12.03.2018 (21.12.1396)
له ۱۶ کلونو وروسته په افغانستان کې د امریکا حضور بیا پیاوړی کېږي

د اسوشېټېډ پرېس د راپور له مخې تېره اوونۍ چې کله په سنا کې په یوه استماعیه غونډه کې د امریکا امنیت ته د لویو ګواښونو پر مسئلې بحث کېده، د افغانستان نوم یوازې څلور ځلې یاد شو او هغه هم د امنیتي لوړپوړو چارواکو په پرانېستونکو ویناوو کې، نه د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې. دغې غونډې دوه ساعته دوام وکړ، خو هېڅ یوه سناتور له استخباراتي چارواکو د افغانستان په اړه پوښتنه ونکړه. د اسوشېټېډ پرېس په وینا، له دې ښکاري چې دغې جګړې ته چې اوس ۱۵ زره امریکایي ځواکونه پکې ښکېل دي، ډېره لېوالتیا نشته. د راپور له مخې، داسې هم نه ده چې ګواکې دغه جګړه پای ته رسېدو ته نېږدې ده. تېره میاشت د امریکا د پوځي روزنې د لوا شااوخوا اته سوه سرتېري افغانستان ته ورسېدل چې افغان ځواکونو ته د مشورې ورکولو چارې پیاوړې کړي. دغه راز د پوځیانو ترڅنګ د جنورۍ له میاشتې راهیسې، جنګي او نورې الوتکې هم په افغانستان کې زیاتې شوې دي. خو دا نه ده روښانه چې دغه جګړه به چې د ۲۰۰۱ میلادي کال په اکتوبر کې پیل شوې، هغسې چې امریکا یې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د اګست د میاشتې د نوې ستراتيژۍ له اعلانه وروسته تمه کوله، مخ ته لاړه شي. ښایي د جګړې تصویر لا هله روښانه شي چې په را روان پسرلي کې له معمول سره سم د جګړې د تودېدو فصل پیل شي. انتوني کوردسمن چې د واشنګټن د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د افغانستان حالات له نېږدې څاري، تېره میاشت په یوه مطلب کې لیکي وو چې د امریکا حکومت د افغان ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره په پلانونو او پوځي تکتیکونو کې د پام وړ پرمختګونه کړي، خو د مدني او سیاسي ثبات لپاره یې هېڅ نه دي ترسره کړي. د ده په وینا، دا هغه ستونزه ده چې د راتلونکو پارلماني انتخاباتو سره به ورته ډېره توجه واوړي. کوردسمن وایي، د ولسمشر ټرمپ اداره یوازې په افغانستان کې د امنیت له خرابوالي سره مخ نه ده، بلکې په سیاسي، حکومتي یا اقتصادي برخو کې یوه څرګنده ستراتیژي هم نه لري چې په افغانستان کې له ثبات سره مرسته وکړي. د کابل کمزوری حکومت او د وسله والو طالبانو مقاومت د امریکا د پوځ په وړاندې یوازنۍ ستونزې نه دي، بلکې د امریکایي چارواکو په وینا، د روسیې مداخلې هم په دې هېواد کې د امریکا او ناټو پوځي هڅې زیانمنې کړې دي. امریکایي جنرال جوزیف ووټل تېره میاشت د کانګرس یوې کمېټې ته ویلي وو چې مسکو هڅه کوي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د سخت دریځو حضور زیات وښیي او ملامتي یې هم پر امریکا اچوي چې دا هېواد په افغانستان کې ناکام شوی دی. خو افغان چارواکي بیا د ګاونډیانو په تېره بیا د پاکستان لاسوهنه د جګړې د دوام یو اصلي لامل بولي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري:
 "نړیوالې ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو اوس دا درک کړې چې ستونزه په پاکستان کې ده، تر هغو چې په سیمه کې دا ستونزه نه وي حل شوي، دوی به د افغانستان ملګري وي او د افغانستان تر څنګ به وي."
 پر پاکستان سربېره په دې وروستیو کې ایران هم تورن شوی چې له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي، خو اسلام اباد او تهران دواړه دا تورونه ردوي. په جورج واشنګټن پوهنتون کې د سیاسي علومو او د نړیوالو چارو استاد سټیفن بیدل وایي، دا چې امریکایان له دغې جګړې سره چندان لېوالتیا نه لري، دې مسئلې له سیاسي پلوه ټرمپ ته د دې امکان برابر کړی چې دغه جګړه هغسې چې دی یې غواړي، مخ ته یوسي. د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن په تېره نومبر میاشت کې ویلي وو چې افغان پوځ د امریکا په ملاتړ د جګړې لوری بدل کړی او د طالبانو په وړاندې برلاسي شوی دی. له هغې را وروسته طالبانو د کابل په ګډون په یوشمېر سیمو کې لویې حملې ترسره کړې چې لسګونه ملکیان پکې ووژل شول، امریکایي چارواکو داسې وانګېرله چې ګواکې دا د طالبانو د وارخطایۍ تکتیک دی او داسې یې استدلال کړی و چې دوی نور د دې توان نه لري چې نوې سیمې ونیسي. خو د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې رئیس دان کوټس د تېرې سې شنبې په ورځ د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته د افغانستان د حالاتو داسې تصویر ورکړ چې ډېرخوشبینانه نه و. هغه وویل، موږ د افغانستان عمومي امنیتي وضعیت داسې ارزوو چې راتلونکی کال به وضعیت لا یو څه خراب شي او د افغانستان پرحکومت به د طالبانو له خوا فشارونه دوام وموي. کوټس زیاته کړه چې افغان ځواکونه به وکولای شي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د لویو ښاري سیمو کنټرول ته دوام ورکړي، خو ورته استماعیه غونډې ته بیا د امریکا د د فاعي استخباراتو مشر جنرال رابرټ اشلي یو مختلط تصویر ورکړ. هغه اټکل وکړ چې افغان ځواکونه به سږکال تهاجمي عملیاتو ته پراختیا ورکړي، خو هغه د دې وړاندوینه هم وکړه چې طالبان به هم ثبات له ګواښ سره مخامخ کړي، په لېرې پرتو سیمو کې به خپل نفوذ زیات او د ولسواليو مرکزونه له ګواښ سره مخ کړي او په ښاري سیمو کې به هم د لویو حملو په ترسره کولو سره، پرحکومت د خلکو اعتبار زیانمن کړي.
راپور: آزادۍ راډیو

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • اقبال (Mittwoch, 14. März 2018 00:14)

    د کابل غلامه اداره هغه فاحشی ته ورته ده چه د امریکا په مشری ۴۸ لونډان لری .
    کونۍ ښځه مهمه نه ده چه ښکلا لری که نه لری کله چه مسلکی شی نزدی او لیری نور لونډان یی هم خوښوی چه یارانه ورسره ولری یعنی د پخوانو او نوو لونډانو ترمنخ رقابت او مسابقه پیل کیږی پاکستان ، ایران ، چین، هیند ، روس ترکیه سعودی او داسی نور هم هلی څلی لری چه دفاحشی سره خلوت وکړی امریکا او ناتو ته زور ورکوی
    نو د فاحشی په واسطه یو بل خپله پیاوړتیا نورو ته ځلوی چه د امریکا حضور په افغانستان کی پیاوړی شوی یا پیاوړی کییږی چه په دی واسطه نور لونډان وډاروی . وایی که غاپی نه لکۍ خو جنډا وړه ، امریکا دغه لکي جنډوالی ته پیاوړتیا وایی خبر نه دی چه د لته د دیرو لکی راشکته شوی څه چه لکي یی پری شوی بی لکیو کرځی ښه مثال یی پرونی روسان دی .
    هو دا یی منو چه د دولت وزیری په شان تخمونه یی زمونږ هیواد کی پریښی مګر کله چه یی مجاهدین په مخه اخلی دغه تخمونه به یی هم تر دوی دمخه درومی

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind