15.11.2016 (25.08.1395)

ملاهبت الله دې د ملګرو ملتونو په تورلېست کې شامل شي

ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه وغوښتل چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله په ګډون د ترهګرو ډلو مشران په تورلېست کې شامل کړي.

ولسمشر غني دا غوښتنه پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعزیراتو کمېټې له پلاوي سره په کتنه کې کړې ده.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعزیراتو کمېټې د راغلي پلاوي مشر ګیرارډوان بوهیمن وویل، دوی غواړي د سولې پروسې او د هغه بانکي او مالي سیستم په کنټرولو سره چې له لارې یې تروریستان تمویلېږي، له افغان دولت سره همکاري وکړي.  

هغه وویل، موږ غواړو د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د تعزیراتو په لېست کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله په ګډون د تروریستانو د نومونو په زیاتولو کې د افغان حکومت نظر واخلو.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې بوهیمن له حزب اسلامي سره د سولې په برخه کې د ولسمشر نظر وغوښت چې په رڼا کې یې نوي او عملي ګامونه پورته شي.

د خبرپاڼې په حواله ولسمشر غني یاد پلاوي ته وویل؛«د جرمي اقتصاد ستونزه چې له امله یې تروریستان تمویلېږي او لویه سرچینه یې نشه ‌یي توکي دي؛ په کار ده ټول پړاوونه یې لکه کرل، تولید، قاچاق او خرڅلاو په پام کې ونیول شي او په دې برخه کې د بین المللي خبرو غوښتونکي یوو، څو له دغې لارې د تروریستانو د تمویل مخه ونیسو.»

ښاغلي غني زیاته کړې، چې د تروریستانو دویمه عایداتي سرچینه د کانونو ناقانونه استخراج دی او د ملي یووالي حکومت په تېرو دوو کالونو کې د دې لپاره نوي قراردادونه بند کړي، چې په دې برخه کې د مدیریت ظرفیت رامنځته شي.

هغه وویل؛ «جنګ پېچلی دی او د افغانستان جنګ کورنی نه دی، بلکې بېلابېل اړخونه لري چې دا مهال په افغانستان او سیمه کې  شاوخوا ۳۰ فعالې تروریستې ډلې شته چې سیمه او نړۍ یې له جدي ګواښ سره مخ کړې ده او له دغې پدیدې سره د مبارزه لپاره یوې منځمهاله ستراتيژۍ او پلان ته اړتیا ده».

ولسمشر وايي چې د ځینو هېوادونو په مقابل کې چې تروریستان تجهیزوي او هغوی ته امن ځایونه ورکوي، باید واضح موقف ونیول شي او په دې اړه چې څنګه تورې پیسې سپینېږي او بیا تروریستانو ته رسېږي په بېلابېلو اړخونو دې کار وشي .

 

نوموړي له ترورېزم سره پر دوامداره مبارزې د ټینګار تر څنګ له ملګرو ملتونو وغوښتل چې تروریزم ته د یوه منځمهالي او اوږدمهالي تهدید په سترګه وګوري او له راغلي پلاوي یې غوښتنه وکړه چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په ګډون دې د تروریستانو نومونه د ملګرو ملتونو د تعزیراتو په لېست کې شامل شي.

ده له یاد پلاوي وغوښتل چې په یادو مسائلو د لا بحث لپاره دې یو عملي او همغږی میکانیزم جوړ کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د ملګرو ملتونو د تعزیراتو کمېټې پلاوي د تروریزم د سرچینو د وچولو په برخه کې افغانستان ته د هر راز همکارۍ ټټر وهلی دی.
سر چینه : روهي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder