوت، د دیني مدرسې، د ټوپ د لیسې، د یوه رابرسیره کیدونکي بازار او نورو تاسیساتو تر څنګ په یوه مناسبه ساحه کې، د کابل او غزني د لوی سړک تر څنګه موقعیت لري. راتلونکی پسرلي به که خدای کول د یوه بل ستر دری پوړیزه تعمیر کار هم د پوهنتون په انګړ کې پیل شي.

 

تیر کال موږ د خپل ولس، مشرانو او پانګوالو په مرسته یو بیړنی تعمیر چې لس اتاقه او د کانفرانسونو یوه ستره خونه لري د پوهنتون په انګړ کې جوړ کړل چې د پوهنتون بیړنۍ اړتیاوې ورباندې لیرې شوې. سږ کال د پوهنتون د ادارې په همت د اوبو یو ژور څا و ایستل شو، میوه دارې او بې میوې ونې د ځوانانو په مرسته کیښودل شوې، هلته به زر انشا الله د میوه لرونکو نیالیو د قوریو او د بادام باغ په څیر د کرنې د ترویج او پراختیا لپاره یو څیړنیز فارم هم رامنځته شي،  اوس هلته ۲۵۰ محصلین په تعلیم بوخت دي، نن سبا به د وردګو د یوه نومیالي مشر او پخواني وزیر صاحب دفاع محترم ستر جنرال عبدالرحیم وردګ په مرسته یو ستر جامع جومات د ټولو ملحقاتو سره په یو لک او اویا زره  (170,000)ډالره د پوهنتون به انګړ کې جوړ شي.

د پوهنتون د رئیس او ادارې په نوښت او د خورا هڅاندو، علم او پوهې ته ژمنو ځوانانو په مرسته په زرهاوو ټوکه ډول ډول کتابونه د پوهنتون د کتابتون لپاره راټول شول او اوس یو غني کتابتون لري او پوهنتون ته دکتاب ټولولو لړۍ لا روانه ده. زموږ ځینو کدرونو په خپله خوښته او وړیا توګه په پوهنتون کې د استادانو تشه ډکه کړه او درس یې ورکړ. د سیمې هغه استادان او پوهان چې له هیواده بهر اوسي هم هر راز معنوي او مادي مرستو ته تیار دي او مرستې یې هم کړې دي. د سیمې کدرونو او په پوهنتون کې د دې سیمې دي محصلینو کلک هوډ کړی چې د هیواد د لیرې پرتو سیمو له نوو راغلو محصلینو سره به د اسلامی او افغاني مسوولیت په بنا هر راز مرسته کوي. عام ولس، قومي مشرانو او روڼ اندو مو کلک هوډ کړی چې د پوهنتون سره په ټولو اړوندو ننګونو کې لاس ورکړي او ښه کوربه توب یې خپل اخلاقي مسوولیت بولي.

کله چې تاسو دې سیمې ته ورشی، دا پورته یاد شوو شته او رامنځته کیدونکو تاسیساتو ته نظر وکړی، د خلکو هیلې او لوړ ارمانونه وارزوی د یوه مثبت بدلون، یو ښه ټولنیز ماحول او خوځښت احساس به درته پیدا شي. د ځینو خلکو د بې ځایه انګیرنو او غلطو فکرونو په خلاف هلته د هیواد شرایطو ته په کتو سره اوس یو ښه تعلیمي چاپیریال رامنځته شوی دی. زموږ ارزونه داده چې زموږ ټول خلک په هر فکر او سوچ چې دي د پوهنتون سره مرسته کوي او ستونزې نه ورته راپیدا کوي. دا د زیاتې خوشالۍ ځای دی.

انشا الله تعالی د دې دولتي او ملي تاسیساتو په مرسته به زموږ په ولایت کې اوسنۍ بیعدالتۍ او نا انډوله پرمختیا ته تر یوې کچې یو وړوکی ځواب وویل شي. ځکه اوس د ولایت ډېری خلک په میدان ښار کې یو دکان هم نه لري لوړ پوړي تعمیرونه اومارکیټونه خو پریږده. زموږ په اند د میدان وردګو له پیل څخه بیا تر ټوپه او سید آباده او وراخوا، او همدارنګه له میدان ښاره بیا تر جلریزه او د بهسودو تر زده راښکونکو ښکلو درو پورې ټول باید د یوه منظم دولتي ستراتیژیک پلان له مخې د استوګنې او پانګونې لپاره برابر شي او د میدان وردګو د ولسونو د متوازن انکشاف لپاره ورڅخه کار واخیستل شی.

وردګ پوهنتون، ارمانونه، ژمنتیاوې

زموږ په پوهه او علم مین ولس د دې پوهنتون سره خپل زیات ارمانونه تړي. لرلید او آرمان مو دادی چې دا پوهنتون به تر راتلونکو لسو او یا پنځلسو کلونو پورې انشا الله د ساینسي او بشري علومو، څیړنو، اسلامي دعوت، ادب، پرمختیایي پوهنې او نورو یو سیمه ایزاو ملي مرکز وي. موږ په هلته راټولیږو، خلکو ته به د اسلام د سپیڅلي دین او د دین د اصلي روح، انسان جوړونې او بشري ودې او نورو اړوندو ساحو کې علمي سیمینارونه، کنفرانسونه، علمی بحثونه، د فکر مرکزونه، ادبي غونډې، کره کتنې، د لیکلو هنر او نورو باندې به له خپلو ځوانانو سره کار کوو.

زموږ ارمان دادی چې له څو کلونو وروسته به: (۱)  زموږ د سیمې هغه خلک چې له لوړو زده کړو پاته دي، دلته به خپلې لوړې زده کړې تکمیلې کړي، (۲) بزګران او د کرنې کارپوهان به له یوه بله زده کړي، (۳) دلته به د بادام باغ په شان یو تحقیقاتي فارم رامنځته او څیړونکو او بزګرانو ته به د تجربو او زده کړو زمینه برابره کړی، (۴) زموږ صنعتکاران او د پوهنتون اړوند استادان به خپلې مالي او علمي پانګې سره شریکې کړي او د پرمختګ لاره به ووهي.

که څه هم دا دولتي پوهنتون دی خو کوربه توب به یې زموږ د ولس ټولنیزمورال، اخلاقي مسوولیت او کلتور ته لا نوره وده ورکړي. وړانګې به یې زموږ په کور، کلي، ګاوند، سیمې، ولایت او ټول هیواد کې خورې شي او زموږ په اوسنیوځوانانو، راتلونکو نسلونو او زموږ په تاریخ باندې به غوره اغیزې و شیندي. زموږ د لرلید یوه برخه داده چې د هیواد د سیمو او ولایتونو ترمنځ د ملي ضد کړنو، تعصباتو، او سمت پالنې په ځای په یوه داسې مثبته ملي موضوع چې د هیواد د ملي ګټو او راتلونکي د خونديتوب ضمانت کوي، لکه د خپل معارف او لوړو زده کړو د مرکزونو د هر اړخیزې تقویې په کار کې له یو بل سره مشروع سیالي وکړو.  

موږ د وردګو د پوهنتون د ودې او راتلونکي روښانه په هکله بیځایه غورې او باټې نه کوو، پوهیږو په ننیو شرایطو کې د یوه علمي نهاد پنځول او په نړیوالو معیارونو یې برابرول اسانه کار نه دی خو ناممکن هم نه دی. له شته ننګونو ښه خبر او خپلو مسوولیتونو ته هم ښه ځیر یو. د ځوانانو زیاته مینه، رامنځته شوی کلک قومي او سیمه ییز هوډ موږ ته له احتیاط سره مل هیله او د بریا ډاډ راکوي. د دې ستر ولسي هوډ او احساس یو ښه ژوندی مثال دادی چې زموږ خلکو د لمړي ځل لپاره په هیواد کې د یوه دولتي پوهنتون د ظهور او په پښو دریدو لپاره د اته ملیونه افغانیو بسپنه ورکړه، قومی مشرانو او په ملي شورا کې زموږ وکیلانو یې بې مثاله رهبري او پالنه په غاړه واخیسته، تر اوسه به په افغانستان کې کوم پانګوال له کوم دولتي پوهنتون سره پنځوس زره ډالره مرسته نه وي کړې خو زموږ یوه روڼ اندي پانګوال دا ریکارډ تیڼګ کړ، بل دېرش زره او نورو هم په همدې ډول مرستې وکړي. تر اوسه به په کوم بل ولایت کې انجنیرانو، استادانو او ډاکټرانو له کوم دولتي پوهنتون سره په ټولیزه توګه د څو څو سوه ډالرو مرسته نه وي کړې خو ما داسې کسان ولیدل چې د خپل یو څو زره معاش څخه یې هم سمه بسپنه ورکړه او نه یې غوښتل چې بې برخې شي.

پوهیږو چې که خدای مه کړه سمه پاملرنه ورته ونه شي، د علم او پوهې د زانګو په ځای د ځوان نسل د بیلارې توب، چاقو او خردم ګرزولو، چرسو او نورو ناروا کارونو مرکز هم کیدای شي. نو د ټولو اړوندو خواوو، د لوړو زده کړو د محترم وزارت، د محترمې ولایتي ادارې، د پوهنتون د ادارې، محترمو استادانو، زموږ قومي مشرانو او روڼ اندو او په تیره بیا د ګرانو محصلانو دروند مسوولیت دلته زیات رول لري.

نو باید زموږ ګران او با احساسه محصلین د دې ستر خو ځوریدلي ملت هیلې پوره کړي. د نړۍ په زیاتو ملکونو کې د لوړو زده کړو تعلیم په پیسو دی. خو زموږ بیوزله خلک خپلو محصلینو ته د وړیا لوړو زده کړو اسانتیا برابروي، نو ګران محصلین هم باید خپلو درنو مسوولیتونو ته ښه ځیر شي. زموږ وزارتونه، د پوهنتونو ادارې او محصلین ارو مرو باید د غوره زده کړو، د شخصیت او فکري ودې او انسان جوړونې یو ریښتینی چاپیریال په خپلو اړوندو علمي نهادونو کې رامنځته کړي. یوازې په ځینو مسلکي ساحو کې درس ویل محصلین د راتلونکو ننګونو لپاره نه شي تیارولای. زموږ محصلین تر یو څو کلونو وروسته له سترو ملي مسوولیتونو سره مخ کیږي، ملي نهادونه، ملي او سرتاسري ګوندونه او نور به رهبري کوي. خو دا هلته په بریا کولای شي چې دوی ریښتینی علم، پوهه، غوره تخنیکي او نرم مهارتونه لکه رهبري، زغم، په ټیم کې کار، د منازعاتو حل او نور تر لاسه کړي.

له ټولو افغانانو یوه غوښتنه

زموږ هیواد له راز راز ستونزو لکه بیوزلۍ، نالوستي توب او شخړو او نورو ناخوالو سره مخ دی. دا ستونزې یوازې هلته ورکیدای شي چې د هیواد د خلکو د بشري پانګې د ټینګښت لپاره سم کار وکړو. بشري پانګه چې د انسان له علم، پوهې، تخنیکي او نرمو مهارتونو څخه عبارت دی، د ښو پالیسیو، کړنلارو، کلک هوډ او د غوره علمي نهادونو، ښې رهبرۍ او د ټول ولس په مرسته ټینګولای شو. د ښې بشري پانګې په مټ موږ بیا نورې ورځ تربلې ځلیدونکې پانګې لکه ټولنیزه پانګه چې ټولنیز باور، ټولنیزې شبکې، یو بل منل، زغم او نور دي رامنځته او ټینګ کړو. که خلک مو نالوستي او ناهیلي او د کمې بشري پانګې لرونکي وي خپله ټولنیزه پانګه نه شي غښتلې کولای. دا یو نړیوال څرګند حقیقت دی او سترګې پټول ورڅخه جهالت او ناپوهي ده.

راځئ د هیواد پورته یادې ننګونې په فرصتونو بدلې کړو، نوښت وکړو، یوازې د عکس العملي کړنو او نیوکو په ځای ملي لرلید رامنځته او ورته کار وکړو، د منفي فکرونو او تعصبونو په ځای چې د هیواد ملي ګټې ننګوي د هیواد د ژغورنې په لارو چارو فکر وکړو. په وردګو کې یو زیات شمیر مشران او روڼ اندي په دې اند دي چې د مثبتو نوښتونو وخت راغلی. د هیواد هغو کدرونو ته چې د روشنګرۍ په هکله کار کوي وړاندیز کوو چې د نورو تر څنګ په دې هکله هم کار وکړي. راځئ د هیواد د ولایتونو او سیمو ترمنځ د ملي ګټو په رڼا کې د مثبتو نوښتونو رامنځته کولو او پاللو داعیې ته لاره پرانیزو. دمثال په توګه، ټولو افغانانو ته بلنه ورکوو، راځئ د ولایتونو په منځ کې په معارف او لوړو زده  کړو د ستراتیژیک تمر کز په مسئله کې د ولایتونو او سیمو ترمنځ یوه رغنده او مشروع سیالي رامنځته کړو.

په دې کې که هر ولایت او سیمه بریا مومي، د ټول ملت موفقیت ده، ځکه له یو بل څخه به مثبت او رغنده نوښتونه زده کوو، د ګډو ارمانونو رامنځته کولو او لاسته راوړلو لپاره به کارته لاره اواریږي او وطن به مو په سم لوري روان شي. راځئ په ټولو ساحو کې خصوصا د زده کړو، علم او پوهې په سکتور کې د لوړ ګډ ملي لرلید او ارمان په رامنځته کیدو کې د سیمو تر منځ یوه مشروع سیالي پیل کړو. راځئ یو بل ته نیږدې رابرسیره کیدونکي پوهنتونونه لکه د وردګو، لوګر، غزني او نورو ورته پوهنتونو مسوولین او ځینې محصلین له یو بل سره منظم، پلان شوي او هدفمنده لیده کاته وکړي، تجربې شریکې او له یو بله زده کړه وکړي. د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو له محترمو وزارتونو او ټول دولت څخه مو هیله داده چې داسې یوه زمینه او سالمه سیالي رامنځته او سمه رهبري کړي. موږ په دې اند یو چې دا سالمه سیالي به نوي فکرونه وزیږوي او د مهمو نوښتونو لامل به وګرزي. کله خو پیسې وي خو رغنده او نوښتګره سوچونه او فکرونه کم وي، د نوښتونو رامنځته کول او ستونزو ته نوې لارې موندل د نن زمانې د رهبرۍ او ټولنیزې پرمختیا مهم بنسټونه دي. محصلین باید په دې ټوله پروسه منځنۍ رول ولري تر څو وروزل شي.

محصلینو ته باید د تعلیم په بهیر کې د خپلو اړوندو مسلکي زده کړو په څنګ کې د سیاسي ایدیالوژیو او ډلو او ګروپونو ته د تمایل په ځای باید د نرمو مهارتونو زده کولو او پخولو، په خوله او قلم د ښو اړیکو نیولو، د علمي او میتودیک بحث کولو، زغم، یو بل منلو، د رهبرۍ او مدیریت، د منازعاتو د حل او نورو لارې چارې ور وښودل شي او ورباندې په عمل کې تمرین شي.

د نړۍ زیات ملکونه او غوره نړیوال پوهنتونونه هڅه کوی په خپلو کوریکولومونه کې دې مهارتونو ته زیاته پاملرنه وکړي او ځای ورکړي. د دې ګټه داده چې کدرونه د راتلونکي ژوند د ټولو ننګونو لپاره ښه روزي، او جانبي بده اغیزه هم نه لري. خو ټولو ته مالومه ده چې په تعلیمي ادارو او پوهنتونو کې د سیاسي او ایدیولوژیکي فعالیتونو او ناندریو داخلیدل تعلیمي ادارو ته زیات زیان رسوي، د فاسدو سیاستوالو لاس وراوږدیږي، د ځوانانو له پاکو احساساتو بده ګټه اخلي، او په کرکو او نفرتونو کې ډوبوي او د تعلیمي نظام بیخ باسي. له همدې کبله د نړۍ په مختللو هیوادونو کې په پوهنتونو کې سیاسي لاسوهنو ته ځای نشته. په پوهنتون کې چې کومې د محصلانو د تنظیم ډلې دي هغوی هم بیطرفه نمونه لکه: الفا، بیتا، ګاما او نور خپلوي او د ملي شخصیتونو او نورو ورته سیاسی نمونو څخه ډډه کوي ترڅو سیاست پوهنتون او تعلیمي ماحول ته داخل نه شي.

محصلین او ځوانان د ټولنې مهم خلک دي. کله چې د کوم ملک جمهور رئیس بل هیواد ته سفر کوي، کله کله د هغه ملک په ملي شورا (پارلیمان ) او زیات وختونه د هغه کوربه هیواد په کوم پوهنتون کې محصلانو ته وینا کوي. که پارلیمان د اوس وخت مهم پریکړه کوونکی دولتی او ملي ارګان دی، خو پوهنتونونه د همدې پارلیمان او نورو ملي او دولتي نهادونو لپاره د روزلو او تولید مرکزونه دي، که زموږ پوهنتونونه د انسان جوړونې او په ټولو ساحو کې د زده کړو مرکزونه نه وي زموږ ملي ادارې او نهادونه به هم ښه نه وي.

د یوه سوکاله، پرمختللي او خپلواک افغانستان په لور