20.01.2017 (01.11.1395)

 نړۍ دنوو سیاسي بدلونونو پرلور 

انجنیر سید عبددالقادر

دامریکا نوی منتخب ولس مشر چه نن یی دلوړي مراسم پرځای کیږي، په کانګریس کي ددموکرات ګوند یوشمیر سناتورانو اویو شمیر مشهورو هنرمندانو هم په دې مراسمو کی دګډون څخه ډډه کړیده۰دامریکا په نیژدې تاریخ کی ،دسیاسیونو ترمنځ داسی د سیاسي هم ږغي لیري والی نه دي لیدل سوي،ځکه ددې دریځونو عواقب نه یوازی امریکاته بلکه داروپا اتحادیی ته هم دګواښونو ډک بلل کیدایسي ۰ ترامپ به په دې تحلیف کي ونه کړایسی چه دخپل سیاست دیر څه بیان کړی،دابه دعمل په میدان کي په ګوته سي۰ 

دترامپ دلاندي کتاب نوم هم دامریکا دوران اقتصاد یعنی نیژدې تر شلو تریلونو پور ،دیوې لسیزي راهیسي دبودجي کسر اوداسي نور څه منعکس کولایسي۰ 

د نړۍ ډیر سیاسي کارپوهان په دې اند دي ،چه نړۍ دنوو سیاسي بدلونو نو پرلور باندي درومي ۰ د نړۍ دسیاسي تاریخ دبدلون په هر پړاوکی اقتصادي ستونځو اوپرمخ تګونو عمده رول بازي کړي دي ،ځکه نو وایی چه سیاست داقتصاد زیږنده ده ۰چه هم دااقتصادي کش ماکشونه دي چه نړۍ پریوه اوبل لوري باندي کشوي۰

داروپا داتحادیی څخه دبریتانیا وتل دبورژوازی دواکمنو ډیري هیلی ناهیلی کړي، دبریتانیا واکمنو غوښتل چه بیا ولس دشمالی ایرلند داستقلال په اړوند دټول پوښتونو د کمپاین په څیر دغولولو په جال کی ونیسی ،مګر داځل دبریتانیا ولس اوپه ځانګړي توګه دکارګر او محافظه کارګوندونو لوی شمیر غړو دخپلو رهبرانو غولونکی څرګندونی ونه منلی او دخپل ژوند دسمون په اړوند یی رایه داروپا داتحادیی نه دوتلو په اړوند وکارول،چه دانو په واقعیت کي داروپا داتحادیی دپاشل کیدو لومړی قدم بللایسو ۰

اقتصادی کش ماکشونه چه اصلی منبع یی دکار اوسرمایی ترمنځ نه پخلاکیدونکی تضاد جوړوي،داضافی ارزش بار نورهم پر کارګرانو باندی دظلم اووحشت سایه لویه اوپراخه کړل ۰بورژوازی واکمنو دکارګرانو درول دمنځه وړلو دپاره لاسونه راونغښتل ، په اتیایمه لسیزه کي په بریتانی اوامریکا کي پرکارګری اتحادیو او دکارګری اتحادیو ترمنځ واړیکو ته سخت ګزارونه ورکړل ، تاچری په بریتانیا او ریګن په امریکا کی په یوه وخت کی دکارګرانو داتحادیو په هکله سخت قوانین رامنځته کړل«چه بریتانیا اوامریکا دهغو قوانینو پایلي اوس لمسوي » ددواړو هیوادونو رهبرانو کوښښ کاوه چه دکارګرانو د ډیر کمیت څخه ځانونه وژغوری،نویی خپل صنعت د دریمی نړۍ وهیوادونو ته انتقال کړی،چه دنیژدې وخت لپاره یی دوې ګټی تر لاسه کولی،یو ه یی دلږ ی اجوری په ورکولو سره د ډیر تولید په لاس راوړل وه چه دوهم یی په هیواد کی دکارګرانو شمیر هم لږکړ، چه داهم و کارګری اتحادیو ته یو بل ګزار بلل کیدایسي ۰د دې سیاست پولي کونوکو په هیوادونوکی دژر اوډیری ګټی لپاره د صنعتی سرمایه لویه برخه په مالی سرمایه باندي هم واړول چه داکار هم ودوی ته دډیری ګټي ترڅنګ یی په هیواد کي دبیکاري کچه هم په بې ساري توګه لوړه کړل۰ 

دبوژوازی د واکمنود وروستیو څلورو لسیزودا کړونو او داستعماری مخو لپاره پر نورو هیوادونو باندی په ځانګړی توګه دشوروی اتحاد ترپاشل کیدو وروسته یرغلونو اودوام داره جګړو ددوی دټولونو کښته طبقه اومتوسط قشر دسختو اقتصادی ستونځو ترڅنګ ،جګړو هم سخت وځپي۰ددې ولس ددوهمی نړیوالی جګړې ترخی تجربی چه د«۵۰» ملیونوبشري تلفاتو ترڅنګ یی اقتصادی ویرانی هم دیاده نه وه وتلي، نو دمحافظه کارو تندروو په وړاندی یی خپل پخوانی دتیر وتونو ډک دریځ ترشاکړ ،او خپل دقاطعیت ږغ یعني د خپلو ګټو ددفاع ږغ یی دامریکا ،بریتانیا په تولټاکونو اوټولپوښتونوکي منعکس کړ،داسي معلومیږي چه په نیژدي راتلونکی کی به دالړۍ داروپا نورهیوادونه هم تر خپل پوښښ لاندی راولي ۰

دپورتنیو څوکرښو په نظر کي نیولو سره په ټولټاکونو دامریکا ولس په داسی یوه بیره کي وو، که دموکراته« هیلري کلینتن» چه د تند روو جمهوری غوښونکو پلویان هم ورسره دی ،کامیابه سي شاید نړۍ دیوه اټومي ژمی سره مخامخ اودریمه نړیواله جګړه شروع کړي ،چه دابیري هم دترامپ پلویان ډیرکړل۰ 

دامریکا په ټولټاکونو کي ترامپ دکمپاین په شروع ا وتر کامیابی وروسته د دموکرات اوجمهوری غوښتونکو ګوندونو دتندرو محافظه کارو دسخت مقاومت سره مخامخ سوی دی۰د ده دکامیابۍ اصلي لامل دنورو فرعي لاملونو ترڅنګ لکه چه دترامپ ترکامیابۍ وروسته مو ویلی وه هم هغه دکښتي طبقې اومتوسط قشر داقتصادی ستونځو انعکاس دي۰ چه کارګرانو دژوند دسمون په اړوند بل وریانت نه درلودلي اوترامپ ته یی ځانونه نیژدې کړل۰داچه څونه به ددوی دا پا ک نیت اوهیلی دده په وجود کی انعکاس ومومي ،راتلونکی به جواب ورکړي۰ 

دترامپ کامیابۍ او دامریکا داقتصادی سمون په اړوند دده لید لوری،چه دنړۍ د اقتصادی اوپوځي ابرقدرتونو «چین اوروسیی» سره یی دکمپاین پروخت څرګند کړي دي ،چه داقتصادی اوسیاسی ملګرتیا ترڅنګ یی دتروریزم په وړاندی ګډه مبارزه هم شامله ده ، په وړاندی یی دامریکا اواروپادتندروهلي ځلی داپه ګوته کوي،چه غواړی په ولس کي دده دحاکمیت مشروعیت په مصنوعي توګه ترپوښتني لاندي راولي،او پایله کي ترامپ ودې ته مجبوره کړي چه دخپل هغه دریځ څخه تیر سي کوم چه دکمپاین پروخت ویلي وو، په ځانګړي توګه« دناټو راتلونکی برخه لیک، داروپا داتحادیی سره داړیکو سوستوالي ، دبرتانیا دوتلو هرکلی اوداسي نور» دده شاته تګ شاید وامریکا ته نوری داسی ستونځي هم راپیداکړی چه وړاند وینه اوس څوک نسي کولاي ۰دترامپ په داخلی سیاست کي دنورو هیوادونو څخه دامریکاد صنعتی فابریکو بیرته راوړل اوپرځینو وارداتو باندی چه دده دسیاست سره هم ږغی نه لري دمالې ډیروالي هم شامل دي۰

دنړۍ په ډیرو ولسونوکی دترامپ دنوی سیاست ددریځ پلوي کیږي، دبېلګې په توګه،دالمان دچپ ګوند مشری «میرمن سارا وا ګنکنخت »چه په پارلمان کي ۶۴ چوکۍ لری دالمان فونک دروزنامې سره په مصاحبه کي ویلی دی ،چه ناټو باید منحله اوځای یی یو ګډ امنیتی سیستم ونیسي چه روسیه هم پکښې شامله واوسي،اوزیاته کړیده چه دترامپ دڅرګندونو سره هم ږغه ده چه ویلی دی ناټو نوریو زوړ سازمان دي۰ 

په وروستیو کی دروسیی ولس مشر په یوه لویه دولتي غونډه کی دنوروڅرګندونو ترڅنګ داسي وویل،که داروپا یوشمیر هیوادونوته ملي غرور یو هیر سوی مفهوم اوملی غرور دوی ته یونوی لوکس پدیده ښکاري،ولی روسیه بیا په دې عقیده نه ده ،او دولس دنجات دپاره یوواقعي کامل حاکمیت لازم بولي ۰ مخ ته ځی اووایی ، موږ باید هر ه لحظه داپیاد ولرو ،اونور هیوادونه هم باید دادرک کړي او دمدني تولونو فعاله غړي هم باید پردې باور ولری ، که څه هم په نړیوالو حقوقو کي دیوشمیر هیوادونو ستراتیژیکی غوښتني په نظرکي نیول سوي دی ،ترڅنګ یی دا نړیوال حقوق دهیوادونو دحاکمیتونود ساتني دپاره هم منځ ته راغلي دی۰

دلیکني په وروستي برخه کي باید ووایو چه دترامپ او دروسیی دولس مشر ملاقات،چه د دوالستریت ژورنال په حواله چه لیکی داملاقات به دلوړي تر مراسیمو څوهفتې وروسته دایسلند دریکیاویک په ښارکي تر سره سي ۰ داهغه ښار دي کوم چه ګورباچف اوریګن لومړی ملاقات ترسره او پرتوکول یی هم امظا کړ،ترامظا وروسته یی خپل قلمونه هم یوتربله تبادله کړل۰داداسی ملاقات ووچه پایله یی دشوروی اتحاد په پاشل کیدو باندي داسي تمامه سول چه دنړي صلح یی هم دکندی پرلور ټیله کړل ۰ دالمان دپخوانی صدراعظم هلموت شمیت چه ددموکرات کوند مشری هم کوله ،په ۹۰،، یمه لسیزه کی یی په یوه مصاحبه کي ویلی وه ، دشوروی ولس مشر ګورباچف ددې پرځای چه سوسیالیزم یی اصلاح کړی واي ،ده سوسیالیزم دامپریالیزم ولمنی ته واچاوه چه په پایله کي توله نړي اور په واخیست۰

سوال دادي چه اوس مهال کی به داملاقات دنړي دصلح په اړوند کوم رول بازي کړي؟ 

په داسي حال کی چه ددې تاریخي ملاقات ځای بیاهم هغه دریګن او ګورباچف د لومړي ملاقات هیواد او ښار په نظرکی نیول سوی دی۰تمت بالخیر

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder