18.03.2018 (27.12.1396)
نوروز د تحجر تر ساطور لاندی
غلام حضرت

مخکی لدې چه په اصلی بحث پیل وکړم غواړم دوه درې( زما په نظر مهم) ټکی خپلو ګرانو وړونو ته وړاندی کړم.

زه خپله د نوروز موروز حقانیت ته کومه خاصه عقیده نلرم خو د انسانی او وطنی انګېزې له مخی هر هغه څه راته محترم دی کوم چه زما ګران هیواد وال او نور سالم بشربت ئې په ترسرکولو او لمانځلو د خوښی احساس کوی.

زما بحث د نوروز په هکله د سلفیانو او وهابیانو سره د جدال بڼه نلری بلکه یو عمومی - انسانی- ټولنیز بحث دی، سلفیان ځکه یادوم چه هغوی د نوروز د تحریم! په باب څه چه حتی د میلاد النبی( ص) د لمانځنی سره مخالفت لری چه پدې صورت کی د سلفی او وهابی سره بحث د وخت ضیاع ده.

زه خپله د روحانی قشر مجموعې ته خاص درناوئ لرم او یو روحانی د ټولنی د معنوی چارو د سمبالوونکی پتوګه ګڼم البته نه هر مُلا او نه هر روحانی بلکه هغه روحانی چه د خپلی ټولنی او خلګو د ژورو او پراخو دردونو د درک او احساس استعداد ولری، د ظلم او اجتماعی مفاسدو او تحجر په وړاندی د یوې زړوری مبارزې او مقابلې روحیات پکی ژوندی وی د ټولنی د سیاسی- اجتماعی- فرهنګی رهبرانو سره اوږه په اوږه د ټولنی او ؤلس د هراړخیزو دردونو د علاج په لټه کی وی د زمانی او مکانی شرائطو سره سم د قرآن او نبوی ارشاداتو د صحیح تأویل او تفسیر قدرت ولری.

هغه دینی عالم! چه پخپلو فتواوو یو  مسلمان یو غیر مسلمان ته د یوې هګۍ په ورکړه د اسلام له دائرې باسی هغه دینی عالم! د سبحانه تعالی د بې پایانه رحمانیت او رحیمیت او د پاک احمد د بې پایانه کریمیت څخه بې خبره یا احتمالاً منکر دی.

امام غزالی په احیای علوم الدین کی لیکی چه نَه نِوی کبیره ګناهونه د یوې مخلصانه کلمۀ طیّبه په ویلو زائل کېدای شی، نو څنګه ممکنه ده چه یو مسلمان د یوې کوچنۍ ګناه( د مُفتی صاحب په مُفته او له خېټی راوتلې په حُکم) د اسلام له چوکاټه ووځی.

امّا اصلی موضوع:

دا دنیا او دا عالمیان د " رب العلمین" خلقت دی، ټول مخلوقات د سبحانه تعالی په ید بلا کیف او اراده پیدا شویدی، ټول انسانان له فرهنګی او عقیدتی نظره پر یوه لیاره ندی روان، هره ټولنه څه د یو هیواد په سطحه او څه د یوې لوئي وچی په سطحه او څه د یوه نژاد او قوم او یا سیاسی- فرهنګی – عقیدتی - دینی- مذهبی جغرافیا له نظره ځانو ته مستقلی لیاری غوره کړیدی چه البته دلته زما د بحث مقصد د ډول ډول عقائدو د حقانیت ثبوت ندی بلکه فقط غواړم ووایم چه:

د نړۍ د مختلفو هیوادونو خلګ د ډول ډول جشنونو او اخترونو درلوونکی دی،

د بشری ټولنو ځینی جشننونه او اخترونه یا ملی وی یا فرهنګی وی یا مذهبی وی یا سیاسی او تاریخی وی یا نژادی او قومی وی یا مثلاً طبیعی وی یعنی د طبیعت او موسم او فصل سره مستقیمه رابطه لری.

بعضی مذهبی اخترونه او لمانځنه ئې د زمانې په تېرېدو اصلاً مذهبی شکل او محتوا له لاسه ورکړې او فقط یوه فرهنګی بڼه ئې ځانته غوره کړېده، مثلاً د اروپا اتیا فیصده وګړی ملحدین او هیڅ مذهب ته عقیده نلری خو د عیسوی کال جشن په ډېرو شاندارو مراسمو لمانځی حتی د کلیسا تر مُلا همدا ملحد د نوی کال په شپه پورته پورته غورځی.

یوازی غیر مسلمانه ټولنه لدې خصلت څخه نده برخمنه بلکه حتی اسلامی ټولنی هم غالباً  مذهبی مسائلو ته د فرهنګی چارو په سترګه کتلی دی او ګوری مثلاً:

د اخترونو په لمونځونو کی پاچا ا او وزیر او رئیس او امیر او مدیر او مامور په رسمی توګه ګډون کاوه او کوی ئې چه البته اکثرو رئیسانو او وزیرانو تر لمانځه وروسته( هغه هم شاید څو ورځی وروسته اودس تازه کړی وی) ،دې د اختر لمونځونو ته په صافه مذهبی سترګه ندی کتلی شوی بلکه د یو عمومی فرهنګ پتوګه ورته کتل شویدی.

څه کم پنځوس کاله مخکی کله چه به زه د پلار سره د عیدګاه پر لیاره د اختر د لمانځه پخاطر روان وم، د کور څخه تر عیدګاه پوری به څو ځایه تر سترګو شوه چه مثلاً یو چا به د قمار ټاټ غوړولی ؤ چه البته ځینی ځوانان به لګیا وه.

امّا نوروز:

د نوروز د تاریخ په هکله ډغرو ته اړتیا نشته، مهمه نده چه پوه شو چه نوروز په کومه ورځ او د چا له خوا پیل شو بلکه مهمه داده چه ومنو چه:

نوروز زموږ د هیواد او سیمی د اکثرو خلګو په فرهنګی رګونو کی خاص ځای لری چه د محبوبیت علت ئې شاید د طبیعت او فصل سره د نوروز مستقیمه اړیکه ده.

قرآن هم اشاره کړیده، کون او مکان او فلک او څرخ او د کال فصلونه ټول الهی آیات او نښی دی پدې مسائلو کی تفکر او تدبر او تعقل د ایمان د قوت سبب دی.

د نوروز لمانځنه د مجوس! او زردشت او کوم بل دووس د کړنو او افکارو او عقائدو سره هیڅ ارتباط نلری بلکه دا یو مستقل فرهنګی رواج دی چه له پېړیو پېړیو را پدیخوا زموږ خلګو ته په میراث رارسېدلی دی چه لمانځنه ئې هیڅ ډول دینی ممانعت نلری.

هغه څوک چه په مذهبی انګېزه د نوروز د لمانځنی دښمن او مخالف دی نو لطفاً دی زما حقیر دا لاندی پوښتنو ته منطقی ځواب ووائي:

زموږ د سیمی خلک پنځلس پېړۍ مخکی طوعاً یا کرهاً په اسلام مشرف شوه، که په زور مسلمان شوی وی ( چه احتمال ئې تقریباً صفر دی) نو ولی هغه وخت د اسلام د مبلغینو لخوا( چه حتماً د ډېر زور او قدرت څخه هم برخمن وه) د نوروز د لمانځنی څخه ندی منع کړه شوی او که پخپل رضائیت او خوښه په اسلام مشرف شوی وی نو د اسلامی ارزښتنو د تحفظ او تحکیم تر څنګ ئې د نوروز فرهنګی ارزښت هم ساتلی دی چه نتیجتاً په ګډه دا حقیقت منل شوی ؤ چه د نوروز لمانځنه د اسلام د نورو ارکانو د اجراء تر څنګ هیڅ ډول تناقض او ټکر ندی احساس شوی.

آیا د نوروز لمانځنه په مجوسی! انګېزه ترسره کېده او تر سره کیږی او که صرف په طبیعی انګېزه؟ ښکاره خبره ده چه نوروز په طبیعی او بهاری انګېزه تر سره کیږی، د یوې خوا د لمریز کال پیل دی او له بلی خوا زموږ په اقلیمی جغرافیا کی د پسرلی د ښکلی موسم پیل وی چه هر ژوندئ څیز د یو ډول نوی ژوند د پیل د خوښیو احساس کوی، مالداری او کرنه د ښکلی او حاصل ورکوونکی څپو زیری ورکوی او حد اقل اقتصادی ښې هیلی د نڅا په حال کی وی.

هغه څوک چه زموږ په هیواد کی نوروز لمانځی اکثریت وګړی ئې د اسلام مبین دین او ارکانو ته سخت متعهد دی، هم لمونځ کوی هم روژه نیسی او هم ذکات ورکوی او هم حج ته ځی او هم نور ښه کارونه کوی، دا به د سبحان و تعالی لاینتهائي کرم ته د شک او ریب په سترګه کتل او بې ادبی وی چه د یو چا ټول وجود یوه ټوټه ایمان او عمل وی خو فقط د یوه نوروز د لمانځنی پخاطر مشرک وګڼل شی.

اصلاً بله خبره:

د نبی علیه السلام د یوې لنډی فرمودې سنګینی تر ټولو موجوداتو ارزښتناکه ده هغه فرموده داده چه:

ټول اعمال په نیت پوری اړه لری.

پورته فرموده ظاهراً یوه ساده خبره ښکاری خو په حقیقت کی دا فرموده د جنت او جهنم د سرحد او پولی د ټاکنی یو پوخ سند دی.

موږ باید مطمئن اوسو چه زموږ د خلګو نیت او انګېزه د نوروز د لمانځنی څخه د پخوانیو منسوخو او بعضاً مزخرفو افکارو او عقائدو تائید او ملاتړ ندی  بلکه نیت ئې د نوروز د لمانځنی څخه فقط او فقط د یو ډول فرهنګی- تاریخی- طبیعی تندی ماتول دی او بس.

همدا د نوروز لمانځوونکی که د نوروز په ورځ جشن نیسی او خوښی کوی په همهغه اندازه او پیمانه او شوق او ذوق او مینه د اخترونو او میلاد النبی( ص) لمانځنه او یا مثلاً عاشورا د ورځی غندنه هم کوی، البته منظور می د عاشورا څخه هغه اسرائیلیات ندی کوم چه زموږ ځینی علماء ئې په ډېر قاف او لام بیانوی بلکه د عاشورا څخه می مقصد د امام حسین وژنه ده.

په هر حال زموږ ځینی دینی علماء نباید د نوروز لمانځنی ته دومره د کراهت په سترګه وګوری او خلک دی پرېږدی چه خپلی ځینی عنعنوی خوښیانی په آزاده او سالمه فضاء کی تر سره کړی، د نوروز لمانځنه د ایمان د درختی پر ثمر هیڅ سوء او بده اغیزه نلری او نه دا کوم شرک او کرِیه عمل دی البته د ایمان او عفت او عزت خلاف عمل په هیڅ کومه ورځ که اختر وی یا ملی جشن او یا نوروز او یا کومه بله ورځ هیڅ جواز نلری.

وروستۍ او مهمه خبره داچه:

د بعضی مراسمو د لمانځنی اهمیت د یوې ټولنی د وګړو په پوست او غوښه او هډوکی او وینه کی مرسوب شوی دی هیڅ څوک به دا قدرت ونلری چه په وچ زور دا فرهنګ د خلګو څخه سلب او غصب کړی، شاید د زور له لیاری ظاهراً ددې لمانځنو د مخنیوی قدرت ومومی خو پدې به ونه توانیږی چه د خلګو د روح او زړونو څخه دا څیز لیری کړی لکه څنګه چه مارکسیزم او وهابیزم ونه توانېده چه د خلګو د ژورو عقائدو د بدلون توفیق تر لاسه کړی بناً زما حقیر توصیه داده چه زموږ ځینی علماء نباید پخپلو نفسانی فتواګانو ددې ډول مباح اعمالو د مخنیوی هڅه وکړی.

ماته ډېره ځوروونکې ده چه یو د دین عالم په ډول ډول منفی مهارتونو او طفلانه توجیهاتو هڅه کوی چه نوروز حرام ثابت کړی خو د ډېرو اجتماعی ناخوالو او معاضلاتو چه د ایمان د تضعیف او ټولنی د فساد سره مستقیم ارتباط لری پټه خوله دی، مثلاً:

نوروز به په کال کی یوه یا دوې ورځی لمانځل کیږی( چه البته هیڅ رښتینی دینی عالم به د نوروز د حرمت د ثبوت توان ونلری) خو د قرآن او نبوی ارشاداتو په خلاف زموږ په ټولنه کی هره ورځ او هره شېبه د یوې کونډی او پېغلی او یتیم مسلَم حقوق تر پښو لاندی کیږی خو علماء ورته په پټه او رضامنده خوله ورته ګوری، عجبه ده،

د کونډی او پیغلی خدای ورکړی حق د پښتنی!!! دود او رواج د درنښت!!! په سیوری کی هره ورځ تر پښو لاندی کیږی خو د نوروز دود او رواج ته د تکفیر په سترګه کتل کیږی.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمد (Sonntag, 25. März 2018 14:34)

    دا چي د نوروز د لمانځني په هکله د اسلام نهایي حکم څه دئ ددې خبري مدلل جواب یو عالم دین ښه ورکولای سي. څرنګه چي د نوروز د لمانځني قدامت د رسول الله مبارک ص تر بعثت ډیر پخوا دئ نو دا عین امکان لري چي په مدینه منوره کي به ده مبارک ددې جشن د لمانځني څخه مسلمانان منع کړي وي. خو دروند لیکوال شاید دې خبري ته توجه نه ده کړې چي دا رسم و رواج چي په موږ کي دود دي څومره قدامت لري او ددې رواجونو څخه د مخالفت تحریک که نوئ هم وي په مطلق ډول نوې پدیده نه سو ورته ویلای. د بیلګي په توګه هغه روحانیون چي د نوروز د جشن په ملاتړ به یې پر زیارتونو جنډۍ پورته کولې هغوئ دا فتوا هم ورکړې وه چي د وخت واکمن دسلو کسانو د زجري اعدام حق لري چي دا حق خدای تعا لی ورکړئ دئ. نن که یو څوک راپورته سي او ووایي چي دا روحانیون درواغ وایي خدای پاک د یوه شخص د زجري اعدام حق هم نه دئ ورکړئ او په دلیل کي د قرآن ۱۳۰۰ کاله پخوانۍ نسخه وړاندي کړي نو بیا به موږ دا حق ولرو چي دې شخص ته ووایو چي دا ۷۵ کاله چیري وې؟ خو محترم غلام حضرت صاحب دي دې خبري ته متوجه سي چي د نوروز د لمانځني څخه د عصر د باشعور ځوان نسل را پیل سوئ مخالفت د هغه فرهنګي یرغل په وړاندي د مقاومت برخه ده چي د ګاونډی ایران څخه د هغه ورځي راهیسي پیل سوئ دئ چي حاجي میرویس خان نیکه د افغان ملت خپلواکي پکښي اعلان کړل او لوی احمد شاه بابا په ټوله نړۍ باندي ومنل. دا چي د افغانستان څو فیصده خلګ دنوروز مراسم پرځای کوي دقیقه احصایه خو یې نسته اما په ډیره اساني سره ویلای سو چي دا مراسم د افغانستان په اقلیتي پاړسیبانانو کورنیو پوري محدود دي او دولت هر کال دوکانداران په جبري ډول اړباسي چي په دغه ورځ د افغانستان جنډۍ پر دوکان راوځړوي که نه جریمه کیږي او دوکان یې درې ورځي وربندوي. او د یوه غیر وهابي او غیر بریلوي خالص مسلمان په صفت دومره پوهیږم چي یوازي دوه اختره باید ولمانځم او نوري ورځي کار وکړم څو ددې بیوزله هیواد د اقتصاد د ښه کولو لپاره مي هلي ځلي کړي وي.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder