19.08.2018 (26.05.1397)

ملا چل، زموږبدمرغی

عبدالرووف لیوال

زموږپه کلیو کې به لوی کوهی ووچې ارهټ یې باله . له دې لوی کوهی نه به اوبه په یوه کتارسلواغو کې په یوه څرخ راپورته کیدې او دا څرخ به یوه څاروی ( غوایی یا خره) څرخاوه اوپه دې تو ګه به داوبو سلواغې ډکې یو په بل پسې راپورته کیدې او کرونده به یې خړوبوله ، یو بزګرچې هم په کار بوخت وو اوهم یې کرونده دیوه خره په واسطه چې ارهټ یې څرخاوه خړوبوله ، دخره په غاړه کې یې یو جړنګانی تړلی وو ، چې دجړنګانی په غږ سره به بزګر ډاډه وو چې هغه دحرکت په حال کې دی ، یو ملا راپیښ شو او دکروند ګرنه یې وپوښتل چې ، دا جړنګانی دې ولې دخره ترې غاړې تړلی ؟ کروندګر ځواب ورکړ : ددې په خاطر چې دهغه له حرکت نه ډاډه اوسم . ملا ورته وویل که هغه خر ودریږی اویواځې خپله غاړه وخوځوی نو بیا ؟

بزګرځواب ورکړ : ملا صاحب خدای ته وګوره ! زما خره ته دا دحرامزادګۍ چلونه مه ورښایه .

زموږبدمرغی :

که دملایانو دا پورته چلونه ، او دجان سپکو په قول ، طالبانو ته دامریکې له خوا د۴میلیاردوډالرو ورکړه رښتیا وی نو زموږ خلک به نیکمرغی اوسوله په عمر کې و نه وینی ، تل به همداسې دجګړې په اور سو ځو .

دوهم : ولې امر یکا یی ځواکونه دطالب په ځپلو کې اردوسره په لومړی سر کې مرسته نه کوی  ؟ هغوی طالبانو ته چانس ورکوی ، چې دیوې سیمې په سقوط سره ټول دولتی مهمات اونظامی تجهیزات دطالبانو لاس ته وغورځی اوبیا وروسته سیمه بمباردمان اوملکی خلک وځپل شی  ، دادې لپاره چې اردو او طالب مساوی او یوبرابر تجهیزات اومهمات ولری ، په دې صورت کې به جګړه دوام ولری او دوی به خپلو موخو ته رسیدلی وی .

دریم : داسې عینی او ذهني شرایط یې دبې وزګارۍ له کبله راوستی چې خلک دلوږې او تنګسیا له امله هم داردو لیکو ته اوهم دطالبانو لیکو ته ورګډ شی ، له لیک ، لوست او پوهې نه پاتې اودیوڅوروپیو په خاطر جګړې ته دوام ورکړی .

څلورم : څوورځې وړاندې امین مجددی ( دقلعه جواد حضرت صاحب ) دعلماووپه لویه غونډه کې یې وویل   :(( جهاددوام لری اوموږ په افغانستان کې سو چه اسلام غواړو )) پوښتنه را پیداکیږی چې ولې دا ۴۰ کلونوراپدیخوا افغانستان ته اسلام نه راځی او دجهاد نتیجه صفر ده ؟ ځواب به یې دا وی چې کله دملا صاحب صومبۍ دکروزین له سیټ سره آشنا شوه ، جهاد ریایی شو – رهبر اوملا دډالرو نوکر او په دنیایی عشرت او غصب ګرفتار شو. جهاد حضرت عمر (رض) غوندې کسانو کاوه چې په وچه بیدا کې به یې نیمګړی خوب کاوه .    طالبه ! خدای که ملا شې + په کتاب پروت یادوې شینکی خالونه

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمد (Sonntag, 19. August 2018 08:18)

    د لیوال صاحب لکیني تل زما لپاره جالبي وي ولو که په نظر کي راسره ۱۸۰ درجې مخالفي هم وي، ځکه چي طرز البیان یې جالب دئ. د لیکني د عنوان څخه داسي ښکاري لکه دملایې کسب چي هم د لغمان څخه سرچینه اخیستې وي... تر کومه پوري چي د لیکني جدي برخه ده نو لیوال صاحب، ټوله ملامتیاپر امرکا او طالب مه ورغورزوه. اصل فساد د کابل په مافیایي اداره کي دئ. زموږ دکابل لوړپوړي دولتي منسوبین داسي خاصیت لري لکه په هډوه درنه میرمن. میړه یې د کور ددروازې تر چارچوب پښه اړولې نه وي، دې بیا یار تر کلکین رادننه کړئ وي. په پاکستان کي مي یو پنجاپی انډیوال وو. ده د پوهنتون د همصنفۍ سره د میني واده کړئ وو. ددواده دوه او درې کاله کیدل خواولاد یې نه لاره. ځني ومي پوښتل چي اولاد ولي نه لرئ نو راته ویل به یې چي لږ تر لږه په دې راتلونکي لس کاله کي د اولاد ځیږولو خواهش نه لرم. غواړم چي دا لس کاله د میرمني سره مي رومانټیک ژوند وکړم. ډیر حیران سوم چي موږ پښتانه خو دا لویه قهرماني بولو چي د واده څخه نهه میاشتي په وخت کي یو اولاد په وځیږوو څو ژر ژر غټ سي او د میرمن اود خسرګنۍ تر مینځ پیښیدونکي چاري راته ریپورټ کړي. یوه بل پیښوري ملګري راته وویل چي بهابي ډیره بیداره ده میړه یې د رومانټیک ژوند په خوند تیر ایستلئ دئ اوپه دې پلمه دده په غیاب کي خپلي نوري میني هم پالي. نو انډیواله طالب که جګړه کوي دلیل یې پر ځای دئ چي بهرني ځواکونه نه وي، زما پرته بل څوک حکومت نسي راڅخه کولای. دا داعش بیا د کومه پیدا سو؟ د نورو وسلوالو ډلو خبري د کوم ځایه راوځي؟. تر څو چي دا پخواني خلقي، پرچمي، جمیعتي، نظاری حزبي، جنبشي او وحدتي جاسوسان مو د دولتي ادارو څخه شړلي نه وي زموږ کور به داسي وي لکه د ملانصرالدین کوټه چي پنځه دروازې به یوې خوا ته لري او پنځه دروازې بلي خوا ته د ژمي په موسم کي به دا لس سره دروازې خلاصیږي څو هغه یخ کي د یوه طرف له دروازو راننوتئ هغه د هغه بل طرف ددروازو څخه وځي او په دې ډول کوټه توده وساتل سي.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind