23.11.2016 (03.09.1395)

لیکوال او شنونکی نظرمحمد مطمئن نن ملي امنیت نیولی

ځوان لیکوال او د سیاسي چارو شنونکی نظرمحمد مطمئن نن ماښام ملي امنیت نیولی دی.

د نوموړي د کورنۍ غړي وايي، نن مازیګر نظرمحمد مطمئن، وراره یې محمد عظیم او زوی یې ثناء الله د کابل ښار د قمبر څلور لارې سره ملي امنیت درولي او د نیم ساعت پلټلو وروسته یې زوی خوشي کړی؛ خو نظرمحمد مطمئن او وراره یې ځان سره وړي دي.

تراوسه پورې د ملي امنیت ریاست د نوموړي د نیولو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم کورنۍ د نیونې د علت په اړه پوهېږي.

اینجنر نظرمحمد مطمئن لیکوال او شناند دی او د افغانستان په اړه تر ډېره بریده حقایق لیکي او وايي.

په خواله رسنیو کې د نوموړي نیول کېدل سخت غندل شوي دي.

د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي«د بیان د ازادۍ اتل نن ناوخته د ملي وحشت د حکومت لخوا نیول شوی دی.که ارګخیل د ولس د غږ بندول غواړي، ارګ دې پریږدي، بله لار یې نسته.»
رسنۍ

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder