مرحوم پروفیسور داکتر سید خلیل الله هاشمیان
محمد ایاز نوری آزادي

10.06.2018 (20.03.1397)

مرحوم پروفیسور هاشمیان صاحب، چې ما پېږاند

محمد ایـاز نـوري آزادي

یو معتقد انسان هر دم خپل خالق ته تسلیم وي.

په تحقیق سره، چې د مرګ شیبه د هر انسان پر نزد د خلقت یو لوی راز دئ او د کشف استعداد ئې د هېڅ ژوي سره موجود نه ده. سه شنبه ۵ د جون سهار مل د افغاني د منورینو د ډګر څخه یو ستوری ولوېد، یو ادیب او تکړه لیکوال، زیارکښ صحافي او خبریال، سیاست وال او یو بې پروا مبصر، وطنپال او آزادی پال، د چاپلوس کس دشمن، غیرتي خدای پرسته مسلمان، د خپل مخالف په مقابل کې صابر اما قاطع، د یوه اماني درانه شخصیت مرحوم سید محمد سرور خان کُنړي زوی او د لوی فیلسوف افغاني سید جمال د کورنئ مربوط د کابل پوهنتون پخوانۍ استاذ سید خلیل الله خان هاشمیان وفات شو.

د ښي خواء څخه څلورم کس مرحوم پروفیسور سید خلیل الله خان هاشمیان

ما لیکونکي محترم استاذ هاشمیان د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۶ کال د دسمبر په میاشت کې هالینډ هېواد کې په یوه افغاني غونډه کې ولید، له هغه نه مخکښې ما د جناب سره د برښنا لیک په واسطه تماس درلود. په هم هغه لیدنه کې پس له ستړې مشې دستي استاذ ماته وویل، نوری صاحب راځه زما اطاق ته ځو، هلته ولاړو، جناب خپل یو ترجمه شوی کتاب «تاریخ موهن لعل» لومړی ټوک ماته تحفه راکړ او ما په مننې سره هغه کتاب ورنه تر لاسه کړ. هغه غونډه د استاذ او نورو افغاني شخصیتونو سره خوندوره تیره شوله. وروسته مو تماس خصوصاً د (آینه افغانستان) په ارتباط، چې دغه زیارکښ شخصیت ئې مسول مدیر وه، منظمې او پسې کلکې شولې. دا قانون ده، چې د یو بل انسان سره سل په سلو توافق موجود نه وي، لاکن ما د استاذ سره په اکثرو خصوصاً ملي مسائلو کې توافق درلود. استاذ یو واقعاً آزاد پال افغان وه. البته دئ یو اماني زاده کس وه، چې خپل تاثیر ئې پرې لاره. افغانستان ته د ناتو د بدماشی حملې (اکتوبر ۷، ۲۰۰۱ز کال) ډیر خفه وه او ماته به ئې ویل، دا حمله په دې بی باکه ډول زموږ ملت ته یوه لویه بی احترامی ده او هغه به ماته ویل، نو طالب حکومت ته ئې سقوط ورکړ، نو دغه د جمعیت غله او دا کرزی خیل ئې ولی خپله بوجی کی له ځان سره راوړل او پر موږ ئې حاکم کړل؟؟. د استاذ د آزادیپال خوی په باب دغه خاطره هم زما په ذهن کې ثبت ده. لکه څنګه، چې پورتني انځور ته ګورئ د ذکر شوې غونډې مشر شخصیت د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان کشری زوی داکټر صاحب احسان الله خان متخلص په ((د افغانستان)) وه، چې پخپل شرافتمند او نوراني موجودیت ئې هغه مجلس رڼا کړی وه. غونډه پیل شوه. لومړی وینا وال پاچا زوی وه. د غونډې نیمائي کې تفریح او د ماشام د ډوډی اعلان وشو. دلته استاذ هاشمیان صاحب د هئیت رئیسه په ځای کې پورته شو او خطاب دغه دوه نیم سوه حاضرینو ته ئې وویل: « او افغانانها! شما شرافت دارید، شما خو افغان هستید، اینجا یک شخصیت آمده و در مجلس ما شرکت کرده، او یک شهزاده است، او پسر اعلیحضرت امان الله خان غازی است، او به خاطر شمایان و برای دیدار با شمایان آمده است، یک سلام علیک، یک احترام و یک محبت خو باید با این شهزاده خویش بکنید! د هیڅ بنده ذات څخه کوم د اعتراض غږ پورته نشو او ټول سرکوزی ولاړ ول. کله، چې حضار د هال څخه په وتو شول. زه ایاز د معمول سره سم جناب پاچا زوی ته د بدرقه لپاره د ستیږ خوا ورغلم. حضار د رستوران پخوا، ور روان شول. هاشمیان صاحب پاچا زوی له لاسه ونیو او ورسره یو ځای د ستېږ. نه راکښته شو. ماته ئې وویل، نوری صاحب، کمی صبر میکنیم، در آخر به رستوران میرویم. ( اصلاً هاشمیان صاحب هم هلته خپل پلان جوړ کړ، چې دغه خصوصاً بی پروا، سقوی او خراسانی کسانو ته یوه جزا ورکړي). کله، چې حضار د ډوډی پر میزو ور توئې او کښیناستل، استاذ ماته وویل، برو پیش شو. ما به دروازې خلاصولې او پاچا زوی او هاشمیان صاحب ما پسې را روان شول. رستوران ته راننوتلو، استاذ احسان الله خان د مټ څخه نیوه او هر میز ته ورته او ورته به ئې ویل: « اینه والاحضرت احسان الله خان، معرفی شوید...» ما ایاز پخپلو سترګو داسی کسان هم ولیدل، چې زړه ئې نه وه، چې د افغان شهزاده سره د ستړی مشې لپاره له خپل ځای څخه اوچت شي، لاکن هم دغه کسان هاشمیان صاحب مجبور کړل، چې له خپل ځایه اوچت او احسان الله خان ته لاس ورکړي. بیا مو پاچا زوی مخصوص میز ته بدرګه کړ او د هجرت طعام مو ورته تقدیم کړلو. د خوراک په آخر کې ما استاذ هاشمیان ته وویل، خوب جزا همین خراسانیها و سقوی ها را دادي، هغه وویل، او نوری صاحب، کتی اینها همین طور باید معامله نمود. له هغه دیدار څخه پس زما اړیکي د استاذ سره منظمې مخته تللې. زما بعضی لیکنې هغه خپله مجله کې چاپ کولې او تل به ئې زما اخلاص او درنښت د غازي امان الله خان د اولادونو په حق کې ستایه. په ۲۰۰۹ز کال کې ما یو د افغاني سولې لپاره لیک د متحده ایالاتو ولسمشر اوباما ته ولیکه او پر محتواء مې د استاذ سره مشوره وکړله. استاذ په ټلیفون کې لکه زما یو سکه ورور لکه یو ډیر صمیمي ملګری او همراز لکه یو سخت وطن دوست افغان، چې له ځیګر نه ئې وینې څاڅي، ماته وویل: « نوری صاحب این پیشنهاد صلح تان با طالبان یک نظر منطقی است، طالب یک واقعیت افغانستان است، بسیار بیک قوت جنگ میکنند، دوام این جنگ بربادی مردم و ملت ماست. ناتو در راس حکومت ایالات متحده باید با اینان راه صلح و مذاکره را در پیش گیرد، نوری صاحب اینا به زور آمده اند، زور ما و شما (منورین خارج کشور) به اینا نمی رسه، .»

وسطي ولاړ کس نیکټائي کې والاحضرت احسان الله خان، د ښئ خواء دریم ولاړ کس نیکټائي سره پروفیسور هاشمیان

دوه کاله پخواء یو چا په افغان لیکوال شاغلي ولي محمد خان نوري پسې څه لیکلي ول او نورو لوستونکو د محترم هاشمیان صاحب په شمول دا ګمان پر ما ایاز کړی وه. استاذ ما سره تماس وکړ او وې ویل، دغه د نوري تخلص افغاني ټولنه کې زیات دئ، کیدای شي ته د خپل نوري تخلص سره مثلاً (خوستي) هم لکه علامه فارقه اضافه کړې، شه به وي، چې ته د نورو نوریانو سره تفکیک شې؟ ما استاذ ته وویل، شه خبره ده لاکن زما دغه ملت پال فکر او شخصیت او دغه منطقوي تخلص دا زما نه خوشیږي. زه به فکر وکړم. بیا مې د خپل نوري تخلص سره د (آزادي) کلمه هم ضمیمه کړله او استاذ رد نکړله.

دوهم دیدار مو بیا په هالینډ کې د کال په اوړي کې په هغه افغاني غونډه کې وه، چې استاذ دوو افغاني ادیبانو محترمه پوهندوی شیما جان غفوري او محترمه صالحه جان واهب واصل ته د دري ادب د استاذانو لقبونه پخپل لاس ورکړل. د دغه دیدار نه مخکې استاذ ماته فون وکړ او خپل دغه پلان ئې ماته ووایه او دا ئې په ګوته کړله، چې ته به حتمي سره د خپلې خانمې او نور داسې افغانان، چې سر ئې په تن وارزي، هم درسره راوله، ما ورته عرض وکړ، ان شاء الله حتماً به ستاسو فرمایش پر ځای کوم. هغه مازیگر زه د خپلې خانمې سره مربوط ښار ته ورسیدم. تصادفی هم دغه شیبه استاذ هم سره د خپل زوی ایمل خان په هم هغه کوڅه کې راښکاره شول. زما په لیدو ډیر خوشال شو او د روغبړ نه مخکې ئې وویل، نوری صاحب چند کیلو متر منزل کردی؟ ما ورته وویل، مهم نیست دیدار با شما و تعمیل آرزوی شما مهم است. هغه څو ساعته،چې موږ هغه افغاني مجلس کې سره لیدل، خورا شه تیر شول، که څه هم استاذ په صحي لحاظ شه نه وه، لاکن هره خبره ئې ما او نورو حاضرینو ته یو درس وه، رشتیا ووایم، هغه مجلس په استاذ هاشمیان صاحب هم دروند وه او هم شکلی ښکارېده. هاشمیان صاحب لکه لومړی وینا وال، بدون د کاغذ ستیږ ته لاړ، لومړی ئې شه په خپل خدای ورکړي جرات خپلې سوانح له کوچنیتوب څخه او بیا ئې د خپل تیر ژوند ټولې پېښې شه او بد او سهوګانې حضارو ته بیان کړلې. حضارو ورسره یادګاري عکسونه واخیستل او طبعاً استاذ خوشالیده. استاذ پوره ۲۷ کاله اصلاً په یوازې ځان د پردیتوب په ماحول کې د (آینه افغانستان) د مهمې مجلې چاپ ته اوږه ورکړله، که دا کار آسان وای، بیا ولې همدا شان مجلې نورو با سواده افغانانو چاپ نشوای کړای؟ د مجلې قلمي کسان هم عادي افغانان نه ول او دا اشخاص استاذ پخپل یو ملي فکر په دغه علمي مرکز کې سره یو ځای کړي ول. د هرې ګڼې سریزه، چې خپله به استاذ د حالاتو مطابق لیکله، واقعاً علمي او وطنپاله محتواء ئې لرله. پوهاند هاشمیان انسان وه او انسان خپلې نیمګړتیاوې هم لرلای شي، هغه سخت مخالفین هم لرل او باید لرلای ئې ځکه ده پخپل فکر باندې باور درلود او خپل فردي استقلال ته ژمن وه. استاذ زموږ له منځه ولاړ، لاکن د هغه کارنامې به افغان نسلونه پسې وائي او لازمه نتیجه به ورنه اخلي. روح ئې ښاد غواړم.

پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder