22.06.2018 (01.04.1397)
طالبانو ته دخر....اتلاق په کلکه غندو
عبدالرووف لیوال

دطالبانومشرتابه ، هغه طالبان چې د ولس له هرکلی کوونکو اودافغان پوځ له سرتیرو، افسر انوسره يې روغبړاو (سلفې) انځورونه اخیستی خرکوسان او منافقین بللی  ، دا په داسې حال کې ده چې نیمایی طالبان لاتراوسه هم له خپلو خواخوږوسره په کلیو او ولسوالیو کې دزړه خواله اوبانډارکوی اوله سولییزژوند نه خوند اخلی اوبیرته دجګړې ډګر ته دستنیدولپاره زړه نه ښه کوی .

دطالبانو په مشرتابه غږ :

موږستاسوداغوښتنه چې امریکایان دې زموږله خاورې ووخي  حق بولو- داهغه موخه ده چې ټول ولس یې تاسوسره بدرګه کوی خوددې تر څنګ دې ټکو ته هم باید پام وشی :

زموږسترلارښوددبشرناجی حضرت محمد (ص) داسلام دین په اسلامی سیاست اودیپلوماسی سره په تدریج لومړی په حجاز وروسته په نړۍ کې خپور کړداسلام لمړنې غزوې لکه بدر- احد- خندق- تبوک اونوردجهالت دسرزوری له کبله را پیښې شوې لکه چې اوس تاسو له داعش سره مخامخ یاست اوحتی داوربند په ورځو کې یې په ننګرهار کې څو تنه طالب کرام شهیدان کړل .

آنحضرت (ص) دحدیبې دسولې له تړون څخه وروسته دنړۍ پاچاهانوته دخپل نبوت اوداسلام ددین دخپرولوپه خاطر لیکونه واستول .

دابوسفیان سره دروم دقیصر اوږده مرکه اوپوښتنو دا جوته کړه چې انسانی عقل دسولې ،نرمښت اواستدلال منونکی ده - نه دجګړې غوښتونکی ، نوسره له دې چې هغه امپراتور وو ایمان یې راوړ.

دآنحضرت (ص) بلن لیکونو دستر مصر(مقوقس) ، دحبشې نجاشی ، دبحرین منذربن ساوی ،دایران خسروپرویزاودروم امپراتورقیصرته چې پورته ذکر شو- ټولو دسیاست ،دیپلوماسی اوپرتم منځ پانګه درلوده ، خوتاسو ایله خپلوریبارانواواستازوته ( خرکوسان ) وویل.

لکه څرنګه چې پورته ورته نغوته وشوه دبهرنیانواوکفاروویستل زموږ له خاورې نه ستراوسپیڅلی هدف دی اوولس هم دددې داعې په خاطر تاسو سره ولاړ دی – نودې ته حاجت نشته چې دخپل افغان ورور اوولس وینه تویې کړې راځه لکه دنړۍ سترو مبارزینو په څیر لکه ګاندی او ماندیلا غوندې دسیاست ډګر ته راودانګه اودنورو دغلامی له کړي راووځه ، نړۍ له فکری لحاظه خپله کړه ، دنورو په لمسون  افغانان مه وژنه بې نتیجې تشددپریږده ،دګاندې په څیرچې په عدم تشدد سره یې انګریزدهند په نیمه وچه کې په ګونډو کړ اودماندیلا په څیر دخپلې اودولس دداعې په خاطر دیرش کاله بند ومنه  - لومړی سولې ته راشه که بیا نشوه ، جګړه خو آخریني لار ده اوپه هغه صورت کې به سل په سلو کې ولس تاسوسره مل وی.

ستاسي کمینټ به د پاڼی د مدیریت تر کتني وروسته خپور شي .

Your comment will be published after review by Directorate

Kommentar schreiben

Kommentare

  • محمد (Samstag, 23. Juni 2018 07:08)

    د هر څه له مخه لیوال صاحب ته احترامات! ډیري ښې او اصولي خبري موکړي دي خو دا ټولي خبري هغه مهال پر ځای وې چي زموږ ددولت او ولس مشر خبرو اعتبار لرلای. دلته عمده ستونځه چي د صلحي په لاره کي حایل ده هغه زموږ د چارواکو معتبروالئ دئ. دولتي بانک لوټ خلګ د ورځنیو تجارتي معاملاتو کي چلوي ځکه چي پر هغه باندي د هیواد د مالیې د وزیر امضاء وي چي د غوښتني په بدل کي به دولت دغومره افغانۍ ورکوي. اوس نو که د هیواد ولس مشر په څو څو ځله ولس ته درواغجن ثابت سي دولتي چارواکي د میډیا پر مخ هره ورځ درواغ ووایي نود وزیر د امضاء اعتبار به چیري سالم پاته سي. پکار خو دا ده چي خلګ د بانک لوټونو څخه په پیر او پلور کي هیڅ کار وانه خلي. دغومره شکر دئ چي هغه هوښیاري چي په وسله والو طالبانو کي ده هغه تر اوسه پوري عام ولس ته نه د انتقال سوې. که طالبان ډیر تر فشار لاندي راولو نو دوئ به د عام ولس سره خپل عقل وویشي او حالات به د هر چا تر کنټروله ووځي.ښیګنه په داغه کي ده چي د اصلي صلحي لپاره جدي هڅي پیل سي. د افغانستان په داخل کي خو ټول افغانان خبر دي چي په دې عکسونو کي ښکاره سوي خلګ اصلي طالبان نه دي ځکه چي که اصلي طالبان په دغومره زیات شمیر ددولت سره پخلایني ته لیواله وای نو دولت ولي ښارونو ته راغوښتل خو دولت دي دهغوئ د ولکې سیمي ته ورغلئ وای او هلته دي یې اختر ورسره لمانځلای او بیا دي نه راستنیدلای، لکه هغه سپینسترګئ میلمه هلته دي یې مینجوټ ورته وهلئ وای. دا چي د طالبانو تښتندوکو ته دولت په ښارونو کي ځای ورکول پیل کړي نو دا به بیا بل غم نه وي؟ زموږ شپږ ملیونه مهاجر د هیواد څخه بهر د راستنیدو په طمع دي. په داخل کي د جګړې بیځایه سوي هم ډیر لرو چي دولت یې د چارو د سمبالښت لپاره منابع نلري. اوس به بیا دا نوي ډوډۍ خواره هم زموږ پر ملي بودیجه باندي بار وي. زه فکر کوم چي ښاغلئ ټرمپ به پر دې داستان خوند وانه خلي

Bitte geben Sie den Code ein
* Pflichtfelder
Bitte beachten Sie, dass die Inhalte dieses Formulars unverschlüsselt sind