27.03.2021
(07.01.1400)
غنی په راتلونکو شپږو میاشتو کي د ټاکنو د تر سره کېدو وړاندیز
کوي
م. ظ. صمیم
ویټرز خبري آژانس رپوټ ورکړی چې ولسمشر محمد اشرف غني د استانبول غونډې ته چې ټاکل شوې په راتلونکې میلادي میاشت کې جوړه شي په شپږو میاشتو کې د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو طرحه وړاندې
کوي
د رویټرز خبري آژانس د رپوت پربنسټ چې د دولت د
لوړپوړو چارواکو له قوله برابر شوی، دا وړاندیز له هغې طرحې سره په ټکر کې دی چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي له خوا د انتقالي دولت د جوړېدو لپاره وړاندې شوې ده
رویټرز په دغه
رپوټ کې د افغان چارواکو له خولې لیکلي چې ولسمشر غني به په راتلونکې میاشت کې د ترکیې نړیوالې غونډې ته خپله طرحه وړاندې کړي چې د منتخب او یا لنډمهاله حکومت په اړه د واشنګټن د طرحې د ردولو په مانا
ده
یوه لوړپوړي
حکومتي چارواکي ويلي چې د استانبول په ناسته کې به د کابل وړاندیز دا وي چې د طالبانو له خوا د اوربند منلو په صورت کې، له وخته وړاندې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي
محمد اشرف غني
او لومړی مرستیال یې امرالله صالح له دې مخکې په رسمي توګه له وخته وړاندې د ټاکنو د ترسره کېدو طرحه وړاندې کړه
د افغان دولت
یوه بل چارواکي هم رويټرز ته وېلي چې ولسمشر هېڅکله د واک پرېښودلو ته حاضر نه دی او راتلونکی دولت باید د دېموکراتیک بهیر له لارې جوړ شي؛ نه سیاسي معاملې
رویټرز
همداراز د یوه بل چارواکي له خولې رپوټ ورکړی چې د ولسمشر غني په وړاندیزي طرحه کې له وخته مخکې احتمالي ټاکنو ترسره کېدو خبره شوې. دغه حکومتي چارواکي د ټاکنو وخت روښانه نه کړ، خو وېلي یې دي چې دا طرحه د
افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره شریکه شوې ده
افغان دولتي
چارواکو همداراز رویټرز ته وېلي چې د ولسمشر غني د وړاندیزي طرحې د یوې برخې په توګه به له ملګروملتونو سازمان څخه وغوښتل شي چې پر ټاکنو څارنه وکړي ترڅو ټول لوري ډاډمن شي او پایلې یې د منلو وړ وي
امریکا، افغان
حکومت، طالبانو او سیاستوالانو ته یوه طرحه سپارلې چې په هغې کې د سولې د انتقالي دولت د جوړولو لپاره احتمالي سناریوګانو اټکل شوی دی. دا طرحه د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې له خوا هم ارزول
شوې ده. له دې مخکې محمد اشرف غني او امرالله صالح له دغې طرحې سره مخالفت کړی و.
هشت صبح