10.12.2016(20.09.1395)
مدني حرکت که سرکشي؟
لیکنه : خوشحال آصفي

د روښنايې غورځنګ ښکرې وکړې

له کله نه چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې پرېکړه شوې  چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزي د سالنګ له لارې کابل او ۱۰ نورو ولایتونو ته تېر شي، او اوسني حکومت يې د نهايې کيدو پريکړه کړې؛ د هزاره هيوادوالو څو تنه مغرض او خود خواه اشخاص چې له ايرانه خړوبه کيږي؛ د روښنايې غورځنګ په نوم راټول شوي او د ايران په غوښتنه د دغې ملي پروژي د عملي کيدو د مخنيوي لپاره په بيلابيلو بڼو لاس په کار شوي دي. په څو ځلونو يې د کابل ښار واټونه او سړکونه بند کړي دي او د ټولو مدني قوانينو خلاف يې لاريونونه کړي چې د يو شمير خبريالانو د ګواښل کيدو سربيره يې ګڼو کابل ښاريانو او سوداګرو ته په ميلونو افغانۍ زيان اړولی دی. په لندن کې يې د ولسمشر غني سپکاوی وکړ. په داسې حال کې چې پخپله د يو ځانګړي قوم لپاره د يوې ملي پروژي چې د هيواد ميشت ټول قومونه په کې برخه لري، د پلي کيدو غوښتنه کوي؛حکومت يې په قومي برخورد تورن کړ.

له دې ورهاخوا اوس يې په تازه کې د يوې نوې سرکشۍ لپاره ملا تړلې ده. تيره ورځ يې په یوه غونډه کې د برښنا شرکت بیلونه وسوځول او اعلان یې وکړ چې نور نه د برښنا د لګښت پیسې ورکوي او نه مالیه ادا کوي. روښنايي غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې وايې، د دې لپاره چې حکومت د دوی د مظاهرو امنیت نه شي ساتلی، د برښنا د محصول د نه ورکولو او د مالیې د نه ادا کولو په شان مدني حرکتونه کوي. دوی ګواښ وکړ، که په دې ډول یې هم حکومت د خپلې پرېکړې بدلولو ته اړ نه کړ، له نورو شېوو به کار واخلي.

د روښنايې غورځنګ په داسې حال کې خپلو سرکشيو ته د مدني حرکت په نوم دوام ورکوي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې پرېکړه شوې وه چې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزي د سالنګ له لارې کابل او ۱۰ نورو ولایتونو ته تېر شي او که اوس دا مسیر بدل کړي نه یوازې دا چې په دې پروژه څو سوه ميلون ډالره اضافي لګښت راځي بلکې شاوخوا ۳ کاله یې کار اوږدېږي. دوی ظاهراً پر حکومت د فشار راوړلو لپاره دا سرکشي څو د ترکمنستان د برښنا مزې د بامیان له لارې کابل ته وغځوي؛ خو په حقيقت کې د ايران لخوا ورکړل شوې پيسې هضموي چې د دغې ملي پروژې د مخنيوي او د افغان حکومت د تضعيف لپاره يې روښنايې غورځنګ ته ورکړي دي.

که څه هم له وړاندې معلومه ده چې د روښنايې غورځنګ د افغانستان د حکومت د تضعيف، د هيوادوالو تر منځ قومي تعصب ته د پراختيا ورکولو او د ملي پروژو د عملي کيدو پر وړاندې د خنډ جوړولو لپاره جوړ شوی دی؛ خو په ورستي سرکشه حرکت چې د برښنا بيلونو ته يې اور ورته کړ او اعلان یې وکړ چې نور نه د برښنا د لګښت پیسې ورکوي او نه مالیه ادا کوي؛ په خپل غورځنګ د قومي او سمتي تعصب رسمي ټاپه ولګوله. په دې معنا چې تيره ورځ په غونډه کې د روښنايې غورځنګ غړو وويل چې له دې وروسته به د ۱۳ حوزې اړوند په دشت برچي کې ميشت د دغه غورځنګ غړي حکومت ته ماليه او د برښنا بيل نه ورکوي. د دې معنا همدا ده چې دا غورځنګ د يو ځانګړي قوم او څو مشخصو کړيو لپاره کار کوي.

بل دا چې د برښنا شرکت خو يو خصوصي شرکت دی په داسې حال کې چې د دوی ناحقه دعوه له حکومت سره ده؛ نو د برښنا د بيلونو نه ورکول همدا معنا لري چې دوی له ځانونه له قانونه پورته ګڼي. دوی په دې کار سره لا هم روښانه کړه چې د پرديو په اشاره په خپلو لاسونو د ملي پروژو مخنيوی کوي، د حکومت د تضعيف لپاره کار کوي او د ايران په اشاره د افغانانو تر منځ قومي تعصب ته لمن وهي. 

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • داکتر سید خلیل الله هاشمیان (Sonntag, 11. Dezember 2016 11:15)

    دشمنان (روشنی) که درحقیقت یک تحریک (تاریکی) است، ازچهار جناح تمویل ورهبری میشود: ازمرکز دشت برچی وسلطنت کریم خلیلی - ازمرکزکمونستی سلانعلی کشتمند درلندن- ازجبنش دایکندی تحت اثرمعاون دوم - ازاستخبارات ایران.
    میگویند مردبدعملی بالای خیاشنۀ خودعاشق شد، هرچند تلاش کردمیسرنشد -آخر درمیدان عام با کارد تیز ایستاد وگفت یا خیاشنه را بمن تسلیم کنید ویا مادرزادی خودرا از بیخ می بُرَم- تقاضای دشمنان روشنی ازهمین منوال است.
    حالا که دشمنان روشنی از تمرد وضدیت با قانون کارمیگیرند، اگر درافغانستان حکومت قانون وجودداشته باشد، باید این دشمنان روشنی را به پنجۀ قانون بسپارند.
    داکترعبدالله که خودرا رئیش اجرائیه میخواند وبافیشن ولباس مود پاریس مجالس کابینه را ریاست میکند، چراقدرت اجرائیۀ خودرا که سلطنت شورای نظارنیز شامل آنست، دردشت برچی بکار نمی اندازد؟؟؟ سکوت وچشمپوشی داکتر عبدالله در برابر این تمرد نمایان بیانگر توطئه ها بداخل دستگاه حکومت پنجاه فیصد است . باعرض احترام - سیدخلیل الله هاشمیان 10 دسامبر 2016

  • Rahimi (Dienstag, 13. Dezember 2016 00:13)

    صحت ، خوش وخندان باشی عاليقدرمحترم دوکتور صاحب هاشميان ،
    ازخاطر دست آورد خياشنه، چيزيرا از دست دادن قبول شده ميتواند ، اما از خاطر پنجصد کيلووات برق ارزش آنرا ندارد که انسان چيزيرا ازدست بدهد. افسوس بحال ما که فرق دول وسرنی را کرده ميتوانيم اما فرق بين کيلووات و ميگاوات را کرده نميتوانيم . پنجصد کيلووات برق مصرف شصت خانه ئي متوسط ميباشد اما پنجصد ميگاوات شصت شهر افغانستان را انرژی داده ميتواند.
    با سلام های گـرم و احترامات

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder