17.12.2018 (26.09.1397)
متحده عرب اماراتو کې د افغان سولې مذاکرات او انديښنې

طالبان، امریکا، سعودي عربستان، عرب متحده امارات او پاکستان

نظرمحمد مطمئن -  لیکوال او شناند

په متحده عرب اماراتو کې چې طالبان له امریکایانو سره مخامخ خبرې کوي، تمه ده چې دغه خبرې ښې پایلې ولري، زه د یو افغان په صفت د وړاندیز تر حده وایم، دا چې نن ورځ غونډې کې د سعودي عربستان، د اماراتو او پاکستان استازو د ګډون سره طالبانو توافق کړی،  په داسي حال کې چې ستونزه د امریکا/ناټو ځواکونو د شتون پر سر ده. او د طالبانو او امریکایانو ترمنځ ډیر ځله مخکې هم مخامخ خبرې شوې، نو ښه به وای چې د سعودي عربستان ، متحده عرب اماراتو او پاکستان د استازو د ګډون پر ځای په غونډه کې د افغان حکومت د استازو له ګډون سره طالبانو توافق کړی وای.

زما په آند چې په ننۍ غونډه کې به بیا هم اساسي خبره دا وي چې پر طالبانو د بېلابېلو لارو فشار راوستل شي، تر څو د افغان حکومت له استازو سره مخامخ خبرو ته زمینه مساعده شي.

که طالبان کوم وخت د امریکا، پاکستان، سعودي عربستان او اماراتو د فشار نتیجه کې له افغان حکومت سره خبرو ته چمتووالي ښيې، نو ښه به وای چې له ننۍ غونډې وړاندي یې لیوالتیا ښودلي وای، او ویلي یې وای چې پرته د نورو هیوادونو له فشاره، ښه ګڼو چې له افغان حکومت سره مخامخ دوه په دوه ناسته ولرو، غواړو چې د سولې برخه کې د هغوی پر واک او صلاحیت باندي پوه شو.

داچې امریکا تر ۵ ځله زیات له طالبانو سره مخامخ خبرې کړي، او طالبان ځان ډیر قوي هم ښيې، که کوم وخت پرته د نورو هیوادونو له فشاره، د خپلو شرایطو او پریکړې له مخې د افغان حکومت له استازو او افغان سیاسي ډلو له مشرانو سره کیني، دا به یو د سولې اړوند پرمختګ وګڼل شي، او باالاخره یوه اړتیا هم ده.

هره هغه لوبه چې پاکستان پکې دخالت ولري، افغان ولس انديښنه لري چې نتیجه به یې ښه نه وی، موږ د مجاهدینو د وخت ترخې او ناکامه تجربې مخکې لرو.

د مجاهدینو رهبرانو اګاهانه او یا د امریکا او روسانو د توافق له امله ونه شوای کولای چې له روسانو سره د جګړې د ختم لپاره د افغان ولس ښه استازولي وکولای شي، د دوی پر ځای د افغان – روس جګړې اړوند په ژنیو کې پاکستان پریکړه وکړه، چې د همهغه نا سمې پریکړې (۱۹۸۸ ز کال) له امله تر دې مهاله موږ (افغانان) په جګړه کې پاتې شوي یو.

که د افغان سولې اړوند طالبان د کوم بهرني هیواد تر فشار لاندي پریکړو ته مجبوره کیږي، او یا نا اګاهانه تیروتنه کوي، د مجاهدینو په پخوانیو قدمونو خپل قدمونه ږدي، داسي یوه نه جبرانیدونکې سیاسي تیرونه به ورڅخه کيږي، چې کلونه نور به هم افغان ولس په جګړو کې پاتې شي، او یا به د امریکا د پوځیانو شتون ته زمنیه برابره شي، چې بیا به هم د سیمې هیوادونه زموږ په کورنیو چارو کې د امریکا دپوځیانو د شتون سره د مخالفت له امله مداخلې کوي، نا امني به وي، او د نورو هیوادونو تر منځ د جګړې قربانیان به افغانان وي.

فکرکوم چې د ماسکو فورمټ غونډې امریکا وارخطا کړي، امریکا له بېلابېلو لارو پر پاکستان فشار راوړی، همدا ډول امریکا له سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو څخه د مرستې غوښتنه کړي، په دغسي حساس پړاو کې د طالبانو استازي نه باید د تیرو ۱۷ کلونو د افغان ولس قربانۍ، دربدرۍ، وژنې او بې ځایه کېدنې نا لیدلي ونیسي، او د امریکا د  فشار په نتیجه کې دوی هم د ځینو هیوادونو د فشار له کبله هغه تیروتنې تکرار کړي کوم چې د مجاهدینو رهبرانو وکړي.

د سولې اړوند د هرې هڅې قدرداني کوو، خو چې د امریکا- افغان جګړې اړوند مسئلې کې څومره هم نور د امریکا ملګري هیوادونو ته  په خبرو کې برخه ورکول کیږي، په هغه اندازه به د خبرو پله (تله) د امریکا په ګټه وي.

د اماراتو غونډې وښودله چې امریکا غواړي په ډیر مهارت سره د افغان سولې خبرو کې د ماسکو، چین ، منځنۍ اسیا، ترکیې، قطر او ایران هڅې پيکه کړي. که څه هم د افغان سولې اړوند  زموږ ګټې هیڅ هیواد په نظر کې نه نیسي، هغوی به خپلې ګټې او امتیازات غواړي، ولي د پاکستان په وساطت په امارتو کې غونډه، په داسي حال کې چې وار له مخه د طالبانو او امریکا تر منځ مخامخ خبرې پېل شوې، افغان ولس سره پوښتنه داده د ناستې ګټه به طالبانو ته که ورسره ناستو هیوادونو ته ډیره وي.

ښکاري چې په اماراتو  کې افغان سولې اړوند غونډې له امله به یوازي پاکستان او د هغوی متحدین (سعودي عربستان او عرب متحده امارات) ګټه کوي، امریکا ته ښیې چې طالبان هڅوي چې له امریکا سره یوې معاملې ته چمتو شوي، خو طالبان به پکې دا تاوان کوي چې ځینې هغه هیوادونه چې په سېمه کې د امریکا د پوځي شتون سره مخالفت لري، د امریکا ګټې په سیمې کې ننګوي، هغوی به پر طالبانو شکمن کړي، او له طالبانو سره به بیرته فاصله ونیسي.

پرته له شکه چې ایران به په اماراتو کې د سعودي عربستان او اماراتو د استازو ګډون په انديښنه کې واچوي، همدا ډول ترکیه.

او ماسکو چې غوښتل یې د امریکا یکه تازي په سېمه کې ووننګوي، د ماسکو فورمټ غونډه یې جوړه کړي، د امریکا او ملګرو ملتونو له فشار سره سره یې طالبانو ته په غونډه کې د ګډون زمینه مساعده کړه، هغوی به هم د امریکا نوي هڅې ته د شک په سترګه ګوري.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • razmohammed mohmend (Dienstag, 18. Dezember 2018 06:10)

    SALAMOALIKUM;MUTMAEEN SAHIB AND ABDULSALAM ZAEEF SAHIB MUST
    PARTICIPATE IN PEACE DIALOG.
    AFGHAN GOVERNMENT MADE MISTAKE,
    ANY WAY WE HOPE TO PEACE COME.
    THANK YOU

  • محمد (Dienstag, 18. Dezember 2018 06:46)

    مطمئین صاحب، سلامونه او احترامات. ټوله نړۍ او ملت و یوې خواته روان دي او تاسو محترم و مقابل جهت ته ټغري وهئ. وروره! دا چي امریکا اړه سول چي د طالبانو سره مخامخ خبرو ته کښیني خپله ددې خبري اقرار دئ چي ددوئ په لاس تشکیل سوئ حکومت ددې توان نلري.افغان حکومت د اولس اعتماد په خپلولو کي ۱۰۰٪ پاته راغلئ دئ چي د طالبانو پله پر درنه سوې ده، اوس ددې نامشروع جوړښت د ژغورلو لپاره امریکایان غواړي چي طالبان په یو څه راضي کړي،اوس که افغان ولس میړه وبولو او افغان دولت میرمن او طالبان د میړه مشر زوی فرض کړو. او امریکا د میرمن یار او د ملي یووالي حکومت د میرمن په نس کي ماشوم، نو سیناریو داسي تشریح کولای سو چي میړه پوه سوئ دئ چي د میرمن په نس کي کوچنی دده نه دئ بلکه د میرمن د یار دئ او اوس غواړي چي دا ماشوم د مور په نس کي لا نقصان سي یا حد اقل د ځیږیدلو وروسته ووژل سي څو د میړه د دنیا وارث ونه ګرزي او میړه دا کار غواړي د مشر زوی په لاس وکړي. د میرمن یار په دې خبره پوهیږي او د میړه د مشر زوی سره په خبرو دئ څو رشوت ورکړي او د خپل ناجایز اولاد د ژغورني یوه چاره وسنجوي. د میړه مشر زوی هوښیار او زیرک دئ. پوهیږي چي داغه یې د پرمختګ چانس دئ خو د میرمن پر یار بشپړ اعتماد نلري او فکر کوي چي خپل ناجایز زوی به هم په ده وژغوري او بیا به ما هم مړ کړي او د پلار ټول میراث به د میرمن دیارو اولاد ته ورپاته سي. او تاسو محترم په دې مابین کي طالبانو ته پیشنهاد کوئ چي مشر ورور دي د خپل مور شریکه ورور سره مستقیماً خبري وکړي.خپله فکر وکړئ چي ستاسو دا مشوره څومره معقوله ده. د مشر ورور مور شریکه ماشوم تر اوسه پوري د مور په ګیډه کي دئ. هغه په مایع محیط کي لکه کب د مور د وینو څخه اکسیجن اخلي سږو یې لا کار نه دئ پیل کړئ او ته وایې چي د هغه سره دي هم صلاح وسي. وروره که ټوکي کوې داسي ټوکي وکړه چي تنها انسانان وخندوي. د خرو خندول به شاید ډیر ارزښتناکه کار نه وي. مننه

  • Sarwar (Dienstag, 18. Dezember 2018 10:11)

    محترم متمن صاحب، تاسو په دی پوهیږۍ چه سعودی عربستان،پااکستان، آمارات او دآفغانستان حکومت دچا نوکران دی او بادار یی څوک دی؟ په دی طالبان ښه پوهیږی، چه د چاسره خبری وکړی، یعنی دهغوی دبادار سره!

  • ایاز نوری (Mittwoch, 19. Dezember 2018 11:20)

    مطمین صاحب، سلام او درنشت رسوم

    زه د وسلهوال او بر لاسي طالب دا موقف چی د کابل حوکمت سره هیچ خبرو ته حاضر نشو، بالکل تایید کوم. د یوه غلام حکومت سره چی بادار یې هلته حاضر وي، خبری کول، کوم منطق نلري. اوس کابل حکومت ((انتحار)) وکړي، که شرم ولري.

    په درنشت

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind