13.07.2019 (22.04.1398)

غازي محمد جانخان مرد میدان، رښتینی ملي رهبر او اتل
محمد عارف رسولی

(دوهمه برخه)

د سردار عبدالرحمن خان انګرېز ته تسلیمي او داخلي استبداد

انګرېزانو چې له افغانانو په لمړي او دوهم افغان – انګرېز جنګونو کې زیاتې ماتې خوړلې وې او په ملي کچه قیامونه لا روان وو، دې پایلې ته رسېدلي وو چې دوی افغانستان په مستقیمه توګه د خپلو عسکرو په زور نه شي اداره کولای، نو یې پرېکړه وکړه چې داسې یو سردار ومومي چې هم ملک اداره کړي او هم د دوي خبره ومني او باید هغه ته زیات امکانات ورکړي او ملي مبارزین ورباندې وټکوي. تر پلټنو وروسته سردار عبدالرحمن خان همداسې یو کس په لاس ورغی او د ده د خور شاه ببوجانې له لارې یې ورسره د لیکونو استولو اړیکې پیل کړې. د انګرېزانو سیاسي نماینده په کابل کې چې ګریفن نومېده د افغانستان په شمال کې له     عبدالرحمن خان سره چې روسانو هم ورته سر ښورولی و او د روسانو په موافقه د روسانو له نظارته راخوشی شوی و، ملاقات وکړ او د زمي په نامه لوظنامه یې ورسره لاسلیک کړه چې له ده یې یو بې واکه مشر جوړ کړ.

عبدالرحمن خان په ۱۸۸۰ ام کال د جولای په ۲۲ مه نېټه په کابل کې په تخت کېناسته. انګرېزانو ښه پېژندلی و، ده نه یوازې د ګندمک نامیمونه معاهده چې یعقوب خان منلې وه ومنله بلکه تر هغو بله بده او ننګينه د ډیورنډ معاهده یې هم ورباندې ورزیاته کړه او د انګرېز په اشاره یې ټول ملي مبارزین له منځه یووړل. عبد الرحمن خان د زړه له کومي ژمنه وکړه او تر پایه ورباندې ژمن پاته شو چې بې له انګرېزه به له بل کوم بهرني قدرت سره اړیکې نه ټینګوي او د ازادۍ د لارې ملي مبارزین به چې انګرېزانو ته یې ماتې ورکړې وې له منځه وړي.

بیا هم ابراهیم عطایي: « انګرېزان په کراره ووتل او امیر عبدالرحمن خان خپله مستبده اداره پیل کړه. په لومړي سر کې یې هغه مبارزین چې د انګرېز سره جنګېدلي وو لکه جنرال محمد جانخان وردګ، میربچه خان، درویش خان بابا قشقار، ملا مشک عالم او عبدالکریم اندري، حسین علي خان سپه سالار، داود شاه خان، نایب سالار محمد شاه خان غلجایي او داسې نور یې په راز راز وسایلو له منځه یووړل او پرعامو خلکو یې په داسې بې رحمۍ او استبداد حکومت چالانه کړ چې د خلکو بهیرونه یا د ملکه ووتل یا همدلته ووژل شول. د ده د جاسوسۍ خطرناکې ادارې په شکنجو کې نوښت کاوه، غرغره، په توپ کې الوزول، د اندامونو غوڅول، په جوشو اوبو کې اچول او حتی د پوستونو ایستل پر متمهمینو اجرا کېدل».

تاریخ پوهان وایي: امیرعبدالرحمن خان زیات سواد نه درلود، له پوهانو یې ښه نه راتلل، په خپله ټوله ا۲ کلنه پاچاهۍ کې یې یو ښوونځۍ هم جوړ نه کړ او د امیر شیرعلي خان د وخت اصلاحات، رسنۍ، ښوونه او روزنه او نور چې پیل شوی وو ټول یې په ټپه ودرول بلکه په فکري لحاظ ملک زیات شاتګ هم وکړ. امیر عبدالرحمن خان د ګندمک د معاهدې په منلو سره کوېټه انګرېز ته سپارلې وه او انګرېز په ډېره چټګۍ سره ټوله سیمه په ۱۸۸۳ کال کې قبضه کړه او یو کال وروسته یې د کوېټې د اورګاډي د لین په تېرولو پیل وکړ. روسانو هم چې د انګرېز دا عمل ولید نو په مرکزي اسیا کې یې په ورته عمل لاس پورې کړ او مرو چې د افغانستان په قبضه کې وه اشغال یې کړه. د روس او انګرېز سیاستوالو به تل دا ویل چې: « متمدن (!) ملکونه چې په خپل اړخ کې غیر متمدن ګاونډي لري ډېره مشکله به وي چې د قلمرو له پراختیا څخه لاس لنډ کړي.» روښانه ده چې دوی په داسې خبرو خلک غولول او خپل تېري یې توجیه کول.

روسان په دې هم بسنده نه شول هغه مهال چې امیر عبد الرحمن خان د هند د وایسرای سره په راولپنډۍ کې  په سیاسي مذاکراتو مصروف و روسانو پنجده ونیوله او دری سوه افغان عسکر او د هغوی افسر یې قتل کړل، لویه فاجعه یې رامنځته کړه، خو د انګرېز ناځواني دا وه چې افغانستان ته یې وعده ورکړې وه چې روسان به نور وړاندې نه راځي، خو کله چې روسانو د پنجده په پل خاتون یرغل وکړ انګرېزان وتښتېدل او حتی د افغاني عسکرو سره یې هېڅ مرسته ونه کړه، افغانان قتل عام شول او چا روسانو ته هېڅ و نه ویل.غبار می نوسد این روش عام سیاست انګلیس بود که در هر جا مردم مبارز و نجیب کشور را بازور پروپاګند، جعل اسناد و افترا و اتهام دربین جامعه بدنام کرده و باز از بین میبردند. غبار در مسیر تاریخ. ص 658.

  1. دولتي او ملي ارشیفونه د تاریخي سرچېنو په توګه

په ډېرو ملکونو او دولتونو د سیاستوالو، دولتي چارواکو، نظامي افسرانو او جنرالانو او نورو دود وي چې د پېښو په هکله لیکنې کوي، خپلو اړوندو ادارو ته راپورونه او لیکونه استوي، پخوا تېلګرامونه استول کېدل او اوس ورباندې ایمیلونه زیات شوي دي چې د ویکي لیکس د ایمیلونه نړیوال شهرت لري او معتبر سندونه دي. دا ټول راپورونه او لیکنې په دولتي او ملي ارشیفونو کې ساتل کېږي. په غربي ملکونو کې دا باب شوې ده چې تر یو ټاکلي وخت وروسته په خپلو ملي ارشیفونو کې دا لیکنې له محرمیت څخه راوباسي او عوامو او څېړونکو ته یې وړاندې کوي. لکه: (۱) د افغان – انګریز په دریګونو جګړو کې د انګرېزي افسرانو، استخباراتي مامورانو، سیاسي نماینده ګانو او نورو په لاس لیکل شوي لیکونه، تلکرامونه او راپورونه، (۲) هغه لیکونه او راپورونه چې د دوي دښمنانو خپلو ملګرو او خلکو ته استولي او دوی ته د خپلو اجنټانو له لارې په لاس ورغلي، یا یې د دوي د لیک په ځواب کې لیکلي چې اوس د هند په ملي ارشیف کې خوندي ساتل کېږي، (۳) دې کې. جې. یې او د روسیې د نورو پوځي ادارو ارشیفونه د افغان شوروي د جنګ په هکله لیکنې او راپورونه لري، (۴) هغه لیکونه چې افغانانو یو بل او بهرنیانو ته لیکلي، بهرنیانو (خصوصا انګرېزانو) ته په لاس ورغلي او خپلو مسؤلینو ته یې استولي دي او اوس د هند په ملي ارشیف کې خوندی دی، (۵) بل هغه د خاطراتو کتابونه دي چې چارواکي، ژورنالستان، سیاستوال او پوځي جنرلان یې لیکي لکه په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د قواوو د عمومي قومندان جنرال بورس ګروموف د افغان شوري د جګړو یادښتونه چې داود جنبش پښتو کړي او زیات شهرت لري، د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرټ ګېټس چې یو وخت د سي. آی. اې. رئیس هم و، د یادښتونو (خاطرو) کتاب، د زلمی خلیلزاد د استازي کتاب او نور یې زموږ د هېواد په هکله مثالونه دي.

په لمړي ګروپ کې هغه استخباراتي محرم راپورونه چې د لیکلو په وخت او تر زیاتو لسیزو پورې محرم او وروسته بیا د قانون په بنسټ د عوامو لاسرسي ته وړاندې شوي او د زیات اعتبار وړ بلل کېږي. د خاطراتو په کتابونو کې بیا د لیکوال شخصیت، سیاسي لید لوري، د کتاب موخې، د لیکلو وخت، د لیکوال د ملک سیاست او ملي ګټې، سیاسي کلتور، د بیان د ازادۍ کچه او نور ټول رول لري. که دا پورته موخذونه ټول د خپل ولسي کلتور او د خلکو په سینو کې یادښتونو د هېواد پالو څېړونکو لخوا وڅېړل شي د هېواد د مهمو او تاریخي پېښو او ملي شخصیتونو په باب زیاتو حقایقو ته رسېدای شي.

غازي محمد جانخان د نویو علمي کره څېړنو په رڼا کې

اوس  پورته موخذونه د هند په ملي ارشیف او یا خپله په لندن کې د انګلستان په ارشیف کې زموږ د زیاتو معاصرو مورخینو او څېړونکو  پام ځانته ور اړولی دی. زموږ ځینو لیکوالانو او څېړونکو لکه نومیالي څېړونکي، لیکوال او د نوي ډیلي د جواهر لعل نهرو د پوهنتون استاد محترم ډاکټر صاحب عبد الخالق رشید د پورته ډېرو کره او معتبرو سندونو په رڼا کې د «غازي محمد جانخان د وینو پر لاره د شهادت تر دمه ځایه» په نامه یو معتبر څېړنیز اثر او کتاب لیکلی دی. یقین لرو چې د ډاکټر صاحب رشید دا معتبر تحیقیقي اثر به په دې لاره کې نورو سترو علمي څېړنو ته لاره پرانېزي او هیله ده چې زموږ د تاریخ به زیاتې تیارې رڼا کړي.

په دې ټولو څېړنو او په ځانګرې توګه د ډاکټر صاحب خالق رشید په څېړنیز اثر کې د افغان – انګرېز د دوهمې جګړې په کلونو کې هغه تیلیګرامونه، راپورونه چې انګرېزي چارواکو له افغانستانه د هند انګریزي حکومت او وایسرای ته استولي او یا هغوی خپلو کسانو ته هدایت ورکړی دی، یا محمد جانخان د افغانستان د مختلفو قومونو مشرانو، غازیانو او دیني عالمانو په نامه لیکلي او د دوی د جاسوسانو په لاس ورغلي، یا یې د انګرېزانو د کوم لیک ځواب ورکړی، امیر عبد الرحمن خان خلکو ته استولي، کوم فرمان یې ورکړی او کومه پرېکړه یې کړې، نو له دې ټولو مهمو تاریخي لمړۍ درجې لاسوندونو خورا مهمې تاریخي پایلې ورنه اخیستل کېدای شي.

همدارنګه، هغه ۷۹ لیکونه چې عبد الرحمن خان مخکې له دې چې کابل ته راشي، مختلفو د نفوذ خاوندو افغانانو ته واستول، یو شمېر دا لیکونه د انګرېز جاسوسانو ته په لاس ورغلل او اوس د هند په ملي ارشیف کې خوندي دي. عبد الرحمن خان یو لیک محمد جانخان وردګ ته هم واستاوه، که څه هم دا لیک د انګرېز جاسوسانو ته په ګوتو ورنغی خو د انګرېزانو په تلګرامونو او راپورونو کې لکه له غزني څخه د یو انګرېز نظامی افسر ایین سمېت او په کابل کې د انګرېزانو د سیاسي چارو مشر ګریفن د شمال ختیزو ځواکونو قوماندان ستیوارت ته د ۱۸۸۰ د جون په میاشت کې د عبد الرحمن خان د همدې لیک په هکله چې محمد جانخان وردګ ته یې لیکلی و، ولیکل. ګریفن هغه سیاسي افسر و چې خپل دولت ته یې ډاډ ورکړی و چې عبدالرحمن خان په خپله ګټه کارولی شي اوده ورسره لیدلي و او د زمې لوظنامه یې د هغه د راتګ په وخت د کابل په شمال کې ورسره لاسلیک کړې وه.

د سردار عبد الرحمن خان دې لیک محمد جانخان وردګ ته ستره هنګامه جوړه کړه او انګرېزانو خپلو جاسوسانو ته په ټول افغانستان کې دنده وسپارله چې دا لیک ترلاسه کړي او پوه شي چې عبد الرحمن خان محمد جانخان ته څه ویلي. انګرېزانو وېره درلوده که امیر عبدالرحمن خان د محمد جانخان او ملګرو سره یې لاس یو کړي او د هغوی خبره ومني د دوی کیسه ختمه ده، نو ځکه یې زیاتې هڅې وکړي چې دا لیک تر لاسه کړي او ځان ډاډه کړي چې څه روان دي. دا هم د غازي محمد جانخان د ملي مرکزي رهبریت رول او د استعمار سره نه پخلا کېدونکي دریځ روښانوي.

دا سندونه د نورو تاریخي مسئلو تر څنګ د غازي محمد جانخان په مرکزي او د رهبرۍ په رول، له ښکېلاکګرو سره د ده په نه پخلا کېدونکي دریځ، له ملي مبارزینو، غازیانو او د خدای د لارې او وطن د نجات له رښتینو مجاهدینو لکه ملامشک عالم، میربچه خان کوهدامني، عصمت الله جبار خیل، امین الله خان لوګري، بهرام جبار خیل، محمد سرور خان پرواني، سپه سالار حسین علي خان او نورو زیاتو نورو هزاره مشرانو او په سلګونو نورو سره د یوه ټیم په توګه کار کاوه. هزاره مشرانو د ایوب خان په میوندي تحریک کې ښه ونډه لرله او له همدې کبله بیا له ایوب خان سره ایران او هند ته تبعید شول او امیر عبدالرحمان خان هم ورسره ظلمونه وکړل.

دوي ټول د غازي محمد ایوب  خان د میوند د فاتح  له غورځنګ سره په اړیکه کې وو او غوښتل یې تر څو دغه اصیل غورځنګ د امیر عبدالرحمن خان په ځای بریا ته ورسوي. دا ځکه چې امیر سخت د انګرېز تر اغیزې لاندې وه او هر څه به یې چې ورته ویل هغه به یې منل لکه د ډیورند ناولې کرښه چې د هېواد د خاورې په سینه یې  راوکښله. همدا اسناد او د انګرېزانو راپورونه ښيي چې د محمد جانخان ورور د محمد ایوب خان سره د هېواد په غرب کې اوږه په اوږه جنګېده او په هرات کې شهید شو، انګرېزانو داسې وانګېرله چې غازي محمد جانخان هلته شهید شوی، زیاتې خوشالۍ یې کړې وې او بیا خبر شول چې هغه یې ورور و.

د هند  د ملي ارشیف دا اسناد ښیي چې غازي محمد جانخان د افغان انګلیس په دوهمه جګړه کې د ملي مبارزو او جهاد د ثقل مرکز او ملي رهبر، د انګرېز سره نه پخلا کېدونکی مبارز، یو مسلکي پوځي افسر، د هغه وخت د وسلو متخصص، د افغانستان لمړنی مسلکي جنرال، سیاسي ستراتېژیست او پالیسي جوړوونکی، ملي منل شوی شخصیت او رښتیني ملي اتل و. استاد ډاکټر صاحب خالق رشید د همغو اسنادو په استناد لیکي: محمد جانخان وردګ سپېڅلی جهاد کاوه او د قدرت نیولو مینه یې نه لرله.

محمد جانخان وردګ ته په هغه وخت کې په افغانستان او کابل کې د یوه رښتیني سپه سالار په توګه کتل کېدل او کله چې امیر      عبدالرحمن خان کابل ته راغی ورته وړاندېز کېده او هغه په ظاهره ورسره سر ښوراوه چې غازي محمد جانخان سپه سالار وټاکي. خو انګرېزانو چې په امیر عبد الرحمن خان پوره تسلط درلود او غازي محمد جانخان وردګ او نور ورته ملي مبارزین یې نشوای زغملای، امیرعبدالرحمن خان هغه خپل سیال او د خپلو شخصي موخو لپاره خنډ باله نو د سپه سالارۍ دنده یې غازي ته نه ورکوله.

انګرېزانو او امیر عبد الرحمن خان ملا تړلې وه چې دا ملي مبارزین بې اغیزې کړي، دسیسې ورته جوړې کړي او په پای کې یې له منځه یوسي. خو تر وروستي ټکي پورې ونه توانېدل چې د غازي محمد جانخان هوډ بدل یا یې بې اغېزې کړي. ډاکټرصاحب خالق رشید لیکي: د هند په ملي ارشیف کې یو مکتوب چې انګریزي جنرال رابرتسس ته وررسېدلی شته، په هغه کې د یو شمېر مجاهدینو لاسلیکونه هم شته چې ګواکي دوی له انګرېزي حکومت سره د دوستۍ او مرستې لیوال دي. په دغو لاسلیکونو کې چا د محمد جانخان لاسلیک هم له ځانه کړی و، کله چې رابرتسس ته دغه لیک لوستل کېږي هغه د محمد جانخان ترلاسلیک  دایره راکاږي او لندن ته لیکي چې: «نور لاسلیکونه اصلي دي خو یوازې د محمد جانخان او ملامشک عالم لاسلیکونه د دوی خپل نه دي، ځکه هغوی له انګرېزانو سره هېڅ ډول جوړجاړي ته نه حاضرېږي». مورخین وایي چې غازي محمد جانخان د کلیمې په رښتیني مانا د ازادۍ د لارې یو رښتینی ملي اتل و. د ده په شخصیت کې د ملي کرکتر یوه لویي او د هغې نښه داوه چې د پردیو په وسلو او پیسو باندې ونه ویاړېده او تل یې ویاړ په خپلو خلکو و. ډاکټر خالق رشید لیکي: ده د غازي محمد جانخان په اړه زیاتې لیکنې لوستې د محمد جانخان تر ټولو لوړ امتیاز دادی چې نه یوازې افغانانو په یوه خوله ټولو د ده د ځان تېرېدنه، مبارزه، ایمان پالنه، او نه تسلمېدونکې روحیه ستایلې بلکه د ده دښمنانو هم د ده په خطرناکۍ او نه ستړې کېدونکې مبارزه باندې اعتراف کړی دی. داسې کړه وړه د نولسمې پېړۍ په پای او د شلمې پېړۍ په پیل کې چې انګرېزان په اسیا کې پوره مسلط او حاکم وو، ډېر لږ تر سترګو کېږي.

دا په هغه وخت کې ډېره نادره خبره وه چې انګرېزانو  په خپله د ده په اړه دا خبره کړې چې دی د ۱۸۷۹ ام کال د ملي پاڅون په ترڅ کې هغه څوک و چې د افغانستان د خلکو مشري او لار ښوونه یې په تېره بیا د مقاومت او سیاست په ډګر کې په خپله کوله او دی یې لارښود و، په دغه ترڅ کې د هند بریتانوي وایسرای یو تلګرام لندن ته په دغه متن استولی دی:

« د رابرتسس دسامبر د ۱۶-۱۷ نېټې د راپور له مخې: چې هغه اوس له شېرپور څخه په دفاع اخته دی، دښمنانو د غرونو لوړې څوکې نیولې دي، خو له هغو د راکوزېدو توان نه لري،  زموږ د سپرو ګزمې یوې او بلې خواته ګرزې. هغه اوس د ګورکه وو (د انګرېز اجیر پوځ د هند له نیمې وچې) یرغل ته سترګې په لاره دی چې د هغو په ترڅ کې به وکولای شي دا لوړ سنګرونه هم له دښمن څخه ترلاسه کړي. په ۱۴ د دسامبر زموږ د مړو شمېر اتلس تنه او د ټپیانو ۹۹ وو، چې اته یې تر اوسه پورې مړه شوي دي، په زخمیانو کې یو مجر کوک دی، ګورکه ګان خپلې دندې په ښه توګه سرته رسوي، دښمن ته دروند تاوان رسېدلی، د تګاو عثمان خان او یوشمېر نور مشران په دغه جګړه کې مړه شوي، په ۱۷ نېټه دښمن د سیاسنګ لوړې هم ونېولې خو زرېې له لاسه ورکړې. په دغه ترڅ کې یوازې یو تن ټپي شو، د دښمن شمېر مخ په کمېدو دی، محمد جانخان وردګ اوسني رښتیاني مشر د امیرزوي موسی خان یې د  امیر په توګه اعلان کړی دی». ( دهند ملي ارشیف، بهرنۍ څانګه تلګرام، (۷۱)، د ۱۸۷۹ کال د ډسامبر ۲۳).

دلته د غازي محمد جانخان هغه لیک چې د ده اتلولي، مرکزي رهبري او تاریخي کارنامو یوه ښه بېلګه ښيي او ده په ۱۸۸۰ کال د جون په دریمه د مرکزي افغانستان د میدان وردګو د یو شمېر مشرانو په نامه لیکلی و د هند په ملي ارشیف کې خوندي دی، او د لمړي ځل لپاره ډاکټر خالق رشید په خپل پورته یاد کتاب کې کړی کټ و مټ رانقل کړی دی. په دغه لیک کې د ازادۍ د لارې دغه اتل موږ ته راپېژني، دا لیک روښانوي چې هغه د هېواد د خپلواکۍ پرته بله هېله نه لرله، خو په خواشینۍ سره د دغه ستر انسان سره بیا څه نامردانه نادودې وشوې. دا لیک او نور ورته اسناد د ده په وړاندې د انګرېزانو او امیر عبدالرحمن خان د دسیسو، طرحو او ناکردو ښه ځواب دی. لیک دادی:

« له سلامونو او درناویو وروسته!

لکه چې څرګنده ده ستاسې کوم لیک چې د امرالدین وردګ په لاس مو رالېږلی و را ورسېد، دغه لیک پرون ( د جون دویمه) ما په زرمله (زرمت) کې تر لاسه کړ. زه په دې ډېر خوښ شوم چې ستاسې له ښو او د یادونې وړ کړو وړو څخه خبرېږم. غواړم دا څو ټکي چې حقایق دي په لاندې ډول درته وړاندې او ولیکم:

کله چې زه له تاسې څخه په میدان کې په دې خاطر چې غازیان راټول کړم بېل شوم، په ډار او وېرې سره له هماغه ځایه له دې کبله چې د غزني په لور سخته جګړه روانه وه کورته ورسېدم. د غازیانو خبره پاتې شوه. ځکه کله چې په هفت آسیا کې موږ ته خبر راورسېد، چې د فرنګیانو پوځ سپندې ته رارسېدلی دی دا خبره  دهغو خلکو لپاره چې له موږ سره وو د یو لوی خطر د زنګ په شان وه، دوی ټول په دې لټه کې شول چې نور نو څه نه دي ورپاتې، ځکه یې خپلې ټولې کورنۍ له کلیو څخه د غرونو په لور وکوچولې او هلته خوندي شوې. ما په شپه کې  خپل سفر خروار ته تر سره کړ د خروار له پوځ سره رامک او رباط ته راواوښتم. خو مجاهدین یو ځل بیا په شالېز او انزو (ارزو) کې سره پټ او تیټ شول. خو له دې سره هم  کله چې ما بیا غازیان راغونډ کړل، د هغوی  او زما هغه یرغل چې په غزني کې مو پر فرنګیانو باندې ترسره کړ، له ماتې سره مخامخ شو، خو کوم څه چې په نتیجه کې ولېدل شول هغه دا وو  چې انګرېزان هم هلته د ټېنګې نه وو او له هغه ځایه یې حرکت وکړ. ما دوی وڅارل او ورپسې شوم، خو زما ډله او لښکر کافي نه وو، د فرنګیانو دوه لښکر سره یو ځای شول او زما پلانونه یې بې نتېجې کړل. له هغه وروسته بیا اسلامیه سرحداتو (محمدي لارویانو) ته ورغلم، هغوی ته مې لمن وغوړوله او له هغوی څخه مې د هغوي د ملي ویاړ (ننګ افغان) هیله وکړه.

ماله وازې خوا، منګلو، دوړو، ځدرانو، اورګون، برمل، د ګټواز د سلیمانخیلو او د نیمې وچې له پښتنو کوچیانو لکه ناصرو، خروټو، سلیمانخیلو او ټولو مسلمانانو خلکو او قومونو څخه کتنه وکړه او له دوی څخه مې غوښتنه وکړه او ورته ومې ویل چې د جهاد له بهیر سره یو شي او برخه په کې واخلي. دوی ټولو په یوه غږ پلیو او سپرو د پاکو مذهبي ولولو په مېړانې او زوړتیا خپل زمریان د سپېڅلي جهاد په خاطر وسله وال کړل چې نن ( د جون پر دریمه) خروار ته رارسېدونکي دي، د اسلام دغه اتل او قهرمان پوځ چې له شمېره وتلی اوس په ځانګړې پیاوړتیا سره په زرمت، خروار او د تېرې په غاښي کې ځای پر ځای شوي دي. په دغو کې د ترکو او علي خیلو  او توخو د ډلو سپرو هم چې د میر احمد خان د زوی شیر احمد خان ترکي او محمد اسلم خان په مشرۍ د غزني له لارې  رارسېدلي برخه اخیستې ده. ما د خدای پاک بنده ته د نومیالي او عالیجاه سردار عبدالرحمن او نورو   له خوا لیکونه رارسېدلي دي، چې له هغوی څخه یو هم ستاسې لیک دی. ستاسې ویاړلو او خدای پالونکو چې دادی ځواب یې ستاسې په لور ستاسې سره د تفاهم په خاطر در استول کېږي، د دغه لیک محتویات به تاسې په ټولو مسایلو باندې پوه کړي، فرنګیانو له سردار څخه د شلو ورځو وخت غوښتنه کړې چې د هغې مودې زیاته برخه اوس تېره شوې، یوازې دولس ورځې یې پاته دي، د دغې مودې په ترڅ کې کېدلای شي د اسلامي پوځ د راغونډولو په برخه کې نورې هلې ځلې هم وشي. په دغه ترڅ کې موږ باید د اسلام د بري او پیاوړتیا په خاطر ګامونه اوچت کړو. د دغه لیک په در رسېدو سره تاسې په هر ممکن ډول چې کېږي بې له ځنډه خپلو خلکو ته خبردارۍ ورکړئ څو دوی باید د دې لپاره تیاري ولري چې یو بدلون راروان دی. دم ګړۍ زه د پاک الله بنده د سلیمان خیلو او د وردګو د پلیو سرتېرو او مجاهدینو په ملتیا د میدان په لور درخوځېږم، چې له هغه ځایه به بیا ټول د کابل په لور مخ په وړاندې له کوهستانیانو سره یو ځای  په یو وخت کې حرکت وروکړو. که د خدای رضا وه تر هغو به سردار عبدالرحمن هم راشي. داخبره ډېره مهمه او ضروري ده چې ستاسې خلک باید د تیارسۍ په حال کې وي، ټولو (کلهم) خلکو ته دا خبرداری ورکړئ چې زه به له لکونو مجاهدینو سره درورسېږم. نور نو ټول شیان سم دي».

د دې لیک په عظمت باندې سړی په اسانۍ پوهېدی شي او هم ورباندې قضاوت کولای شي. ډاکټر خالق رشید وایي: ډېر لیکوالان او د نظر خاوندان د محمد جانخان او ملادین محمد  ( ملامشک عالم) پر همدغه صداقت او وفادارۍ باندې د انتقاد ګوته ږدي. چې ګواکي دوی د دې توان درلود چې د هېواد واګې یې په خپل لاس کې نیولې وای او د کوچني موسی جان په امید باید نه وای پاتې شوې...

د ورته کسانو نظر ځکه سم نه دی ځکه دوی تاریخي اسناد او د زمانې شرایط  سم نه دي تحلیل کړي او هوایي غږېږي او قضاوت کوي. د سلطنتي کورنۍ په ټول ملک کې په یو څه توپیر اثر او رسوخ زیات و او په بل چا راټولېدل د هغه وخت په شرایطو کې ممکن نه و. محمد جانخان د یوه مجرب جنرال په توګه دا هرڅه په سترګو لیدل او ما ما یې (مستوفي حبیب الله خان) د ژرندې د دوو پلو په منځ کې سیاست کاوه او ټولې مسئلې ورته ښکاره وې. دوی ته د افغانستان د هغه وخت ټولنیز حالت او سیاسي اوضاع او د سلطنتي کورنۍ اړیکې او هر څه مالوم وو او نه یې غوښتل چې کوم احساساتي عمل وکړي. دا هم ښکاره وه چې عبد الرحمن خان ته روسانو او انکرېزانو دواړو سر ښورولی و او د غازیانو تمه داوه چې هغه به له خپل ملت سره ودرېږي.

د غازي محمد جانخان ژوند د ازادۍ د لارې د نورو مجاهدینو په څېر تر خاورو لاندې پټ پاتې دی. تر زیات وخته خو چا د هغه په هکله د حق ویلو موکه نه ده موندلې او یا یې د واکمنانو له ډاره دغه حق نه دی ادا کړئ. په دغه لیک کې په ډاګه ګورو چې دی د عبد الرحمن خان لپاره هیله من دی. انګرېزان وايي چې د ځینو نورو په څېر عبد الحمن خان ده ته هم لیک استولی و او کابل ته د ورتګ لپاره یې مرستې ته اړتیا لرله او د غازي له خوا هم ډاډ ورسېدلی و او ځکه یې افغانستان ته رامخه کړه. 

د محمد جانخان او عبد الرحمن خان ترمنځ توپیر او مخالفت هغه وخت راڅرګند شو  چې  عبدالرحمن خان له چارېکارو څخه کابل ته د محمد جانخان او مجاهدینو پر ځای انګرېزانو بدرګه کړ. محمد جانخان او انګرېزانو ښه سره پېژندل. انګرېزانو دا چالاکي وکړه چې عبد الرحمن خان یې د اصلي مجاهدینو له دایرې څخه په دغه حساس او نازک پړاو کې لرې وساته او ګریفن د خپل دولت په استازیتوب د ده هغو ټولو غوښتنو ته سر وښوراوه چې ده ورته اړتیا درلوده او هغوی له ده څخه درلودې.

د غازي محمد جانخان په استوريي شخصیت کې د نوموتو ملي افغان شخصیتونو ټولې نښې نښانې شته، له هغه ځان هېر و او یوازې د وطن د ازادۍ، ملي یووالي او د استعمارګرانو د شړلو فکر ورسره و.

محمد جانخان په داسې یوه تاریخي وخت کې سر راپورته کړ چې له یوې خوا کینه ناک او څو ځله مات شوي انګرېزان پر افغانستان د غچ اخیستلو په موخه راوبلوسېدل او کابل یې د انتقام او غچ اخیستنې په نامه په خپلو منګولو کې ونیو او له بلې خوا په کورنۍ کچه د داسې یو بدمرغه چاپېریال رامخه شوې وه چې شهزادګانو له ځانونو د واورو داسې لیوان جوړ کړي و چې ظاهرا له نظره نه لېودل او په باطن کې دوی وو چې په خپلو ټولو پخوانیو ویاړنو او اتلولیو یې د بطلان کرښې په شعوري توګه د ځاني ګټو په خاطر را ایستې او د یرغلګرو په وړاندې یې په ناځوانۍ سره د تسلیمۍ او پښېمانۍ توبې ایستلې.

محمد جانخان سربېره پردې چې په اسلامي علومو او حدیث کې د مطالعې خاوند و، ده د خپل هېواد او خلکو د ویاړن تاریخ په اړه ژوره مطالعه درلوده، په دغه لیک کې چې وړاندې کېږي او د ملاخیل او محمد صادق خان په نامه یې استولی دی، تاسو د دغه ویاړلي انسان تاریخپوهنه او زموږ له تېر وخت خورا دقیقه خبرتیا په روښانه توګه محسوسولای شئ: « د الله پاک په مرسته موږ پر انګرېزي پوځ بده ورځ راوستې ده. د انګرېز پوځونو په بې انصافۍ او ظلم پر غزني یرغل وکړ. خو موږ دوی مات او تېښتې ته مو ناچار کړل. همدارنګه موږ په چارآسیاب کې هم مېړانه او بری د ځان کړ. عبدالرحمن خان هم د انګرېز حکومت د برلاسۍ په وړاندې سرخوږی راپیدا کړی دی. په هر ډول موږ اوس د بارکزیو په باره کې فکر نه کوو. څه چې زموږ لپاره د پاملرنې او فکر کولو وړ دي دادي چې موږ خپل سرونه د اسلام په لار کې په خپلو لاسونو کې نیولي دي.

محمد حسن خان د جهار اسیاب په جګړه کې داسې مېړانه وکړه چې موږ یې خوشاله او وپنځولو... محمد حسن خان مو له دوو پلیو غونډونو او زرو سپرو سره ننګرهار ته واستاوه... په تاسو هم غږ کوو چې دغه لیک د سوات او نورو علاقو په اوسېدونکو وویشئ او ټول مسلمانان د جهاد لپاره باید تیار شي... د کوهدامن او کوهستان استوګن هم د جګړې لپاره تیاري نیسي، که تاسو وسلو ته اړیاست موږ ته خبر راکړئ. تاسې باید دا در په یاد کړئ، چې احمد شاه غازي  اووه ځله د هند په لوري له دولس زرو کسانو سره وخوځېد او دغه هېواد یې تابع کړ. په داسې حال کې زموږ شمېر اوس شلو لکو ته رسېږي، هغه په داسې حال کې چې د یوه مذهب او یوې عقیدې خاوندان وروڼه هم یو. دا به ډېره د افسوس خبره وي چې ډارن انګرېزي هندیان د خراسان د لتې د نیولو فکر وکړي... لکه چې د شرعې پیروانو ویلي: « یهود او نصارا له منځه یوسئ، د دغه امر اطاعت وکړئ او د اسلام تورې مو له تېکي راوباسئ. دغه خبرتیا موږ تاسې ته د مذهبي لارښوونو پر بنسټ درولېږله.» ( د هند ملي ارشیف، بهرنۍ څانګه لیک (۹۵) ۱۸۸۰ می.)

دلته د هند له ملي ارشیفه بیا ښاغلي ډاکټر صاحب رشید د غازي محمد جانخان هغه لیک رانقلوي چې ده جنرال رابرتس د انګرېزي قواوو مشر ته په افغانستان د هغه د لیک په ځواب کې استولی دی. کتونکي او څېړونکی د غازي له دې او نورو لیکونو د ده درایت، صداقت او رښتینې اتلولي په ګوته کوي:

« غزنی – د جنرال محمد جان له خوا د جنرال اف. اس. رابرتس ته!

ماستاسې هغه لیک تر لاسه کړ، چې تاسې د عبدالرحیم اخونزاده په لاس را استولی و. هغه مې ولوست او په هرڅه یې ورسېدم. تاسې ماته وړاندېز کړی و، چې زه باید تاته درشم، او تا ډاډ څرګند کړی و چې انګرېز سرکار به پرما مهرباني وکړي او ما به ونازوي. زه کولای شم ووایم او تاسې هم خپله ښه پوهېږئ چې زموږ مسلمانانو (افغانانو) حکومت پخواهم له انګرېزانو سره دښمني نه درلوده، ان هغه مهال چې زموږ اعلیحضرت د حکومت ټولواک و پخپله یې د بریتانوي حکومت سره  ددوستۍ تړون لاسلیک کړ، او موږ له یوه بل سره ملګري شو. خو برېتانوي حکومت بیا د درواغجنو کسانو په لاره لاړ او د هغوی خبرې یې واورېدې چې دغه کار او دغه چال چلند د دواړو لوریو تر منځ د ملګرتوب اصول په توپیرونو باندې واړول، دغه مسلمان ولس یې ځانته دښمن کړ او خبره پارېدنو او جګړو ته ورسېده لکه چې تاسو ته هم ښه معلومه شوې.

که چېرې بریتانوي حکومت یو ځل بیا په خپله پخوانۍ لاره ګام کېږدي، او وغواړي چې د خدای له دغو بندګانو سره خواخوږي ګام اوچت کړي، امیر راخوشی کړي او ولیعهد ته درناوی وکړي. په دغه ترڅ کې به د افغانستان د خلکو او انګرېزي سرکار تر منځ  هېڅ ډول دښمني نه وي. او څرګنده ده چې ټول افغان دولت  به د انګرېزي حکومت سره د یوه دایمي دوست په توګه پاتې شي. ټول مسلمانان لکه وزیر، سلیمانخیل، ترکی، علي خیل، توخي، اندړ، وردګ، تاجکان، زرمتیان، څرخیان، خرواریان، د لوګر، میدان، کوهستان، او د غزني ولسونه د ولیعهد ملاتړ او درناوی کوي او دایې سره منلې چې د هغه له پاره به ټول هغه پخوانی حیثیت او برم بېرته اعاده کوي. ځکه نو دوی هغه د خپل واکمن په توګه منلی دی. د همدغې لیوالتیا پربنسټ د دوي هیله داده چې انګرېزي حکومت مهرباني وکړي امیر راخوشی کړي او په عین حال کې د ولیعهد سره هم له مهربانۍ څخه کار واخلي. له دغه پرته دوی وایي چې دوی به خواشیني شي او دوی به خپل تقدیر له خپل ولیعهد سره غوټه کړي او هغو دولتونو ته به ورسره ولاړ شي له چا څخه چې دوی بلنه تر لاسه کړې ده. خو دا به د انګرېز حکومت لپاره د افسوس خبره وي چې که دوی ونه شي کولای دغه میړني قومونه خپل ملګري کړي، وایي دغه کار یوازې او یوازې هغه وخت  کېدونکی دی چې دوی امیر راخوشی کړي او دهغه ځای ناستي ته درناوی وکړي». ( د همد ملي ارشیف، بهرنۍ څانګه، لیک (۱۹) ۱۸۸۰ فبروري).

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind