22.03.2019 (02.01.1398)
نړۍ، مونږ او پاکستاني ریاست!
دوکتور صلاح الدین سعیدی

د امريكې جمهور رئيس  دونالد ترامپ څو میاشتې وړاندې رسماً اقرار وکړ او  وویلې چې پاکستاني ریاست امریکاسره   په تېرو څو لسیزو کې دوکه کړې او دوی یې احمق کړي.

زه وراضافه کوم چې ټول مستندات او شواهد  ثابتوي چې دا د پاکستاني دوکې او احمقولو پروسه په بریاادامه لري! 

ضروري بولم چې د پاکستان په هکله یو ‌‌‌‌‌‌ډېر اړین وضاحت ورکړم. زما ددې بحث او دې وضاحت ورکولو تر ټولو د مخه مخاطب پاکستانی اجنت، جاسوس او دهغو ذلیل نوکران چې شمېر کې حتی سیاسیونو کې لږ  نه دی. زما مخاطب ساده، صادق او با همته ریښتینپاله افغان دی.  او هغه دا او داسې چې  زمونږ یوشمېر وطنوال، له هغې جملې څخه ګلخانان،  او حتی مطرح سیاسیون هم د پاکستاني سیاست دوکه کړي. دوی د پاکستان سره ځانګړې خواخوږۍ لري او پاکستان خپل دوهم کور او د جهاد او هجرت د سختو ورځو پناه ګاه او د اسلام په نامه هېواد بولي او پاکستاني ریاست  باندې لګیدل  ورته بې انصافي او حتی ناځواني هم ښکاري. د پاکستان پر ضد اظهاراتو نه دسلیم عقل او انصاف هدف او موخه د پاکستان ریاست او پنجاب حاکمیت او ریاستي ادارې دي. خو یو شمېر دا تفکیک نه کوي او د پاکستان پر ضد اظهاراتو او دریځونو ته کله سخت دریځ او بیا په ښه حالت کې  یو شمېر  داسې نیوکو او اظهاراتو ته کله ظاهراً چُپ شي خو ددې اعتراضاتو مطرح کوونکی  ته د ‌‌‌‌‌‌ډېرو سوالیو په ورکولو په شک او تردید په سترګه ګوري. 

دغه دوکه شوو او پاکستان خواخوږو کسانو ته ویل غواړم:

د حیواناتو او فلکوري قصې او روایتونو م‌ؤلف او لیکوال نه وي مالوم خو دا قصې او اشعار ‌‌‌‌‌‌که جوړ شوي هم وي، ډېر په عالي او ښه توګه حقایق  بیانوي چې نن دوه درې درته زه هم دا لیکنه کې راوړم. 

پښتنه مېرمن او مَېنه چې عاشق او خاوند ته د هغه د سفر، هجرت او فراق په غم خطاب کوي او وایي: 

ترمارګلې به در سره یم - په هندوستان دی خدای مل شه مسافره. 

او بیا بله لن‌‌‌‌‌‌ډۍ  کې د خپل پېزوان د ځوړندولو وعده د خاوند په استقبال د مارګلې په کن‌‌‌‌‌‌ډاو ورکوي. ( دا خپل پېزوان د مارګلې په کن‌‌‌‌‌‌ډ او ږدمه).  

ددې فلکلور، ددې لن‌‌‌‌‌‌ډۍ، تاریخي نقشو، مستنداتو، ګ‌‌‌‌‌‌ډو کارنامو، ګ‌‌‌‌‌‌‌ډو جوماتواو ګ‌‌‌‌‌‌ډو هدیرو او همدا چې د وقت استعمار د افغان شاهانو سره تر مارګلې، اټک او آباسین پورې د سرنوشت خبرې  د افغان شاهانو سره مطرح کړي او کله نا کله یې تحمیل کړي او د افغان شاهانو سره تر بحث لاندې نیولي دا خپله په کلکه او جوته توګه  ثابتوي چې له آمو تر اباسینه، اټکه، مارګلې د وقت استعمار د افغان خاوره پېژني او یو افغان ملت، یو عزت او یو تاریخ او شریک عزتو، شریکې خوښۍ او شریک غمونه دي.

په دې توګه خپل وطن ته دوهم وطن ویل خطاء دی او خپل وطن کې څوک مهاجر نه دي. د ورو او خور کور کې اوسیدل د هجرت او دوهم کور خبرهء غلطه پنجانبي دوکه ده او رور چې را سره د جهاد او سختې  ورځې کې ولاړ، ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ او انګړ یې را سره تقسیم او شریک کړای دده عزت به او دده عزت راباندې هسې هم فرض دی. دا مو د رور نه توقع وه او ده چې راسره مرسته وکړي!

د پاکستان پنجابي ریاست، روا انوري رياست  او ظالمې ادارې پر ضد، پښتون دشمنه،  افغان دشمنه، انسان دشمنه، سوله دشمنه او ترور او دهشت پرور پنجابی _ پاکستاني ریاست باندې لګېدل او د هغه ماهیت افشاء کول وجیبه ده او دا د خپل رور او نمک حرامي نه ده  او دا غلط پنجابي تفکر او خطاء فکر او دوکه باید له سره وباسو. 

نو 

اول خو اوسنی پاکستان  ددوی دوم کور نه بلکې اول او واحد کور دی. افغان اولس د جهاد په موخې  هلته مهاجر نه دی او هجرت نه دی کړای. د خپل وطن له یوې برخې بلې برخې ته تللای. 

اوس نو راشو بېرته خپل بحث ته. 

د افغانستان په تاریخ کې د افغانستان جمهور رئيس اکادمیک شخص شو چې د هغه د حاکمیت په مشروعیت کې ستونځې ولاړې شوې او بیادده د اوبو، برق، بندو، تیږو، معادنو اونورو مواصلاتي لارو پروژې او د مستقیم چینلو او اړیکو  ایجا دا نتیجه او پایلې ته پاکستاني استابلشمنت ، ایران او داخلي خود خواه او یو شمېر موجهو دلایلو لاس په لاس ورکړ چې هرڅه کیږي و دې شي خو داکتر اشرف غني دې نور د افغانستان جمهور رئپس نه وي! 

د سیاسي مصالحې سیاست پېل او پټه دې نه وي چې د غلطې ادارې او کړکېچو له کبله حد اقل ۱۷ کاله وخت ضایع کړل شول. ته قانون اساسي منې، ته امارت منې، ته به د ښځو حقوق منې، ته جامعهء معدني ( مدني)  منې او ته به دا منې او ته به هغه منې. 

هغه مطالب او صلاحیتونه  چې سیاسي مذاکراتو  کې پرې بحث وشي د هغو مباحثو چې د ملت حق دی خلط او مزج شول او دا دوکې او عدم کفایت بحث او غیر منطقي افکار لا ‌‌‌‌‌‌ډېر اورو او لا روانې دي. 

هغه څوک چې بحث او مذاکره کوي د سیاسي مصالحې په ‌‌‌‌‌‌ډېرو مفاهیمو د هغوی د رسمي مصاحبړ پر بنیاد له سره ناخبر ښکاري  او د سیاسي مذاکراتو ابعادو له سره بې خبر ښکاري او اکثر نه پوهیږي څه وایي او څه کوي؟ 

 له پاکستانه او د پاکستان تر اشراف او تأثیر لاندې د طالب او یا دطالب په نامه، د اسیر طالب په نامه د امریکې مذاکرات پېل شول. او د تړلو  دروازو او پټ مذاکرات پېل او دا مونږ ته مهمه وه چې امریکا او طالب د پاکستان سره سره خپل حد وپېژني.

اما د پاکستان د ملکي حاکمیت عمران خان د دننني اظهاراتو او د نورو شواهدو پر بنیاد  نتایج بل ‌‌‌‌‌‌ډول ښکاري دي پاکستاني دوکې او پاکستاني جهاد!؟ د ثمر ورکولو حالت کې دی. 

د عمران خان  د جي اچ کیو  ګو‌‌‌‌‌‌ډاګی پاکستاني حکومت  مطبوعاتي اعلان چې افغانستان به نوی حکومت لري، نړۍ ته د افغان اولس ښکاره توهین دی. پر افغانستان د داسې حکومت جوړېدل چې د پاکستان دوست وي په ښکاره د تشویش خبر ده. 

امریکایي  پوځيان لا تر اوسه دوکه او د قضې غلط فهم کې دي چې ګواکې طالب د امریکې د سختو او کلکو حملاتو په نتیجه او پایله کې قطر کې امریکایی لورې سره مذاکراتو ته کېناستل او مذاکره کوي. 

اول طالب عمودي او افقي رهبري لري، طالب یو موټی نه دی او د طالب په نامه ‌‌‌‌‌‌د افغانستان داخل کې ډېر خرابکاره عملیات مختلفې ‌‌‌‌‌‌ډلې، داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې، مستقیم پاکستاني ملیشې او د کابل د حاکمیت شریکان او مافیایی کړۍ کوي او د طالب نطاقان د وضعې او محاسباتو په ارزونې د هغو اجراء مني او ځان ته منسوبوي. د طالب صفوف د الله (ج) په لار د اسلام او د آزادۍ په لار او اعتقاد جنګیږي اود هغه هدف او موخه شهادت دی او د کوم امریکایی فشار او ناتو فشار، مرګ او ژوبلې لاندې د سولې خبرو ته کېناستل له سره نه مني.  د فشار لاندې او د سولې په نامه مذاکرات د پاکستاني ریاست پر خلاف دا یونیم کلن تهدیدات او د پاکستاني جنرالانو د امریکایی دالرو د بندیدو تر فشار لاندې شوي او خبر ده. 

 امریکایی جانب د افغان د کابل حاکمیت سره ګ‌‌‌‌‌‌ډ دریځ چې خبرې باید د کابل او طالب تر مېنځ د افغانانو پر مالکیت وشي، توافق وه.. خو د پاکستاني ریاست په تأکید او د بن بست نه د وتو په غرض امریکا خبرې پېل کړې چې دا کار امریکې ته د زهرو جام څښل وه. 

افغانان با عزته سوله غواړي.

امریکا تر اقتصادي، نظامي او سیاسي فشار لاندې او وخت نه لري. 

طالب وخت او حوصله لري. 

پاکستان خپلې ګټې غواړي. 

خود پرسته، جاه پرسته، زر پرسته، د اقتدار په نشه غرق خپل اهداف او موخې لري او په هر قیمت هغو ته رسېدل غواړي. د وینو او باروتو تجارت ورته عادي دی. 

بلک واټر د جنګ، جګړې او د افغان اولس د وینو په توئيدو کې خپل تجارت ویني!

د افغان اولس تراژيدي روان ده. 

افغان حاکمیت، امریکا دا پتیلې وه چې امریکا به د طالب په نامه د پاکستاني اسیر او پاکستاني ګروګانانو او مجبورو سره ( طالب) خبرې پېل کړي. پاکستان خپل کریدت او د خپل جهاد ثمره او شاباسي له امریکې   تر لاسه کړه او مذاکرات پېل شول. 

امریکایی د پاکستان اسیر او مجبور جانب ( طالب) ته  وعده او اعلامیه ورکړه چې توافق د توافق په هکله به په کل کې وي، یا ټول، یا هیڅ.  

طالب او پاکستان د بهرنیو د عساکرو وتل اول او مقدم کېښودل. د اوربند، افغاني لور مذاکره، د القاعده او نورې اساسي خبرې پاتې شوې. او دادی هغه اوله خبر د پاکستان په زور له یاده وویستل شوه چې یا ټول توافق او یا هیڅ. 

د امریکې او د پاکستان د اسیرانو ( طالب) د ۱۵ ورځني بحث او مذاکرې پایله داشوه چې امریکایان او بهرني ځواکونه به له افغانستانه وځي او افغاني نظام به بدلیږي اوطالب لکه چې اوس حاکمیت ته یې راتلل او واګې اخیستل تثبیت و توافق شوای وي، تعهد ورکوي چې افغانستان به د همسایګانو پر ضد نه استعمالیږي. 

نورې اساسي خبرې څه شوې او څنګه شوې؟ پته نه لګي. 

د طالبانو ویاند مجاهد د شمشاد تلویزیون سره په ‌‌‌‌‌‌ډاګه د افغان حکومت ګو‌‌‌‌‌‌ډاګی او ورسره د کیناستلو انکار،  عباس ستانکزی د افغان امنیتی ځواکونو ړنګول او واقعیت کې په افغانستان کې د شته ځواکونو پوره منتفی کول او د افغانستان د نوي حاکمیت د پروسیجر او د اساسی قانون منتفي کېدل او .... کاملاً هغه ښکاري چې پاکستان غوښتل او غواړي! منې که نه منې خو همدا دي 

فرصت طلبه سیاسیون او د محب  خبرې د خلیلزاد  د توافقات په هکله په ۱۵ ورځنیو مذاکراتو کې د پاکستان له استازو سرع د طالب په نامه: 

داچې  جناب محب دافغانستان د جمهور رئيس امنیتی  سلاکار ( V ویرسوس) د جناب خلیل زاد توافقات ردوی،  دا دده حق دی. اما دا چې جناب خلیلزاد ددې تحرکاتو لامل شخصي او د هغوی د افغان د وایسرا کېدو هڅې په ښکاره بولي یو ‌‌‌‌‌‌ډول خطاء او د ديپلوماتیک اصولو مخالف اظهارات دي. او منطقاً هم راته دا اتهام چې جناب خلیل زاد دې وایسرا کېدل غوړي هم راته جوته خبر نه ښکاري. جناب محب او جناب محمد اشرف غني اداره حق لري چې د یوطرحې د غلطوالي او یا درست والي په هکله خپله موضع او نظر، منطق او استدلال وړاندې کړي اما جناب خلیلزاد د امریکې استازی په شخصي اهدافو متهمول را ته خطاء او غیر دیپلوماتیک اظهارات ښکاري. 

د جناب محب اظهاراتو په تړاو  راته یوه له پنده ‌‌‌‌‌‌ډکه قصه په یاده شوه:

یو غریب او بې کسه کس په کومې انجلۍ مېن او عاشق شو. دکلي ملک ته یې وویلې چې ورته خواستګاري ته ورشي. ملک چې ددې ځوان  خواستګاري ته ولاړ نو انجلۍ یې چې ولیده خپله یې خوښه شوه. دا انجلۍ یې د هغه کس پر ځای ځانته وغوښته او خواستګاري کړه. ملک چې د انجلۍ له کوره ووت نو خوار او غریب مېن پوښتنه وکړه چې څنکه شو؟ ملک جواب ورنکړ. بیا بیا پوښتنو روسته ملک راغبرګ کړل چې: خوار شې!  هغه ماته نه راکوله نو تا ته خوله سره نه درکوله. هغه ماته نکاح کیږي، ستا كار و نه شو خو زما كار وشو! 

اوس نو كه پاکستاني دوکه داسې ښکاري چې افغاني لورۍ د امریکې غاړه کې واچوي او دا پاکستانیان وي چې کېدای شي چې د جناب خلیل زاد لوري ته دا وړاندیز ورکړای وي چې آینده اداره د ستا جناب خلیلزاد تر ادارې لاندې  منو. داچې جناب خلیلزاد به ورسره منلي وي که نه  نو دا هغه سوال دی چې دوی پرې خبر دي او زمان به دهغه جواب ورکړي. خو ماته نه منطقي او نه موجه ښکاري.  زما تحلیل وايي چې جناب خلیل زاد که داسې طرحه دوکه باز پنجابي د طالب له خوا وړاندې کړې هم وي نو د خلیل زاد لخوا به یا له سره رد شوې وي او یا به ویل شوې وي هغه به روسته ګورو. خو دا طرحه د افغانستان په ګټه نه ده او جناب خلیل زاد په لوړه کچه ددې چوکاټ بهر افغانستان ته م‌ؤثر دی او م‌ؤثر واقع کېدای شي. 

راشو اوس دحل لارو ته:

سوله او استقرار نه شي راتللای ترهغه چې ټولې خواوې د راتلونکي  افغاني حاکمیت مشروعیت د ملت په رایو توافق ونکړي. 

دا توافق چې وشو نو بیا پر میکانیزم داسې بحث روانول په کار دي چې د افغانستان انکشاف او عزت د پاکستان ، ایران او نورو دښمنانو او د نورو د ګټو قرباني نه شي او ټولو افغاني لورو او سلیم منطق ته د قبول وړ وي او دا ممکنه ده! 

چُپ مه پاتې کیږئ! داسې ښکاري چې پاکستاني برنامې د افغانستان او زمونږ په سرنوشت د تسلط په حال کې دي. هغه برنامې چې د زر او زور او ب۵۲ ټول د کابل د اوسني حاکمیت کې حاکم مخالفین به هم په اوبو لاهو کړي!

 ‌اقدام وکړئ چې ناوخته نه شي!

جناب خلیلزاد او افغان کابل حاکمیت د جناب محب په شمول   سره کښېني او د متقابلو  وضاحتو او سوء تفاهماتو په لېرې کولو اوحتی  معذرت غوښتو د سترو مصالحو او ستر وطني ګټو د خرابېدو او ضایع کولو مخه ژر تر ژره ونیسي! 

دلته شخصي سلیقې ګنجایش او ځای نه لري! 

حتی په تأخیر اقدام به ‌‌‌‌‌‌د ‌‌‌‌‌‌ډېرو لویو اضرارو موجب وګرځي!

انتخاب ستاسو دی! 

و ما علینا الا البلاغ المبین

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • مجاهد (Samstag, 23. März 2019 04:28)

    فکر کوم المبین ورسره تاسی اضافی لیکلی .
    کشکی له لیکلو وروسته دی یو ځل بیا لوستلی وی به املا او انشا سربیره موضعات یی یو له بله سره اړیکی نه لری مطلب نه افاده کیږی
    we lost ourselves

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind