19.01.2018 (29.10.1396)

له اسلام څخه د وسلې او وسیلې په توګه استفاده

اېمل پیاوړی

اسلام هغه الهي او اسماني دین دی چې لارښوونې، سپارښتنې او ارشادات یې له کومې استثنا او توپیر پرته پر ټولو یو ډول تطبیقېږي. د اسلام مبارک دین د وګړو تر منځ توپیر او تبعیض ته اجازه نه ورکوي.

مګر پاکستان له همدغه مبارک دین څخه د وسلې او وسیلې په توګه استفاده کوي. طالب وسله وال او نورې ډلې د اسلامي ارشاداتو د ناسم تعبیر څخه په ګټه اخیستنې د شخصي منافعو لپاره کار اخلي.

پاکستاني علماو په دې وروستیو کې یو ځل بیا فتوا ورکړه او وې ویل چې په پاکستان کې انتحاري او ځانمرګي بریدونه حرام دي، مګر دغه ډول فتواو ته سړی فکر یوسي چې دوی په څومره سپین سترګۍ د اسلام د مبارک دین ارشادات تحریفوي، ځکه د اسلام په  مبارک دین کې به هیڅ داسې څه ونه موندل شي چې د یوې سیمې یا یو قوم لپاره دې حرام وي او د بلې سیمې او قوم لپاره دې حلال وي.

پاکستان په ټوله سپین سترګۍ او بې شرمۍ اسلامي ارشاداته یوازې تر خپل ځان پورې محدودي، په پاکستان کې انتحاري بریدونه حرام بولي، خو بیا برعکس د ترهګرو پالنه کوي، هغوی ته پټنځایونه او وسلې ورکوي، هغوی ترهګریزو بریدونو ترسره کولو ته لمسوي، هغوی د جنایتونو او تروریستي بریدونو لپاره افغانستان ته استوي او هلته بې ګناه خلک ورباندې شهیدانوي. جوماتونه او عامه تاسیسات په نښه کوي.

د پاکستان له علماو څخه باید دا وپوښتل شي هغه عظیم ملت چې د اسلام د مبارک دین او د خپل هېواد د دفاع لپاره یې یو نیم میلیون شهیدان ورکړل، هغوی چې د نړۍ په کچه تر ټولو بهترین اسلامي اساسي قانون لري، هغوی چې لا هم تر بل هر چا اسلامي ارشاداتو ته زیات پیرو دي، نو ولې پر هغوی جنګ او تروریستي برید روا دی، خو برعکس په پاکستان کې چې د اسلام پالنې په برخه کې په هیڅ ډول د افغانستان د سیالۍ نه دی، مګر دلته بیا انتحاري برید حرام دی.

اسلامي نړۍ باید د پاکستان د دغه بې شرمانه اقدام پر وړاندې جدي غبرګون وښیي او د دې اجازه ورنه کړي چې د اسلام مبارک دین څخه د خپلو شومو او شخصي موخو لپاره د وسلې او وسیلې په توګه ګټه واخلي، ځکه د دوی دا او دېته ورته نورې کړنې په نړیواله کچه د اسلام د مبارک دین عظمت متضرر کوي.

دا د ټولو اسلامي هېوادونو ګډ مسوولیت دی چې دغسې یو اقلیت ته باید د هغه عظیم او الهي دین د ارشاداتو د غلط تعبیر او توجیه اجازه ورنه کړي، ځکه دا د اسلام مبارک دین، انبیاو، صحابه، تابعینو او تبع تابعینو او لنډه دا د ټولو مسلمانانو له سرښندنو او قربانیو سره جفا ده چې د دغه مبارک دین د احکامو د تطبیق په برخه کې یې ګاللې دي.

په ځانګړي ډول د افغانستان علما دې د پاکستان د دغه بېشرمانه دریځ پر وړاندې راپورته شي او نور دې نو دغه سکوت مات کړي، ځکه چې د دوی سکوت د دوی د رضایت  په مانا دی او بله دا چې علما تر ټولو دروند مسوولیت لري او که چېرې دوی خپل مسوولیت ته پام ونه کړي، نو باور دی چې د قیامت په ورځ به له سخت حالت سره مخ شي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • غ.حضرت (Donnerstag, 25. Januar 2018 00:31)

    ګرانه وروره ایمیل پیاوړی سلام
    نه پوهېږم چه تاسی مطالعه نلری او یا خدای مکړه عقیده مو سُسته یا منحرفه ده
    تاسی پخپله لیکنه کی هڅه کړېده چه تقلبی او مزدور تروریسټی جریانات د اصلی جریاناتو سره مخلط کړی چه دا کار یوه جدّی تېروتنه ده
    تاسی حماس او حزب ... د نورو تروریسټی ډلو سره په یوه کاڼی تلَلَی دی پداسی حال کی چه حماس او حتی حزب.... رښتینی مبارز او خلکی سازمانونه دی
    هر هغه څوک چه حماس یوه تروریسټی ډله بولی هغه خپله یو تروریسټ دی
    فقط استعمار چیان او د شیطان پیروان او د بشریت دښمنان دی چه حماس یوه تروریسټی ډله بولی

  • جمال (Freitag, 26. Januar 2018 08:23)

    مسلمانان د پیاوړی په شان محلدین غلامان له څلورو لسیزو جنګو وروسته چه زمونږ هیواد د همدی ناپیاوړی د بادارانو ( روسانو او امریکایانو ) په واسطه تباه شو ډیر ښه پیژندلی او پیژنی .
    هماغه پرونی کمونستان لکه غنی ، ستانکزی، علومی ، خبیث اتمر نور او نور چه پرون یی د روسانو په اشغال کی زمونږ مجدهدین شکنجه کول او په شهادت رسول نن هماغه په هماغه او تر هغو بورته صلاحیتو مقرر دی .
    زه باور لرم چه پیاوړی به د غنی، اتمر یا ستانکزی مستعار نوم وی او یا به بل کوم ملحد ایزمی غلام وی رسنی ټولی د دجال په مالکیت او یا واک کی دی چه دا نه لیکی نو څه به لیکی .
    خو زه وایم چه د خپلواکی میړونه ( طالبان ) خو له خپلو خپلو جوړو شوو او زیږول شوو داعشیانو جلا کړی مخالف قطب کی قرار لری مګر له ناپیاوړی دا ګیله په کار نه ده مننه

  • غ.حضرت (Samstag, 27. Januar 2018 14:06)

    جماله وروره سلامونه
    دوه وړونه دریم ئې حساب
    ستا او یا د طالب په صف کی د ښو خلګو شتون په ښه والی کی شک نشته
    خو
    د اتمر او علومی او ګل آغا او د دولتی ډیرو عالی رتبه مامورینو په خباثت کی او همدارنګه په ماسونی تشکیلاتو کی د غنی په غړیتوب کی شک نشته
    امّا
    دا هم باید هېره نکړو چه د طالب په صفونو کی د خبیث شهنواز تڼی او نورو پلیدو خلقیانو او پنجابیانو ګډون یوه توره کارنامه وه او ده او وی به

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder