06.01.2018 (16.10.1397)
طالبان دپاکستان تر نفوذ لاندې کېدو کې دی!

ليکوال : سردار محمد فائق

کله چې دامریکا او طالبانو ترمنځ ظاهرا دشیخ اسامه په سپارلو شخړه راغله، طالبانو د کلک دریځ په نیولو سره دنوموړي له سپارلو ډډه وکړه، چې بالاخره په ۲۰۰۱م کال دامريکا په مشرۍ نږدي ۴۹ هیوادونو پرافغانستان د بريد په ترڅ کې د طالبانو حکومت رانسکور کړ، او ډیر زیات ځاني او مالي زیان ئې ور واړاوی، داسې سخت حال راغی چې چا به د طالب نوم نه سو اخستلای که نه یا به تر ګونتانامو رسول کیدای او یا به سمدستې بي ۵۲ الوتکې ورته رارسیدلای. په طالبانو د داسې بد حال په راوستو کې تر ټولو ستر رول د پاکستان ؤ، چې هم ئې امریکا ته په افغانستان د یرغل زمینه برابره کړه، سترې سترې پوځي ای ډې ئې په لاس ورکړې، او هم ئې ډېر زیات هغه طالبان ونيول او په امریکا ئي خرڅ کړل چې د پخواني جهاد راهیسې ئې کورنۍ په دغه هیواد کې د هجرت د ټاټوبي په توګه استوګن وو ، په لومړي وخت کې به چا فکر نه کاوه چې طالبان به بیا ځواکمن سي خو چې کله طالبان د خورا زیاتو نظامي او تبلیغاتي بریدونو له ځپلو باوجود هم سر راپورته او دمقاومت د پیاوړي ځواک په توګه راڅرګند سول، نو له یوې خوا امریکا او د کابل حکومت د سولې خبرو ته اړ سول، که څه هم پکې رشتینې نه ول، خو له بلې خوا پاکستان بیا هم دطالبانو د ځپلو لړۍ ونه دروله، خو په دريځ کې ئې دومره فرق ترسترګو سو، چې پخوا به ئې طالبان امریکایانو ته سپارل، خو دا ځل به ئې له ځان سره ساتل او د سختو شکنجو او فشارونو په راوړلو سره به ئې پرې هڅه کوله ترڅو طالبان هم تر خپل اغیز لاندې راولي، او د دې هدف لپاره يې له ټولو ستره هڅه طالبان په سو ډلو ویشل وه،  هغه دا چې هر طالب مشر به ئی چې ونيو نو د خوشې کولو شرط به يې پرې دا ؤ ، که طالبانو ته د سرخوږۍ په توګه نوې ډله جوړوې نو سمدستي خوشې کيږي او که نه وژل کيږي او نادرکه کيږي.

خو له دې ټولو سره بیا هم طالبان د بهرنیانو او د کابل حکومت په وړاندې د یو پیاوړي ځواک په توګه څرګندیدل چې ستر لامل ئې د طالبانو یو موټی والی او له خپل دريځ څخه د دومره فشارونو با وجود نه تېریدل ول. د طالبانو کلک دريځ په افغاني او نړیواله سطحه خورا شهرت ترلاسه کړ، چې هم ئې په هیواد او هم ئې په نړۍ کې ملاتړ ورځ تر بلې په زیاتېدو سو.

په دې وخت کې که څه هم طالبان په پوځې او سياسي ډګرونو کې برلاسي ول، خو هغه تبلیغات يې د خپلواکۍ په ثبوت وړاندې کولو کې خنډ واقع سوي ول، چې ګواګې طالبان د پاکستان خلک دي، افغان حکومت په ولس کې دطالبانو د نفوذ دمخنیوي لپاره پاکستان سره په ګډه دې هدف ته د رسيدلو لپاره کار وکړ او تر ډیره يې طالبانو ته سياسي تاوانونه ور ورسول او خلک يې پرې بې باوره کړل.

له دې امله هغه وخت د طالبانو مشر مرحوم ملا محمد عمر مجاهد  د پاکستان له فشارونو دخلاصون او دخپل سياسي استقلال د خوندي کولو او ولس ته په ثبوت رسولو له پاره عملي ګامونه پورته کړل، ترڅو له پاکستان پرته په یو داسې هیواد کې دطالبانو تحريک ته یو سياسي ادرس پيدا کړي چې نه ئې له یرغلګرو سره پر افغانستان دتيري پرمهال نظامي مرسته کړې وي او نه ئې استخباراتي او سياسي مرسته، بالاخره طالبان په نړۍ کې د ډيرو کوششونو وروسته دقطر په هیواد کې سياسي دفتر په پرانستلو بريالي سول.

دسیاسي دفتر پرانستلو لپاره ملا محمد عمر مجاهد پنځه شرطونه ايشي وه، هغه داچې اسلامي هېواد به وي، ګاونډی هېواد به نه وي، داسې هېواد به نه وي چې دیرغل پر وخت ئې د طالبانو په وړاندې دشمنانه پالیسي غوره کړې وي. او داسې هيواد به هم نه وي چې په افغانستان کې د امریکائي یرغل په ملاتړ نظامي موجودیت ولري. او بل دېته به تیار وي چې د طالبانو د استازو کوربه توب وکړي.

کله چې طالبانو په پورتنيو پنځو شروطو برابر، سياسي دفتر په قطر هيواد کې پرانیست، نو دا د طالبانو سیاسي ځیرکتيا، پرمختګ او ستره لاسته راوړنه وه، ځکه په دې سره طالبانو هیوادوالو او نړيوالو ته له پاکستان څخه خپل استقلال د لمر په سیر روشانه کړ، د طالبانو په اړه افغان ولس سره ډیر سوالونه پخپله جواب سول.

استخباراتي ادارو چې ولیدل چې طالبانو ولس ته خپل استقلالیت په ثبوت ورساوه، او نور ئې ولس د پرديو او په خاص ډول د پاکستان د تالي څټو په توګه نه پيژني، بلکې د یو ازاد خپل واک ولسي مقاومت په توګه به ئې پيژني. نو بيا ئې په خلکو کې بل ډول اوازې خپرې کړې چې ګواګې طالبانو خپل دریځ نرم کړي، حکومت سره مذاکرات کوي، د پردیو ګټو خوندي ساتلو لپاره یې دفتر خلاص کړي، ترڅو په طالبانو کې درز پیدا کړي. ولس سره ئې بیا یو څه شکونه او شبهات پیدا کړل. خو کله چې طالبان د سیاسي دفتر د نوم او بیرغ په کړکيچنه موضوع کې له خپل دريځ تیر نه سول نو د طالبانو په اړه پاتې شکونه او شبهات هم له منځه لاړل، آن تر دې چې د سیاسي دفتر په هلو ځلو د امريکايي اسير عسکر بروګډال په تبادله کې د طالبانو پنځه نامتو مشران له ګونتانامو ازاد سول، چې دې سترو لاسته راوړنو، يو ځل بيا طالبانو ته سياسي اتلولي ورپه برخه کړه. او دا ئې خلکو ته ثابته کړه، چې د طالبانو په اړه ټول شکونه بې اساسه ول، او پوره خپلواکه دي، خلک پوه سول چې دوی د څه لپاره دفتر پرانستي ؟ موخې يې سه دي ؟ او په خپل دريځ سومره کلک دي ؟ او هم يې یو موټی والی ثابت سو چې په ډلو ټپلو نه دي ويشل سوي بلکې یوه ډله، یو مشر او د سیاسي فعالیتونو پرمخ بیولو لپاره یو ادرس لري.

بيا کله چې استخباراتي ادارې د طالبانو په وېشلو کې هم پاتې راغلل، او په ولس کې د طالبانو نفوذ کمولو کې هم پاتې راغلل، له پاکستان څخه ئې هم خپل استقلال ثابت کړ. او نظامي ډګر کې ئې هم له پخوا څخه ډیر پرمختګ وکړ، تر دې چې زیاتې سيمې ئې تر ولکې لاندې راوستې په ځانګړي ډول په شمالي ولایتونو کې پرمختګونه او فتوحات. نو افغان ولسمشر او استازو ئې پاکستان ته په تللو راتللو ځانونه ستړی کړل، ترسو د پاکستان په مرسته په طالبانو فشار راولي او دوی ته یوه د خټو پوزه جوړه کړي.

که افغان حکومت په خپلو هلو ځلو کې رشتينې وای نو دوی مستقیما هم د قطر هیواد په مرسته له سیاسي دفتر سره په یو ډول نه، یو ډول حتمي اړیکه نیولی سوه، خو د پاکستان له لارې خبرې اترې رامنځته کولو کې د دوی یوه ستر هدف دا ؤ چې خلکو ته ثابته کړي چې طالبان د پاکستان خلک دي. نو پاکستان چې په مکر او چل کې په نړۍ واله کچه پېژندل سوی دي، د دې لپاره چې په افغان حکومت د ډيورنډ کرشې د رسميت پېژندلو په سېر ځينې غوشتنې ومني، نو هغوی ته ئې د تل په سېر د روان کړکيچ د حل کيلي په  خپل لاس کې شودلې، او د خپلې ادعا د ثبوت لپاره يې د ۲۰۱۵ لمريز کال په جولای میاشت کې اسلام اباد ته سېرمه د مري په سيمه کې له خپلو چلونو او مکرونو څخه په استفادې یو څو پخواني طالب مشران خبرو اترو ته په هر ډول چې ‌ؤو حاضر کړل ترسو افغان حکومت سره خبرو ته اترو ته کشيني.

خو سمدستي هغه مهال په قطر کې د سیاسي دفتر د ځيرک او هوشیار طالب مشر سيد طيب اغا په طالبانو کې د خپل پراخ نفوذ څخه په ګټه ددغو خبرو مخنيوی په دې خاطر وکړ، چې د پاکستان لخوا افغان حکومت سره د جوړ جاړي لپاره دطالبانو کشیناستل به دوی ته ډير په تاوان تمام شي، او د طالبانو پورته ذکر سوې ټولې سیاسي لاسته راوړنې به په اوبو لاهو کړي، او نه یوازې د دوی په اړه خلکو سره پخواني لرې کړل سوي شکونه به بیرته راتازه سی، د بې شمیره نورو شبهاتو دروازه به هم خلاصه سي لکه چې د دغې وروستۍ ناستې څخه وروسته مو چې له ډیرو افغانانو ډول ډول شکونه واوريدل. خو چې کله هغه مهال (جولای ۲۰۱۵ ل) د طالبانو اعلامیه نشر سوه پکې سرګنده سوه چې د سياسي دفتر غړي د مري په غونډه کې ګډون نه لري، نه ئې دغه خبرې اترې ستایلې وې او نه ئې رد کړې وې. خو بیا ئې هم هغو خلکو ته یو سه امید پیدا کړ، سوک چې په دې ناسم کار زورېدلی ول، او د پاکستان ټولې هڅې او دسيسې ورسره شنډې سوې.

نو دپاکستان استخباراتي ادارې (ای اس ای) ته سرګنده سوه چې په طالبانو پوره حاکميت نه لري، ځکه  خپل هدف ته ونه رسیدل، نو ددې هدف ترلاسه کولو له پاره ئې دطالبانو په تحريک کې دخپل اغيز لاندې کسانو د لا پرمخ بيولو، او د نفوذ لرونکو مشرانو ترمنځ داختلافاتو پیدا کولو او له صحنې ایستلو هڅې پیل کړې. تر سو پرې پوره حاکمیت ترلاسه کړي، بالاخره په دې وتوانېدل چې دپاکستان ګټو ته ژمن طالب چارواکی ملا امیرخان متقي د طالبانو مشر ملا هبت الله ته ترټولو د نژدې کس په توګه په دنده وګمارل سو.

له هغه وخته چې امیرخان متقي د طالبانو د مشرتابه دفتر رئيس ټاکل سوی، د طالبانو تحريک په بشپړ ډول دپاکستان تر نفوذ لاندې راغی، له سياسي دريځونو د تنزلاتو لړۍ پیل سوه، آن تردې چې نوموړی په یوه نظامي الوتکه کې له سو نورو سره پاکستان څخه تر ابوظبۍ ورسیدل او هلته يې  د پاکستان په منځګړتوب له امریکایانو سره مذاکرات وکړل، خو د متقي په مشرۍ د طالبانو دا کار دخپل تحريک د بنسټګر ملا محمدعمر د تګلارې او د طالبانو او افغان ولس د لکونو شهيدانو له پاکو وينو سره  سترخیانت او دافغان ملت په سرنوشت لوبې کولو څخه غیر بل څه نه دي.

او پاکستان د يو شه ماهر تاجر په توګه د طالبانو او  هغوی د سياسي پروسې څخه د تجارت ابزار جوړ کړی او په بډايه حکومت ئې خرسوي او دا ځل ئي د سعودي سره وعده کړې ده چې د یو ۲ یا څو شپو لپاره به ئي باندې خرسوي او د رسوائي تر دا بازاري خرسلاو به دا ډیره شه وي چې طالبانو پاکستان ته ويلي وای چې ګورئ مونږ او زمونږ مشر دلته یو او ستاسو یو، والله چې ستاسو یو، په دې پاکستان کې به غونډې درسره کوو، خپل مو وبولئ او په بل چا مو مه خرسوئ. خو دا بادار واېي چې نه نور بس ده ډېر وخت دی زما سره وسو او زه نور درنه موړ او ستړی یم او س به دې بازاري کوم او په تابه نور تجارت کوم او زه به مخ ته او ته به راپسې راروان وې.

دطالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد چې له خپل دريځ څخه دنه تېرېدلو په نړیواله ازموینه کې دافغانانو او دنړۍ دمسلمانانو په زړونو کې لومړی مقام کټلی ؤ، خپله واکمني ئې د یو مسلمان د نه سپارلو په بدل کې قربان کړه، د پاکستان او نورو هر ډول فشارونو ته ئې له غاړه ايشودلو په کلکه ډډه کړې وه. خو اوس سنګه د بل د ګټو په نظر کې نیولو او په منځګړتوب ئې امریکایانو سره مذاکرات پیل کېږي؟

ایا دوی خپل هغه طالب مشران هير کړل چې د پاکستان په زندانونو کې شکنجه سوي، وژل شوي لکه ملاعبید الله، ملا اختر محمد منصور او ځينې لکه استاذ ياسر تر ننه نادرکه دي؟ او ملا اخترمحمد عثماني ئي مجبور کړ چی له پاکستانه افغانستان ته لاړ سي او هلته ئي امریکايانو ته خبر ورکړ او هغوی شهيد کړ.

 ایا په دې اتلس کلن جهاد کې د دومره سترو سترو سرشندنو او فداکاريو ثمره دا سوه؟

د دې پوشتنو ځواب باید په راتلونکې کې طالبان په خپل پخواني دريځ باندې په کلک ودريدلو او دپاکستان په منځګړتوب حکومت سره دمذاکراتو په ټپه اودرولو او بیا نه تکرارولو سره ووايي. او داسې تګلاره غوره کړي چې د پاکستاني ادارې لاسوهنه او ورسره د نامشروع تماسونو مخه د تل لپاره بنده سي.

همدا رنګه دا سوالونه د طالبانو د تحريک او امارت مؤسس مرحوم  مشر ملا صاحب  د هغې پرېکړې څخه د سرغړونې په نه کولو سره هم جواب کړي چې سیاسي فعالیتونه په قطر کې د سياسي دفتر پورې اړه لري ځکه دهمدې هدف لپاره جوړ سوی دی او پنځه شروط هم په قطر کې پوره دي، نه په متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، پاکستان او نورو هیوادو کې.

دا هم لرې نده چې د امریکایانو په موجودیت کې د اشرف غني له حکومت سره هم د پاکسستان په امر خبرو ته کشيني، او پایله کې به دطالبانو په یوموټي والي هم بد اغیز ولري.

بهتره خو دا ده چې د بهرنيو د شتون په صورت کې هیڅکله له کابل حکومت سره خبرې اترې ونه سي او کله چې بهرنیان ووځي بیا بین الافغانی تفاهم ته لاره هواره سي، ځکه دا د طالبانو پخوانی دریځ دی. خو که طالب مشرانو ته د اسلامي او ملي ګټو په بناء له کابل حکومت سره خبرې ګټورې او مهمې وبريشيدلې، نو بیا هم چې د پاکستان او نورو په اشاره او د هغوی د ګټو په نظر کې نیولو سره ترسره نه سي او په داسې وخت او ځای کې ترسره سي چې ورسره په ډاګه سي چې طالبانو د خپلې خوشې او خپلې تګلارې په اساس ورسره خبرې وکړې نه د پاکستان او نورو په فشار او اشارې سره.

بل دا چې په دې وروستيو کې چې کله د ګوانتانامو سخه را ایله شوي پنځه طالب مشران د قطر په سیاسي دفتر کې د غړو په توګه وګمارل سول، نو هیله ورته دا وه، چې هغوی به د طالبانو اسلامي تحريک د استقلال په لوري بوزي، خو متاسفانه چې هغوی هم د پاکستاني جنرالانو تر سيوري لاندې مذاکراتو کې برخه واخیستله او د هغوی بادارۍ ته ئي مشروعیت ورکړ او د سعودي عربستان (چې د علماؤ او مجاهدینو او مسلمانانو لوی دشمن دی او د مصر په شمول هر ځای ئې اسلامي حکومتونه راغورزولي دي) وساطت ئي ومنلی، تمه خو دا وه چې هغوی به دا سازش خنثا کړي خو هغوی تائيد کړ، واي : که کفر از مکه بخیزد کجا ماند مسلمانی.

او بل دا چې د سيد طيب اغا، ملا عبد القيوم ذاکر، ملا احمد رباني، مولوي انوار الحق مجاهد او نورو مجاهدینو، علماؤ کرامو، شيخانو او اصلاح غوشتونکو مسولیت پدې نه پوره کيږي چې استعفا ورکوي او وای چې اطاعت واجب دی حال دا چې په معصيبت کې هیڅکله اطاعت نسته او تر خپل استقلال خرسولو د قربانيو تر خرسولو به لوی خیانت او معصیت چیري وي او که دا معصیت نه وی نو ولې د کابل ادارې سره به دا دليل جنګيږو چې دا د امریکا غلامه اداره ده او اختیار خو بیا د پاکستان په لاس کې دی او دپاکستان اختیار بیا د انګريز اوامريکا په لاس کې دی.

داکسان بايد د الله پاک، اسلامي امارت او افغانستان په وړاندي خپل مسولیت ادا کړي که نه دا مشترکه کشتۍ چې امير المؤمنین ملا محمد عمر جوړه کړې وه د لاسپوڅو او مصلحت پرستانو لخوا ډوبېدونکي ده.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • مجاهد (Montag, 07. Januar 2019 02:08)

    فایق جانه ! ستاسی دا جمله چه [[ طالبان بیا دپاکستان تر نفوذ لاندی راتلونکی دی ]]
    ما ویل چه د غلام غنی مداح او مشاور [[ نبی مصداق ]] له خوا لیکل شوی او که د دی لیکنی د پاره یی خبل نوم بدل کړی .
    په هرصورت، ستاسی له خولی لا د مور د شیدو بوی لیری شوی نه دی پوهه دی تر هغی ډیره کمه ده چه نړیوال اتلان طالبان کما حقه وپیژنی طالبان اوس له هغو مراحلو تیرشوی چه ستا غوندی ماشومان ورته ستاسی په شان د یوه او بل جاسوسان ووایی ، ستاسی بادارانو او ټولو نړیوالو په رسمیت پیزندلی هغوی د الله ج عسکر دی .
    ستاسی دا ابلهانه خبره چه لومړی دی د هغی منافقانه ستاینه کړی بیا مو مشر ملا صاحب ډير مدبر او اوسنی مشر ملا صحب مو ماشوم کړی او داسی استدلال کوی چه پاکستانو ورته امیرخان متقی په خپلو الوتکو کی ابوضبیح ته راوست او د هغی دمخه یی په ملاهیبت الله باندی وپیژاند چه د دتفر اداری ریس یی ولګوی او له هغه وروسته طا لبان یو ځل بیا د پاکستان په کنترول کی ولویدل ،
    امیرخان متقی د ملا عمر ، ملا منصور او ملا هیبت الله اخوتدزاده په شان مشرانو کی شمیرل کیږی که بد سړی وی اوسنی مشر نه منلو څه چه مناسبه سزا یی ورته اوروله . طالبان خپل دوست او دشمن اوس ښه پیژنی ستا په شان د ماشومانو او ځو مخو ګډی وډی خبری او د غنی تبلیغات ورباندی اثر نه کوی . ستاسی ورځی په ختمیدو دی د غسی ګډوډو د پاره ډیره ناوخته دی نور به بیا لیکنه کی ولیکم الله ج دی درته د خپلو ګډو وډو مناسبه سزا درکړی

  • pattang (Montag, 07. Januar 2019 13:47)

    مجاهد صیب !
    د افغان دولت خو د فاسدینو ، بیکارو ،ناپوهو، غلو ، رشوتخورو ، قانون ماته ونکو
    يوه فاسده مجموعه او دصلیبي اشغالګرو یوه تړل شو ې ناکامه پروژه اویو پروځیس دي !!
    ما په خپل ژوند او تاریخ کې داسې بی وجدانه لنډغران ندي لیدلي !
    دوی خپل ملت نور نوڅرنګه غلط کړي کوم یې چې تر اوسه وژلی ، بیوسه کړی
    اولوټ کړی دی!
    دخپلې لنډغري ،ناکامي او جنایاتو د پټولو لپاره به حتما یو همسایه ګناه ګار پیدا کوې
    چې هغه به پاکستان وي !!!! داچې د شپي په چاپو کې په سلګونو واړه ،زاړه او ښځې د اشغالګرو اود مذدور رژیم په بمونو او راکټونوباندې وژل کیږي هیڅ خبره هم نه وي
    خو که طالبان یې کومه اولسوالي او ولایت ونیسي نو ګناه ټوله یې په پاکستان ور اچوي!
    که څه هم د طالبمشران زموږ دقام کلي خلک دي او په کالونو کالونو جنګ کوي ، وژل کیږي او
    نور را پورته کیږي خو په داټولو کې دا فاسدین د افغانستان د اولس د ازادي په اراده ستر پټوي او ګناه یې نه په ایران، -ترکمنستان، -ازبکستان، -تاجکستان -چين او نه په نورو اسیايې ممالکو
    ، بلکې یواځې يواځې پر پاکستان ور اچوي !!! ( الا بلا در ګردن ملا ) !
    په یوو انسان د تل لپاره باور کول سادګي او ناپوهي دي، خو دقانون ساتل او عملي کول
    يې دهر انسان او ټولني اخلاقي وظیفه ده خو که څوک داسې اخلاق ولري !!
    متاسفانه چې د اډول اخلاق ماتر اوسه ډیرکم لیدلې ، تر پرونه پورې به کلک پښتون ، مسلمان
    وو او دطالبانو په مهمانخانو کې به یې غوړې ډوډۍ خوړې خو نن هغه انسانان د سې ای ئی په میلمستون کې پراته پلاوونه وهي دالر اخلي ، دطلوع او لمر په تلویزیون کې ناست وي ،
    په ریڼو سترګو له بطلان او اشغاله دفاع کوي !!
    مجاهد صیب له داسې مکتبيانو څخه مي ډیر بد راځي !!!

  • ذبیح افغان (Dienstag, 08. Januar 2019 07:08)

    دا لیکنه تر یوه حده سمه او منطقی ده خو له دی نظر سره چی له افغان حکومت سره سوله کول یو غیر منطقی لاره ده زه مخالف یم.
    طالبانو له هر اړخ سره په شمول د مرتد پاکستان، ایران، کافره روسیه او صلیبی امریکا سره د مخامخ کیناستلو هوډ درلود او ورسره یی خبری وکړی نو بیا دا مسلمان افغان حکومت ولو که لاڅپوڅی هم ده ولی د کیښناستلو هوډ ونکړ؟! عقل سالم دا په څرګنده سره منی چی طالبان استقلالیت نلری، په سلو کی ۹۹ فیصده افغانان د طالب او حکومت د سولی او کښیناستلو هوډ او غوښتنه لری خو طالب بیا هم د دی ۹۹ فیصده افغانانو په ستونی پښه ږدی او ورسره خبری نامشروع بولی نمونه یی د اختر دری ورځی اوربند وه چی هغو خلکو طالب ته ګل ورپه غاړه کړ چی طالب یی پلار ورور یا مور په بمونو الوزولی وه حلال کړی یی وه او وژلی یی وه خو بیا هم ملت دومره بښونکی ده چی هر څه یی هیر کړل، نو طالب که ځانته واقعی مسلمان وایی او استقلالیت لری په همدی کابل کی دی له ملت سره کښینی وبه ګورو چی ملت بیا هم مینه ورکوی که یی په مخ لاړی ورتو کوی!

    ومن الله التوفیق

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind