17.08.2019 (25.05.1398)

طالبان: د راتلونکي پړاو خبرې به ژر او لنډې وي
په دوحه کې د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي دوی له امریکایانو سره احتمالي تړون کې د جنجالي ټکو په اړه خپلې خپلمنځي خبرې نهایي کړي او راتلونکو خبرو ته چمتو دي.

د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان کوټې په یوه جومات کې بمي چاودنې د افغان طالبانو د مشر ملا هبت الله ورور وواژه او لږ تر لږه شل تنه یې ټپیان کړل.

طالب سرچینه وايي، د ملا هبت الله د ورور وژل کېدل یوه دردوونکې او خواشینوونکې پېښه وبلله او وویل دوی یې په اړه تحقیق کوي، خو وویل خبرې به روانې وي.

یادې سرچینې دا هم ویلي، دوی پر اختلافي مسلو خپلمنځي بحثونه بشپړ کړي او د سولې خبرو کې د نهم پړاو لپاره امریکایانو ته په تمه دي.

د طالبانو دغه سرچینه وايي، تمه ده چې راتلونکې خبرې به روانه اونۍ پیل شي او دا ځل خبرې به ډېرې لنډې وي؛ ځکه چې دواړه غاړې پر اختلافي ټکو له خپلو مشرانو سره سلا مشورې کړي دي.

په ورته وخت کې تېره شپه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو د خپل حکومت له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او سلاکارانو سره کتلي دي.

ښاغلي ټرمپ په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، دا یوه ښه ناسته وه او ویلي یې دي که شونې وي دوی او په دې ۱۹ کلنه جګړه کې د دوی په مقابل لوري کې ډېر یوه جوړ جاړي ته د رسېدو هڅه کوي.

په ځايي وخت د جمعې د ورځې په ماسپښین ولسمشر ټرمپ د خپلو نژدې سلاکارانو په ګډون خپل مرستیال ولسمشر مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د دفاع له وزیر مارک اسپر، د پوځ له ستر درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ، د ملي امنیت له سلاکار جان بولټون او د سي ای اې له مشر جینا هسپل سره د رخصتۍ پر مهال د نیوجرسي په ایالت کې سره کیناستل څو له میاشتو راهیسې د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له لوري شوی پرمختګ وڅېړي او په احتمالي ډول دغه هوکړه تایید کړي.

په همدې مهال زلمی خلیلزاد لا هم په دې لټه کې دی چې طالبان دې ته وهڅوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته غاړه کېږدي.

که څه هم له غونډې وروسته د سپینې ماڼۍ ویاند هوګن ګیډلي په یوه خبر پاڼه کې وویل چې دغه غونډه ډېره ښه تېره شوه او دا چې مذاکرات به پرمخ ځي خو د دفاع وزارت سرچینو د نوم د نه اخیستو په صورت کې ویلي چې لا هم د دواړو غاړو ترمنځ د اختلاف ټکي شته او ښايي له طالبانو سره د سولې دا خبرې نهم پړاو ته ننوځي.
را پور: بي بي سي

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentare

Es sind noch keine Einträge vorhanden.
Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind