طالبان به په لنډ مهاله حکومت کي ګډون ونه کړي
په قطر کې د طالبانو يوه مشر ويلي چې دغه ډله به د موقتي حکومت طرحه و نه مني او په
دا ډول يو حکومت کې به برخه وانه خلي. د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړی استازی اوس قطر کې دی او له ځانه سره يې د موقت حکومت طرحه وړې ده
زلمی خلیلزاد قطر ته تر تلو دمخه په کابل کې د افغان ولسمشر اشرف غني په ګډون د مختلفو افغان سياسي مشرانو او چارواکو سره وليدل او بيا د قطر پر لور روان شو. طالبانو هم منلې چې د نوموړي سره يې لیدلي او د افغانستان د روان وضعیت او د سولې پر خبرو یې ورسره بحثونه کړي دي
د قطر خبرې نور کار نه ورکوي
رويترز د ېوې ديپلوماتيکي سرچينې په حواله چې د سولې مذاکرات له نژدې تعقيبوي ليکي، چې امریکا متحده ایالات فکر کوي چې د دوحې مذاکرات نور کار نه ورکوي او د افغانستان د شخړې د هواري له پاره د یوې بلې بديلې لارې په لټه کې دی
درې ديپلوماتېکې سرچينو، په کابل کې دوو نړیوالو ديپلوماتيکو سرچينو او دغه راز د سیاسي مشرانو د هغو ټيمونو څخه چې خليلزاد ورسره ليدلي دوو سرچينو، ويلي دي چې د بديل انتخاب په برخه کې طالبانو ته د خليلزاد په مهمو طرحو کې یوه یې د موقت حکومت د جوړولو طرحه ده
په رپوټ کې د یو پخواني افغان چارواکي له قوله لیکل شوي چې زلمي خليلزاد داسې يو سند هم وړاندې کړی چې په هغې کې د قدرت د ويش موضوع ذکر شوې ده. او بله طرحه د ټولو افغان سیاسي ګوندونو د استازو په ګډون په يو بهرني هيواد کې د ۲۰۰۱ کال د بن کنفرانس په څير، د يوه کنفرانس د جوړيدو طرحه ده
د بن په څير کنفرانس خو چيرته؟
دوو نړيوالو سرچينو ويلي دي چې خليلزاد په دې هڅه کې دی چې تر څو ملګري ملتونه د
دغه کنفرانس مشري وکړي. خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموريت په دې اړه څه نه دي ويلي
د کنفرانس په اړه دوو نورو سرچينو ويلي دي چې کیدای شي دغه کنفرانس په ترکيه کې جوړ شي، خو تر څنګ د آلمان او ازبکستان نومونه هم ذکر شوي دي
په عین وخت کې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند، نيد پرایس، د افغانستان د کشالې د حل په اړه د جمعې په ورځ خبريالانو ته وويل: «موږ د مختلفو طرحو پر ارزونې بوخت يو کوم چې ممکن وشي کړی دغه پروسه ګړندۍ کړي.»
دغه ویاند د شنبې په ورځ بیا وويل: «د امریکا متحده ايالات هيڅ ډول رسمي طرحه نه جوړوي او د ځواکونو د راتلونکې له پاره پر ټولو اړوندو انتخابونو باندې کتنې ادامه لري.» نوموړي زياته کړه: خلیلزاد په يو لړ لارو چارو بحث کړی تر څو ديپلوماسۍ مخته يوسي، نه پر نورو شیانو
طالبان څه وايي؟
په دوحه کې د طالبانو يوه مشر د خپل نوم د نه ښودلو په شرط د خليلزاد طرحو په اړه وويل چې دغه راز يې د اوربند او د ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې د تاوتريخوالو د کمولو غوښتنه کړې ده
چې په هغو کې تر ټولو مهمه طرحه يې د بين الافغاني مذاکراتو مخته وړل دي تر څو يو لړ محسوس او ډير ژر نتايج ولري
خو هغه زياته کړه چې طالبان به په موقتي حکومت کې برخه وانه خلي، خو د دغسې حکومت
له جوړېدو سره مخالفت هم نه لري. په خبره يې دوی کیدای شي د تاوتريخوالو د کمولو په اړه غور وکړي، خو د اوربند په اړه نه. دغه طالب مشر له خلیلزاد څخه وغوښتل تر څو پر افغان حکومت
د ۷۰۰۰ نورو طالب بنديانو د آزادولو له پاره فشار رواوړي
هغه د کنفرانس جوړيدو طرحې په اړه وويل: موږ باور نه کوو چې کوم بل کنفرانس که هغه په هر هیواد کې وي د افغان جګړې په حل کې مرسته وکړي
د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد، وويل چې دغه پلان يې نه دی ليدلی، خو که د قطر خبرو ته بديل ولټول شي، نو هغه به هرومرو ناکامه شي
ارګ هم موقت حکومت د حل لار نه بولي
دا په داسې حال کې ده چې د موقت حکومت د جوړيدو پر وړاندې تر اوسه ارګ هم په کلکه مخالفت ښودلی دی. افغان ولسمشر اشرف غني همدا تيره ورځ هم ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د سياسي واک د لیږد يوازينۍ لار انتخابات دي
غني چې پارلمان ته يې خبرې کولې، وويل: هغه کسان چې قدرت ته د رسيدلو له پاره يوې او بلې دروازې ته ځي، سپارښتنه کوم چې په افغانستان کې سیاسي واک یوه دروازه او یوه کيلی لري چې هغه د افغانستان د خلکو آزادې رايې دي
رويترز لیکي چې تمه ده خلیلزاد له اسلام آباد څخه هم ليدنه وکړه. پاکستان د افغان سولې په مسئله کې د يو مهم اړخ په توګه ارزول کيږي
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا او طالبانو تر منځ د تيرکال شوي تړون له مخې له
افغانستان څخه د ټولو امريکايي قواوو د وتلو نهايي نيټې هم ډير لږ ورځې پاتې دي. طالبانو تمه لري چې امریکا د هوکړې مطابق په ټاکلي وخت کې خپل سرتيري له افغانستانه وباسي، په داسې حال کې چې ظاهرا دغه کار د
افغانستان موجوده خراب وضعيت ته په کتو ناشونی بريښي
DW