26.05.2018 (05.03.1397)
هېواد سره مینه

لیکواله : مینه منګل

هېواد سره مینه په خبرو نه ثابته کېږي، موږ وینو چې هر څوک د هېواد سره د بې کچې مینې خبرې کوي او خپل احساس په ټولنیزو رسنیو کې او یا هم په لویو مجلسونو کې څرګندوي

هېواد سره مینه په عمل کې کېږي کله چې موږ خپل هېواد ته عملي خدمت وکړو نو زموږ مینه ثابتېږي

څه وکړو چې هېواد ته خپله مینه ثابته کړو؟ 

لومړی _ راځئ چې ټول قومونه ښځې او نارینه په ګ‌‌‌‌‌‌ډه د پارلماني ټاکنو د پاره د نوم لیکنې په پروسه کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړو ځکه چې دا یوه ملي پروسه ده او زموږ د هېواد سر نوشت ورسره تړلی، لکه څنګه چې ټاکنې یوه ولسي پروسه ده نو د ولس ګ‌‌‌‌‌‌ډون او د ولس یوه رایه د هېواد په ښه راتلونکي کې مهم رول لوبولی شي

دوهم_ د ملي یووالي حکومت د برښنايي پېژند پاڼو ملي پروسه پيل کړې راځئ چې ددې برښنايي پېژند پاڼو په ارزښتونو تبلیغات وکړو ، تر څو د هغو خلکو اذهان پرې خلاص شي کوم چې پرديپالو ترې لارې ورکې کړې دي

دریم_ افغان امنیتي ځواکونه چې د هېواد د ملي یووالي سمبول دي ددوی ملاتړ باید وشي ،ځکه چې دوی زموږ د امنیت د خوندیتوب د پاره په ‌‌‌‌‌‌ډېرو سختو شرایطو کې له دښمن سره جګړه کوي، کله چې ټول ولس د امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي نو وسله وال خپله ماتې خوري، ټولو ته څرګنده ده چې هېڅ وسله وال ددې وطن د پاره جګړه نه کوي او نه زموږ ملي ګټې ورته مهمې دي او نه هم د اسلام مدافعین دي نو اړتیا نشته چې په خپلو سیمو کې ځای ورکړل شي

څلورم_ په ټولو اولادونو باید تعلیم وشي، دولت ښوونځي ددې لپاره جوړوي چې ددې وطن لور او زوی پکې زده کړې وکړي نو دا د ټولو مسوولیت دی چې د ښوونځي ساتنه وکړي  تر څو یې اولاد بې تعلیمه پاتې نشي

پنځم_ په دومره سختو شرایطو کې دولتي کارکوونکي د هېواد ګوټ ګوټ ته ځي او د پولیو واکسین ماشومانو ته ورکوي ولې اکثریت ځایونو کې داسې اشخاص شته چې ددې کارکوونکو سره نه یواځې دا چې همکاري نه کوي بلکې زوروي یې هم ، اړینه ده چې د دولت دې خدمت ته په درنه سترګه وګورو ځکه دا هر څه زموږ د پاره دي.

شپږم_ د دولت له ټولو ملي پروژو باید ساتنه وکړو کله چې په هره سیمه کې قومي تړونونه موجود وي هلته وسله وال هېڅ نشي کولی او د دولت پروژې هم په ښه توګه عملي کیدایشي

اووم_ راځئ چې ټول قومونه د هغو اشخاصو مخه ‌‌‌‌‌‌ډپ کړو کوم چې هڅه کوي د ولسونو په منځ کې د تفرقې اور بلوي کله چې ددې اشخاصو مخه ونیول شي نو قومونه کله هم یو د بل په وړاندې نه را جګېږي

اتم_ موږ افغاني پيسه لرو راځئ چې په ګ‌‌‌‌‌‌ډه او کلکه مبارزه وکړو څو د هېواد په هر ګوټ کې  پاکستان پيسې له چلشه ولوېږي، پاکستان زموږ دښمن دی باید چې پيسه یې هم په خپل هېواد کې ورکه کړو

نهمه_د قوم او خپلوي پر ځای وطن ته کار وکړو دا به د ولسونو یووالی هم حفظ کړي او مسوولیتونه به مو هم په سمه توګه ترسره شوي وي

لسم _د افغانستان ټول قومونه د ، دولت، امنیتي ځواکونو، ملي سرود، ملي بیرغ‌، دولتي م‌‌‌‌‌‌ډالونه، سرحدي سیمې، په افغانستان کې مېشت قومونه ، ژبې ، او کلتور، ته باید مشترکه درناوی او مشترک کار وکړو ، په دې سره موږ کولی شو چې هېوادنۍ مینه ثابته کړو

دا کومه ستونزمنه خبره نده صرف قوي ارادې ، او عزم ته اړتیا ده

موږ زیات مسوولیتونه لرو خو لومړی باید هغه مسوولیتونه ترسره کړو کوم چې مو په وس کې دي ، همدې سره موږ د یوه ښه راتلونکي په لورې حرکت کولی شو

د تل پاتې افغانستان په هیله

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • pattang (Sonntag, 27. Mai 2018 20:55)

    خورې افغانی مارکسیسانو به داسې فکر او مفکورې ته چې تا دلته لیکلې ایډیلیزم ويلې !
    ایا یو ملک چې اشغال وي او له پارلمانه نیولې تر پولیس او چپړاسي پورې پیسې اشغالګر ور کوي نو انتخابات څه مامن لري ؟؟؟
    پارلمان به داشغال دوام غوښتونکی او چوپړ وهونکی ارګان وي !
    داوړۍ خو مو ولا که شېړۍ شي

  • اقبال (Montag, 28. Mai 2018 01:19)

    مینه منګل نوم چه می ولید نغمه منګل را په یاده شوه ، ما ویل خیر کله کله ځینی د نورو نومو سره یوه شان یا ورته وی خدای دی نه کړی چه مینه منګل لیدلوری به هم ګوندی د نغمی منګل د لیدلوری سره یو شان وی .
    خو لیکنه کی یی لید لوری هم ډیر ورته والی لری نغمی به هم د روسی غلام سربازانو په اړه په الوتکو کی سندری ویلی چه ( سربازه یاره ...) او مینی منګل هم د امریکایی غلامانو یادونه او ستاینه کړی او خلکو ته یی بلنه ورکړی چه د کابل د غلامی اداری د کړنو سره هم غږی او هم سنګره شی .

    د پتنګ صاحب تبصره تاییدوم او ستایم هغه همدغه د نغمی منګل ( افغانی مارکسستانو ) خبره لیکلی چه اسلام ته به یی ایدیالیزم ویلو .

    پټنګ صاحب مینی منګل په شان خلکو ګټی خو په اشغال کی دی که اشغاله ختم شو د دآلرو بهیر هم ختمیږی مننه

  • افغان (Montag, 28. Mai 2018 01:29)

    حب الوطن من الایمان
    نه کوم ایت او نه کوم حدیث او نه د مجتهدینو فتوی ده بلکه یو عربی متل دی . معقولیت لری په دی شرط چه د الهی لارښودونو له عینکو یی تعبیر او تفسیر وشی هغه تفسیر وشی
    اسلامی ارزونه یی :
    قرانی لارښودونو کی هر څوک د خپلو حقه حقوقو ( لکه ځانونه، مالونه ، کوچنی یا لوی ټاټوبی او داسی نور )څخه د دفاع حق لری نو هیواد زمونږ د ټولو لوی ټاټوبی دی دفاع یی په مونږ فرض شوی ده.
    یعنی که زمونږ هیواد اشغال شوی مونږ یی باید دفاع وکړو اشغالګرو او غلامانو سره یی وجنګیږو چه هغه کرزی او غنی او د هغوی غلامی اداری او اجیره اردو او داسی نور دی .

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind