14.010.2016 (23.07.1395)

له المان نه افغانستان ته درد شوو افغانان د لیږد په اړه مالومات
احمدالله رحماني
افغانستان او المان د مهاجرینو د ستنېدو په اړه یوه موافقتنامه لاسلیک کړې . هغه وطنوال ، چي په دې بهیر کي شامل دي، ددې پریکړي په اړه خبرونه اوري ، خو په ښه توګه پوه ندي ، چي دا پریکړه به د هغو کسانو پر راتلونکي ژوند ، چي د پناه غوښتني وړاندیزونه یې رد او یاښایي په راتلونکي وخت کي رد شي ، کومه اغیزه ولري .
 ټول افغانستان وېبپاڼی په دې  اړه پلټني کړي :

تر دې دمه په المان کي د څه دپاسه ۴۰۰۰۰  څلویښتو زرو افغانانو وړاندیزنه رد شوي دي . دا هغه کسان دي چي  په لومړي ګام کي یې د پناه غوښتني  د ادارې له خوا وړاندیزونه رد شوي . خو دا بهیر پر همدي ځای پای ته نه رسیږي .  تر دې وروسته هر  پناه غوښتونکي حق لري ، ددوو اونیو په موده کي اړونده محکمې ته مراجعه وکړي . د محکمې له خوا تر ۶ میاشتو یا یو کال وروسته ، په ځینو وختونو کي دا پروسه تر ۳ کلونو پوري دوام کوي ، رد شوی کس  محکمې ته غواړي . که یې دلته هم وړاندیز رد شي ، رد شوی کس بیا ددوهم ځل لپاره د وړاندیز حق لري . او که هغه هم رد شي ، بیا کېدای شي ، لوړي محکمې ته مراجعه وشي ، هلته تر ردي وروسته د اروپایي محکمې لاره هم خلاصه ده . په لنډه توګه ویلای شو ، چي د لومړي وړاندیز نه بیا تر قطعي ردیدو پوري  ، لږ  تر لږه  له دریو نه تر پنځو کلونو وخت تیریږي  . که تر دا ټولو پړاونو وروسته د پناه غوښتونکي وړاندیز په قطعي توګه رد شي ، بیا به دا پریکړه عملي کیږي او رد شوی پناه غوښتونکی به په لاندي توګه خپل هیواد ته ستنیږي:

۱)   په لومړي سر کي له رد شوي پناه غوښتونکی غوښتل کیږي ، په خپله خوښه هیواد ته ستون شي . په داسي حالت کي د المان د حکومت له خوا مالی مرسته ور سره کیږي او دستنېدو ټول سهولتونه ورته برابرکیږي .

۲) هغه کسان چي سن  یې تر ۱۸ کم وي ، ناروغه کسان ، دډیرسن کسان، ښځینه او میرمني  چي بیله نارینه المان ته راغلي وي ، کورنۍ د میرمني او ماشومانو سره ،  هغه میرمني ، چي مړونه نه لري او ماشومان ورسره وي ، دا کسان ټول له دې پروسې  وتلي دي او وطن ته نه لیږدول کېږي .

۳) دالمان حکومت د افغانستان حکومت ته په راتلونکو څلورو کلونو کي  ۱،۳ میلیارده ایرو ور کوي ، تر څو  د ستنیدونکو لپاره د سفر کاغذونه او هلته په افغانستان کي د دغو کسانو لپاره د ژوندانه سهولتونه برابر کي .

۴) د کابل په هوایي ډګر کي به د ستنیدونکو لپاره ځانګړی تر مینل جوړیږي ، چه هلته د رسېدو په وخت کي زیاته ګڼه ګوڼه را منځ ته نه شي .

۵) په نظر کي ده ، چي په راتلونکو ۶ میاشتو کي  په هر الوتکه کي ، چي د افغانستان په لور  الوزي ،  ۵۰ رد شوی کسان و لیږدول شي . خو دا ویل شوي نه دي ، چي په اونۍ کي به افغانستان ته څومره الوتني کیږي .

۶) په پریکړه کی د المان حکومت ویلي ، چي په افغانستان کي امن لرونکي سیمي شته. رد شوي پناه غوښتونکي کولای شي هغه سیمو ته ولاړ شي ، چي هلته یې ژوند په امن کي وي . د پناغوښتني اداري ویلي ، کابل ، هرات او مزار شریف  د امن ځایونه دي ، خو پر وړاندي يې افغانستان پېژندونکي کا رپوهان وایي ، دا ځایونه هم په امن کي نه دي . یواځنی ځای ، چي امن به وي هغه د بامیان ولایت یاد شوی دی .

متخصصین او کارپوهان وایي ،د المان حکومت پوه دی ، چي په ټول افغانستان کي امن نه شته ، خو بیا هم دا ګام پورته کوي او وایي هغه کسان چي رد دي ، په المان کي راتلونکئ نه لري او باید خپل هیواد ته ولاړ شي . په دي کړنه کي دوې نښي لیدل کیږي :
لومړۍ نښه : د ویري اچول او افغانانو ته سوال پیدا کول دي ، چي آیا راتګ یې المان ته ښه کار وو او که یې سهوه کړې .

دوهم : په افغانستان کي افغانانو ته ښودل ، چي المان ته تګ پایله نه لري ،هلته پاته کېدای نه شي او راتلونکئ نه لري .  هلته به هغه افغانان ، چي تر دې وروسته یې المان ته د راتګ هوډ کړئ،له راتګ نه سرفینظر وکړي .

هغه کسان چي المان ته تر راتګ وروسته په اخلاقي جرمونو ، غلا ، جګړو او پر میرمنو د تجاوز له امله یې نومونه په کریمینل لیستونو کي راځي ، په المان کي نه شي پاتي کېدای . نظر د هغه په جرم یا یې په بېړني حالت باسي او یا که د بند حکم یې صادر شي ، بند به تیروی او بیا به له المان نه ایستل کیږي . په ډیر تاُسف باید وویل شي ، هغه اندازه افغانان چي په تیرو ۱۲ میاشتو کي د المان بندیخانو ته لیږدول شوي دي  ، په تیرو ۳۰ کلونو کي ساری نه لري . زیات جرمونه یې پر میرمنو او نجونو جنسي تجاوزونه دي . پدي کسانو کي یې ۹۰ سلنه هغه ځوانان دي ، چي له هرات ، بامیان ، دایکنډي او ایران نه راغلي دي .
پای

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder