28.10.2010 (07.08.1395)
ملي وحدت حکومت کې د خپلمنځي ناندرۍ اوج

ډاکتر ځلاند

د ډاکتر غني او عبدالله تر منځ د ټاکنیزو مبارزو له پیله ستر توپیر تر سترگو کیده، ډاکتر غني چې په تکنوکراسۍ راڅرخي، تر ډیره تکنوکراسۍ ته د لویدیځ د کلتور، د کار د ډول او د سیاسي لوبغاړو د لوبولو لیوالتیا په کې تر سترگو کیږي، او ډاکتر عبدالله چې په سنتي سیاست باور لري، د معاملې، د پخوانيو ښي او چپو گوندونو او باورونو د گډولي او په لویه کې د وخت مطابق د جوړ جاړیو او چنې وهلو په کلتور ولاړ سیاسي باور سره خپل سیاسي ژوند په مخ بیایي. د غني او عبدالله ترمنځ لوی توپیر د سیاسي تیوري په سر له اختلاف څخه سرچینه اخلي، خو د پردې تر شا گڼې نورې معاملې هم شته چې لاندې به یې څیړو.

د ډاکتر غني او عبدالله ترمنځ وخت ناوخته د ټاکنیزو مبارزو په اوږدو کې د تور او سپین بحثونه را ولاړیدل، خو کله چې دا دواړه د ملي وحدت د حکومت د سیاسي هوکړه په سر سلا شول، له پیله داسې بریښیده چې د دوی ترمنځ به د حکومت د چارو پرمختگ ناشونی او ناکام وي. خو ډاکتر غني او عبدالله به وخت نا وخته په رسنیو کې را څرگندیدل او د خپل گډ کار ستاینه به یې کوله او د همکارۍ ټټر به یې واهه، خو کله چې د واک د ویش کیسه را برسیره شوه، د وزیرانو د گومارني، د والیانو د گومارني، د مالي او اداري مدیریت د چارو د ویش او بلاخره د سفیرانو د تقرر کیسه را مخته شوه، غني او عبدالله یو بل ته په کمین کې کیښناستل، د دوه کالو په تیریدو داوړه جنابان په دې ونه توانیدل چې کابینه تکمیل کړي، د افغانستان ټول ولایتونو ته والیان وگوماري او یا هم د سفیرانو د تقرر ویاړ تر لاسه کړي.

د ویش په سر ناندرۍ هغه وخت زور واخیست چې عبدالله په غني تور پورې کړ چې گواکي د واک انحصار، د بهرنیانو سره په پټه د قراردادونو د ترسره کیدا او د پراخ فساد شتون په ارگ کې ورته د زغملو وړ نه دی، د عبدالله په وړاندې د غني سلاکارانو غني ته توصیه وکړه چې غبرگون دې پڅ کړي، او عبدالله دې تر نیوکو لاندې نه نیسي، ځکه د غني گڼ سلاکاران چې په پخواني حکومت کې لوړپوړې چارواکي او د ارگ د سقوط، بډو اخیستو، د غلاو او مافیایي کړیو سرداران دي، په دې ښه پوهیږي چې غني که د عبدالله په وړاندې تند غبرگون وښيي، عبدالله به د دوی دوسیو ته لاس کړي او رسوایي به جوړه کړي.

غني هم د خپلو سلاکارانو په خوښه کله یو غر، کله بل غر وویشت، خبره د بروکسل تر کانفرانسه پاتې شوه، اوازه داسې گډه شوه چې یوولس وزیران او اته والیان به له دندو گوښه، گڼ لوړ پوړې چارواکي به څارنوالي ته ورپیژندلی شي او د عبدالله نیوکو ته په عمل کې غبرگون وښودلی شي. عبدالله د غني وروستۍ گومارني بیځایه او ناکاره وگڼلي په ځانگړي توگه یې د غني د اداري اصلاحاتو د کمیسون د مشر یادونه وکړه چې وړوکی هلک دی، هیڅ کاري سابقه په اړونده چارو کې نه لري، او عبدالله ته د منلو وړ نه دی.

د بروکسل د کانفرانس په تیریدو د پراخو بدلونونو امکان محسوسیده، خو له ارگ څخه د کره سرچینو په وینا چې عبدالله د غني هیڅ گومارنه نه مني، عبدالله په هره گومارنه کې د پنځوس سلنې ونډې غوښتونکی دی، په دې توگه ورځ تربلي د گومارنو، اصلاحاتو او اړونده جوړ جاړیو پروسه مخ په ځنډیدو ده.

د غني او عبدالله تر منځ اختلاف تر هر بل چا ډیر د غني لومړې مرستیال دوستم ښه را برسیره کړ، دوستم په تیرو دوه کلنو کې څو څو ځلې د ژورو اختلافاتو د ذکر ناره پورته کړه، خو په وروستي ځل یې ډیر داسې شیان رسنیو ته وویل چې که دوام وکړي خطرناک دي. د قومي ویش (غني لوگریان پالي او عبدالله تاجک)، د غني تر څنگ یوه داسې کړۍ چې هر سپین تور کولی شي او تور سپینولی شي. د امنیتي سکتور سیاسي کول، پیسو د غلا، د تورو پیسو شتون او له دې پیسو څخه ناوړه استفاده، او بلاخره د ملي وحدت د حکومت د ناکامۍ نسخې ذکر.

د غني او عبدالله ترمنځ اختلاف د افغانستان د معاصر سیاسي تاریخ په دریو مهمو برخو ډیرې ناوړه اغیزې لرلی دی: لومړی دا چې امنیتي سکتور د ملي وحدت په حکومت کې بیخې سیاسي شو، د کورنیو چارو، دفاع او ملي امنیت جوړښتونه چې باید بیخې له سیاسته لري وساتلی شي، قومي، ژبني، سمتي بحثونه په کې هیڅ ځای ونه لري، له تیرو دوه کلنو راهیسې نهایت زیات سیاسي شول، چې د هیواد په امنیتي حالت یې ناوړه اغیز وښنده، د ملي اردو، پولیسو تلفات له هر بل وخت لوړ شول، د وسلوالو ځواکونو له دندې تیښته، د دندې بدلیدا، د حکومت مخالفینو ته تسلیمدا، معلولیت په کې ان د میاشتي تر ۷۰۰۰ کسانو رسیږي، چې د دې تشې د ډکیدا په وړاندې د جلب او جذب په برخه کې یواځې ۱۷۰۰ ځوانان د وسلوالو ځواکونو لیکو ته جذبیږي. د وسلوالو ځواکونو د روزني موده، د اسانتیاو برابریدا او د امنیتي گواښونو د زیاتیدا له امله کیدی شي گران وطن په راتلونکي کال کې د ملي ځواکونو له کمښت او تشې سره مخ شي.

د دې تر څنگ د ملي وحدت په حکومت کې د شته اختلافاتو دویم ناوړه اغیز د خدماتو په کیفیت، د حکومتولۍ په ډول او د سیمه ییزې حکومتولۍ په سم سمې ناوړه اغیز ښندلی دی. له دوه کالو تیریدو لاهم کابینه تکمیل نه ده، د سیمه ییزې حکومتولۍ د خپلواک ریاست مشر نه دی گومارل شوی، د گڼو ولایتونو والیان سرپرست پاتې دی، حتی د کابل ښار چې د څه د پاسه پنځه میلیونه افغانانو د اوسیدو ځای دی، له گڼو ستونزو لکه د چاپیریال ککړتیا، د گڼې گوڼې له زیاتیدا، د ترافیکو له ازدحام او جرایمو زیاتوالي سره مخ دی، د سرپرست ښاروال لخوا اداره کیږي. په ولایاتو کې د قضا او محاکمو حالت له هر بل وخته ناوړه او بدرنگه شوی دی، خلک په حکومت نه بلکې د حکومت په مخالفینو خپلې ستونزې حلوي.

درېیم ناوړه اغیز یې په سیمه ییز او نړیوال دیپلماتیک ډگر کې محسوس دی، په دې مانا چې په لومړې ځل د طالبانو او ایران ترمنځ د یپلماتیکو اړیکو د پیاوړتیا بحثونه رسنیو ته را برسیره شول، له چین سره د طلبانو اړیکې له هر بل وخته ژورې ښودلی کیږي، روسانو د ملي وحدت له حکومته زیات په طالبانو د اتکا تابیا نیولي، په منځنې اسیا هیوادونو کې (ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان ، قزاقستان او قرغیزیستان) کې د طلبانو له استازو سره لیده کاته، دا هر څه په دې مانا دي چې په سیمه کې افغان حکومت حاشیې ته ټیل وهل کیږي او د دوی پر ځای گڼ امنیتي، د ټیکا او ثبات بحثونه د حکومت له مخالفینو سره ترسره کیږي.

د پورته ذکر شویو دلایلو له مخې ویلی شو که د ملي وحدت د حکومت مشران د خپلمنځې اختلافاتو حل ژر رامنځته نه کړي، کیدی شي گران هیواد له ستر سیاسي بحران او د مدیریت له تشې سره مخ شي، داعش په لومړې ځل په غور کې افغانان په نښه کړي، د داعش پراخیدا، د جگړې غځیدا شمال ته، د ولایتونو او ولسوالیو د سقوط ویره کیدی شي راتلونکی کال افغانانو ته ستر ناورینونه په اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او دیپلماتیکو ساحو کې راولاړ کړي.

د حل لارې په توگه!

د ډاکتر غني او عبدالله تر منځ هر ډول جوړ جاړی د هیواد د اوسنیو شرایطو او گټو سره په ټکر کې دی، دوی دواړه د معاملي او سهامي شرکت د ژوریدا په اړه فکر او غور کولی شي چې دا به په گران وطن کې ژبنیو، قومي، سمتي توپیرونو ته لمن وهل وي، او د گڼو تعصباتو د ژوریدا سبب به وگرځي. د ډاکتر غني اصلاحات د عبدالله په تاوان او د عبدالله د اصلاحاتو په پلمه د غني په سود نه بللی کیږي، خو د دې ناغیړیو ټول تاوان مظلوم افغان ولس ورکوي، هره ورځ په لسگونه افغان میړني ځوانان وژلی کیږي، خو په ارگ کې میشت بیهوشه او مدهوشه مشران او کشران په دې نه دې خبر چې د هر فرد قرباني کم له کمه پنځه افغانان د ویر په ټغر او د غربت کندې ته ټیل وهي. ښه به دا وي چې د ژمې له راتگ د مخه په راتلونکې کال کې د مخکې له وخت ټاکنو د ترسره کیدا مهالویش اعلان شي، له نړیوالو مرسته وغوښتلی شي چې په گران وطن کې د مشروع حکومت د راتگ د پاره له افغانانو سره د سولې د بهیر د چټکیدا او بریالیتوب د پاره هلې ځلې گړندۍ کړي، که ټاکنې ناشوني بریښي، ښه ده چې د سولې د بهیر د چټکیدا د پاره لنډمهالی حکومت رامنځته شي، په دې توگه به اوربند ته زمینه برابره شي او د جنگ دواړه لوري به د نړیوال ضمانت په شتون کې د نوي حکومت جوړیدا ته زړه ښه کړي، که دا کار هم ناشونی وې، نو ښه ده چې خپل سیاسي سنت ته مخه کړو، د دودیزې لوې جرگې په رابللو روان بحران ته د پای ټکی کیږدو. د غني او عبدالله ترمنځ یو ولسمشر او بل د اپوزیسون مشر وټاکو.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder