02.12.2016 (12.09.1395)

طالبان له مالي پلوه دومره کمزوري شوي چې ان د خپلو ټپیانو درملنې ته هم پیسې نه لري
د طالبانو د مالي کمزورتیا دلیل دا دی چې د دوی په وروستیو جګړو کې تر ډېره ملکي خلکو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې، له دې امله هغه سرچینې چې له دوی سره مالي مرسته کوي، اوس نه غواړي پیسې ورکړي.

طالبان له مالي ستونزو سره مخ دي او مرستندویان یې لېوال نه دي چې هغوی تمویل کړي؛ ځکه په بریدونو کې یې تر ډېره ملکي کسان وژل کېږي، نه بهرني ځواکونه. دا خبره د طالبانو مشرتابه ته نږدې یو شمېر سرچینو او قوماندانانو کړې ده.

ملا رحمت الله کاکازاده چې د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې لوړپوړی ډیپلوماټ و، ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې د جګړې په ډګر کې د طالبانو د تېر کال له ډراماتیکو پرمختګونو سره سره دوی له مالي پلوه ورځ تر بلې کمزوري کېږي.

دی وایي، روانه جګړه ورځ تر بلې ناولې کېږي؛ ځکه ملکي تلفاتو ته اوس ډېر پام اوښتی او هغه کسان چې طالبانو ته پیسې ورکوي، نور نه غواړي چې خپلې پیسې په داسې څه ولګوي چې ماشومان وژني.

د ګارډین په لیکنه طالبان له شتمنو افغانانو او په خلیج کې د عرب سوداګرو په ګډون له اوږدې مودې راهیسې په سیمه کې له خپلو پلویانو مرستې راټولوي، خو اوس له مالي پلوه طالبان دومره کمزوري شوي چې ان تر دې خپل هغه وسله ‌وال چې د افغانستان په جګړو کې سخت ټپي کېږي، د پاکستان په خصوصي روغتونونو کې یې درملنه نه شي کولای؛ ځکه بېلونه یې نه شي پرېکولی.

د کاکازاده په خبره، له هغه مهال راهیسې چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې د بهرنیو ځواکونو ډېره برخه له افغانستانه ووتله او د طالبانو د سیالو ډلو تر منځ خونړۍ نښتې وشوې، د روانې جګړې چې طالبان یې تر اوسه د بهرني اشغال پر وړاندې جګړه بولي، مشروعیت کمزوری شوی دی. د ګارډین په وینا، که څه هم کاکازاده په تېرو پنځلسو کلونو کې په جګړو کې ګډون نه دی کړی، خو هغه د طالبانو له مشرتابه سره له نږدې اړیکې لري.

د طالبانو د مالي کمزورتیا په اړه د هغه څرګندونې نورو د طالبانو قوماندانانو چې نومونه یې نه دي ښودل شوي هم تايید کړې دي.

یوه طالب قوماندان ګارډین ته ویلي چې د طالبانو مالي سرچینې د لومړي ځل لپاره د تېر کال په جولای میاشت کې هغه مهال کمې شوې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مړینه اعلان شوه.

په روان کال کې د هغه د ځای ناستي ملا اختر محمد منصور مړینې چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، هم له مالي پلوه طالبان لا پسې کمزوري کړل؛ ځکه منصور په خپله له سوداګرو سره ښې اړیکې درلودې او مرستې یې راټولولې.

د ګارډین په وینا، د طالبانو نورې مالي سرچینې په افغانستان کې په تېره بیا جنوب کې چې ډېر کوکنار کرل کېږي، د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د عشر راټولول دي، خو هغه هم په دې وروستیو کې د خپلمنځي اختلافاتو له امله کمزوري شوي دي.

د ګارډین په لیکنه په تېر دوبي کې د طالبانو نوی مشر ملا هبت الله هغه وخت په هلمند کې د طالبانو د پوځي شورا له مشر ملا ابراهیم صدر سره ونښت چې هغه د کوټې شورا ته د پیسو له استولو ډډه وکړه.

خو په ولسي جرګه کې د هلمند استازی عبدالحي اخندزاده ازادي راډیو ته دا خبره رده کړې چې ګواکې په کوټه کې د طالبانو مشرتابه شورا ته به ملا ابراهیم د پیسو له استولو ډډه کړې وي.

اخندزاده وایي، د طالبانو مالي منابع په تېره بیا په هلمند کې د ډېرو سیمو په لاندې کولو سره لا پیاوړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې: ((هېڅ وخت هلمند کې د طالبان پوځي قوماندانان د کوټې شورا ته خبرداری نه شي ورکولای چې که تاسو راځئ راشئ، که نه له تاسو سره کومک نه شو کولای یا ستاسو اطاعت نه کوو، په تېرو کلونو کې دا موضوع هېڅکله نه ده رامنځته شوې، اوس د دوی لاس ته راوړنې او عواید نور هم زیات شوي دي؛ ځکه هره سیمه چې دوی تر خپل کنټرول لاندې راولي، هره ولسوالي، هر کلی چې دوی نیسي مالي عواید یې هم ورسره زیاتېږي.))

د طالبانو یو شمېر سرچینو ویلي چې ابراهیم په یوه لیک کې د کوټې شورا ته دغه راز لیکلي وو چې تاسو هلته په پاکستان کې ارام ناست یاست، باید شورا هلمند ته را انتقال کړئ.

خو اخندزاده وایي، پاکستان به هېڅکله هم پرې نه ږدي چې د طالبانو د کوټې شورا د افغانستان دننه ته ولېږدول شي.

د هغه په وینا، پاکستان غواړي چې پر طالبانو خپل نفوذ وساتي.

ګارډین د طالبانو د مالي ستونزو تر څنګ دغه راز دا مسئله هم راپورته کړې چې ګواکې د طالبانو مشرتابه شورا اوس دغه ټکي ته رسېدلې چې په افغانستان کې روانه جګړه پوځي حل لاره نه لري.

ورځپاڼې د طالبانو د واکمنۍ په دوره کې د پخواني ډیپلوماټ کاکازاده له خولې لیکلي چې ویلي یې دي، د طالبانو په مشرتابه کې په دې وروستیو کې، دا مفکوره ډېره پیاوړې شوې چې جګړه په ټپه درېدلي حالت ته رسېدلې، نه دوی کولای شي چې افغانستان بیا په بشپړه توګه ونیسي او نه هم د افغانستان حکومت کولای شي دوی په بشپړه توګه مات کړي، ښه دا ده چې د افغانستان له حکومت سره یوه جوړجاړي ته ورسېږي.

خو افغان کارپوه وحید مژده چې د طالبانو فعالیتونه له نږدې څاري وایي، د افغانستان د تېرو څو لسیزو جګړو ته په پام سره له سولې پرته بله لاره نشته خو طالبان اوس هغه سې چې ګارډین وایي، له مالي پلوه په داسې کمزوري حالت کې نه دي چې پر روانې جګړې یې اغېز وکړي.

مژده دغه راز ویلي چې طالبانو روان کال د جګړو په ډګر کې ډېرې وسلې او پوځي وسایل له افغان امنیتي ځواکونو لاس ته راوړي او راتلونکی کال به افغانستان بیا سخته جګړه په مخ کې ولري.

نوموړي زیاته کړې: ((له روغې جوړې پرته بله لاره نشته، په وار وار موږ دا خبره کړې چې ۳۶ کاله په افغانستان کې جګړه وشوه او نتیجې ته ونه رسېده، باید سوله وشي، په خواشینۍ سره زه داسې حالاتو ته ګورم چې راتلونکی کال به له دې کاله هم بد کال وي.))

ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د جګړې د دوام په اړه د طالبانو په مشرتابه کې د راپورته شوو اختلافاتو په اړه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پخواني مشر سید طیب اغا د هغه لیک یادونه کړې چې محتوا یې تېره میاشت په ډاګه شوه.

په دغه لیک کې چې طیب اغا د طالبانو نوي مشر ملا هبت الله ته استولی، ویلي چې د دې لپاره چې په خپلواکه توګه پرېکړې وکړو، تاسو، زموږ مشرتابه شورا او د مختلفو کمېټو مشران باید له پاکستانه ووځئ.

طیب اغا زیاته کړې، اوسنیو شرایطو ته په پام سره چې زموږ هغه مشران چې مهمې پرېکړې کوي، په پاکستان کې دي، دا هېواد کولای شي زموږ او د افغانستان د ګټو پر ضد له خپل نفوذه کار واخلي.

سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder