20.09.2016 (30.06.1395)

لوړ ګډ ملي لرلید او ارمانونو ته ژمنتیا د هیواد بحران ختمولای شي

محمد عارف رسولي

سریزه

ملي مشران او وړتیا لرونکي زعیمان تل هڅه کوي چې خپل ملتونه په سترو ملي ارمانونو راغونډ کړي. کله چې ملي لرلید په علمی توګه رامنځته او د خلکو ټولنیز او سیاسي شعور ته داخل شي، نو خلک یو موټی کوي  او سترې بریاوې تر لاسه کولای شي.

په دې مقاله کې په یوه علمي میتود بحث کیږي چې څنګه ګران هیواد د یوه ګډ ملي لرلید په محور چې، زموږ د ملت د اکثریت خلکو ارمانونه په کې نغښتی وي، او له اوسني بحراني حالت څخه مو را وباسي، راټولولای شو. همدارنګه، دا مسئله تشریح کیږي چې څنګه د ملي ستر لرلید پرتله له اوسنیو واقعیتونو سره په ملت کې یو نوښتګر فشار او یوه ستره خلاقه انرژی رامنځته کړو.

 دا خلاقه انرژي او نوښتګر فشار چې طبیعي ده حل غواړي په ملت کې ستره انګیزه، خلاقه انرژي، ګډ دریځ او ملي عزم راټوکوي. که دا کار مو سم وکړ نو په خپل ملت کې د سترو سترو کارونو د سرته رسولو لپاره د خلکو سیاسی او مدني شعور لوړولای شو او ملت ته نجات ورکولای شو.

ځینې لغتونه

لرلید  (Vision): هغه ټاکلی او روښانه راتلونکی حالت چې د کوم کس، سازمان او یا ټولنې د زړه له کومي غوښتنه او د ژوند له ارمانونو سره تړاو ولري. موخې/هدفونه  (Goal) : لرلید ته د رسیدو لپاره موږ اړ یو چې د پلان کولو پروسه ولرو، په هغو کې تاسو ټاکی چې د خپلو زیرمو او شرایطو سره سم څه باد وکړئ چې د لرلید خواته مو نیژدې کړي. ځینې نړیوال سازمانونه بیا د (Goal) په ځای (Overall Objectives) کاروي. همدارنګه، د موخو لاسته راوړلو لپاره بیا منځ مهاله موخې  (Intermediate Objectives) ټاکل کیږي.

لرلید ته د رسیدو لپاره ټولنې او ملتونه ستراتیژیک پلانونه جوړوي او پلي کوي یې. دا پلانونه او ورڅخه لاسته راغلې پایلې ارزوي، ورڅخه زده کړه کوي، کمښتونو ته ځیر او لیرې کوي یې، له غوره تجربو څخه ګټه اخلي او په راتلونکي پروسه کې یې په نظر کې ساتي.

د هیواد بحراني حالت او زموږ مسوولیتونه

د هیواد بحراني حالت هرچا ته مالوم دی، لاملونه او لوبغاړي یې هم خورا روښانه دي. زیات تحلیلي بحثونه او لیکنې هم ورباندې شوې دي. خو مهمه خبره داده چې له دې ملي ناورین څخه د وتو لپاره څه کول په کار دي؟ دولت که کولای شي څه وکړي، او نور هغه هیوادوال چې له دې ننګونو خبر دي، ورباندې فکر کوي، له دې حالت څخه کړیږي او رنځیږي، څه کولای شي او څه باید وکړي او په کومو کړنلارو او تګلارو یې وکړي؟ 

عکس العملي دریځ

طبیعي خبره ده چې په هیواد کې د کړکیچ لاملونو او په کې ککړ لوبغاړي په ګوته کول، په وړاندې یې دریځ نیول، ورباندې عامه پوهاوی زیاتول، په هکله یې د ملي افکارو همغږي کول، له ملي ګټو، ملي او دیني شعایرو ننګه کول د هر افغان وظیفه ده او نن سبا دا په یوه ملي خوځښت بدلیږي. ګورو چې زیات افغانان د بحران د عواملو او په کې ښکیلو کړیو ته ګوته نیسي او د ستونزو سره سره د پخوا په پرتله غوره ټولنیز او سیاسي شعور رامنځته شوی دی. خو ایا یوازې د مبارزې دا ډول کافي دی او که نور څّه هم په کاردي؟ د دې کار ستونزې کومې دي؟

د پرمختیایي پوهانو په نظر د داسې  مبارزې خاصیت او بڼه ترزیاتې کچې عکس العملي وي، د مبارزینو لید لوری، ارمانونه او سوچونه یې تر ډېره په عکس العمل او په هغه څه تمرکز کوي چې دوی یې نه غواړي او تل په مقابله کې راخلاصه کیږي. ورته خوځښتونه لکه د چاپیریال د ککړتیا، د سقط جنین، د نژاد پرستۍ او نورو په ضد په ټوله نړۍ کې شته او پوهان وایي چې که څه هم دا خوځښتونه ټول ښه نیت لري، خو هر څه یې عکس العملي بڼه لري. په اوږد مهال کې انګیزه یې د شرایطو له بدلون او د وخت په تیریدو سره کمیږي، په ملت کې کومه خلاقه انرژي او نوي ابتکارونه نه شي رامنځته کولای، او زیات وختونه ښې پایلې له خپلو هڅو نه ترلاسه کوي. 

په لاندې شکل کې د ټولنو دوه دریځونه چې یو یې عکس العملي (منفی دریځ) دی او بل بیا نوښتګره او فعال (مثبت) دریځ دي ښودل شوي دي.

زموږ د ملي کدرونو‎‎‎‎ او سیاستوالو زیات قیمتي وخت، انرژي او هڅې یې په  کې مصرفیږي او په پای کې عکس العملي دریځ او تمایل پیدا کوي او له لوړو ارمانونو پاللو پاته کیږي. د پوهانو په نظر په ټولنیزو او سیاسی مسئلو کې عکس العملي دریځ داسې دی لکه سړی چې د ناروغیو د اصلي لاملونو او ریښو په ځای د مرضونو سرسری علامې تداوي کوي، د اورلګیدو د بنسټیزو لاملونو د له منځه وړلو په ځای تل په اور وژنو بوخت وي او تل اړ کیږي یوازې ستونزې حل کړي. دا موضوع به نړیواله کچه ښه روښانه شوې او زیات مشهور اثار ورباندې لیکل شوي. پرمختللي ملتونه د خپلو پرمختیايي لرلیدونو او له ستونزو سره د مقابلې یو ښه انډول رامنځته کوي.

 په اصل کې د یوه ملت، مشرانو او خوځښتونو زیات قیمتي وخت او انرژي باید د ملي لرلید او ملي ارمانونو په رامنځته کولو او ورته کار کې ولګیږي. دا ملی لرلید باید په ملت کې د سواد خورولو، بیوزلۍ ورکولو، د ټولنیزو محرومیتونو له منځه وړلو او د سیاسي او ټولنیزو خوځښتونو د رامنځته کیدو او ټینګښت، د ملک د پرمختګ، اقتصادي پیاوړتیا او داسې نورو ملي ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره باید په کار راشي.

سړی باور کولای شي چې په ملک کې روان بحران چې راز راز لوبغاړي لري، تر شا یې یو بنسټیز پلید نیت دادی چې افغانان کټورو بنسټیزو کارونو ته وخت ونه مومي، له یو بل سره په وړو مسئلو او کرکو کې بوخت وي ترڅو په خپلو پښو ونه دریږي او فرصت پیدا نه کړي چې لوړ خیالونه و پالي. که وګورو کله چې موږ کوم ستر ملي قدم اخیستی او کومه ښه لاسته راوړنه مو لرلې لکه د ټاپي، کاسا زر،  ټوټاپ، د سلما د بند پرانستنه، د چابهار بندر ته لاسرسی او نور سمدلاسه په داخل کې له داسې پیښو سره مخ شوي یو چې د خلکو پاملرنه یې بلې خواته اړولې ده اړ له ناهیلۍ سره مخ شوي دي. داځکه چې ځینې قوتونه نه پرینږدي زموږ په ملت کې په ځان باور او راتلونکي ته هیله مندي زیاته شي او له شته فرصتونو سمه ګټه واخلي.

ملی لوړ، ګډ لرلید او ستر ارمانونه ټاکل او ورته ژمنتیا

په سیاسي او ټولنیزو بدو شرایطو کې داسې زیات ممکنه ده چې ابن الوقت او د ټیټو ارزښتونو لرونکي، بې همته خلک له مفسدینو او شر غوښتونکو سره لاس یو کړي ترڅو یې ننګین ژوند خوندي او خیټې یې مړې شي. زیات نور خلک د خپل ځان او ملت سرنوشت او تقدیر ته سپاري، فکر کوي چې دوی څه نه شي کولای. دا دواړه بد حالتونه دی. خو که سړی ورته ځیر شي زموږ په ټولنه کې زیات شمیر خلک همداسې دي. له بلې خو ګورو یو شمیر ټولنیز خوځښتونه هم رامنځته شوي او په ځوان کهول کې ځینو ملا تړلې تر څو له جهل او فساد سره مبارزه وکړي. ستونزې شته خو ورځ تر بلې په زیاتیدونکې توګه ځوانان د مسوولیت احساس کوي. دا ښه کار دی خو کافی نه دی.

اړتیا ده ټول هغه خواره واره قوتونه چې د هیواد اوسنی حالت یې ځوروي د یوه ګډ ملي لرلید (Vision)  چې په ملي ارمانونو ولاړ وی رامنځته کړي او ورته ټینګه ژمنتیا ولري. د لرلید تر څنګ باید اوسنیو شته واقعیتونو ته هم کره نظر وکړي، سم او روښانه تصویر یې ولري. د لرلید او اوسنیو واقعیتونو د مدام پرتلې په مرسته به  په دې ملي خوځښتونو او قوتونو کې یو ستر ساختاری فشار (تنش) (Structural Tension) رامنځته شي چې د ټولنیزو او طبیعی منل شوو قوانینو په اساس د حل لاره غواړي.

ساختاری فشار د پوهانو په نظر دوه برخې لري

لمړۍ برخه، له تشویش څخه ډک فشار (Emotional Tension) دی. دا فشار موږ اړباسی په هغو څیزونو تمرکز وکړو چې موږ یې نه غواړو، نو تل د ستونزو په حل کولو اخته وو، ټول فکرونه او سوچونه مو په مقابله بوخت وي او په پای کې د عکس العملي تمایل لرونکي شو او د ټولنیزو خوځښتونو لپاره دا ډېر بد عادت دی اوهغوی له سترو لاسته راوړنو راګرزوي.

که تاسو چاته ووایئ چې ته عکس العملي سړی یې، یا تاسو عکس العملي خلک یاست په خپله نوښت نه لرئ تل منتظر یاستئ یوازې د نورو په کړنو نیوکې وکړئ هغه خواشینی کیږي. خو زیات خلک په ځان نه پوهیږي او په اصل کې هیڅ کوم نوی ګټور نوښت نه لري او کرار کرار یو ډول عکس العملي تمایل Reactive Orientation) ( په کې پیدا کیږي. وروسته پاته ټولنې په حقیقت کې ترډیرې کچې همداسې دي، کوم ګډ لوړ لرلید نه لري، تل له نوښت او ابتکار څخه بې خبره او یوازې د حوادثو په وړاندې دریځ نیسي، تل له نورو سره په ټکر کې وي او هیڅکله پرمخ نه ځي.

پورته یادونه وشوه چې زموږ د ملک خوځښتونه اوس له زور ګویۍ، فساد، ملي ضد عناصرو او جهل سره مبارزه کوی، خو له همدې ډول تشویش څخه ډک فشار (تنش) څخه الهام اخلي او هغوی خوب ته نه پریږدي. خو لکه پورته چې وویل شول، که دا یو سم کار دی او هغوی یې په ریښتوني توګه تعقیبوي، خو دا یې له لوړو ملي ایدیالونو، او سترو  کارونو راګرزوي، له ټیټو ارزښتونو لرونکو او شخصي ګټو پالونکو، کرکجنو او متعصبو جاهلو خلکو سره په یوه کچه د زیاتو بیطرفه خلکو په نظر کې معرفي کیږي. دا ډله خلک د لوړو ارمانونو څخه پاته او تل په دوهمه درجه مسئلو باندې بوخت وي. دا په حقیقت کې د یوه ټولنیز، سیاسي او روڼ اندي خوځښت لپاره یو ستر ناورين دی. دلته یو تحریک باید تل ووایي هغه غندم، دا نه غواړم، د دې په ضد یم، دا ملي خیانت دی، دا او هغه د ملي ګټو ضد دی او داسې نور دریځونه لري او تل به له نورو سره لاس او ګریوان وي او د بحران د یوه طرف په سترګه به هم ورته کتل کیږي.

دوهمه برخه، یې نوښتګر فشار (Creative Tension) دی. د ساختاري فشار (تنش) دوهمه برخه بیا نوښتګر فشار دی. دا فشار بیخي بیل شرایط او طرز تفکر غواړي. دلته مبارزین تل باید خپل لوړ لرلید او اوسنیو شته واقعیتونو ته ښه ځیر وي. د دوی لرلید هغه څه وي چې له خپلو خلکو سره یې په ګډه رامنځته کړی وي. دا لرلید هرڅومره چې لوړ وي او د اوسنيو واقعیتونو سره تل پرتله شي، په همغه کچه په ملت کې ستره نوښتګره انرژي رامنځته کوي. خو پوهیږو چې یوازې لرلید و ارمان درلودل بې له دې چې شته واقعیتونو ته په لوڅو سترګو وګورو او ریښتینی تصویر یې له شته واقیتونو سره پرتله کړو کومې ګټورې پایلې نه لري. داسې لرلید یو تش خوب او خیال وي. همدارنګه، د نوښتګر فشار د رامنځته کیدو لپاره شته واقعیتونو ته د دښمن په سترګه نه بلکه د فرصتونو راوړونکو پدیدو په توګه باید وکتل شي. د خوځښت مشران تل په هغه لرلید او هغو څیزونو زیات تمرکز کوي چې د دوي د ژوند او د ټول ملت عالي ایدیالونه او لوړ ارمانونه وي.

د دې طرز فکر له مخې موږ زیات په هغه څه زیات تمرکز کوو چې موږ یې غواړو. خو له هغو څیزونو چې موږ یې نه غواړو هم غافله باید نه وو خو ټول هم اوغم مو دا نه دی. په دې کړنلاره کې موږ تل نوښت کوو،  نوې ابتکارونه او ګټور کارونه کوو، په مثبتو افکارو تمرکز کوو، خلک سره وصل کوو، کدرونه روزو، ټولنیز خدمتونه وړاندې کوو، علم او پوهه خوروو، یو بل ته لاس ورکوو، نه پریږدو چې تر اړتیا زیات په عکس العملي کړنو بوخت شو، قیمتي وخت او انرژي مو سم ځای مصرف نه شي. دا تګلاره موږ ته د عکس العملي تمایل په ځای جوړونکی تمایل (Generative Orientation   ) را په برخه کوي.

له نوښتګر فشار څخه په ځان او خپلو خلکو کې د توان موندلو او خپل لرلید ته د اوسنیو واقعیتونو د ورنیږدې کولو لپاره باید کار واخیستل شي. دا هلته کیدای شي چې موږ حقیقت ته ژمنتیا ولرو. په دې مانا، نړۍ، ژوند او ننګونې یې داسې وګورو لکه څنګه چې دي. له منفي فکرونو، بې ځایه جنجالونو،  مسوولیت نه منلو او یوازې د نورو د ملامتولو څخه ډډه وکړو. بلکه اړینه ده چې خپلو کمښتونو ته ځیر شو، خپل مسوولیتونه ومنو، د ګډ کار اخلاق په ځان کې ومومو او ځان اصلاح کړو. په اوسنیو شرایطو کې تل په خلاصو سترګو وګورو چې زموږ په ګټه فرصتونه کوم دي او څنګه ورڅخه ګټه پورته کړو، ننګونې کومې دي او څنګه یې په فرصتونو واړوو؟ څنګه په خلکو کې د ناهیلیو په ځای هیلې راوټوکوو.

سپارښتنې

  1. زموږ هر سیاسي ګوند، مدني ټولنه، قومی شورا او د خصوصي سکتور سازمانونه هر یو باید دا سې ګډ لوړ لرلید وټاکي چې د خپلو اړوندو خلکو د ژوند له ارمان سره یې اړخ ولګوي.
  2. هغوی باید اوسنیو شته واقعیتونو ته هم پوره څیر شي، یو سم تصویر یې ځانته ښه روښانه او له خپل ګډ لرلید سره یې تل پرتله کړي. دلته به تل دوی ګوري چې د لرلید او اوسنیو واقعیتونو په منځ کې یوه تشه شته او ارو مرو هلته یو نوښتګر فشار رامنځته کیږي چې حل غواړي. دوی باید تل دا پرتله وکړي او دا نوښتګر فشار وساتي.
  3. باید ښه ځیر وي چې خپل نوښګر فشار څنګه په کار واچي، په خپلو ځانونو او غړو کې کلک هوډ او ستره انګیزه رامنځته کړي.
  4. باید ځیر وي چې د لرلید او شته واقعیتونو له پرتلې څخه تشویشي فشار هم رامنځته کیږي او که هغوی دا فشار سم مدیریت نه کړ نو عکس العملي دریځ به خپل کړي، له نوښت، لوړو ارمانونو لرلو او ورته له کار کولو به پاته شي.
  5. که زموږ ټولنیزو او نورو سازمانونو دا کار سم وکړ، نوښت او ابتکار به د دوی په اختیار کې وي، په مثبتو مفکورو، ګتولو سترو ملي ګټو او په هغو څیزونو چې به تمرکز وکړي چې ټول ملت یې غواړي، نو ملت به سم رهبري کړي.

 

  1. د ټیټو ارزښتونو لرونکو، کرکجنو او متعصبو کړیو ته به په ملت کې ځای پاته نه شي، ګوښه به شي او له صحنې به ووزي.
  2. دا خبره په ملي کچه هم سمه ده. زموږ ملت او دولت د ځان لپاره یو ګډ او لوړ لرلید باید وټاکي. دا لرلید باید داسې وي چې زموږ ټول خلک ځان په کې وګوري، ارمانونه یې ورسره تړلي وي، او د خپل ځان او راتلونکي نسل نجات په کې وګوري.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder