21.12.2018 (30.09.1397)
ملي امنیت شوراوایي اوسنی ټاکل شوی حکومت هېڅ بدیل نه لري

د افغانستان ملي امنیت شورا د سولې ورستیو هڅو ته په اشاره ویلي، د افغانستان اوسنی ټاکل شوی حکومت هېڅ بدیل نه لري. ملي امنیت شورا وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې یو شمېر لویدیځو رسنیو وویل، په اماراتو کې د سولې په وروستیو مذاکراتو کې پر موقت حکومت خبرې شوې دي.

د ملي امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له قوله لیکلي چې د یو خپلواک هېواد په توګه، د هغو سیاسي تقسیماتو په ګډون چې د افغانستان اساسي قانون تر پښو لاندې کړي، هېڅ هېواد او شخص د افغانستان لپاره د نوي حکومتي جوړښت په اړه د بحث واک نه لري.

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې افغانان اوږدمهاله سوله غواړي، او په دې لړ کې به هېڅ ډول بېړنۍ معامله ونه مني. "د افغانستان د راتلونکي په اړه پرېکړه کول افغانانو او د هغوی مشرتابه پورې تړاو لري. د 'اوسني' منتخب دولت هېڅ ځای ناستی وجود نه لري. د افغانستان د خلکو په قربانیو به معامله ترسره نه شي."

ښاغلي محب ویلي، "په افغانستان کې د سولې لپاره ټولې هڅې د نوي افغانستان د واقعیتونو پر اساس ترسره کېږي."

د ملي امنیت شورا کښلي چې "د افغانستان خلک د تل پاتې سولې غوښتونکي دي، نه د داسې یوې معاملې چې زمونږ قربانۍ له پامه وغورځوي. د سولې لپاره هڅې سټراټېژيک زغم او زړورتیا ته اړتیا لري، نه بې لارې بدلون ته. د افغانستان خلک باید ډا‌ډه و اوسي، چې سوله زمونږ د ټولو غوښتنه ده او دا هغه څه دي چې مونږ ورته د رسېدو لپاره هڅه کوو."

د ملي امنیت شورا دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ابوظبي کې د طالبانو او یو شمېر هېوادونو له استازو سره تر درې ورځو خبرو اترو وروسته تېره شپه کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي او د ابوظبي ناستې جزیات یې ورسره شریک کړې دي.

د ښاغلي خلیلزاد او د افغان مشرانو د ناستې پوره جزیات هم په ډاګه شوي نه دي.

ښاغلي خلیلزاد له اریانانیوز ټیلویزیون سره په مرکه کې ویلي، په ابوظبي کې طالبانو له افغان پلاوي سره په نه لیدلو تېروتنه وکړه.

نوموړي دا هم ویلي چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت نه غواړي او طالبان هم دا مني چې د اسلامي امارت راتلل شوني نه دي.

زلمی خلیلزاد وايي، که دوی د سولې لپاره جدي وي بیا هېڅ بله لاره نه لري پرته له دې چې له افغان حکومت سره کېني. د هغه په وینا دوی پپر موقت حکومت هېڅ خبرې نه دي کړې

تر کابل وړاندې د امریکا ځانګړی استازی اسلام اباد ته تللی و او هلته یې د پاکستان د لوی درستیز په ګډون ددې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره کتلي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په خپره شوې اعلامیه کې د افغان دولت له شریکانو په ځانګړې توګه د امریکا متحدو ایالتونو، د متحدو عربي اماراتو او سعودي عربستان له هڅو مننه کړې، خو زیاته کړې یې ده چې "روان ګومانونه جدي وضاحت ته اړتیا لري".

د امنیت شورا په ښکاره نه دي ویلي چې له روانو ګومانونو یې هدف څه دی، خو له دې وړاندې ویل شوې و چې د ابوظبي په ناسته کې د امریکا استازي له طالبانو غوښتې و چې ۶ میاشتني اوربند ومني او په موقت دولت کې برخه واخلي.

طالبانو دا خبر رد کړی و.
راپور: بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • مجاهد (Samstag, 22. Dezember 2018 16:44)

    د محب خبری هماغه د کم عقل زوم خبری دی ، کم عقل زوم د لمړی ځل د پاره چه اخری هوکړه هم نه وه شوی د خسر کورنی غوشتل چه له نزدی یی هوشیاری وارزوی، ځي ، مور او بلار یی ورته توصیه وکړه چه بچی د خسر کور کی به لویی لویی خبری کوی یعنی هوشیاری خبری به کوی .
    هغه کم عقل چه هلته ولاړ خلک ورته ستړی مه شی وایی دا ورته وایی اسمان ، هغوی تری پوښتنه کوی چه پلار او مور دی ښه وو دی ورته بی مورده لمر اوسپوږمی یادوی همدارنګه نور او نور ، هغوی پوه شوی چه دا خو کم عقل اویا پوره لیونی دی له کوره شړلی .
    محب هم هغه د خپلی سویی نه پورته او کم عقلی خبری کوی فکر کوی چه ددی مقام چه زه یی لرم د شان مطابق لوی لوی خبری کوه مګر په حقیقت کی احمقانه څرګندونی یی کړی

  • محمد (Montag, 24. Dezember 2018 06:17)

    محب صاحب هم د ملي بیلتون د حکومت څخه د بینغون چیچی جوړ کړ چي وایي بدیل نلري. کم از کم ددې حکومت د انتظام لاندي سوي ټولټاکنو ته وګورئ. رایي خلګ ورکړي، وشمیرل سي د کاندیدانو د استاذو په مخ کي او نتایج بیا په کابل کي داسي نهایي سي چي د ریښتنو ورکړل سوو رایو سره هیڅ مناسبت ونه لري. د سالم عقل پوښتنه دا ده چي افغانان به نور څو دورې داسي ناقص الپروسه ټولټاکني وزغمي؟ محب ځوان دي یې جواب ووایي

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind