محمود خان

17.12.2017 (26.09.1396)

مشر خان محمودخان ته
ډاکتر ګل مرجان منګل

مشره ستاسو خبره  تر هغه چی پښتون ته حق نه وي ورکړل شوی او پښتون لکه غلام ژوند کوي پاکستان نه جوړیږي  چی نن ورځ په صوات کی وکړه له خندا ډکه او د پښتنو د غولونې بله معنی نه لري.

دا ده د پاکستان د جوړیدو څخه تر اوسه پورې اویا کاله تیریږی چې پاکستان د مردارې وینې زیږدلی او  جوړ  شوی دی خو پښتون پکښې د غلامۍ څخه نه شو خلاص لا تراوسه غلام دی.

غلام ځکه دي چی د خپلې ژبې، تاریخ، کلچراو ټولو انسانی او مدني حقوقو محروم دی.

غلام ځکه دی چی ګاز د پښتنو او بلوچو دی دیګ په لاهور کی پنجابي ورباندې پخوي، پښتون تورې شپې ته ورځې سبا کوی.

غلام ځکه دی چی په صوات، اورکزيو، وزیرستان باندې پنجابي پوځیانو اپریشنونه وکړل د پښتنو کورونه یی تبا کړل پښتانو ته یی ډول ډول شکنجې او سازاګانې ورکړي او همدغه لړۍ په وزیرستان کی همدا اوس هم روانه ده، له تاسو اچکزی رانيولی تر اسفنديار او نورو مشرانو یوه ورځ هم تاسو اواز اوچت نه کړ. غلامی نور څه شی ده؟ اچکزی صاحب، اسفنديار او نور د پښتنو مشرانو دا نن چی د کوزې خوا پښتانه د کوم غوربت او ذلت سره لاس او ګریوان دي دا ټول ستاسو د تش په نوم مشرانو  له لاسه، دا ځکه چی تاسو تر نن ورځی پورې خپل قوم پښتانه تش د خولې په شعارونو پټې سترګی ساتلی دي ورباندې خپل سیاست کوئ، چی همدغه لړۍ تاسو ته ستاسو د پلارونو او نیکونو درپاتې ده، تاسو به نه واست همدغه لړۍ به ستاسو زامن او لمسيان همدغه شان پر مخ وړي پښتانه به غولول کیږی نه به ستاسو په ژبه پاکستانیان شي او نه به هم له غلامۍ ازاد شي.

مشرانو په لیاز د خدای بس ده نور پښتانه مه غولوئ او مه  یې بې ستره او بیجابه کوی بس ده چی دا وځوریدل همدومره بس ده.

پښتانو په ځانګړی توګه قبایلو ته وړاندیز:

په لحاظ د خدای اې! د کوزې خوا پښتانو لږ ځانونه، تاریخ، ژبه، کلچر او خپل تاريخې ملی مشران وپیژنۍ، تر څو ځانونه وپیژنئ

دا نو ژوند دی چې د تور پنجابی لاندې چې نه یی مور مالومه، نه یی پلار مالوم، نه یی تاریخ مالوم دی له تاسو یی غلامان جوړ کړی دي، دا نو ژوند دی چی ترور هم پنجاب کوی زندان ته  هم تا پښتون اچوي؟
مړ هم پښتون پړ هم پښتون.

دا نو ژوند دی چې تاریخ یې در څخه هیر کړی دی، او په خپله ژبه لیک او لوست نه شې کولای؟ دا نو ژوند دی چی تور پنجاب ستا کور ورانوي، کور د تلاشی کوي، تور سری او ماشومان د شپه او ورځ ژړوي او ته لا نه ویښیږي همداسی ویده یې؟ چیرته دی ستا هغه غیرت؟چیرته ده ستا هغه تاریخ، چیرته ده ستا هغه میړانه؟ پرون په صوات باندې څه نه وو چی تیر نه شول همدا نن پر وزیرستان باندې څه نه دي چې نه تیریږی خو د قبایلو نور قومونه سر غوږ هم نه پورته کوی، ځکه چی سوځي هغه ځای چی اور ورباندې بلیږي

ای قبایلو پښتانو(مومندو، شینوارو، باجوړیو، اپریدیو، بنګښو، اورکزيو،وغيره د کوزې خوا پښتانو) تاسو د وزیرو او مسودو په درد نه دردیږی؟ ایا هغه ستا وینه او نصب نه دي؟ ایا دا کوم عمل چی نن د وزیرو او مسودو سره روان دی فکر نه کوی چی سبا به ستاسو وار وي؟ ورته عمل به ستا سره روان وي.

نو ځکه خو تاسو د کوزې پښتونخوا ټولو قومونو ته پکار ده چې سم مشران ځان ته وټاکئ، نور په دغه دروغو شعارونو باندې مه غولیږئ  سره یو موټی شئ، اتحاد او اتفاق  خپلو کې راولئ د وزیرو او مسودو درد خپل درد وګڼئ تر څو سبا تاسو د دوی په شان ونه دردیږئ.

خدایه په پښتانو کی پښتانه مشران پیدا کړي!

خدایه په پښتانو کی شعور او پوهه راپیدا کړي!

خدایه د پښتانو دښمنان ورک او تبا کړې!

خدایه پښتانه پښتانه کړې!

ومن الله توفیق

مننه

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • الحاج استاذ بیانزی (Montag, 18. Dezember 2017 01:38)

    منګل صاحب سلامونه !
    تر ټولو د مخه چه د بنچاب ټاپه راباندی ونه لګوی داووایم چه : پنجاب د انګریزانو او دغه بی ږیری او بی پټکی غلامان مشران یو ځل د پنجابیانو او دوهم ځل د انګریزانو غلامان دی .
    د پنجابیانو سره په مقامونو رقابت لری د پشتنو له ادرسه مقامونه ( د سوبه سرحد او پلوجستان ګورنری) ترلاسه کوی
    تاسی د هغوی د پښتو لیک او لوست غم کوی چه کوچنیان یی په پشتو لیک او لوست نه پوهیږی د دوی د نشنل عوامی پارتی نوم کی لمړی او اخر نوم په انګریزی او منځنی نوم په پنجابی یا اردو کی لیکل شوی ایا دوی ته دومره پشتو زده نه وه چه د خپل ګوند د پاره پشتو ټکی غوره کړی .
    کله چه یی د صوبه سرحد ګورنری ترلاسه کړی پکی د سوات او وزیرستان په لکونو مسلمان پشتانه په دی قتل عام شول چه هغوی د انګریزانو غلامی او یا د نشنل عوامی پارتی غړیتوب او الحذد نه منلو.
    منګل صاحب ، دغه مشران نه دی هغوی د کوزی پشتونخوا د خپلواکی د خوځښت د زیږیدو او کاریدلو د پاره چه خپلواکی تر لاسه کړی په ضد جوړ شوی چه د پنجاب یا اوسنی پاکستان سره لاس اړونه ولری
    منګل صاحب ، ستاسی په یاد نه دی کله چه دپاکستان حکومت په وزیرستان د عملیاتو پریکړه وکړه ، همدغه بی ریشه کدو سری کابل ته په ډیره ویاړنه سفر وکړو کرزی ته یی په وزیرستان د پاکستان د عملیاتو مبارکی وویلوه او دای هم ورسره زیاته کړه چه دا زما ابتکار وو یعنی د پاکسنتان حکومت او فوځ ته می د وزیرستان په پشتنو د عملیاتو نظریات ورکړل او تشویق مو کړو.
    د همدی او سوات د پشتنو د شهادت له امله یی د پشتنو ووتونه په دوهم ځل ونه ګټل څه چه د ووتونو ځای ته له ویری نه شو ورتلای عمران خان تری د صوبه سرحد ووتونه خپل کړل .
    منګل صاحب حیرانوونکی ده تاسی د کوزی پشتونخوا د تورو پنجابیانو غم کوی ( په داسی حال کی د نشنل عوامی پارتی مشران هم ورسره ملګری دی ) مګر د بری پشتونخوا د سرو انګریزانو، امریکایانو ، فرانسویانو ، جرمنیان او بلاخره ۴۸ کفری سرو اشغالګرو غم نه یادوی چه زمونږ په ټول هیواد له باسه بمباری کوی او دشپی عملیات ، پاکدامنی افغانی میرمنی بی عفته کوی پشتانه ځوانان په زندانو کی د شکنچو له مخی په شهادت رسیږی او څلور میلونه خوانان ، ماشومان بدایان په نشه توکو روږد شوی او داسی نور او نور . او مشران هم پښتانه دی کرزی او غنی ، اتمر، ستانکزی ، وردګ ، سیاف بل او بل دی

  • razmohammed mohmend (Montag, 18. Dezember 2017 06:17)

    thankyou sir;we want united pashtoon/educated,powerfull free.DANKESHON

  • BASRKE (Montag, 18. Dezember 2017 19:26)

    po kabul ke po pohkto sok khbre kawi?po dptar ke po pohkto likna shta? cherta di d pohkto jbe khownzi?zanta awol gota wonsi mlgro,worosta norota

  • غ.حضرت (Dienstag, 19. Dezember 2017 04:59)

    سلام.
    د باچا خان او صمد خان د بچانو د خیانت د غُدې پړسوب په هغه ورځ ماته بربنډ شو کله چه می په نولس سوه اتیا کی ولیدل چه:
    د ګلستان او پېښور پر دیوالونو اوهمدارنګه د هغوی د خیالی نړۍ پر دیوالونو هغه لیکنی په سترګو شوې کومی چه په هغوی کی د شوروی سره متجاوز پوځ په پښتونخوا او حتی ټول پاکستان ته د ننوتو او تجاوز لپاره د زړه له کومی هرکلی لیکلی شوی ؤ.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind