01.12.2016 (11.09.1395)
مدغميدل یعني څه ؟

عزیزي

څرنګه چې لیدل کیږې په ټوله اسلامي نړۍ کي جنګ او دعوي ده او په دي هکله

هرڅوک د خپل اند او تعقل په کچه د دي جنګ اودعوي دلایل او علتونه په ګوته کوي

خو زما اند او فکر د هغو اشخاصو له اند او فکر سره ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه لګوي چې وایې دا جنګ او

دعوي په اصل کي د اسلامي نړۍ ددوو متضادو قطبو دعمل او عکس العمل محصول ده .

اوس نو ، څرنګه چې زموږ ګران هیواد داسلامي نړۍ یو غړی ده ، نو نسوکولاي هغه له دي

چوکاټه دباندي مطالعه کړو او یا داچې حالت داستثنا ورته قایل شو . بنا پر دي

زموږ په هیواد کي هم جنګ او دعوي د همدي دوو متضادو قطبو دعمل او عکس العمل

محصول ده او له هغه ځایه چې دا دوه قطبه متضاد دي نو نشې کیدلاي پر یوبل کي 

مدغم شې د مثال په توګه ؛ اوبه پر اور کي .

سره له دي چې د ادغام لغوي معناوي زیږي ( ناخوشايند ) دي . دمثال په توګه آس ته

په خوله کي لګام ( افسار ) اچول ، بيله ژوولو دگولي تيرول ، دیوچا مخ ور تورول او داسي نور ، خو بياهم

كيداي شي دوه متجانسه په يوبل كي مدغم شي دمثال په توگه دوه شريكته او يا دوه دمشابهو

كړنلارو احزاب ، او يا په ادبياتو كي "بدتر"په "بتر" كي ، خو څرنګه چې د عمل په دګر کي لیدل شوي 

حتي دا ‌‌‌‌‌‌ډول ادغام هم ښي پایلي ندي درلودلي او کله کله خو لا د دواړو دسقوط سبب ګرځيدلي 

چې د خلق او پرچم ادغامیدل په یوبل کي یې خورا ښه او ژوندی مثال دی . 

د پورتني  واقعیت پر بنا زه بلاخره دي نتیجي ته ورسیدم چې د ادغام په پرتله ، جبهه ‌‌‌‌‌‌ډيره موثره ده

او هغه هم په دي خاطر چې جبهه په خاصو شرایطوکې دیوه مشترک آرمان په خاطر ديوه مشترک

حریف ( دشمن ؟) په مقابل كي بیله دي چې متجانیسین خپل استقلالیت او کړنلاره له لاسه ورکړي

را منځ ته کیږې او دا هغه څه دي چې په ادغام کي تر‌‌‌‌‌‌ډيره نه ترسترګو کیږي .

د جبهي له لاري موږ کولاي شو د نافذه قوانینو په رڼاکي ، دولتي ټولو انتخابي اُرګانو ته خپل کاندیدان

وړاندي کړو او په کراره کراره حریف کونج ته کړو .

نتیجه ؛

١ - غير متجانس يا په بل عبارت ارتجاع او مترقي يو په بل كي (په هيڅ صورت سره ) نشې مدغمیدلاي ،

سره له دي که موږ وغواړو . څکه دا کار خلاف د طبیعت ده .

٢ - متجانس كيداي شي يو پر بل كي مدغم شي ، خو سره لدي يي پايله نامطلوبه ده او كار نه وركوي .

 يو تعداد خلگ بيا وايي چي غير متجانسين بيله دي چي پر يوبل كي مدغم شي ، كولاي شي څنګ پر

څنګ کار وکړي . زه وایم ولي نه ، خو په دي شرط چې مترقي د ارتجاع تر لاس ( قوماندي ) لاندي ونه اوسي

او داكار هغه وخت ميسر كيږي چې مترقي شخص دانتخاباتي اورګان لپاره د خلکو له خوانه انتخاب شوی وي .

دمثال په توګه د ملي شورا دغړي په توګه اویا د ولسوالي او یا ولایتي شورا درئيس په حیث .

ماسیوا لدي مترقي مجبور ده د ارتجاع قوماندي ته غاړه کیږدي او هغه څه عملي کړي چي مرتجع ورته وایې

او که چیري یو مترقي ؟ داسې پستي ته سر ټيټوي نو معلومه خبره ده چې دی هیڅکله مترقي نه ، بلکه

مرتجع وه خو دمترقي په لباس کي ، که نه نو لکه څنګه چي مو مخکي وویل مترقي په ار تجاع کي نشې

مدغمیدلاي ،  چې خورا شه مثال یې جهاني ، داودشا صبا او "علومي * ؟" دي او وموليدل چي په ارتجاع

کي مدغم نه شول .

٣ - په نننیو شرایطوکي دمترقي ځواک را منځ ته کیدل صرف دجبهي له لاري ممکن دي او بس .

پورتنی لیکنه د افغانستان له شرایطو سره سم لیکل شوي او له ارتجاع نه مي مقصد نننی دملي وحدت

دولت دی .

پای .

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder