26.08.2016 (05.06.1395)

غل که اتل

ابرا هیم ایمان

په  تیرو هیرو زمانو کې یوه ډله  انسانان په یوه لرې پراته کلی کې ودان وو،  د ښه ژوند او تمدن نه ډیر لرې پاتې وو، خو عقیده یې ډیره کلکه وه شپه او ورځ به الله ج ته په سجده پرته وو.
واړه او زاړه  به یې د زړه له تله خدای ج ته توبې باسلې او د خدای ج د رضا ګولو لپاره به یې ذکرونه کول، د ورځو نه یوه ورځ دې کلی ته یو شیطان غوندې انسان راپیښ شو.
په کلی کې یې خلک ولیدل چې په اذکارو او عبادتونو بوخت دي راغلی شیطان کلیوالو ته حیران شو له ډیرې حیرانتیا نه یې خوله وازه پاتې شوه  په زړه کې یې وویل چې دا څومره تقوا دار خلک دي... شيطان کټ کټ په خندا شو د کلیوالو عبادت ځای ته ور روان شو او په لوړ غږ یې وویل: واآآآ خلکو! دا تاسو چا ته سجدې کوی دا په څه لګیا یاستی؟
کلیوالو ځواب ورکړ: موږ د هغه خدای عبات کوو چې شریک او ساری نه لري او د ټولې دنیا مالک دی شیطان  کټ کټ په وازه خوله وخندل نه نه نه، تاسو چا غلط کړي یاست...  خدای نشته  تاسو هسې ځانونه ستړی کوئ خپلې مزې کوئ دوه ورځې ژوند دی څه سرونه په ځمکه وهی  ګورئ زه ستاسو خیر خواه یم ستاسو په ګټه وایم نور مو زړه...
شیطان له دې خبرې وروسته روان شو، ځینې هوښیار کلیوال په خپل عبادت بوخت شول او چا چې د شیطان خبره ومنله هغه لاړل خپل یې کيسې شروع کړې .
څو ورځې وروسته  په کیسو او ساتیریو ستړي شول، په خپلو منځو کې یې سره وویل: چې داسې خو والاکه خوند کوي ټوله ورځ مو په کیسو تیره شي اوس خو مو د هغې سړي ومنل چې خدای نشته نو راځئ چې یو کار وکړو ، د خټو نه به ځان ته خدای جوړ کړو خپل عبادتونه به ورته کوو .
ټولو کلیوالو په یوه خوله وویل: بیخي سمه خبره ده، سملاسي لاس په کار شول په دوه ورځو کې یې غټه مجسمه جوړه کړه، بې عقلو کلیوالو عبادتونه ورته پیل کړل  کومو چې د شیطان منلی وو.
دا حکایت د سقاو زوی پورې را په زړه شو دا څو ورځې په ټولنیزو رسنیو کې ځینې تصویرونه وینم چې د سقاو زوی هډوکي بیرته ځینې سقاویان را باسي او په شاندارو مراسمو یې خاور ته سپاري .
د سقاو زوی هډوکي رایستل دلته څو پوښتنې ماته پیدا کړي دي.
اول: د افغانستان په ملي ورځو کې زموږ رښتیني اتلانو  قطار تصویرونه ځړیدلي وي  لکه احمدشاه بابا، میرویس نیکه، شیرشاه سوري، امان الله خان او داسې نور...
 سقاویان چې دا تصویرونه  ګوري په دا فکر کې شي چې دا اتلان خو ټول په یوه ټبر پورې اړه لري زموږ د ټبر یو اتل هم نشته پکې باید یو اتل موږ هم ولرو، نو ځکه دوی اوس پتییلی ده چې د سقاو زوی نه اتل جوړ کړي لکه څنګه مو چې په پاس حکایت کې ولوستل چې بې عقلو کلیوالو د شیطان په خوله لاړل او ځانونه ته یې د خټې خدای جوړ کړ، دوی هم همداسې اوس د یوه غل څخه اتل جوړ وي تر څو د دوی ټبر یا قوم هم اتل ولري.( له سقاویانو څخه مراد زموږه هغه محدود غله او مجرمان دي چې غواړي نوموړي ته شخصیت ورکړي، کنه زموږ په تاجک قوم کې ډېر ریښتیني اتلان لرو لکه میرمسجدي خان کوهدامني، میربچه خان کوهدامني، مولانا بلخي، سنايي غزنوی...)
دویم: سره د دې چې دوی غواړي چې یو جعلی اتل ولري د ځینو ګاونډیو په اشارو هم نڅیږي ګاونډیان

 غواړي چې د وروڼو قومونه په مینځ کې درز واچوي او په داسې کارونو په افغانستان کې انارشیزم ته لمن ووهي او دوی له دې فرصت نه په ګټې اخیستلو خپل کبان ونیسي. خو زه ډاډه یم چې دوی او ګاونډیان په دا شومو اهدافو کې هیڅ کله بریالي کیدای نشي او دا ارمانونه به له ځان سره ګور ته یوسي لکه څنګه چې ډېرو یووړل .
که چیرې اصیلو افغانانو د دغه کار مخه ونه نیوه د سقاو زوی نه به په راتلونکو کلونه کې غل سقاویان لوی اولیا جوړ کړي، او ډیرې پیغلې به یې د زیارت په جنډو خپل نیګړي ارمانونه غوټه کړي.
                                                                        و ما علینا الاالبلاغ

 

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder