26.05.2018 (05.03.1397)
له طالبانو د ایران د ملاتړ
محمد حديث پردېس

له طالبانو د ایران د ملاتړ په اړه د امریکايي چارواکو تازه څرګندونو د ولسي جرګې غړي په جدي توګه اندېښمن کړي دي.
د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون مسؤلین وايي چې له طالبانو د ایران د ملاتړ موضوع حساسه ده او باید پهدې اړه په موقع څېړنې او اقدمات وشي.
 د دغه کمېسیون رئیس نثار احمد غوریاني ازادي راډیو ته وویل چې نوموړي پهدې اړه له لوړ پوړو افغان چارواکو سره هم خبرې کړي دي. دی وايي:
 "تېره ورځ مې د همدې موضوع په اړه د ملي امنیت له شورا او دفاع وزارت سره خبرې وکړې، نن د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت له مسؤلینو سره هم ګورو که دا موضوع رښتیا وي، نو د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېره خطرناکه ده، ځکه چې زموږ څو ولایتونه له ایران سره ګډه پوله لري او ایران موږ ته یو بل پاکستان کیدای شي، موږ د دې مسئلې په اړه شدیداً کار کوو."
دا څرګندونې پهداسې حال کې کېږي چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو ویلي چې ایران په افغانستان کې طالبانو ته وسلې او مهمات استوي او له دغې ډلې ملاتړ کوي.
ښاغلي پومپئو د دوشنبې په ورځ د ایران په اړه د امریکا د ستراتیژۍ د اعلان پر مهال وویل چې په افغانستان کې له طالبانو د ایران ملاتړ د تاوتریخوالي لامل شوی او په افغانستان کې یې د سولې او ثبات د ټینګښت مخه نیولې ده.
تر دې وړاندې په کابل کې د ایران سفیر له ځینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ایران له طالبانو سره اړیکې لري، خو دا پهدې معنا نهده چې له دغې ډلې ملاتړ کوي.
روسیې هم تر دې وړاندې ویلي چې له طالبانو سره تماس لري، خو ملاتړ ترې نهکوي.
د افغانستان دفاع وزارت له طالبانو سره د ایران مرستې نه رد او نه هم تأییدوي، خو وايي، پهدې اړه هر اړخېزو څېړونو ته اړتیا ده.
د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش یې په اړه وايي:
 "موږ د دې لپاره دغه موضوع نه تأیید او نه هم ردوو چې اکثر لاسته راغلي وسلې د مخالفینو له لوري په قاچاقي توګه له بېلابېلو هېوادونو راوړل کېږي او د وسلهوالو لاسته لوېږي، موږ یې ځینې ترلاسه کړي او څېړنې مو روانې دي."
له طالبانو سره د ایران د همکارۍ موضوع په افغانستان کې د اندېښنې وړ ده چې کله ناکله د ملي شورا غړو او د افغانستان په لویدیځ کې سیمهییزو چارواکو هم پهدې اړه اندېښنې مطرح کړي دي.
امنیتي بنسټونو تر دې وړاندې هم ویلي چې له طالبانو سره د ایران د همکارۍ په اړه څېړنې کوي، خو اوس به ولیدل شي چې دغه څېړنې څنګه ترسره کېږي او کله بهیې پایلې اعلان شي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder