18.12.2017 (27.09.1396)
عطا محمد نوروایی د ارگ پرېکړه را ته د منلو نه ده

عطا محمد نور وايي د ارگ دا پرېکړه چې گواکې د ده استعفا يې منلې ردوي او خپله دنده نه پرېږدي.

ښاغلي نور چې له خپلو يو شمېر پلويانو سره له ليده کاته وروسته هغوى ته وينا کوله وويل ولسمشر غني ته وړاندې شوې استعفا پاڼه زړه ده چې ورسره مله شرايط پوره نشول، نو له دې امله يې نه مني.

خو د ولسمشرۍ وياند شاه حسين مرتضوي د ښاغلي نور وروستۍ وينا ته په غبرگون کې بي بي سي ته وويل "استعفا يوځل کېږي، چې وشوه او ولسمشر هم ومنله. د ارگ دريځ هماغه دى چې اعلان شوى."

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې ويناپاڼې په خپرولو سره ویلي و چې ولسمشر غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منلې ده.

د ارګ په وينا پاڼه کې، چې نن سهار رسنیو ته استول شوې وه راغلي، چې ښاغلي نور دا استعفا څه مهال مخکې کړې وه.

دا په داسې مهال کې ده چې له يوې مودې راهیسې د عطا محمد نور د استعفا کولو یا نه کولو بحثونه تاوده شوي و.

د وروستیو ورځو رپوټونو ویل چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه مشر عبدالله عبدالله دواړه له بلخ ولایت د ښاغلي نور د لرې کېدلو غوښتونکي دي.

جمعيت اسلامي گوند هم د ښاغلي نور په تړاو د افغان حکومت د پرېکړې اعلان نامسوولانه او په بېړه شوې پرېکړه بللې وه.

د دغه گوند له لوري خپرې شوې وينا پاڼه کې پرته له دې چې د استعفا ټکى وکارول شي راغلي چې د ښاغلي عطا محمد نور په اړه د افغان حکومت د پرېکړې دا اعلان د افغانستان امنيت، ثبات او د ملي وحدت حکومت له هوکړه ليک سره په ټکر کې دى او دغه گوند يې غندي.
راپور: بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind