17.03.2019 (26.03.1397)
عمران خان افغانستان کې د یو نوي حکومت رامنځته کېدو خبر ورکړ

د پاکستان صدراعظم عمران خان په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ پنځم پړاو خبرو ته په اشاره ویلي چې په افغانستان کې به په «نژدې» راتلونکې کې سوله راشي.

عمران خان پرون جمعه د «کب پر ۲۴مه» افغان پولې ته نژدې د باجوړ په سیمه کې د خلکو یوې غونډې ته ویلي چې د سولې اوسنی روان بهیر به په سیمه کې د ثبات، سوداګرۍ ښه کېدو او اقتصادي اسانتیاو لامل شي.

ښاغلي عمران خان ویلي:"له طالبانو سره مذاکرات پیل شول، که خدای ج غوښتي و، په افغانستان کې زموږ وروڼه به په نژدې راتلوونکې کې په سوله کې ژوند وکړي."

عمران خان حتا په افغانستان کې د یو نوي حکومت د تشکیل خبرداری ورکړ:"په افغانستان کې به یو ښه حکومت رامنځته شي، داسي یو حکومت چې د ټولو افغانانو استازیتوب به وکړي، جګړه پای ته رسېږي، او په هغه ځای«افغانستان کې» سوله رامنځته کېږي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم تېره اونۍ په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د پنځم پړاو خبرو تر پای ته رسېدو وروسته په یادو خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی و.

د پاکستان صدراعظم پر داسې مهال د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د مذاکراتو په اړه دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت ویلي چې د دغه مذاکراتو د جزئیاتو په اړه معلومات نه لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم په دې وروستیو کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د مذاکراتو پر بهیر په یو بې ساري او تند انتقاد سره وویل چې زلمی خلیلزاد د یادو مذاکراتو په اړه د افغانستان له حکومت سره مشوره نه کوي او په دې اړه ډېر لږ معلومات د افغانستان له حکومت سره شریک کېږي.

ښاغلي محب همدارنګه ویلي چې د امریکا او طالب استازو ترمنځ روانو مذاکراتو کې «هېڅ شفافیت» وجود نه لري، او زیاته یې کړه چې د افغانستان حکومت وروستۍ مرجع ده چې د دغه مذاکراتو څخه خبرېږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د امریکا او طالب استازو ترمنځ پنځم پړاو مذاکراتو کې د پرمختګ په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي وروستیو څرګندونو ته په اشاره دا پوښتنه مطرح کړه په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت په دې اړه معلومات نه لري، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له یاد بهیر څخه څه ډول خبر لري؟

د افغانستان حکومت تل پاکستان له وسله والو طالبانو او حقاني شبکې څخه په ملاتړ او پناه ورکولو تورن کړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اونۍ ویلي و چې د امریکا او طالب استازو ترمنځ مذاکراتو کې د طالبانو او پاکستان پر اړیکو هم باید بحث وشي.
VOA

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمد (Sonntag, 17. März 2019 15:00)

    ډېر د شرم ځای دی چي افغانان په خپل هیواد کي د مثبتو بدلونونو خبره د ګاونډي هیواد د وزیر اعظم څخه اوري. د عمران خان یې کور ودان! چي زموږ د سیاسي ستونزو غم ورسره دی. اصولاً دا زموږ د خپل هیواد د ولس مشر دنده ده چي د مثبتو سیاسي بدلونونو په هکله خپل ولس ته ښه خبرونه وړاندي کړي. که د خپلو بیغوري او د پردو مهربانیو دا حال جریان درلود، نو یوه ورځ به داسي هم راسي چي د کابل پر ارګ باندي هم د پاکستان بیرغ ځړوند وي.

  • مجاهد (Montag, 18. März 2019 05:14)

    محمد صاحب سلامونه می ومنه !
    ستاسی دا خبره ( چه د عمران خانی دی کور ودان چه زمونږ د ستونزو غم ورسره دی ] د ستاینی وړ ده مګر دا خبره مو بیا حیرانوونکی ده چه تاسی لیکلی ( یوه ورځ به داسی راشی چه د پاکستان بیرغ په ارګ وځړول شی )
    اوس چه د ۵۰ هیوادو ګډ بیرغ دی په ارګ ځوړند دی او ارګ کی دی عیسوی او د ۵۰ هیوادو سفیران قومانده ورکوی خیر دی ؟

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind