02.06.2019 (12.03.1398)

له زندان څخه داحمدظاهرخلاصون

لیکنه  : پخوانی عدلیه وزیرپوهاند عبدالحکیم شرعی جوزجانی

ژباړن : عبدالرووف لیوال

مخکې له دې چې ددهمزنګ له عمومی زندان څخه لیدنه وکړم ، اودعفوې دفرمان اودمجازاتودتخفیف طرحه جوړه شی ، یوه ورځ زما سکرترنعیم خان راته وویل چې ، نامتو سندرغاړی احمد ظاهرله یوه پولیس سره راغلی اوغواړی تاسو سره وګوری ، سمدلاسه دعارضینودهرکلی خونې ته ورغلم اوهغه (احمدظاهر) مې راوغوښت ، په ډیره مهربانۍ مې ورڅخه وپوښتل (تاسوته څه خدمت اومرسته کولای شم ؟)

هغه چې ډیرخواشینی اوناهیلی معلومیدو، راته یې وویل (څوکاله کیږی چې ، دخالدې نومې دوژنۍ په ناحقه توربندی یم ، دخالدې پلار پرګل ځاځی چې له لوړپوړوچارواکو سره اړیکې لری ، پرمادعوی کړې ، داقتل په ما پورې اړه نه لری ، اوتراوسه دما دالزام په هکله هیڅ کوم مدارک اودلایل هم نه دی پیدا شوی ، خوڅوک نشته چې زما شکایت واوری ، په داسې حال کې چې قاتل معلوم دی اوپه خپل جرم یې اعتراف هم کړی ، له تاسوغواړم که زما عرض واوری )

دهغه عریضه مې ولوسته ، همدا ټکی په ټکی پکې لیکل شوی ول ، دعریضې لاندې مې دکابل دمحکمې رییس ته ولیکل (( دعارض شکایت دقانون سره سم وڅیړئ اوماته خبرراکړئ))

احمدظاهرته مې وویل چې ، دخواشینی ځای دی چې تاسوغوندې نامتوسندربول په زندان کې وی ، له څوکلونوراپدې خواستاسوځای دهنرمندانوپه ډله کې تش دی ، اوس داعریضه دکابل ولایت محکمې ته یوسه ، زه ستاسودعریضې اوخلاصون په هکله دقانون په رڼا کې اقدام اوله هیڅ رازمرستې او کمک نه دریغ نه کوم .

هغه مننه وکړه اوله پولیس سره یو ځای له خونې ووت .

سمدستی مې داحمد ظاهردوسیه راوغوښته ، خودهغه دوسیه په آرشیف کې شتون نه درلود ، وروسته معلومه شوه چې دهغه دوسیه دعدلیې وزارت په یوه لوی اومهم سیف کې ساتل شوې وه ، داسیف ډیرلوی اوتقریباًیوټن دروند وواوپه څو کلیانودتخنیکی لارښود نه وروسته خلاصیده ، باشی (خانه سامان) له هغه رمز نه چې ورسره وو داسیف خلاص کړ ، داحمدظاهرله دوسیې سوا ،دوه نورې دوسیې هم په سیف کې موجود وې ، چې یوه یې دداوودخان داساسی قانون دوسیه وه ، چې وروسته له تصویب دپارلمان دټولووکیلانولاسلیکونه پرې باندې ول .

دوهمه دوسیه هم دهغه شپږتنوبزګرانووه چې په رڼا ورځ دسرپل دبوغایی کلی دځمکو دشخړې په سردپارلمان وکیل کمال الدین خان اسحقزی دزوی اکبرخان له خوا سوزول شوی ول ، ددې دوسیې په لیدلوسره هک پک حیران پاتی شوم ، ځکه ما فکر کاوه چې دادوسیه به ډیره پنډه وی اوڅوزره پاڼې به لری ، خوکه ګورم چې ایله ۲۰تردیرشوپاڼې یې درلودې ، داسوزول یې مغلوبه جنګ بللی وو اوبس ، ددوسیې په پای کې داسې انګیرل کیده چې ګواکې دواړو خواووسره سوله کړی وی اوکمال الدین خان حاضرشوی ووچې ۶۰۰جریبه ځمکه دوژنې په پورکې ورکړی ، تر څو دوژل شویو کورنۍ له خپلې دعوې نه انصراف وکړی .

دریمه دوسیه چې ډیره پنډه اوله زرو زیاتې پاڼې یې درلودې هغه دخالدې دوژلودوسیه وه ، چې خالده داحمدظاهردوهمه ښځه اودپرګل ځاځی لوروه ، دپیښې هغه انځور چې اخستل شوی وودخالدې جسد یې په یوه تنګ اوچسپ لباس کې ښوده ، چې په بدرقم وژل شوې وه اوپه سینه یې دچړې څوګوزارونه لیدل کیده چې دهغې زړه یې څیرلی وو.

دمستنطقینوپه قول ، خالده چې په احمد ظاهر یې زړه بایللی وو، غوښتل یې چې هغه سره واده وکړی ، خواحمد ظاهرترې ډډه کوله اودهغې ټینګارته یې په دې هکله بابیزه جواب ورکاوه ، په پایله کې خالدې دکابل والی ته عریضه کړې وه چې له احمد ظاهرنه بلاربه شوې اوهغه مجبوردی چې له هغې سره واده وکړی ، خواحمدظاهرنه منله اوټینګ ووچې زما وینه دې دماشوم له وینې سره معاینه شی .

وروسته له ډیرې لانجې بلاخره احمد ظاهردهغې سره واده ته اړسو اوواده سرته ورسید.

خوپه هغه شپه چې خالده دیوه ځوان له خوادحشمت په نوم دچمتلې په دښته کې وژل کیږی ، احمدظاهرشتون نه درلود اوپه دوسیه کې هم داحمد ظاهرهیڅ ډول اعتراف نشته ، یواځې یوه ښځه دخوبان په نوم دقاتل دمعاون په توربندی وه اوهغې هم په څوعریضوکې ادعادرلوده چې دشکنجې په واسطه ترې اقراراخیستل شوی اوویلی ووچې دخالدې وژل داحمد ظاهرپه لارښونه شوی دی .

شرعی وړاندی لیکی په هر حال ما موضوع له حفیظ الله (امین) سره شریکه کړه ، اوداحمدظاهرپه هکله دعفوې دفرمان اخیستلوپه لټه کې شوم اودهغه نظر مې وغوښت اوداسې مې ورته وویل [احمدظاهردپښتواودری سندروپه ویلوسره نه یواځې په افغانستان ، بلکې په سیمه کې ساری نه لری ـ څومره به ښه وی که خلقی دولت دنوروهنرمندانوپه ډله کې دانومیالی هنرمند هم ولری ]

امین هم داحمدظاهرخوشې کیدلوته لیوال وو، له مانه یې وپوښتل ؟ آیا احمد ظاهرپه دوسیه کې په قتل اعتراف کړی که نه ؟

ماورته وویل چې په دوسیه کې داحمد ظاهر هیڅ ډول اعتراف نه ده راغلی ، سربیره پردې هغه په کومه شپه چې قتل شوی ، دپیښې په ځای (چمتله)کې له سره شتون نه درلود.

امین وویل ( په ریښتیاسره هغه په خلکوډیرګران دی ، زه هم دهغه دخلاصون طرفداره یم ، افسوس چې داسې یو هنرمندپه زندان کې پاتې دی ، داکارماته پریږده ،زه دهغه دعفوې فرمان له تره کی صاحب نه اخلم ،تاسوهغه همدا نن دهغه کورته واستوی )

ماسمدلاسه دکابل دمحکمې رییس ته لارښوونه وکړه چې ، احمدظاهرله زندان نه راوغواړی اوهمدانن یې خپل کورته ورسوی اوورته ومې ویل چې دهغه دعفوې فرمان سبا تاسوته دراستول کیږی .

په خپله امین دهغه آواز ته عحیبه لیوالتیالرله ، هغه کنسرتونه چې دبهرنیومیلمنوپه خاطردبهرنیوچارودوزارت په سالون کې جوړیدل ، داحمدظاهرپه غږبه پیل شول اودوه ،درې سندرې به يې پرله پسې اجراکړې ـ احمد ظاهردامین نه دمننې په خاطریوه مشهوره سندره هغه ته ویلې وه چې متله یې داده :

هرجاګذری نام امین ، نام امین است         +      این توسن ایام چی خوش رام امین است

دژباړن خاطره : خوبان هغه ښکلی لولۍ ښځه وه چې دشهرنوپارک ته مازیګرپه چکرراتله دښاپیرۍ شان ته ښکلې اوپه هغه وخت کې به یې خپل دسر ویښتان (های لایت) کول.

داحمد ظاهرداپښتو سندره  ډیره تاریخی اونامتوده  : اوبه درته راوړم – سابه درته پاخم 

 خانه دې ورانه شه جوګی        (په تن موروغتیا ، په خوله مو مُسکا )

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind