11.03.2019 (20.12.1397
ملا محمد عمر د امریکا یوې اډې ته څېرمه اوسېدی؟

په یوه تازه کتاب کې ادعا شوې چې د طالبانو د تحریک بنسټګر او وژل شوی مشر ملا محمد عمر،‌ چې په ۲۰۱۳ کال کې ومړ، یو وخت افغانستان کې د امریکا یوې پوځي اډې ته نژدې اوسېده

لیکوالې بیتا ډام په خپل"د ملا عمر پټ ژوند" کتاب کې د امریکا د تصور خلاف هغه څه راغلي چې ګني ملا عمر هېڅکله پاکستان کې نه و پټ شوی

کتاب وايي، نوموړی د خپلې زوکړې زابل ولایت کې د امریکا یوې اډې پنځه کیلومترۍ کې اوسېدلی دی

د کتاب لیکواله او هالنډۍ ورځپاڼه لیکونکې اغلې ډام د دغه کتاب پر لیکلو، څېړنې او د طالبانو له غړو سره په مرکو پنځه کاله تېر کړي

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري پر ټویټر د دغه کتاب هغه خبرې رد کړې چې ګني ملا عمر دې د ژوند وروستي کلون افغانستان کې تېر کړي وي او همدلته دې مړ شوی وي

موږ په ټینګه دا وهمي ادعاوې ردوو او وینو چې دا د طالبانو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو د هویت جوړولو یوه هڅه ده. موږ کافي ثبوت لرو چې ښيي هغه پاکستان کې اوسېدلی او همالته مړ شوی

هغه د ملا محمد عمر له یوه ساتونکي جبار عمري سره، چې د په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د تحریک له ړنګېدو وروسته د ملا عمر د تری تم کېدو پر مهال د ملا عمر ساتونکی و، پر مرکې هم توانېدلې ده.‌

وايي ښاغلي عمري ملا محمد عمر د عمر تر پایه (۲۰۱۳) پورې له هغه سره ملګری و

اغلې ډام زیاتوي، د طالبانو د تحریک له ړنګېدا لږ موده وروسته، ملا عمر - چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته د هغه د وژلو پر سر ۱۰ میلیون ډالره جایزه اعلان کړې وه - د امریکا یوې اډې ته څېرمه د یوه کور په یوه پټه خونه کې اوسېده

امریکايي پوځيانو ان یو ځل دا کور تلاشي هم کړ، خو د کتاب د لیکوالې په وینا، د کور دا پټه خونه د امریکایانو له سترګو پناه وه

بیتا ډام بي بي سي ته ویلي د زابل ځینو امنیتي چارواکو دا ګومان کاوه چې ملا عمر په زابل کې دی خو هغه وخت عمومي نظر دا و چې هغه په پاکستان کې دی

د دې کتاب لیکوال د ملا عمر د زیږیدو ځای زابل د سیورې ولسوالي ښودل شوې خو د طالبانو له خوا څو کاله وړاندې د ملاعمر په خپره شوې بیوګرافۍ کې ویل شوي و چې هغه د کندهار د خاکریز ولسوالۍ په چاه هفت سیمه کې زېږیدلی او د پلار له مړینې وروسته چې دی پنځه کلن و له خپلې کورنۍ سره د ارزوګان دهراوود ولسوالۍ ته کډه شو چې ښايي همدایې پلرنی ټاټوبی و

ملا عمر او د قطر دفتر موافقه

د طالبانو له رسمي وینا سره د کتاب د منځپانګې د ځینو برخو دا ډول ټکر ښايي د کتاب دقت تر پوښتنې لاندې راولي

دغه راز د ملاعمر په اړه افغان چارواکو ویلي و چې ملا عمر د پاکستان په کراچۍ ښار کې مړ شوی چېرته چې دی درمنلې لپاره وړل شوی و. د ۲۰۱۵ کال په جولای میاشت کې د ملا عمر مړینه د افغان دولت له خوا په ډاګه شوه، بیا طالبانو هم ومنله

له هغه وروسته د طالبانو بل مشر ملا اختر محمد منصور د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې په بلوچستان ایالت کې ووژل شو

وايي ملا محمد عمر وروسته د امریکا یوې بلې اډې، چې زرګونه پوځيان په کې مېشت وو، په شاوخوا پنځه کیلومترۍ کې یوه بل ځای ته ولېږدول شو

د اغلې ډام په وینا، ملا محمد عمر به د بي بي سي رادیو پښتو خپرونې له لارې خبرونه تعقیبول. هغه د طالبانو د ادعا خلاف ښايي دوی یې پر پټنځي خبر نه وو

Image caption د بي بي سي یوې ډلې په ۱۹۹۶ کال د ملا محمد عمر یو عکس واخیست – اټکل کېده چې هغه د ۲۰۱۳ اپریل کې مړ شوی

خو ویل کېږي په قطر کې د طالبانو دفتر پرانیستلو موافقه له ده تر لاسه شوې وه. هغه ځای چې دا مهال طالب او امریکايي استازي د افغانستان د اوږدې جګړې د پای لپاره پر خبرو بوخت دي

د اغلې ډام دا کتاب یوه میاشت وړاندې په هالنډ کې چاپ شوی چې ژر به په انګلیسي ژبه بازار ته راووځي

د کتاب نور مهم ټکي

ملا محمد عمر د ۲۰۰۱ کال په ډیسمبر میاشت کې د طالبانو د کنټرول چارې د طالبانو د هغه وخت د دفاع وزیر ملا عبیدالله ته وسپارلې  

هغه د زرګونو امریکايي پوځيانو د "وولورین" په نامه اډې په درې میله واټن کې اوسېدلی دی

نوموړی به د دې لپاره چې څرک یې ونه لګول شي، ځینې وخت په تونل کې پټېده

نوموړی د ۲۰۱۳ کال د اپریل پر ۲۳مه ومړ او له 'تابوت پرته' په یوه بې نښې قبر کې خښ شو
راپور: بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • pattan (Dienstag, 12. März 2019 00:45)

    :که نه لیکم نو له غمه , له درده او له قهره یې لیکم
    ملا عمر ډیرو خلکو لیدلی هم دی او دهغه د امارت په
    وخت کې قانون تطبیق کیده سر او مال ټول په
    په امن کې ول او هیچا بې قانوني نشوی کولی هغه ته معین حیدر څو وارې قندهار ته ورغی چې بن لاډن امریکایانو ته تسلیم کړي خو ملا صیب سبوت غوښت
    او امریکایانو زور کاوو .
    او س چخخانسوري صیب ته چې هغه دا خبره درواغ
    ګڼي نو دی او دولت یې څه ګټه پکښې ویني دوی خو قانون نشي پلي کولی ددالرو په غم کې دي د ملا عمر لښکر هره ورځ مځکه ترې نیسي او تلفات ورکوي !!!

    چخانسوری صیب دا خبرې ګټه نلري اداره وکړۍ قانون پلي کړۍ او د سولې پرو څس مه شنډوۍ او په افغان اولس رحم وکړۍ
    مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind