06.04.2017 (17.01.1396)

طـالــبــانـو تـه  د صلحــې  وړانـديز

سرسپـین  کـچـکـول

منلو افغان  طالبانو وروڼــو اسلام علیکم!

د ۲۰۰۱  زییز د  اکتوبر په ۷، په افغانستان بانـدې د  امریــکې له بربڼډ  یرغــل راهیسې څه  د پاسه ۱۵ کالونه تـیر  شول. د  دغه  اوږد  یرغل ستراتجیک ګټه پـخــپلـه امریکې  او  برتانوي  پاکستان ته رسیدلې ده او  غـټــه بدبختي یې  په ټــول (لــر او بـر) افغانستان کې  پښتون مـلــت ته رسـیـدلې ده.  اوس چـیـن او  روسـیـه  هــم غواړي  چې په افغانستان کـې  خپلې  ستراتجیک ګــټې خونــدي کــړي. پــاکستان چې یــو دلال (کومپــردور)  دولت دی او د افغانستان  په خاوره یی خيـټـه  اچولې ده، ځـان  د روس او چـیـن  په ټـیـم کې  شامل ګـڼـي.

 

اوس ستاسـې درنـو  او سر تـیـرو افغـان  طالــبــانـو مسـولـیــت دی  چې د سـرچـاودنـو په ځای د خــپـل هـیـواد مـلـي ګـټــو ته  کلکـه پـامـلـرنه وکـړئ. افغان طالـبان بـایـد د  اباسیـن مـیـنــځ خپــله سـیـاسـي پـولـه وګـڼـي، نـه د انګريـز مارتیمر  ډیـورڼـډ ۱۲۳ کلنه استعماري او تحمیلي  ليــکه. د  کابل لاسپوڅې، ګډه وډه او فاسده اداره د ملي ګټو په ارزښت نه پوهيـږي ، ځکه چې سر یې  د خــیـټـې لانـدې دی.هـیله ده چــې  محترم افــغـان  طـالــبان  بــه په دې اړه زر  تر زره  د نیـواکـګـرې امریـکـې د اړونــدو مقاماتوسره تماس ونـیـسي او په دې ډول  په ټـول افغـانسـتان (لـر او  بـر) کې د سوکالـۍ ژونـد  ته لار پرانیـځي.

اسلام  په عــربستان کې نـازل شو. نــن  د خــلـیج ټــول هـیـوادونـه د خپل  ټـینـګوالي، امنـیـت، او تـجارت لپاره د امـــریـکې  ملاتــړ ته اړتـیـا  لـري.  ټول افغانستان (لـر او بـر) ستاســې په شان د خــپـلو ځامنو  کفایتونو ته اړتیا لري. هـــر څومـره  چې جګړه اوږدېـږي، هــغــومره پخوانـي فاسـد  عناصر فاســدې  ادارې  ته ورنــنـوځي. هـیـله ده چې خپل  نظـر به خپور کړئ.  په  درناوي.  کچکول

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • اقبال (Freitag, 07. April 2017 04:20)

    هغه چا چه زمونږ لره پشتونخوا له مونږ په چل کړی او خبل غلام پاکستان ته یی سپارلی هغوی اوس زمونږ بره پشتونخوا په زور لاندی ایستی ۱۶ کاله کیږی زمونږ خاوره ، خلک او خپلواکی یی اشغال کړی زمونږ په کور کی زمونږ سترګی او مخونه به تورو خولو پټوی لاسونه مو تړی مونږ وژنی او مونږ شکنچه کوی مونږ ته دوی ویزی راکوی مونږ ته دوی کدوان جمهورریسان تاکی میرمنی او پیغلی مو بی عفته کوی په ځانګړی دول ددغه غلامانو میرمنی خو یی د قضای مصونتی په تر لاسه کولو ورسره شریکی دی .
    زیرکیار او نور غلام ایزمیان خپل اواز نه پورته کوی نن چه هماغه انګریزانو ورته دستور او قومانده ورکړی چه د مظلوم اولس د دی اشغال شحخه پرونی اشغال ته واړوی اوو د ډیورند کرښه د امو ردرریاب ته نقل کړی اسلامی مقاومت او د دی وطن اصلی بچیانو ته لیکی چه
    [ د سرچاودنو به ځای د هیواد ملی ګټو ته کلکه پاملرنه وکړی ]
    د هیواد خپلواکی غازیاتو ته سرچاودنه وای هغه سرجاودنه نه ده قربانی ده او له اشغالګرو د ایز می غلامانو ناموس ، خاوره او خپواکی ساتی .

  • RAZMOHAMMED MOHMEND (Samstag, 08. April 2017 01:49)

    peace is good for all afghan.

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder