09.02.2017 (21.11.1395)
طالبان له چا کم نه دی؛ خو...

همایون نایل
وخت یې را رسېدلی نه دی چې وسله وال به و کولای شي په افغانستان کې د دوی له امله د روان جنګ تعریف وړاندې کړي او یا به په رښتوني ډول د اسلامي جهاد پرداشت تګلاره وګرځوي او که به لا د نورو په لمسون په مبهم هدف پسې روان وي؟
له هغه وخته چې د طالبانو په واک کې د اسلامي امارات په نامه د افغانستان په ټول وجود نامي او واکمن رژیم حضور درلود چې د ځواک اصلي بنسټ یې همفکري او په عقیدوي لحاظ د اسلام د مبارک دین ارزښتونه ول، په دې غیرتي خاوره کې یې هر ډول د جنګ جګړو ونډیال ماتو او یا بریاوو ته رسولای شول؛ خو له بده مرغه له همدې ارزښتونو او همفکره بنسټونو په ناوړه استفاده ډېرو هېوادونو او سازمانونو خپله ونډه له پامه نه ده غورځولې او له هغې ځواکمنۍ افغانۍ سټې یې بې درکه ګټه پورته کړې ده.
د همدې اماراتو د ریژیم په موده کې د دوی د رهبر یوه فرمان د هر ډول ستونزې په حل او د هر ډول خنډ په له منځه وړلو کې قاطع دریځ او ونډه درلوده چې له کندهاره نیولې د ټول هېواد په هره پښتني او غیرې پښتني سیمه کې یې د یوې فکري لارې رنګ پاللی شو.
هغو بنسټونو چې له دوی وړاندې یې د جهاد او مقاومت په نامه سرتاسري پاڅون ته په بریا کې لاس ور کړی و، له ډلې یې اوس هم یو شمېر په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د وسله والو ملاتړ کوي، د اسلامی اماراتو په نامه د دغه حکومت د تمویل تر څنګ یې دی رسمي باله.  نه یوازې دا چې تر یوه حده یې د وفا لاس ور کړی و؛ خو له مړوند ور هاخوا یې د خپلو شخصي او تعصبي هدفونو په درلودلو سره د جفاکارۍ له مټو د دوی په ناخبرۍ کار اخیسته.
د شته وسله والو ډلو د فعالیتونو په رنګارنګۍ کې نه یوازې دا چې یو شمېر ګاونډیان د هر راز تمویل او د پټنځایونو په برابرولو کې با مسوولیته پاتې شوي او ان د یوې سیمه ییزې او یا نړیوالې جنګي ډلې په ډول یې خپل سیالان ګواښلي دي دوی ته آن لکه په مرمۍ کې د باروتو حیثیت لري، د القاعده او حقاني شبکې تر څنګ د حزب اسلامي متحد ګوند یې هم سره له دې چې په ځینو مسایلو کې یې له دې ډلې سره اختلافات او ستونزې درلودې او یو بل ته به په ماشه کېښناستل؛ خو د دوی په اصطلاح د امریکا او یا په ټوله کې د افغان حکومت د ملاتړ کوونکو په خلاف یې د سنګر پراخه برخه تشکیل کړې وه.
د اساما بن لادن په وژل کېدو او د حقاني شبکې د وروستۍ پښې وېستلو او د همدې اسلامي اماراتو د وسله والو طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې، بیا د ملا منصور مشري او مړینه او همدا راز په دوی کې د ملا رسول د پراخې برخې جلا والی او په دا را روسته کې د حزب اسلامي د ډلې ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حکومت سره د سولې بریالۍ هڅه هغه څه دي چې د دوی ترمنځ د شته اختلافاتو لپاره یې ښه زمینه برابره کړې ده او هغه یوالی چې د ملا محمد عمر په ژوند کې دې ډلې درلود، اوس یې نیم هم نه دی پاتې.
پاکستان هغه وخت چې د حزب اسلامي د جنګیالیو رواني او فکري وضعیت یې له نېږدې څاره چې د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یې له مخکښ نومان ډاکټر غني نه خپل ملاتړ اعلان کړ، د سولې هغه پروسه چې دوی پرې په کراتو نړیوال او یا سیمه ییز امتیازات تر لاسه کول، یو څه خنډمن برېښېدل چې د طالبانو د رهبر ملا عمر د مړینې راز یې پټ ساتلی و؛ څو هغه موکه چې د پاکستان په پلوۍ او په افغانستان بل شوی اور تازه وساتي، د دې ډلې مشري ملا منصور ته چې ګڼ طالبان ورسره په مخالفت کې ول، وسپارله.
پاتې نور چې په ملا رسول را ټول شول، پرته له ځنډه یې د هغوی د درځ په پراخولو پسې ملاوې وتړلې او د هېواد په زیاتو سیمو کې یې د دواړو مشرانو په نفاق سرمایه ولګوله. دلته د پاکستان موخه د دوی په لاس د جوړ شوي داعش رامنځته کېدل ول چې ډېر ژر له منځه یوړل شول، له پیله کیسه د طالبانو د نوې پروژې په خاطر وه، کوم چې له داعش سره د اختلاف په پايله کې به د روسیې تبر ته لاستی پیدا کړي. لنډه دا چې د عربي هېوادونو د مرستو کمښت د طالبانو اقتصادي وضیعیت تقربي کړ او له بلې خوا طالبانو د سولې ناهیلې پایلې لیدلې وې، اړ شول چې د پاکستان له زړه نه راوتلی لبیک د خپلې ژبې په واسطه څرګند کړي.
خو د طالبانو ورستیو څرګندونو افغان حکومت ته هیله هم ور کړې ده چې دوی به د پلونو او پلچکونو په ورانولو کې نه یوازې دا چې ونډه نه اخلي؛ بلکې د هغوی په ساتنه کې به مرسته کوي. دا ښايي چې د حزب اسلامي په ډول دوی هم کولای شي چې د روسیې او پاکستان له منګلو ځان وژغوري او د هېواد په ساتنه او پر مختګ کې ونډه واخلي.
حکمتیار ته په کابل کې د اوسېدو د ځای او همدا راز د خوندي امنیت ژمنه او په عمل کې د سولې ژمنلیک پلي کول او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له تور نوملړه د حکمتیار وتل، د سولې مذاکراتو ته ورته ښه زمینه برابروي؛ نو طالبان له چا کم نه دي؛ خو که یې و مني چې دا ځل یوازې دوی د خپلې هڅې په نوښت له افغان حکومت سره بریالۍ سوله وکړي او خپل بندي مشران د زندانون له تورو تمبو را وباسي او په یوه خوله کېدو د خپلو وفات شوو یوالي غوښتونکو مشرانو ارواح ښاده کړي.
حکومت څه موده وړاندې ژمنه کړې وه چې له هر سوله کوونکي سره به د راستنېدونکو کډوالو په شان مرسته کوی، یعنې کور، د امنیت خوندي توب او کاري زمینه به ورته برابروي.
دا هم لرې نه ده چې د سولې په کولو سره به د هغو سرو یرغلګرو چې اوس ورته د مرسته کوونکو القاب کارېږي، دلته د پاتې کېدو بهانه ورکه شي.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder