له افغانستان نه وتل یو اسانه خبره نه ده
د سولی خبري نا کامی، لا زیات تاو ترخوالی، جګړي زور اخیستئ!

د ناتو عمومی منشي شتولتینبرګ وایی، مسلح طالبان باید پر خپله خبره ودریږي او عمل پری وکړي: یعنۍ تاوتریخوالی کم کړي او له تروریستی کړیو سره اړیکي پری کړي. خو ددې پر ځای هغوی تاوتریخوالی ته زور ورکړئ او حتي له ډاکټرانو ، قاضیانو او ژورنالیستانو نه هم مخ نه ګرځوي. داسي کړنی د منلو وړ نه دي.

د افغانستان جګړه اوس دوو لسیزو ته رسېدلې.  د ناټو هیڅ هیواد نه غواړي، چي تر اړتیا زیات د هندوکش په هیواد کي پاتي شي. اما موږ اوس یواځي دوه انتخابه درلودلای شو: موږ کولای شو، چي هلته پاتي شو او نور هم په جګړه کي ځان ښکیل وبولو، او یا موږ کولای شو له افغانستان نه ووزو او دا هیواد پریږدو، چي د تروریستانو مرکز وګرځي. دا یوه آسانه خبره ده.

شتولتینبرګ وایی، په راتلونکی چهارشنبه د غربی هیوادونو نظامی اتحاد غونډه لري، چي هلته به په دي بحراني هیواد کي د خپلو نظامي ځواکونو د پاتي کېدو په اړه سلا مشورې وشي.

همدا اوس داسي معلومیږي، چي ناټو به د آپریل تر ۳۰ وروسته هم په افغانستان کي پاتي شي. سبب یې د افغان خپل منځي د سولی خبرو په ټپه دریدل دي. بل سبب یې د افغان درې لکه او پنځوس زرو ځواکونوتر بیوي کمي، د طالبانو اړیکي له نورو تروریستانو سره او د هغوی زیات تاوتریخوالی د افغان ولس پر وړاندي دی. ستولتینبرګ دا هم وویل، چي په راتلونکې چهار شنبه د یو قاطع فیصلي انتظار نه لري.

ناټو ته د طالبانو اخطار

د طالبانو په موافقت نامه کي، چي له امریکا سره یې لاسلیک کړې، راغلی چي ټول بهرنی ځواکونه به د اپریل تر پایه له افغانستان نه وزي. طالبانو یې په بدل وعده ورکړه، چي له افغان حکومت سره به د سولي خبرو ته حاضریږي او په زیاته اندازه به په هیواد کي تاوتریخوالی کموي. خود سولی د خبرو د پیل بر سیره په هیواد تاوتریخوالی په هماغه اندازه دوام لري.

طالبانو د شنبې په ورځ اخطار ورکړ، چي په افغانستان کي د ناټو پاتي کیدل او په جګړه ځان ښکیل ساتل به نه د ناټو هیوادونو او نه د هغوی د اوسیدونکو په ګټه وي. طالبان اخطار ورکوي او وایي، چي هرهغه څوک چي د ناټو پاتي کیدلو په اړه فکر کوي، هغوی ته به جزا ورکړه شي.

ژباړه: احمدالله رحمانی         

 

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind