13.05.2014
د کتاب مینه والو ته زیری :
د محمد ګل نوري «ملي هنداره« په انګریزي ژباړه له چاپه راووتئ
د هيواد د پېژندل سوي فولکلوريسټ، شاعر او ليکوال استاد محمد ګل نوري د نکلو او افسانو کتاب»ملي هنداره« په انګریزي ژبه ژباړه شو . دا کتاب چي د » ډاویډ پات« له خوا ژباړه شوی او د »محمود مرهون« له خوا ټولني ته معرفي شوی ، په
درې ټوکه کي په ښه ادبي انګریزي لیکل شوی او په اعلی صحافت له چاپه راوتلی دی . د کتاب بیه ۵۰۰ افغاني ټاکل شوې او سمهال د کابل په ټولو کتاب پلورنځیو کي لاس ته راوړل کیږي . په نژدي راتلونکي کي به د هیواد په نورو ولایتونو کي هم بازار ته وړاندي شي .
د ملي هنداري اصلي متن د محمد ګل نوري له خوا په کندهارۍ مروجه پښتو په دریو ټوکو کي چاپ شوی وو ، چي لمړی ټوک یې په کال ۱۳۱۸ کي ، دوهم ټوک یې په کال ۱۳۲۵ کي او دریم ټوک یې په کال ۱۳۵۲ کي په کندهار کي چاپ شول .
په ملي هنداره کي جمله ۲۶ نکلونه ځای شوي وه چي مشهور یې دادي :
فتح خان بړيڅي، ښادۍ اوبيبو، مرد او نامرد، زبزبانه ښاپېرۍ، مومن خان او شيرينو، جلادخان اوشمايلې، موسي خان اوګلمکۍ ،طالبجان اوگل بشره، ظريف خان اومابۍ، خشکيار اوشاترينه، قطب خان اونازو، دلي اوشهو، آدم خان او درخانۍ.
دمحمد ګل نوري لنډه پیژندنه :
محمد ګل نوري په کال ۱۲۷۹ کي د کندهار په مناره کي زیږېدلی او هلته لوی شوی دي . لمړنۍ زده کړي یې په کندهار کي له خپلو مشرانو او پوهانو نه کړي دي . د امان الله خان د باچاهۍ پر مهال محمد ګل نوري د کندهار په شالمار ښوونځۍ کي د پښتو ښوونکي په توګه وټاکل شو . کوم وخت چي په کندهار کي د »پښتو انجمن« په نامه یوه ټولنه جوړه شوه ، محمد ګل نوري یې لمړی غړی وو. څو کاله وروسته چي دا انجمن د سردار محمد هاشم خان په دوره کي کابل ته ولیږدول شو او هلته د »پښتو ټولني« په نوم ونومول شو ، محمد ګل نوري هلته د تاُلیف او ژباړي په څانګه کي د امر په توګه و ګومارل شو .
په دې موده كې محمد ګل نوري د خپل كار او زيار لپاره ډېر مواد سره راټول كړل، هورې يې د ځينو مخكښو څېرو په مرسته د څېړنې، فولكلور څېړنې او كلتورپوهنې په برخه كې ډېرې ښې تجربې ترلاسه كړې. كله چې يې مېرمن او زامن مړه شول، دى په خپله خوښه بېرته كندهار ته راغى او د كندهار په دولتي چاپخونه (مطبعه) كې د رتبې په ساتنې سره (څلورمه رتبه يې وه)، د مامور په توگه وټاكل شو.
ارواښاد استاد نوري ډېرش كاله په ډېرو سختيو او خواريو كې ماموريت وكړ، له بده مرغه چې د تقاعد پوره حق يې هم ترلاسه نه كړ. د تقاعد په وخت كې یې د هغه مهال په حساب دوولس زره افغانۍ ترلاسه كړې، چې دا ډېرې كمې پيسې وې، نور يې ورځ په ورځ اقتصادي وضعه خرابېده، له دې كبله يې د كندهار په هرات دروازه كې د مستو پلورلو تاغار مخې ته كښېښود او په خپلې غريبۍ يې ځان بوخت وساته.
يو مهال څو بهرني څېړونكي ورته راغلي وو، چې له استاد سره وگوري، هغوى په پوښتنو پوښتنو، هرات دروازې ته ورسېدل، له يوه دكاندار څخه چې د استاد نوري پوښتنه وكړه، هغه پر استاد ږغ كړى ویل »ماد گله!« راسه دا كسان دې غواړي ! كله چې استاد له دغو بهرنيو پوهانو سره وليدل، هغوى يې ډېر قدر وكړ، خو استاد ته ډېر حيران شول، چې دومره ستر فولكلوريسټ او ادبپوه څنگه د مستو پلورلو تاغار ته ناست دى؟ په هر حال، هغوى له استاد سره لاړل، استاد خپل زيات اثار وروښوول، خو د استاد په غوږ كې د هغه دكاندار همدا جمله »ماد ګله« ازانگې كولې، زړه يې ډېر مات شو، ويل كېږي چې خپل ډېر اثار يې هغه مهال د غوسې په حالت كې په خپله وسوځل. دى تر تقاعد وروسته د كندهار د هغه مهال د اطلاعاتو او كلتور رياست د لوى مدير غلام محى الدين ايوبي په ځانگړې پاملرنه د همدغه رياست په مديريت كې د اجير كاتب په توگه وټاكل شو، دوه كاله وروسته بيا د كندهار دولتي چاپخونې په مديريت كې د ارشيف د څانگې په لسمه رتبه كې د اجير كاتب په توگه وټاكل شو. په دې دندې سره وتوانېد چې څه ناڅه ذهني سكون ترلاسه كړي او ځان بوخت وساتي .
Kommentare
-
مسلمانو افغانانو ورونو السلام علیکم : زمونږ بد معاشان،. جنګ سالاران، خپلواکی ، خلک او خاوره پلورنکی په ژوند شهرت لری او ښه خلک مو له مرګه وروسته کله کله شهرت مومی ( هغه هم کله کله ) او دا چه د چا په
واسطه یی شهرت زیاتیږی دا هم مهمه ده چه څوک ورته د کومی زاویی څخه شهرت ورکوی ، ډیر لعلونه مو په ایرو کی تر اوسه ورک دی .