18.11.2016 (28.08.1395)
قبایل له ویزې پرته افغانستان ته نه شي تللی

د پاکستان سرحدي ځواکونو د خپلې ډډې قبایلو ته خبرداری ورکړی چې د راتلونکي میلادي کال تر جنورۍ وروسته، له پاسپورټ او ویزې پرته افغانستان ته سفر نه شي کولای.

پاکستاني امنیتي چارواکو له سرغړوونکو سره د سخت قانوني چلند خبره کړې ده.

بلخوا د افغانستان حکومت وایي؛ د قبایلي سیمو د اوسېدونکو په اړه دوی خپل پخوانی دریځ پالي او د ډیورنډ پولې د پاکستان غاړې اوسېدونکي کولی شي پرته له ویزې افغانستان ته واوړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د ځايي قبایلي سرحدي چارواکو له خولې لیکلي چې د قبایلو کوم کس د راروان میلادي کال د جنورۍ تر ۳۱ مې وروسته افغانستان ته اوړي نو حتما باید پاکستانی پاسپورټ او د افغانستان ویزه ولري.
د راپورونو له مخې سیمه ییزو قبایلي مشرانو د پاکستاني حکومت دغه خبرداري ته په غبرګون کې ویلي چې دا د افغانستان د حکومت حق دی چې له ډیورند پولې افغانستان ته د اوښتو پر مهال له دوی ویزه وغواړي، نه دا چې د پاکستان حکومت پر دوی محدودیت ولګوي.

د افغانستان د قبایلو چارو وزارت سرپرست عبدالغفور لیوال بي بي سي ته وویل؛ د "قبایلو" په اړه نوې پرېکړه د پاکستان حکومت خپل کار دی، خو قبایلو په تړاو افغانستان خپل پخوانی سیاست پرمخ بیایي او هغوی له پولې اوښتو لپاره ویزې ته اړتیا نه لري.

افغانستان د پاکستان قبایلي سیمې خلکو ته افغانستان کې د هغوی د هویت پېژندنې لپاره کارتونه وېشلي دي چې له مخې کولی شي د افغانستان ټولو سیمو ته ازاد تګ راتګ وکړي. ددغو کارتونو د شمېر په اړه معلومات نشته.

د ډیورنډ له پولې هره ورځ زرګونه کسان اوړي راوړي. د افغانستان د قبایلو چارو سرپرست وزیر په وینا، ډېرې کورنۍ دي چې د ډیورنډ په دواړو غاړو کې پراته دي او یو بل سره د لیدنې لپاره اړ دي له کرښې واوړي.

د پاکستان زرګونه قبایلي وګړي اوسمهال د همدې کارت په کارولو په افغانستان کې په دندو بوخت دي او د افغانستان په تعلیمې او تحصیلي بنسټونو کې زده کړې کوي.

ډیورنډ کرښه

افغانستان له پاکستان سره ٢٢٤٠ کيلو متره اوږده پوله لري. دا پوله د ۱۸۹۳ کال د نومبر په ۱۲ مه د افغانستان د امیر عبدالرحمن خان او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر سر هنري مارتیمر ډیورنډ په لاسلیک وټاکل شوه.

د ۱۹۴۷ میلادي کال راهیسې چې پاکستان د یوه نوي هېواد په توګه رامنځته شو دا پوله د دواړو هېوادونو ترمنځ لانجمنه پاتې شوې، ځکه چې د افغانستان دولت یې "تپل شوې کرښه" یادوي او په رسمیت یې نه پېژني، خو پاکستان یې خپله رسمي پوله بولي.

افغانستان ته د پاکستان د قبایلي سیمو د خلکو ازاد تګ راتګ پالیسي د همدې داعیې جاري ساتلو په معنا ده. د ډيورنډ کرښه د ډيرو په گومان د کابل او اسلام اباد د ډېرو لانجو اصلي دليل دى.

د پاکستان حکومت څو میاشتې وړاندې خپل هیواد ته د اوښتونکو افغانانو لپاره د پاسپورټ او ویزې درلودو شرطونه کیښودل او اوس یې دا دی د خپلو قبایلي سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته له ویزې پرته سفر ونکړي.

د پاکستان د دغې پرېکړې پلې کېدل به د قبایلي سیمو د خلکو تګ راتګ محدود کړي او ورسره به دغه خلک د خپلو کاروبارونو او نورو اړیکو په برخه کې له نویو ستونزو سره مخامخ شي.
بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder