23.10.2016 (01.08.1395)

له حزب اسلامي سره د سولې تړون د پلي کېدو فرمان صادر شو

ولسمشر غني له حزب اسلامي سره د سولې د تړون د عملي کولو لپاره فرمان صادر او یو کمیسیون یې ټاکلی دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او حزب اسلامي ډلې سره د سولې تړون د روان لمریز کال د تلې په لومړۍ نېټه لاسلیک شوې وه.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ولسمشر او د پوځ اعلی سرقوماندان په توګه د تلپاتې سولې د ټینګښت په نیت ولسمشر د هېواد ټولو دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د لاندې اقداماتو د پلي کولو امر کړی دی:

لومړۍ ماده: د هېواد هوایی او ځمکني (زغروا ل، توپچي، پلي، کوماندو، سرحدي او نور) ځواکونه دې د اسلامي حزب پر مورچلونو، مرکزونو او قرارګاوو خپل جګړه ییز او چاڼیز عملیات او ګوزارونه بند کړي.

دوهمه ماده: د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو (د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، او د ملی امنیت لوی ریاست) رهبري هیئت ته دنده سپارل کیږي چې د حزب اسلامي د پلاوي سره په مشوره د یوې هراړخیزې څیړنې له مخی اغېزناک میکانیزم جوړ کړي او د هغه پربنسټ هغه سیمې چې د حزب اسلامي مسلح ځواکونه پکې مېشت دي تشخیص کړي ترڅو د هر اړخیزې همکارۍ سره سم اوربند پلی شي او د ناوړو پېښو مخه ونیول شي.

دریمه ماده: ترهغه پورې چی د حزب اسلامی افغانستان وسله وال کسان (مرکزونه) خپلې وسلې د جلب او جذب پلان سره سم له دولت سره ثبت او راجستر کوي او د مجدد ادغام بهیر بشپړيږي، کله چې د حزب اسلامي وسله وال ځواکونه د نړیوال ترورېزم او یا د هېواد د وسله والو مخالفینو له خوا تر برید لاندې راځي ټول ځواکونه دې ورسره لازمې مرستې او ملاتړ وکړي.

څلورمه ماده: د قول اردو ګانو، فرقو او لواګانو قوماندانان، د پولیسو د زونونو او ولایتونو امنیه قوماندانان او د ملي امنیت د لوی ریاست اړوند ولایتي او مرکزي ریاستونه دې خپل جګړه ییز احضارات (چمتووالی) لومړۍ درجه کړي تر څو نړیوال تروریزم د همدې فرصت څخه ناوړه ګټه وانخلي.

پنځمه ماده: وزارتونه، دولتي اړوندې ادارې او والیان دې د حزب اسلامي له قوماندانانو او افرادو سره د سیمې د امنیت لپاره خپلې ناستې، سلا او مشورې د لاسلیک شوي توافقلیک سره سم ترسره کړي.

شپږمه ماده: کله چې د حزب اسلامی افغانستان وسله وال ځواکونه خپلې وسلې له اړوندو امنیتي ادارو سره د یو منظم پلان سره سم له دولت سره ثبت او راجستر کوي او د بیت المال برخه ګرځي او دوی د مجدد ادغام په بهیر کې شاملیږي، د افغانستان وسله وال ځواکونه مکلف دي چی د هیواد د نورو وګړو په څېر د حزب اسلامی د وسله والو ځواکونو او غړو د ځان، مال او حیثیت ساتنه د قانون سره سم تأمین کړي.

اوومه ماده: دواړه خواوې د اوربند د پوره تطبیق مکلفیت لري او هر ډول سرغړونه او له دې اوربند نه غلطه استفاده به د قانون سره سم څیړل کیږي او د مجرم سره به قانونی چلند کیږي. د حزب اسلامی  غړي او د هغوی متعلقین د نورو هېوادوالو په شان د قانون پر وړاندې عین حقوق او مسؤلیتونه لري. 

اتمه ماده: د افغانستان د ملي او امنیتي ځواکونو رهبري ته دنده سپارل کیږي چی د سولې د لاسلیک شوي توافقلیک د موادو د پلي کیدو لپاره د قاطع حمایت د قوماندان او د نړیوال ائتلاف نورو قوتونو سره بشپړه همآهنګي وکړي.

نهمه ماده: د دې فرمان د پلي کیدو څارنه د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز په غاړه ده چی د یو خاص طرزالعمل په چوکاټ کې د افغانستان مسلح قواووته ددی فرمان د څرنګوالي په هکله لارښونه وکړي.
سر چینه : روهي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder