29.03.2018 (09.01.1397)
طالبان ولې له امریکا سره د سولې پر خبرو ټینګار کوي؟

ګلرحمن رحمانی

سوله الهي امر او د افغانستان د دولت او خلکو اساسي غوښتنه ده، مګر طالب چې د خلکو د تېراېستلو او خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره تل له دیني لارښوونو او الهي اوامرو څخه د خپلو جنایتونو د توجیه لپاره غلط تعبیر کوي، دوی نه د سولې اراده لري او نه هم د سولې صلاحیت. که چېرې دوی د سولې اراده او صلاحیت لرلی، نو د سولې لپاره د افغان دولت وړاندیز به یې منلی وای.

پر افغانستان تحمیل شوي جنګ کې هره ورځ افغان ماشوم بدمرغه کېږي، وژل کېږي. افغان مور په کې خپل اولاد او ژوند له لاسه ورکوي، د افغانستان منابع، فرصتونه او امکانات په کې ضایع کېږي، د افغانستان تاسیسات په کې ویجاړېږي، لنډه دا د جګړې ټول زیان افغان او افغانستان ته ور اوړي، مګر طالبان چې د دغې بدمرغه جګړې یو اساسي اړخ او لوری دی، له امریکا سره د سولې په خبرو او مذاکراتو ټینګار کوي او د امریکا متحدو ایالتونو د رد ځواب باوجود بیا هم له امریکا سره د سولې په خبرو ټینګار کوي.

په دې کې شک نشته چې د طالبانو یو هدف ممکن دا وي چې د جنګ د ودرولو او د سولې د خبرو په بدل کې له امریکا متحدو ایالتونو څخه مالي امتیاز ترلاسه کړي، مګر تر دې بل خطرناک هدف هم لري چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر ورڅخه له اشنا تلویزیون سره په مرکه کې پرده پورته کوي.

هغه وایي، طالبان له امریکا سره په مستقیمو خبرو کې سیاسي هدف لري، هدف یې دادی چې د افغانستان د خلکو په اراده او رایو راغلی حکومت چې د افغانستان خلکو یې مشروعیت منلی او ټولې نړۍ هم په رسمیت پېژندلی دی، طالبان غواړي چې همدغه مشروع دولت بې ارزښته وښیي.

د ښاغلي اتمر له څرګندونو څخه معلومېږي چې طالب نه پرون د سولې اراده لرله او نه یې نن لري. طالب سره نه پرون د سولې د خبرو صلاحیت وو او نه یې نن لري. طالب پرون هم د افغان او افغانستان تباهي او بربادي غوښته او نن هم په همدغه نظر دی.

پښتو متل دی وایي چې لو نه کوي نو لور په لوټه تېره کوي، طالب هم چې سوله نه کوي، نو د افغان دولت د سولې د وړاندیز پرځای له امریکا متحدو ایالتونو سره د خبرو وړاندیز کوي، له دې څخه څرګندېږي چې هغوی اول نه غواړي سوله وکړي او که سوله کوي هم نو د امتیاز په بدل کې یې کوي.

وسله وال طالبان غواړي چې په افغانستان کې مشروع او قانوني بنسټونه ړنګ، ویجاړ، کمزوري او بې ارزښته کړي، مګر دوی به خپلو دغو شومو موخو ته ځکه ونه رسېږي چې د افغانستان خلک اوس تر بل هر وخت ویښ دي او له همدې امله هم د حکومت او هم د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ټینګ ملاتړ کوي.

طالب نن د خپل ولس د ارادې او ګټو خلاف بدمرغه جګړه پرمخ بیایي او که دوی له خپل دغه چلند او جګړې لاس وانخلي، نو د خپلو خلکو په منځ او افغانستان کې به ځای ونه لري، ځکه د دوی د ظلمونو، وحشتونو او جنایتونو له امله خلک نور تر پوزې راغلي او ورځ تر بلې یې له دوی څخه کرکه او فاصله زیاتېږي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • افغان (Freitag, 30. März 2018 01:57)

    فکر کوم چه لیکونکی تر اوسه د فیل غوږ بیده شوی ، لا یی د خیال او نیشو وخت کی ارزونه کړی چه
    [[ طالبان د امریکا سره ولی خبری کول غواړی ]] یعنی د کابل اداری سره باید خبری وکړی .
    که دا کار نه کوی طالبان رشتونی مسلمانان یا افغانان نه دی .
    ناخبره له دی چه طالبان د کابل غلامه ، ناوړه او فاسده اداره په رسمیت نه پیژنی یعنی
    لمړی : یی په دی نه پیژنی چه د امریکااو ناتو له خوا د برچی په زور تپل شوی
    دوهم : یی به دی نه پیژنی چه بی کفایته یا ناوړه اداره ده په چارو کی پوهه او مسلکیت نه لری .
    درمی یی په دی په رسمیت نه پيژنی چه فاسده اداره ده یعنی دروغ، غلا، درغلی رشوت او ..... ترسره کوی له هرڅه او په هر څه چه څه ترلاسه کوی هغه ترسره کوی
    رحمانی صاحب بیچاره چه د غلامی اداری غړیتوب لری او په ډالرو معاش ترلاسه کوی طالبان ته په قهر دی چه د کابل غلامه ، ناوړه او فاسده اداره ولی په رسمیت نه پيژنی که یی نه پيژنی طالبان نه افغانان او نه مسلمانان حتی انسانان هم نه دی
    که دا زما خبره ناسمه وی یعنی د کابل اداره نه غلامه ، نه ناوړه او نه فاسده ده
    د کابل له اداری دی وپوشتل شی چه تاسی په ناوړتیا او فساد کی لمړی که دوهم مقام تر لاسه کړی نو د یوی فاسدی اداری سره خبری کول خو پریږده د داسی فاسدی اداری لیری کولو په کار دی .
    حتی باداران او نړیوال هم ورته فاسده وایی .
    رحمانی صاحب ټولی خبری دروغ ستا خبره سمه ده زه به طالبان د کابل اداری ته د مذاکراتو د پاره راولم .
    د طالبانو لمړی غوښتنه له غنی صاحب څخه دا ده چه اشغلګر دی شپږو میاشتو کی دننه دننه خپل عسکر وباسی او جنګ دی بس کړی غنی کولای شی چه دا غوشتنه په اشغګلرو ومنی ؟ که یی کولای شی زه طالبان خبرو کولو ته تضمینی راولم که یی نه شی کولای نو ددغه بی واکه او بلواکه اداری سره خبری د وخت ضیاع ده مننه

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder