19.08.2018 (28.05.1397)

نړۍ ته د افغانستان د خپلواکۍ په پيژندنه کې دمحمد ولی خان دروازی مهمه ونډه

ډاکټر عبدالرحمن زماني

(دوهمه برخه)

د محمد ولي خان د فعاليتونو د شنډولو او په انزوا کې د افغانستان د ساتلو دپاره د انگريزانو دسيسې

د خپلواکۍ د اعلان نه وروسته د اماني دولت ديپلوماتيک اقدام ، د انگريزانو د هغې امپراتورۍ پر وقار او حيثيت ، چې په سيمه کې به يې لمر نه پريوت ، دوهمه ستره ضربه وه. له همدې امله انگريزي استعمار د افغاني هيئت ناکامۍ ته ملا وتړله، او ډير کوښښ يې وکړ چې د نورو هيوادونو د مشرانو لخوا د دغه هيئت د هرکلي مخنيوې وکړي .

د افغانستان او روسيې تر منځ د مناسباتو د ښه کيدو په مخنيوي کې د انگريزانو هلې ځلې او دسيسې

انگريزانو دوه ځل داسې دسيسې او توطئې جوړې کړې چې   افغانستان ته د تگ په وخت د روسيې سفيران په نښه او ووژني:

 لومړې وار  يې پر «براوين» د روسيې لومړنې ټاکل شوې سفير، هغه وخت حمله وکړه چې په تاشکند کې د افغان قونسلگرۍ د تاسيس په وخت کې د محمد ولی خان سره د خدای پامانی نه وروسته د آمو د سيند نه تيريدو، او بيرته تاشکند ته په ستنيدو مجبوره شو. 

دوهم وار پر «سوريتس» د براوين پر ځاې ناستې او د مرکزي ايشيا، کابل او سيمې د پاره  تام الاختياره استاځی  حمله او د هغې د تښتولو کوښښ وو. افغانستان ته د رسيدو په لاره د روس د دغه دوهم استازي د تښتولو ذکر د انگريزي استخباراتو په هغو پټو اسنادو کې شوې چې اوس د محرميت څخه وتلي دي .  جنرال ماليسن  د ۱۹۱۹ کال د اکتوبر د ۳۱ مې نيټې په خپل رپوټ کې د مشهد وليکل چې يو مخه ور ترکمن چې زما لخوا د سوريتس د ډلې د تښتولو دپاره د «پولاتان» په جنوب کې يوه ځاې ته استول شوې ؤ، پرته لدې چې کومې نتيجې ته ورسيږي، بيرته راستون شوې دئ . [1]

په مشهد کې د انگريزانو د استخباراتي مرکز د فعاليتونو د وسعت، او د سوريتس په حرکاتو د پوهيدو د هڅو يوه نمونه د جنرال ماليسن يو بل محرمانه رپوټ دئ . پدې رپوټ کې راغلي چې «په هرات کې مې د سوريتس د کاغذونو د باطله دانۍ محټوی تر لاسه کړه .  که څه هم د هغې گڼ شمير توکړې نشته، خو پاتې برخې يې د افغانانو سره د په زړه پورو خبرو د څرنگوالي پوهيدو ته کفايت کوي . ځينې چټل نويس رپوټونه  د سوريتس لخوا اصلاح شوي دي . ځينې ټکي يې په لاندې ډول دي : «انگريزان په مشهد کې د افغانستان او بلشويکانو د مناسباتو د خرابولو په مقصد د درواغو خبرونه خپروي .»[2]    

افغانستان ته د رسيدو په لاره د روسيې د ټولواکه استازي ، سوريتس، د تښتولو د دسيسې شنډيدل، چې پاس ورته اشاره وشوه، انگريزان دومره  غوسه کړل چې  د بريتانوي هند په چارو کې وزير،  هنرى ډابس (Henry Dobbs)  ، دافغانستان استازې  گل محمد خان خپل دفتر ته وغوښت او افغانستان ته د سوريتس په راتگ يې احتجاج وکړ.  ډابس ته د افغانستان د استازي ځواب دا وو چې  «  امير اوس آزاده او خپلواکه دئ، او د خپلواکۍ په درلودو سره د هر باندني هيواد استازي ته اجازه ورکولاې شي»[3]

د انگريزي استعمار استازي فکر نه کاوه چې د نړۍ هيوادونه به يوه کوچني هيواد ته د ارزښت په ورکولو او افغانستان سره د ديپلوماتيکو اړيکو په جوړولو، د هغه د  ځواکمن هيواد د امپراتورۍ سپکاوې او توهين وکړای شي . 

پر ايټاليا د انگريزانو فشار

ايټاليا د هغو لومړنيو هيوادونو په ډله کې وه چې د افغانستان سره يې تجارتي تړون (قرارداد)  لاسليک کړ،  او بايد يو ايټالوي هيئت د ۱۹۱۹ کال د جولای په مياشت کې د کابل په لورې حرکت کړې وای . انگريزانو د ايټاليا پر دولت فشار راوړ ، خو پر دوې دغه فشار پرته لدې چې سفر وځنډوي، کومه زياته نتيجه ورنکړه .  محمد ولی خان دروازی د ۱۹۲۱ کال په مې کې د ايټاليا پايتخت روم ته ورسيد او د دوهم ځل لپاره يې د ملگرتوب وعده او تړون لاسليک کړ . 

د فرانسې سره د مناسباتو د تأسيس د مخنيوي  هڅه

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير په پاريس کې د محمد ولی خان دروازی اوافغاني هيئت  هرکلې وکړ او د فرانسې جمهور رئيس ورسره وکتل .  خو په پاريس کې د انگريزانو سفير فرانسويانو ته وويل چې «که څه هم افغانستان په ظاهره خپله خپلواکي لاس ته راوړې ده، مونږ لا تر اوسه دا هيواد د خپل نفوذ سيمه گڼو  او هيله لرو چې ډير ژر ورسره نژدې مناسبات ولرو .  

د امريکې د متحده ايالاتو سره د دپلوماتيکو مناسباتو د ټينگولو کوښښ

د محمد ولى خان هيئت د ١٩٢١ کال د جولای په دوهمه نيټه د امريکې په لور حرکت او نيويارک ته و رسيد. هغه د جولای په ۱۱مه نيټه په نيويارک کې وويل چې د امريکې سره د دپلوماتيکو مناسباتو د ټينگولو په مقصد راغلې او زياته يې کړه چې پاچا امان الله خان په افغانستان کې د امريکې پانگه اچونې ته ليواله دئ .[4]

نيويارک تايمز د جولای په  ١٣ مه خبريالانو سره د محمد ولى خان د کتنې د خبر په ورکولو سره وليکل چې هغه چمتو دئ د افغانستان د شتمنو منابعو، په خاصه توگه قيمتي کاڼو په هکله سوداگرو ته معلومات ورکړي . محمد ولى خان وويل چې زه اروپايي هيوادونو او امريکې ته راغلې يم تر څو په رسمي ډول د افغانستان خپلواکي اعلان کړم، او دغو طاقتونو ته په تخت د نوي امير د کښيناستلو او نوو پاليسيو خبر ورکړم .زه د ديپلوماتيکو مناسباتو  د جوړولو دپاره واشنگټن ته ځم .

 محمد ولى خان مخکې لدې چې د ۱۹۲۱ کال دجولای په ۱۷مه نيټه د امريکې د بهرنيو چارو وزير سره وگوري ، مطبوعاتو ته وويل چې د کابل او واشنگټن تر منځ د مناسباتو جوړيدل به امريکايي سوداگرو ته په کابل کې د پانگې اچونې پراخه امکانات برابر کړي . هغه زياته کړه چې د افغانستان د غاليو (قالينو) صنعت به په متحده ايالاتو کې ښه بازار لاس ته راوړي .

دا چې ولې افغاني هيئت د امريکې په  متحده ايالاتوکې، سره لدې چې افغاني پلاوي د ۱۹۲۱م کال د جولای په ۲۶مه نيټه د جمهور رئيس  هاردينگ (Harding ) سره وکتل، او دغه کتل په خپل ذات کې د غازي امان الله خان د دولت او افغانستان د خپلواکۍ د رسميت پيژندلو حيثيت درلود، د ديپلوماتيکو اړيکو په جوړولو بريالې نه شو، علت يې يوه ژوره انگريزي دسيسه وه، چې ذکر به يې دلته بې گټې نه وي .

(نور بيا)

 

[1] .  د انگريزانو محرمانه استخباراتي اسناد،  سياسى  ټلگرام،  ايم. دى  ٢٤٥٨ گڼه

[2] د انگريزانو محرمانه استخباراتي اسناد،  سياسى  ټلگرام،   ايم. دى  ٢٢٦٢٦ گڼه

[3] . هماغه ځای  ١٠٩ مخ .

[4] . افغانستان په نړيوال سياست کې ­ تر دوهمې نړيوالې جگړې پورې د افغان ا و متحده ايالاتو اړيکي ٢٢ مخ  (په انگليسى ژبه)

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind