23.11.2016 (03.09.1395)
له ولسمشرڅخه څو پوښتنې
نويده خوشبو

د عبدالرحمن د سلطنت په دوره کې د جلال اباد - تورخم په لویه لار يوې قافلې خپل مالونه يوه کلي ته نږدې ښکته کړل او ویده شول، غلو مالونه پټ کړل او په تروږمو کې ورک شول. سهار وختي  سوداګرو ځان امیر ته ورساو امیر ورته وويل: ایا نه پوهیدئ چې د هغه کلي خلک له څېرمه غله دي او تاسې بیا هلته ویده کیدئ؟ سوداګرو ورته و ویل: موږ فکر کاوه چې د امیر په هیواد کې امنیت ټینګ دی نو که موږ ویده شو امیر خو به ويښ وي، امیر ورته ځیر شو او وويل: تاسې اوس لاړ شئ یوه اونۍ وروسته به ستاسو مالونه په بشپړه توګه در تسلیم کړم.

 غلو غلا کړې وه خو د امیر د دبدبې او هیبت له ویرې یې انډې نه وې تقسیم کړې، عسکر چې کلي ته ولاړل؛ نو غله څرګند شول لومړی یې مالونه سوداګرو ته تسلیم کړل او بیا یې غله قاضي ته یوړل.

دا چې د هغه مهال امیر په نشت وسايلو داسې کولاې شول، نو څرګنده ده چې افغان ولس د بې نظمۍ طرفدار نه دی او ....

دا کرښې د عادلانه نظام  په لور نومي کتاب کې ولسمشر محمد اشرف غني لیکلي دي !!!

 په دې کتاب کې یې په هیواد کې د نا امنیو، فساد، اقتصادي کمزورتیا او.......تقریبا ټولو ستونزو په عملي حل ټينګار کړی دی.

 ولسمشر نن ولې له خپلو همدغو حل لارو کار نه اخلي؟ ګومان کړم د کتاب  لیکوال داسې یوه هیواد ته د عادلانه نظام حل لاره وړاندې کړې وه، چې اوس ترې خپله خبره هیره شوې او په خپلو کورنيو چارو کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

 بروکسل غونډې ته له ورتګه وړاندې ولسمشر د رسنیو په وړاندې ویلي وو‍‍: هر وزیر چې خپله اویا سلنه بودیجه بشپړه نه کړي نو د ولسي جرګې لخوا باید سلب صلاحیت شي.

خو؛ نن بیا د سلب صلاحيت شویو وزیرانو ننګه کوي!

ولسمشر په دې کتاب لیکلي چې: زموږ ستونزه د بشري پانګې نه لرل نه دي بلکې له دې پانګې څخه د موثرې ګټې د نه اخیستلو له امله ده،هغه نیوکه کړې چې  په افغانستان کې متخصصه او وړه بشري پانګه شته خو حکومت (پخوانی ولسمشر حامد کرزی) ورڅخه سمه ګټه نه اخلي او کار اهل کار ته نه سپاري.

اوسنی ولسمشر د پخواني ولسمشر په پل، پل کیښود او هماغه چاره ترسره کوي چې  پرې يې نیوکه درلوده.

 آیا ډاکتر نسرین اوریاخیله د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ته وړ کس وه؟ ایا لاسته راوړنې لري؟ د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني څه توره کړې؟ ولې یې په سلب اعتماد خواشینې یاست؟ تاسې خو وايي: په افغانستان کې د بشري پانګې کموالی نشته نو بیا ولې نور وړ کسان نه ګمارئ؟

د مکافاتو او مجازاتو اصل مو څه شو؟

په ونډو د حکومتي څوکیو په ویش مو نیوکې کړي او په ټولنې او حکومتولۍ مو د منفي اغیزو په اړه لیکل کړي؛ نن تاسې څه کوئ؟

د قانون په ټینګښت او حاکمیت مو هم ډیرې خبرې کړي او یادونه مو کړې چې د قانون ټینګښت د ټولو پانګو د تنظیم او ثبات لامل دی،او د معاصر حکومت مشر د قانون د ټینګښت مسؤل دی؛ نو ستاسو په حکومتولۍ کې قانون کومه دی؟

ښاغلی ولسمشر تاسې خبر ياست: په دوو میاشتو کې درې ځله په جوماتونو کې لسګونه هیوادوال په سجدو مړه شول او لسګونه نور قران شريف په لاس ټپي شول؟ د وینو سیندونه وبهیدل، او د مړو بې شمېره کتارونه جوړ شول، په هیواد کې  د پانګونې کچه د تیر کال په پرتله ۵۹سلنه راټيټه شوې ده، د سرپل ښار د نیولو هڅې روانې دي د کندز اوسیدونکي لا هم په ویره کې دي، شمال او ټول هیواد ته نور ترهګر لیږدول کیږي، په هیواد کې د ترهګرۍ په نوم د ختیځ او لویدیځ نوې لوبې پیلیږي، چاودنې دي، بریدونه دي، بشري پانګه د تېښتې په حال ده، ماشومان او ځوانان برمته کیږي، د غلاو او وژنو فصل شو، برېښنا نشته، بې روزګاري ده، فساد دی،........

تر دې ټولو مسایلو  ایا د سلب اعتماد شویو وزیرانو ننګه او معاملې کول ډیرې مهمې دي؟

که چیرته د یو حکومت تسلط د هیواد په ډیرو سیمو کې ونه چلیږي، ورته معاصر دولت نه شو ویلې

تاسې وړاندې لیکلي: د هیواد وضعیت یوازې وسله والو مخالفینو نه ده خراب کړی، بلکې وضعه د دولت بې کفایتۍ او بې غورۍ هم خرابه کړې ده آیا د نن ورځې وضعه د حکومت په ټیټو او لوړو پوړیو کې  ستاسې د مداخلې له امله فلج شوې نه ده؟

بې کاري د ټولو بدبختیو سرچینه ګڼئ خو نن ورځ د بې کفایته وزیرانو د بې کاري غم خورئ خو د ولس نه.

ستاسې په نظام کې عدالت او مشروعیت کوم دی؟ د ناروا زور او قوت د استعمال دوره خو تاسې هم پای ته ونه رسوله.

تاسې هم څوکې برخې کړې؛ خپلوان او شریکان مو وګمارل، ولس په څال حال دی؛ خو ستاسې خپل منځي ډرامۍ نه خلاصيږي، شخصي ګټو  لپاره نن یو او سبا بل مرور وي!

تاسو وايئ: اور بلیږي دیوالونه پخیږي؛ د هیواد ناخوالو د هیوادوالو سیاسي شعور پیاوړی کړی دی او هر وګړی په هیواد کې  په روانو ټولو معاملو او ستونزو پوهیږي.زموږ د ټولنې مرض تشخیص او درملنه یې معلومه ده.

 لیکئ:

ولس ریښه او دولت ونه ده ؛جګړه ځپلي ولس بنسټیز اصلاحات غوښتل....

تاسې د ولس په منځ کې وئ او له ټولو واقعیتونو ښه درک لرئ؛ خو نن چې واکمن شوئ د هیوادنيو ستونزو او ناخوالو د له منځه وړلو لپاره له خپلو طرحو او حل لارو کار نه اخلئ!

فکر نه کوئ  ولس له تاسو هم ناخوښ او مایوسه دی؟

په ټولنه کې ستاسو د محبوبیت ګراف ۱۸۰درجې راښکته شوی دی. ولس ستاسې له واکمنۍ ناهیلۍ شوی.

نه! زموږ غوښتنې ډیرې نه دي، قناعت لرو، روغتون او حوزو ته مو په ورتګ او له ځینو ادارو څخه د څارنې  هرکلی مو کړی، د ځینو دوسیو په علني محکمې هم ډیر خوښ یو، له نړیوالو سره د اړیکو په ښه والي د مرستو له جلبولو ، د ملي شورا سره دوامداره  د چارو همغږي  او ډیرو نورو اغیزمنو کارونوڅخه هم منندوی یو،

خو ستاسې څخه د ولس هيلې تر دې ډیرې وې!!!

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • Dipl. Ing. Rahimi (Donnerstag, 24. November 2016 21:22)

    افسوس که کاکا غنی به مطالعه آن هيچ وقت ندارد ومشاورينش ، مثل لت های سلطان محمود گرد هم در عيش ونوش اند.
    بدترين کار حکومت فعلی اين است که در همين قسم تحولات ملت را در (انتظار) نگاه داشته فريب ميدهند ، تا دوره ئي حکومت داريئ شان دوام پيداکرده ودر مقابل ملت انگيزه ئي را نشان نما بسازند. وعده ها به جديت تعيين ميشوند و به تعويق انداخته ميشوند . مثلاً تعين وزرا ، شوراي ولايتي ، وعده هایی کاريابی وغيره وغيره فقط به منظور فريب دادن ملت درجريان پيشکش ميشوند.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder